
لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی
اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۴)
ډیموکراسي د لوېدیځو ساینس پوهانو د نیوکې په تله (ترازو) کې:
په تېرو یادښتونو کې د ډیموکراسۍ د ګټو او زیانونو په اړه خبرې وشوې، خو په راتلونکو څو کرښو کې به د نویو او زړو لوېدیځ پوهانو د نیوکو په تله کې د ډیموکراسۍ مسئله مطرح شي. دا چې د اسلام له نظره د دیموکراسۍ حیثیت څه دی او څنګه دی، په دې اړه به وروسته په تفصیل سره خبرې وکړو.
دسیاسي علومو پوهانو د ډیموکراسۍ نظام تر مایکروسکوپ لاندې نیولی او له مختلفو اړخونو یې اړوندې ستونزې راپیدا کړي دي او په اړه یې د پراخو ادعاوو په اړه پوښتنې کړې دي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي :
(سقراط) ویلي دي: ایا دا خرافه نه ده، چې یوازې لږ شمېر یا ډېر به د علم لامل شي؟
(سقراط) چې په (۳۹۹) م مړ شوی، په نړۍ کې تر ټولو مشهور فلسفي شخصیت دی او امکان دې ډېر لږ وي، چې څوک یې و نه پېژني. ځینې یې لومړی ښوونکی بولي. هغه په دې باور و، چې کله د ډيموکراسۍ په څېر حکومت کې اخلاقي او مذهبي محدوديتونه لرې کېږې، هر څوک آزاد وي او هر څه چې وغواړي کولای یې شي. پایله دا ده، چې پوهنه د دې پر ځای چې ټولنه روغه کړي، ټولنیز جنجالونه او تضادونه لا پسې خرابوي او دا هماغه ناروغي ده، چې ډیموکراسي ورسره مخ ده؛ له همدې امله سقراط ډیموکراسي د جهالت او خود غرضۍ له واکمنۍ سره پرتله کوي.
«آيا موږ نه وينو، چې په ټوله نړۍ کې د خلکو ګڼه ګوڼه د هغو لږو احمقو، وحشي او ظالمه خلکو په پرتله ده، چې زده کړه او پوهه يې له نورو خلکو بېله کړې ده؟».[1]
(افلاطون) ویلي: ډیموکراسي د جاهلانو د حکومت نښه ده.
(افلاطون) چې په (۳۴۷) کال مخکې له میلاد مړ شوی، د سقراط شاګرد دی، چې تر ډېره د سقراط په څېر مشهور دی.
افلاطون ډیموکراسي د ناپوهو خلکو حکومت ګڼي، په کوم کې چې خلک عدالت او اعتدال نه لري او د هوا و هوس لېواله او د نظر خاوندان کېږي.
د داسې حکومت پایله د سقراط په څېر د هوښیارانو اعدام او د آتن د پنځه سوه کسیزې شورا د غړو ټاکنه ده. په داسې حال کې چې لاټري (قرعه کشي) یو احمقانه تګلاره ده او لکه څنګه چې تاسو نه شئ کولی، د لاټرۍ په واسطه یو څوک ډاکټر یا انجنیر جوړ کړئ، تاسې نه شئ کولی او تاسو باید د لاټرۍ له لارې د خلکو د سیاست مسلک ته پام ونه کړئ.
د (افلاطون) نيوکه دا ده، چې وايي؛ کله چې تاسو ناروغ شئ، نو له ډېرو نه پوښتنه نه کوئ، چې راټول شئ او وګورئ، چې زه څه ډول ناروغي لرم، بلکې ته يو ډاکټر يا هغه کس رابولئ، چې په دې کې متخصص وي. نو ولې باید د حکومت کولو په وخت کې د اکثریت نظر ته پام وکړو؟
«ډیموکراسي د جاهلانو د حکومت نښه ده».
«ډیموکراسي د خلکو هیلې پوره کوي او مشران یې د ولس غوښتنې د سیاست معیار جوړوي».[2]
(توماس اکوییاس) چې په (۱۲۷۴) کال کې مړ شو، د مسیحي سیاسي فکر یو له مهمو شخصیتونو څخه دی. پاچاهۍ حکومت ته یې د ډیموکراسی نه ډېر ارزښت ورکاوه، ځکه پاچاهي حکومت د طبیعت نظم ته نږدې دی؛ پداسې حال کې چې ډیموکراسي له دې نظم څخه لرې ده.
