شاه ولي الله يو ډېر زيارکښ او کثیر التألیف انسان و، تر سلو پورې آثار يې شمېرل شوي، چې څه باندې دېرش آثار يې چاپ شوي او پاتې نور يې د خطي نسخو په بڼه دي او يا ورک شوي دي.
د ده اثار په عربي او فارسي دواړو ژبو ليکل شوي او ځينې کتابونه يې په دې وروستيو کې په انګليسي ژبه هم چاپ شوي دي. د هغه ځینې اثار عبارت دي له: الطاف القدس فی معرفة لطائف النفس، الانتباه فی سلاسل اولیاء الله و اتحاف النبیه فی ما یحتاج الیه المحدّث والفقیه، د بحث او تحقیق له لحاظه ډیر مهم آثار یې د قرآن د څېړني په برخه کې دی چې تر ټولو مهم یې: “فتح الرحمن فی ترجمة القرآن” دی چي د ژباړې پای او پاک نویس پخپله د شاه ولی الله په تصریح په 1151 (1738) کې شوی دی.
“الفوز الکبیر فی اصول التفسیر” چې د قرآن کریم د تفسیر او ژباړې د بنسټونو په اړه یوه لنډه او بصیرت لرونکې رساله ده او “المقدمة فی قوانین التفسیر” د صحیحې ژباړې په اړه لنډه او نا چاپ شوې مقاله ده او د هغه فارسي خطونه هم د هند په ګڼو کتابتونونو کې ساتل کېږي او د علامه شاه ولي الله په ليکنو کې د فقهي، ټولنيزو او مابعدالطبيعي موضوعاتو سربېره د اقتصاد او سياست موضوعات او نظريات هم شته.
القول الجمیل فی أصول الطرق الأربع النقشبندیة والجیلانیة والجشتیة والمجددیة.
زده کوونکي
شاه ولي الله دهلوي خپل ژوند په تدریس، لارښود او تصنیف کې تیر کړ او خپل وجود یې د یوه دعوتګر او مجاهد نسل تعلیم ته وقف کړ. له همدې امله د هغه تر نظر لاندې د اسلامي امت ګڼ شمېر پوهان او مصلحین روزل شوي، چې له دې جملې څخه د لاندې کسانو یادونه کولای شو: د هغه زوی شاه محمد رحمه الله د ۱۲۰۸ هجري کال متوفی. د هغه بل زوی شاه عبدالعزیز رحمه الله چې د خپل پلار د علم او کمالات وارث شو، د هغه تر ټولو مشهور آثار د قرآن کریم تفسیر “فتح العزیز” یا تفسیر عزیزي دی. همدارنګه “بوستان المحدثین” او “تحفۀ اثنا عشریه”؛ د شاه ولي الله بل زوی شاه رفیع الدین چې په دیني او عقلي علومو په برخه کې د نبوغ څښتن و. د هغه څلورم زوی شاه عبدالقادر چې په نرمۍ، تواضع، پرهېزګارۍ او د سنتو په پیروي مشهور و؛ د شاه ولي الله وروستنی زوی شاه عبدالغني چې زوی یې امام شاه اسماعیل شهید دی، یو مصلح او مجاهد شخصیت و؛ د شاه ولي الله د تره زوی شاه محمد عاشق فلتي چې ډېر وخت ورسره ملګری و او له ده څخه يې نقلي او عقلي علوم زده کړل او د ده په مشوره شاه ولي الله د “حجة الله البالغه” په نامه نامتو کتاب وليکه؛ لکه څنګه چې هغه د “حجة الله البالغه” په سريزه کې وايي: «إذ تفطن أجلّ إخوانی لدی وأکرم خلاّنی علی محمد المعروف بالعاشق، لازال محفوظاً من کل طارق وغاسق، بمنزلة هذا العلم.»
“عز تفتان عجل اخواني لدي و اکرم خلاني علي محمد المعروف بالعشق،” شیخ خواجه محمد امین کشمیري؛ علامه مخدوم محمد معین او یو شمیر نور چې د هغه له روڼه او روانې چینې څخه برخمن شو.