لیکواله: ام عائشه علیزۍ
د قادیانیت فرقه (دوهمه برخه)
د دې ليکنې په تېره برخه کې مو هڅه کړې وه چې د «رښتيني پېغمبر» او د درواغجن پېغمبر تر منځ د توپير په اړه ځينې مواد وړاندې کړو او د دواړو دريځ ټولو ته ښکاره او څرګند دى. ځکه څوک چې له دلائلو څخه ملاتړ نه کوي خامخا به په خپله تګلاره کې ناکام شي او يوه ورځ به د غرور او سرلوړې پر ځای بدنام او ذليل شي. (تاریخ د دې خبرې ښه شاهد دی.)
د ليکنې په دې برخه کې به د نبوت د دعوې کوونکي پر ژوند، کورنۍ، د بلنې مرحلې او په دې اړوند نورو مسايلو خبرې وکړو.
د قادیانیت د بنسټګر ژوند لیک
میرزا غلام احمد (د قادیانیت بنسټ ایښودونکی) په ۱۸۳۹ میلادي کال کې چې د ۱۲۱۳ هجري قمري کال سره سمون خوري . هغه د هند د پنجاب ایالت د قادیان په کلي کې زیږیدلی او په ۱۹۰۸ کال کې د وبا له امله په لاهور کې مړ شوی دی. د هغه جسد قادیان ته یووړل شو او هلته ښخ شو.
نسب او کورنۍ
میرزا غلام احمد قادیانی د مغولانو له نسله او د «برلاس» له اولادې څخه دی. ځینو څیړونکو د هغه کورنۍ د “ګورکانیه” اولاده بللې ده. خو هغه پخپله ادعا کړې ده چې هغه ته د خدای الهام شوی دی چې هغه د فارس له نسل څخه دی. هغه د کتاب «البریه» په شرحه کې لیکي: “ما ته داسې الهام شوی وو: «لو کان الإیمان معلقا بالثریا لناله رجل من فارس» که ایمان د ثریا په ستوري کې وي، د فارس یو کس به هغه ترلاسه کړي.”
او همدارنګه په «اربعین» کتاب کې لیکي: “تر اوسه پورې زما د کورنۍ په اړه چې څه ویل شوي ټول د قیاس پر بنسټ دي؛ اوس ماته د څښتن له لوري څرګنده شوه چې زموږ کورنۍ له پارسیانو څخه ده او زه هم په دې خبره کلک باور دی. ځکه صحيح او معتبر قول هغه دی چې د الهي پوهې په وسیله څرګند شي.
د میرزا غلام قادیاني کورنۍ یوه سرمایه داره کورنۍ وه او د هغه نیکه د ډیرو کلیو او جایدادونو خاوند وو او په پنجاب کې یې امارت درلود. د هغه نیکه (میرزا عطا محمد) د هغه او سیکانو تر منځ په جګړه کې خپل ټول ملکیت له لاسه ورکړ، او انګرېزانو د هغه ټول مالونه یې له منځه یوړل او هغه او کورنۍ یې د قادیان له ښاره وشړل. بیا په ۱۸۱۸ کې انګرېزانو دوی ته اجازه ورکړه چې د نظامي خدماتو له امله چې د ده پلار د دوی لپاره کړي وو، د دوی ځینې کلي او ملکیتونه یې بیرته دوی ته وسپارل. په دې اړه میرزا احمد لیکي: «په دې ورځو کې زما پلار له ډېرو ستونزو سره مخ و او شتمني یې د کفارو له خوا د غنیمت په توګه واخیستل شوه، تر هغه مهاله چې د انګرېزانو د حکومت په وخت کې زما پلار ته ځینې کلي او جایدادونه بېرته ورکړل شوه.
میرزا غلام احمد خپل زیات وخت د اسلامي علومو په زده کړه، ساینسي بحثونو او خلکو ته په تبلیغ کې تېرا وه . منطق، فلسفه، دیني او ادبي علوم یې له خپلو استادانو زده کړل او طب یې له خپل پلار څخه چې یو تکړه طبیب وو، تر لاسه کړل.