(نیکولو ماکیاولی) چې په (۱۵۲۷) کال کې مړ شوی، د (ایټالیا) مشهور سیاسي فیلسوف، شاعر او ډرامه لیکونکی دی، چې د خپل کتاب «شهریار» له وجې خورا شهرت لري.
(فرانسیس بیکن) وايي: «موږ دا د (ماکیاولی) په څېر خلکو ته ژمن یو، چې موږ ته د سیاست نړۍ او د هغه مشران وښیي، لکه څنګه چې دوی دي، نه لکه څنګه چې باید وي.»
ډیموکراسي یو بې ثباته نظام دی او د حکومت واک نه ساتي؛ په داسې حال کې چې یو قوي حکومت داسې مشر ته اړتیا لري چې سیاسي ژوند تنظیم کړي.[3]
(هابز) ویلي: ډیموکراسي د پلي کېدو وړ نه ده؛ ځکه خلک په وعدو دوکه کېږي.
(توماس هابز) چې په (۱۶۷۹) میلادي کال کې مړ شو، یو له مشهورو اروپايي فیلسوفانو او سیاسي تیورانو څخه دی، چې د سیاست د نوې پوهې په رامنځته کولو کې یې لوی رول لوبولی دی. هغه د ډیموکراسۍ په پرتله پاچاهي غوره کړه. ځکه یې پاچاهۍ د نورو دولتونو په پرتله د ټولنې د هوساینې او امنیت ساتونکې ګڼله. د هابز په اند، دموکراسي په دې مانا ده، چې د خلکو مستقيم حکومت د پارلمان له لارې نه عملي کېږي. ځکه چې عام ولس یوازې د خپلو شخصي غوښتنو په فکر کې دی او له همدې امله د دې او دې خبرې په وعدو لالهانده کېږي. نو هغه څوک چې دوی غوره کوي، د دوی ریښتیني استازي نه دي. دوی هغه څوک دي چې یوازې د خلکو هیلې پوره کوي.[4]
(جان لاک) چې په (1704) کې مړ شوی، سره له دې چې لاک په خپل عصري مفهوم کې د ډیموکراسۍ ډیزاینر او پلار ګڼل کېږي او د لوېدیځ یو له مهمو سیاسي فیلسوفانو څخه دی، په خپلو کارونو کې د هغه او د هغه د پیروانو ترمنځ مخالفت یې په لیبرالېزم او ډیموکراسي کې لیدلی شو، يعنې ليبراليزم او ډيموکراسي د قناعت وړ نه شي سره يوځاى کېداى او د دې تر څنګ د ليبرال ډيموکراسۍ پلان په پاى کې نه شي بريالى کېداى. هغه د ډیموکراسۍ په دننه کې دوه ډوله دیکتاتورۍ رامنځته کوي. لومړی ډول؛ د اقليت د محدودولو لپاره په قانون کې د اکثريت د افکارو نفوذ دی او دويم ډول يې د اکثريتو نظرونه دي چې د ځينو ډلو له پاره د محدوديت لامل ګرځي.
(ژان ژاک روسو)، چې په (۱۷۷۸) کال کې مړ شوی، یو ډېر مشهور (فرانسوی- سوییسي) فیلسوف او لیکوال دی، د هغه ځینې خبرې د بشری حقونو د نړیوالې اعلامیې په متن او حتیٰ د ډېرو هېوادونو په اساسی قانون کې هم موندل کېدای شی. (روسو) د (فرانسې) د انقلاب له پلرونو څخه دی. هغه په دې باور دی چې یوازې د مستقیمې او نړیوالې رایې (خپلواکه ډیموکراسۍ) تنګښت ثابت کېدی شي او نور څه نه. مانا د هر څه له پاره د خلکو رایې ترلاسه کول اړین دي.[5]
ادامه لري…
سرچینې: مخکینی برخه

