Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه : ۳۱)
اسلام سه شنبه _4 _اگست _2026AH 4-8-2026AD

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه : ۳۱)

kalemaat.netBy kalemaat.netڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعایشه محمداسحاق صالحي
له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه : ۳۱)
سریزه:
په تېره برخه کې مو د تناسخ  په اړه د اسلامي علماوو نظرونه وڅېړل؛ خو څرنګه چې د تناسخ پلویان هم د خپلې عقیدې د ثابتولو لپاره ځینې دلایل وړاندې کوي، نو په دې برخه کې به لومړی د هغوی دلایل بیان کړو او ورپسې به د اسلامي علماوو هغه علمي او شرعي ځوابونه وړاندې کړو چې د هغوی  ادعاوې او استدلالونه ردوي.
د تناسخ د پلویانو دلایل:
لکه څنګه چې په تېره برخه کې یادونه وشوه، ډېری هغه کسان چې په تناسخ باور لري، د قیامت او له مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدو (معاد) منکرین دي او د معاد اړوند ټولې عقیدې ردوي. باید پوه شو چې د معاد انکار د کفر سبب ګرځي، ځکه دا [نعوذ بالله] د الله تعالی له څرګند بیان څخه انکار دی.
خو دې مسئلې ته په کتلو، چې د تناسخ ځینې پلویان ځانونه اسلام ته منسوبوي او ادعا کوي چې مسلمانان دي ؛ همدې ډلې هڅه کړې چې د خپلې عقیدې د اثبات لپاره د قرآن او سنتو ځینې نصوص د دلیل په توګه وړاندې کړي. له همدې امله د هغوی استدلال په دوو ډولونو وېشل کېږي:
لومړی:  عمومي لید لوری، چې د ځینو عقلي شبهاتو او ظاهري استدلالونو پر بنسټ ولاړدی.
دوهم:  ځانګړی لیدلوری، چې دوی په کې د دیني نصوصو ناسم تفسیر او تأویل کوي او له هغو څخه د خپلو باطلو او فاسدو باورونو د اثبات هڅه کوي.[۱]
په ټوليز ډول د تناسخ پلویان باور لري چې تناسخ د اجر او جزا  له مخې ترسره کېږي. هغوی وایي: هغه فاسق انسان چې ناوړه او بد عملونه یې ترسره کړي وي، روح یې د هغو ناپاکو او خبیثو څارویو بدنونو ته انتقالېږي چې په نجاستونو ککړ وي، دغه څاروي د  کړاو او عذاب لپاره پیدا شوي وي او د حلالېدو پر مهال له سختو دردونو سره مخ کېږي.
خو د هغو کسانو په اړه چې ټول اعمال یې  بد یا قبیح وي او هېڅ د خیرکار یې نه وي کړی، د دوی ترمنځ اختلاف شته. ځینې وایي: د دغو خلکو روحونه شیطانان ګرځي. احمد بن حابط  بیا وایي: د هغوی روحونه جهنم ته لېږدول کېږي او هلته د تل لپاره په عذاب کې وي.
لومړۍ بېلګه: عمومي لیدلوری
د تناسخ ځینې پلویان، چې تناسخ د الهي سزا یوه بڼه ګڼي، داسې استدلال کوي:
الله تعالی عادل، حکیم، رحیم او کریم ذات دی. کله چې یو ذات دا ټولې بشپړې ځانګړنې ولري، نو هېڅکله داسې نه کوي چې یو بې‌ګناه انسان ته عذاب ورکړي. موږ وینو چې الله تعالی ځینې کوچني ماشومان، چې هېڅ ګناه یې نه ده کړې، په چیچک، دانو او نورو سختو ناروغیو اخته کوي؛ هغوی دردونه زغمي او کله ناکله د همدې ناروغیو له امله مري. همدارنګه، د ځینې بې‌ګناه حیواناتو اړوند د ذبح کولو حکم کېږي، غوښه یې پخېږي او خلک یې خوري. ځینې نور حیوانات بیا پر یو بل مسلط کېږي، تر دې چې یو بل څيرې کړي او ویې خوري، حال دا چې هغوی کومه ګناه نه ده کړې.
ددې لیدلوري پلویان وایي: له دې څخه څرګندېږي چې الله تعالی دا کارونه ځکه کوي چې په دغو بدنونو کې د ګناهکارو او د سزا وړ انسانانو روحونه ځای پر ځای شوي وي، څو په همدې ډول سزا ورکړل شي. دوی په همدې ډول د دغو عقلي شبهاتو پر بنسټ هڅه کوي چې د تناسخ عقیده ثابته او د روح او بدن د بیا یوځای کېدو (حشر او معاد) عقیده باطله وښيي.
د دې استدلال او لیدلوري ځواب:
هغه ناروغۍ او ستونزې چې ماشومان ورسره مخ کېږي ، لازماً د هغوی لپاره سزا نه ده؛ بلکې کېدای شي د هغوی د مور او پلار لپاره آزموینه وي.
الله تعالی فرمایي: ﴿وَلَنَبْلُوَنَّكُم بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ ۗ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ﴾[۳]
ژباړه: « او موږ به ار مرو په وېره، خطر، لوږې، د سراو مال په زیان او دمیوو په تاوان (په وچکالۍ او نورو افتونو سره) تاسې ازمایو او (اې پیغمبره) صبره کوونکو ته زېری ورکړه.»
هره هغه ستونزه چې انسان ورسره مخ کېږي، که هغه ماشوم وي او که بوډا، په دې مانا  نه ده چې ګواکې هغه بدعمله یا ګناهکار دی؛ بلکې کېدای شي دا د هغه د  درجې د لوړوالي سبب وي، ځکه هر انسان د خپلې دیندارۍ او ایمان له اندازې سره سم ازمویل کېږي، او سختۍ د ایمان د رښتینولۍ معیار دی.
الله تعالی فرمایي: ﴿وَمِنَ النَّاسِ مَن يَعْبُدُ اللَّهَ عَلَىٰ حَرْفٍ ۖ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ ۖ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انقَلَبَ عَلَىٰ وَجْهِهِ ۚ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ﴾[۴]
ژباړه :« او ځینې له خلکو هغه څوک دي چې بندګي کوي د الله تعالی په څنګ (شک) باندې، نو که ورسېږي دوې ته څه فاېدې د دنیا نو کلک شي (د هغه په وجه)، او که ورته څه ورسېږي مصېبت نو بېرته په خپل مخ وګرځي، (نو) تاواني شو په دنیا او آخرت کې، بې شکه دا ډېر ښکاره تاوان دی.
 په حقیقت کې خیر او شر نسبي مفاهیم دي. ځینې علماء وایي چې دا دواړه یو د بل بشپړوونکي عناصر دي او د دنیا ژوند تل د متضادو شیانو پر یوځایوالي ولاړ دی؛  لکه: کفر او ایمان، حق او باطل، ناروغي او روغتیا، بدمرغي او نېکمرغي، فقر او شتمني، ژوند او مرګ. دا تقابل او مبارزه به د قیامت تر ورځې دوام ولري.
کله چې موږ په بشپړه توګه دا  یقین لرو چې الله تعالی نهایت مهربان او رحم کوونکی ذات دی او هېڅ کار له حکمت او مصلحت پرته نه کوي، نو باید باور ولرو چې په دې آزموینو او پېښو کې هم بې‌شمېره الهي حکمتونه او مصلحتونه نغښتي دي.
دوام لري...