ویل کیږي چې هغه له ماشومتوب راهیسې د کتاب لوستلو سره ډیره مینه درلوده. تر دې حده چې پلار به یې تل کنټرول کاوه تر څو ډېر مطالعه یې روغتیا او هوساینې ته زیان ونه رسوي. کله چې هغه لوی شو، د پلار په ټینګار یې د میراثي ملکیتونو او ځمکو مسولیت په غاړه واخیست. هغه وايي: «د دې مسؤلیت منل زما د خوښې خلاف وو.»
کله چې عیسوي کشیشانو د هند په وچه کې پراخ تبلیغات وکړل، نو د هغوی پر ضد یې جګړه وکړه او په دې اړه یې «د احمدیه ثبوت» کتاب ولیکه. ده ډېر اثار ليکلي دي، چې په اردو، عربي او فارسي ژبو تر اويا ټوکه ډېر کتابونه، رسالې او مقالې د هغه څخه پاتې دي، چې په دوه ويشت ټوکو کې د “روح خزائن” په نوم په يوه ټولګه کې راټولې شوې دي، او په پاکستان کې د هغه د پلویانو لخوا چاپ شوی. د هغه ځینې مهم کتابونه دا دي: «د احمدیه ثبوت»؛ دا د قرآن، پیغمبر او د اسلام د دین د صداقت ثابتولو په اړه چاپ شوې وو. د «موعود» کتاب چې په څلور ټوکونو کې دی او پنځه سوه دوه شپېته مخونه لري. «سیرة الابدال»؛ د عباد الرحمن د نښو په اړه؛ «مواهب الرحمن» د غلام احمد د معجزو او عقایدو او د هغه د دعوت او رسالت د دلایلو په بیانولو کې. «حقیقة المهدی» د غلام احمد د مسیح والي او مهدي والي په دلایلو مشتمل دی. «لجة النور»؛ په دې کې د عربو علماوو، شام، عراق او خراسان لپاره د هغه لیکونه پکې شامل دي. «خطبة الهامیه»؛ په ده باندې د خدای د الهامونو او وحې څرګندول او د هغه د رسالت دلایل او دا چې هغه وعده شوی مسیح دی. «اعجاز مسیح» د سورت حمد تفسیر. «تبیلغ الإسلام»؛ د هغه لیکونه چې عرب او فارس امیرانو ته یې د بریتانوي حکومت تایید، تبلیغ، بلنه او خلکو ته د هغه وینا او ادعاګانو پکې شامل دي.
د قادیانیت تاریخ
د قادیانیت د پیدایښت نیټه په ۱۸۸۹ زیږدیز کال کې دی چې په څلویښت کلنۍ کې یې اعلان وکړ چې هغه د الهي وحی او الهام خاوند دی او هغه یو له هغو کسانو څخه دی چې په هر سلو کلونو کې د اسلام د دین د تجدید لپاره الله جل جلاله پېدا کوي. هغه دا ادعا هم وکړه چې د خدای لخوا هغه ته دنده سپارل شوې وه چې له خلکو څخه د بیعت غوښتنه وکړي. هغه ادعا وکړه چې مخالفین به یې په غیر طبیعي ډول وژل کیږي. او دا ادعا يې هم وکړه چې کله طاعون خپور شو نو ناروغان به يې په معجزه توګه شفا ورکوله او دا خبره يې د خپل صداقت ثبوت ګڼله. میرزا غلام احمد اعتراف وکړ چې د خپل ژوند ډیره برخه یې د انګریزي حکومت په رضایت او اطاعت کې تیره کړې ده.
