له نیکو اخلاقو څخه یو په غونډو، جوماتونو، لارو او سړکونو کې د نورو لپاره ځای ور کول دې. ګرانه! اسلام هم په دې برخه کې د ښه خوي درس ورکوي، چې رب العالمین فرمايي: «یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِذَا قِیلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِی الْمَجَالِسِ فَافْسَحُوا یفْسَحِ اللَّهُ لَكُمْ» “اې د ایمان خاوندانو، که تاسو ته وویل شي، د نورو لپاره ځای جوړ کړئ نو ځای جوړ کړئ ترڅو خدای هم ستاسو لپاره فراخي راولي.
حضرت عمر فاروق رضي الله عنه فرمايي: درې شيان ستا او ستا د ملګري تر منځ دوستي او محبت جوړوي او له دغو دريو شيانو څخه يو يې په مجلس کې ځای ورکول دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې ښکلې طریقې او په زړه پورې صحنه وګورئ؛ کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد کې ناست و، نو یو صحرایي سړی مسجد ته داخل شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته ځای خالي کړ. چې جومات لا نه و ډک شوی، په دې وخت کې صحرايي کس وويل : ولې دې خپل ځای څخه حرکت وکړ، او ما ته دې ځای خالي کړ، ای د خدای رسوله؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د ټولو مسلمانانو حق دی، که یو ورور راشي، نو پر هغه باندې لازمه ده، چې خپل ورور ته د راتلو په وخت کې ځای ورکړي.
او همدارنګه په بل ځای کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «لَا یُقِیمُ الرَّجُلُ الرَّجُلَ مِنْ مَقْعَدِهِ، ثُمَّ یَجْلِسُ فِیه وَلَکِنْ تَفَسَّحُوا وَتَوَسَّعُوا» هیڅوک دې بل څوک له خپل ځای څخه نه پورته کوي، تر څو بل کس ولاړ کړي، او خپله یې پر ځای کښېني، خو د نورو لپاره ځای پیدا کړي.)
دا د بشریت د ستر معلم شرافت او ښه اخلاق دی. په حقیقت کې د خدای رسول صلی الله علیه وسلم د حیا، ادب او ښه خوي یو ریښتینې نمونه ده.
کله چې په جوماتونو او مجلسونو کې د خلکو حالت ګورو نو ډېر د افسوس وړ دی او دې موضوع ته سمه توجه نه کوي.
په مجلسونو کې د شرافت او ښه اخلاق بله بېلګه دا ده چې څوک په مجلس کې باید د ځان لپاره ځای و نه ټاکې، او د مجلس په سر کې دې د ناستې هڅه نه کوي. که چا ورته لارښونه وکړه چې د مجلس سرته لاړشه او یا ترې هیله وکړه چې پورته لاړ شه، نو د ده په ناستو کې کومه ستونزه نشته. لکه څنګه چې جابر بن سمرة رضي الله عنه فرمايي: «کُنَّا إِذَا أَتَیْنَا النَّبِیَّ صلیاللهعلیهوسلم، جَلَسَ أَحَدُنَا حَیْثُ یَنْتَهِی» موږ هر یو د رسول الله صلی الله علیه وسلم مجلس ته د ننوتلو پر مهال د مجلس په پای کې کښیناستو.
یوه بله خبره چې د ټولو مینه والو پام ته باید ورسېږي هغه دا دی چې په مجلس کې باید د یو بل په غوږونو کې پټې خبرې ونه شي. ځکه چې په دې حالت کې به نور خلک فکر کوي چې دوی غیبت کوي او یا به دوی ته سپکاوی کوي او یا به نور منفي فکرونه ولري. نو د ښه خوي او آداب غوښتنه دا ده چې دا ډول کړني باید په ځانګړو او محدودو غونډو کې ترسره نشي. البته، که مجلس لوی او عامه وي او خلک منفي فکر ونه کړي، نو کومه ستونزه نشته.
لنډه دا چې د ښو اخلاقو او خويونو خاوند مسلمان په مجلس کې ناست وي او خپل شاوخوا خلکو ته رډ نه ګوري او په خپل ځای کې ډېر حرکت نه کوي او له هغو کارونو څخه ډډه کوي چې د ښه خوي او اخلاق خلاف وي. او کله چې ټوله ناست وي هغه نه پورته کیږي، او کله چې ټوله ولاړ وي، نه کښېني. په همدې ډول بايد په ناسته او ولاړه کې ټينګ، باوقار او ارام او په ظاهر کې ارام او پاک وي. که یو څوک غواړي چې د شخصیت او ځان عزت لوړوالی ته ورسیږي، باید دا شیان په پام کې ونیسي.