مخکینۍ برخه

سرچينې:

[1]. المسیر: د. محمد سید احمد، الروح في دراسات المتکلمین والفلاسفة، 1988 م، ص 205.

[۲]. هماغه: ص 205.

[۳]. سورة البقرة: 155

[۴]. سورة الحج: 11

اسلام اسلامي تمدن
Previous Articleابراهيمي ملت (برخه: ۶)

اړوند منځپانګې

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۶)

سه شنبه _4 _اگست _2026AH 4-8-2026AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۳)

دوشنبه _3 _اگست _2026AH 3-8-2026AD
نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۳)

شنبه _1 _اگست _2026AH 1-8-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه : ۳۱)

سه شنبه _4 _اگست _2026AH 4-8-2026AD6 Views

لیکوال: ابوعایشه محمداسحاق صالحي له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه : ۳۱) سریزه: په…

نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۶)

سه شنبه _4 _اگست _2026AH 4-8-2026AD12 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۶) (۵) د الله جل جلاله لپاره یې…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۳)

دوشنبه _3 _اگست _2026AH 3-8-2026AD15 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۳) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه : ٦١ )

شنبه _1 _اگست _2026AH 1-8-2026AD19 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه :…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه : ۳۱)

سه شنبه _4 _اگست _2026AH 4-8-2026AD

ابراهيمي ملت (برخه: ۶)

سه شنبه _4 _اگست _2026AH 4-8-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.