د انګرېزانو لخوا د هند د استعمار په وخت کې، هغه د بریتانوي حکومت په ستاینه او ملاتړ کې ډیري رسالې او کتابونه ولیکل. میرزا غلام احمد په دې باور وو، چې د انګرېز حکومت د خلکو ټولو طبقې ته د ازادۍ اوحريت په برخه کې په یوه سترګه ګوري او په دې برخه کې عدل او انصاف کوي. ولسونه د خپل د فضل تر سيوري لاندې خپلو هیلو ته رسيدلي دي او له هغه وخته چې يې هغوی ته غيږه ورکړې، په ارام ژوند کوي. له همدې امله هغه د انګرېزانو مشرانو ته دعا کول او د انګلیس د حکومت اطاعت یې واجب وګڼله.
هغه په «حقیقة المهدی» کتاب کې ادعا کوي چې که د انګرېزانو له تورې نه وېره نه وای، نو دی به وژل شوی وای. له همدې امله هغه د بریتانوي حکومت څخه مننه کوله.
دا اړیکه او مینه د میرزا غلام احمد څخه وروسته د هغه د پیروانو تر مینځ دوام درلود، تر دې چې د دې فرقې دویم خلیفه بشرالدین محمود احمد د انګلستان پاچا د « ویلز د پنځم جورج زوی » لپاره یو کتاب «د شهزاده ویلز ډالۍ» په نوم کتاب ولیکه او هغه ته یې ډالۍ کړ. خو د دې فرقې اوسني مشران ځانونه د انګرېز، امريکا او اسرائيلو پر ضد ګڼي او په دې باور دي، چې په تېر او اوسني وخت کې يې له انګرېز سره هېڅ تفاهم نه دی کړی.
د میرزا غلام احمد قادیاني د دعوت پړاوونه
لومړی پړاو: دا د اسلام د بلنې پړاو دی چې غلام احمد په کې د دښمنۍ او د تجدید ادعا یې وکړه، دا مرحله په ۱۸۷۹میلادي کال کې پیل شوه او تر ۱۸۹۱ میلادي کال پورې یې دوام وکړ. په دې پړاو کې میرزا غلام احمد ادعا وکړه چې مصلح او مجدد دی او خدای پاک د دنیا د اصلاح او د اسلام د دعوت دنده ور سپارلې ده او په دې پړاو کې یې درې ډوله کارونه ترسره کړل:
-
مناظره
-
د پیروانو راټولول
-
یو کتاب لیکل
دوهم پړاو: دا هغه پړاو دی چې میرزا غلام احمد ادعا وکړه چې هغه مسیح دی. دا مرحله په ۱۸۹۱میلادي کال کې پیل شوه. په دې پړاو کې یې اعلان وکړ چې هغه موعود مسیح دی چې قرآن کریم او احادیث رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر کړي او دی هغه مصلح دی چې ټول قومونه او ډلې دیارلس پیړۍ راهیسې د هغه راتګ ته انتظار باسي. میرزا غلام احمد د خپلی وینا د استدلال لپاره دغه دلیل راوړی: «والله أني أنا المسیح الموعود وأعطاني ربي سلطانا مبینا» «زه په خدای قسم خورم، چې هغه وعده شوی مسیح یم او خدای پاک ماته څرګنده او ښکاره ثبوت راکړی دی».
دریم پړاو: دا د نبوت دعوه وه. شاید همدا پړاو وو چې د قادیانیت د ظهور او د هغه د کار د خپرېدو لامل شوې وي. دلته یوه بل دلیل هم شته چې د میرزا غلام احمد د نبوت دعوه ردوي، خو کله چې د دې طریقې د پیروانو په خبرو بحث وکړو نو د میرزا غلام احمد د نبوت د دعوې په اړه څه نه شو لېدلای. دلته دریم دلیل هم شته چې پيروانو یې د میرزا غلام احمد د نبوت دعوه ثابته کړه.
د مجددیت او ماموریت ادعا
میرزا غلام احمد وایي: ما ته یو وخت الهام راغی چې: خدای غواړي د خپل دین د احیا کولو لپاره فیصله وکړي. خو تر اوسه يې داسي څوک نه دې پيدا کړې چې د دي کار وړ وي.
