موږ لا دمخه د «مرجئه» د نظر په اړه زده کړل چې یقینا د لویو ګناهونو د مرتکبینو په بخښنه باور لري او د معتزله له قوله مو هم زده کړل چې استغفار په عقلي ډول روا ګڼي نه په اورېدلو، او دا د بصرې د معتزلو نظر دی ؛ خو د بغداد د معتزلو نظر دا و چې «بخښنه» په اورېدلو او عقلي ډول حرام دی.
خو د آخرت د لویې ګناه د مرتکب په اړه د اهل سُنت والجماعت نظر دا دی چې د لویې ګناه بخښنه د اورېدلو او عقل له مخې روا دی.
آمدی په دې اړه لیکي: «اهل حق عقیده لري چې مؤمن په آخرت کې د خپلو خطاګانو د سزا مستحق دی، د دوی اختلاف پدې مسئله کې دی چې بخښنه د هغه لپاره ممکنه ده او که نه. اشاعره دا په اورېدلو او عقلي توګه روا ګڼي.»
ابوالبرکات نسفي لیکي: هغه څوک چې لویه ګناه وکړي او حلال يې ونه ګڼي او نهی کوونکي په نسبت سپک يې ونه ګڼي، له ایمان نه وځي؛ ځکه چې تصدیق لاهم شتون لري او هېڅوک د ایمان څخه بهر نه وځي پرته له هغه لارې چې هغه ورته ننوتلی وی. که ګناهکار له توبې پرته مړ شي، هغه د الله تعالی جل جلاله په رضا او اراده کې دی، که هغه ته بخښنه وکړي او په خپل فضل او کرم سره، یا د ایمان او اطاعت په برکت چې له ده سره دی، یا د ځینو غوره شویو کسانو په شفاعت سره، هغه به جنت ته ننوځي او که وغواړي هغه ته د هغه د ګناه په اندازه سزا ورکړي، که هغه کوچنۍ وي او که لویه، نو د هغه انجام به جنت وي او د تل لپاره به د جهنم په اور کې نه وي.
نو د اهل سنت والجماعت له نظره د لویې ګناه مرتکب دوه حالتونه لري: یا الله تعالی جل جلاله په خپل فضل او رحمت سره یا په شفاعت سره له پیله بخښي او یا د هغه د ګناه په اندازه سزا ورکوي او بیا به د هغه د وعدې سره سم جنت ته ننوځي، نه د شخصي وړتیا له مخې.
سعدالدین تفتازاني د اهل سنت والجماعت د مذهب په تفسیر کې وايي: د اهل اسلام د هغه مؤمن په اړه اختلاف لري، چې لویه ګناه وکړي او له توبې مخکې مړ شي: زموږ مذهب دا دی چې موږ په یقیني توګه د هغه د بخښلو یا سزا ورکولو په اړه پرېکړه نشو کولی، بلکې دواړه د لوی خدای جل جلاله د ارادې تابع دي؛ خو که هغه عذاب ورکړل شي، بيا هم موږ باور لرو چې هغه به د تل لپاره پاتې نشي. بلکې له هغه ځایه به خامخا ووځي ، البته د الله سبحانه وتعالی د فرضیت له مخې نه، بلکې د هغه وعدې سره سم چې خدای تعالی جل جلاله کړې ده او په همغه دلیل سره چې جنتيانو لپاره ثابت شوى دى.