په همدې خوب کې مې ولیدل چې خلک د دین د بیا ژوندي کولو په لټه کې دي، یو تن ماته راغی او په اشاره یې وویل: «هذا رجل یحب رسولالله صلیاللهعلیهوسلم» دا هغه سړی دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه لري، د دې څخه مالومیږي چې د مجددیت یو شرط د رسول الله سره مینه ده چې په ما کې محقق شوه.
هغه وايي: یوه شپه مې یو څه لیکل او ویده شوم او په خوب کې مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وکتل. د ده مبارک مخ د څورلسمې سپوږمۍ په څیر روښانه وو. دی مبارک ما ته نږدې شو او ما احساس وکړ چې دی غواړي ما په غیږ کې ونیسي او زه یې په غیږ کې ونیولم. له هغې شپې وروسته زما لپاره د الهام دروازې پرانستل شوې او رب العالمین زه خپل مخاطب وګرځولم.
د مسیحیت ادعا
د ۱۸۹۰ کال په پای کې میرزا غلام احمد ادعا وکړه چې هغه مسیح بن مریم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د راتلو اعلان کړی وو زه یم، او عیسی علیه السلام د پخوانیو پیغمبرانو په څیر مړ شوی دی.
میرزا غلام احمد به ویل: زه په لوړ غږ وایم چې زما خدای دا حق ما ته په خپل الهام سره را څرګند کړی دی. په حقیقت کې د مریم زوی مسیح مړ شوی او روح یې په دوهم آسمان کې د حضرت یحیی له روح سره دی. هغه مسیح چې په دې وخت کې راځي، ما ته په مستند اخبارو کې ویل شوي چې هغه زه یم.
د نبوت دعوه
غلام احمد د مهدویت او عيسويت له دعوې بسنه و نه کړه؛ بلکې د نبوت دعوه يې هم زياته کړه. په بل ځای کې وایي: «إن الله سمّانی نبیاً بوحیه» (خدای زه د وحی سره پیغمبر بللی یم ) په ظاهره، هغه د وحی په واسطه د پیغمبر په نوم یادیږي ،الله تعالی فرمايي: «وإذا قال عیسی ابن مریم یا بنی إسرائیل إنی رسول الله إلیکم مصدقا لما بین یدی من التوراة ومبشرا برسول یأتی من بعدی اسمه احمد فلما جاءهم بالبینات قالوا هذا سحر مبین»؛ ژباړه: کله چې عیسی د مریم زوی وویل: ای بني اسرائیلو! زه تاسو ته د خدای تعالی د لورې رسول رالېږل شوي يم، د هغه څه تصدیق کوونکی یم چې په تورات کې دي او د هغه رسول زیری ورکوونکی یم چې زما څخه وروسته راځي او نوم یې احمد دی. نو كله چې هغوی ته له څرګندو نښو سره راشي، دوى به ووایي: دا يو روښانه سحر دى.
هغه هم ځان د ټولو الهی پیغمبرانو مظهر ګڼي او ویل به یې: خدای زه د ټولو انبیاوو مظهر ګرځولی یم. نو زه آدم یم او زه شیث یم، زه نوح یم، زه ابراهیم یم او زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نوم مظهر یم، یعنی زه هم محمد یم او احمد. هغه د معجزې ادعا هم وکړه او هغه یې «الاعجاز الاحمدي» وبلله. خپل ځان ته اشاره کول، او ویل به یې: «خدای هغه ته خارق العاده شیان وښودل او ښکاره نښې او عجیب نصرتونه یې ښکاره کړل». په بل ځای کې یې خپله معجزه څرګندونه کوي چې طاعون به هر ځای خپور شې، خو دی به په طاعون نه اخته کیږي.
میرزا غلام احمد وایي: دا عزت ماته یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اطاعت لپاره راکړل شوی، که زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امتیانو څخه نه وای، که چیري زما عملونه د نړۍ د ټولو غرونو په اندازه وای، ما به هيڅکله د خبرو او اورېدلو دا وياړ به پيدا کړی نه واي. ځکه په اوس وخت کې د هغه پیغمبر صلی الله علیه وسلم له نبوت پرته نور ټول نبوتونه تړلي دي او له شریعت سره هیڅ پیغمبر نشي راتلای. پرته له هغه چا چې امتی وي؛ نو زه هم یو امتي یم او هم پیغمبر یم.
د مهدویت په اړه د هغه عقیده
میرزا غلام احمد وویل چې دجال یعني عیسویت او یاجوج ماجوج روس او غرب دی، او ویل به یې: که مهدي وجود درلودلای نو په صحیح بخاري او مسلم کې به یې یادونه شوې وای. امام بخاري او مسلم د مهدي په اړه احادیث نه دي ذکر کړي. د دې څخه داسې ښکاري چې د مهدیت حدیثونه له دغو دوو مشرانو سره صحیح نه وو. البته په ابن ماجه او مستدرک حاکم کې راغلي «لا مهدی إلا عیسی» حدیثونه صحیح بللي او په همدې نظر یې باور کړی دی. له همدې امله هغه په غرور سره ویل: «وأنا المسیح الموعود والمهدی المعهود، منّ الله علیّ بالوحی والإلهام وکلّمنی کما کلّم برسله الکرام» (زه وعده شوی مسیح او ذکر شوی مهدی یم. خدای ماته وحی او الهام وکړ او له ما سره یې خبرې وکړې لکه څنګه چې هغه د خپلو ګرانو پیغمبرانو سره خبرې کولې.)
د قادیانیت تاسیس او د هغه لومړي کسان
میرزا غلام احمد قادیاني (۱۸۳۹-۱۹۰۸) ميلادي کال د قادیانیت د رامنځته کولو اصلي نفر وو. هغه له داسې کورنۍ څخه وو چې له دین او هېواد سره په خیانت مشهوره وه. د هغه د پلویانو په منځ کې، هغه د ګډوډ مزاج، ډیری ناروغیو او په مخدره توکو روږد کس پېژندل شوی و. له پنځوسو څخه زیات کتابونه، اثار او مقالې لري چې تر ټولو مهم یې دا دي:
۱.ازالة الأوهام؛۲. اعجاز احمدی؛ ۳. براهین احمدیه؛ ۴. انوار الإسلام؛ ۵. اعجاز المسیح؛ ۶. التبلیغ؛ ۷. تجلیات الهیة.
نورالدین بروی : د خلافت لومړی تاج د انګلیس لخوا، د قادیانیت د مشر په توګه د ده پر سر کېښودل شو، او پلويانو یې پلوي وکړ. د هغه د اثارو څخه عبارت دی: «فصل الخطاب».
محمد علي: هغه په لاهور کې د قاديانیانو امير وو، او هغه د انګرېزانو مناظر، د استعمار جاسوس او د قاديانيانو په نامه د يوې مجلې مدير وو. په انګرېزي ژبه یې قران کریم وژباړه او هغه یې تحریف کړ؛ د هغه په اثارو کې: «حقیقة الاختلاف» او «النبوة في الإسلام» دي.
محمد صادق: د قادیان مفتي، او د آثارو له جملې څخه : “خادم خاتم النبیین” دي.
بشير احمد بن غلام: د هغه په اثارو کې: «سیرة المهدی» او «کلمة الفصل» دي.
محمود احمد، د غلام احمد قادیاني زوی او د هغه دویم خلیفه: د هغه په اثارو کې «انوار الخلافة»، «تحفة الملوک»او «حقیقة النبوة» دي.
په قادیانیت کې څانګې
د میرزا غلام احمد پیروان دوه ډلې دي:
-
قادیانی؛
-
لاهوري.