لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق صالحي
له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٣٠)
د “نصیریه” فرقې له نظره د تناسخ تعریف:
د نصیریه ډلې له مهمو او بنسټیزو باورونو څخه یوه هم د تناسخ عقیده ده. د نصیریه له لوري د دې عقیدې د منلو اصلي لامل دا دی چې دوی نه د قیامت په ورځ ایمان لري، نه په حساب او کتاب باور لري او نه هم د آخرت د سزا او جزا منونکي دي.
“نوبختي” د هغو کسانوعقیده چې په تناسخ باور لري داسې بیانوي:
«دوی د قیامت د ورځې پر نه راتګ، له مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدو د نشتوالي او د حساب او کتاب پر نه شتون باور لري. دوی ګومان کوي چې له همدې دنیا پرته بله نړۍ نشته، او قیامت هم یوازې دا معنا لري چې روح له یوه بدن څخه ووځي او بل بدن ته داخل شي. که مړ شوی انسان نېک وي، نو په بل بدن کې به هم نېکي ور رسېږي، او که بدکار وي، نو بدي او کړاو به ویني.»[١]
په یهودیت کې تناسخ
د یهودیانو یوه ډله هم د ارواحو په تناسخ باور لري. هغوی ادعا کوي چې د دانیال په کتاب کې یې موندلي دي چې:
«الله تعالی بختنصر د څارويو او وحشي ژوو په اوو بېلابېلو بڼو بدل کړی و.»[٢]
خو د اسلام له دین او د هغه له آسماني کتاب (قرآن کریم) پرته، چې د نورو ادیانو په کتابونو کې کوم تحریفونه شوي دي، هېڅ د تعجب ځای نه دی چې هر څوک د خپل باور له مخې پکې څه زیات کړي او هغه د الله تعالی پېغمبرانو ته منسوب کړي.
نورې هغه فرقې چې په تناسخ باور لري
شپاړسمه فرقه هم د تناسخ له پلویانو څخه ده. دا د حلول له ډلو څخه یوه ډله ده. دوی باور لري چې الله تعالی داسې یو نور دی چې پر بدنونو او ځایونو خپور دی. دوی همدارنګه ګومان کوي چې ارواح له ازلي خدای څخه پیدا شوې دي، او بدن یوازې د روح جامه ده؛ بدن نه درد احساسوي او نه خوند.
د دوی په اند، که یو انسان نېک عملونه وکړي او مړ شي، روح یې د یوه آرام او ګټور حیوان؛ لکه آس، مرغۍ یا غوا بدن ته ننوځي او هلته په نعمت او هوساینه کې ژوند کوي. وروسته له یوې مودې بیا د انسان بدن ته انتقالېږي.
که انسان بدخویه، بدکار او سرغړوونکی وي او مړ شي، د دوی په باور یې روح د یوه خره، سپي یا بل کړېدلي او ځورېدلي حیوان بدن ته ننوځي او هلته به د خپلو ګناهونو او نافرمانیو په اندازه عذاب ویني. وروسته بیا د انسان بدن ته انتقالېږي. د دوی په اند، نړۍ همداسې روانه ده او تر ابده به همداسې دوام ولري.[٣]
دولسمه فرقه هم د تناسخ پلویان دي. دا د فیلسوفانو هغه ډله وه چې له اسلام څخه مخکې موجوده وه او سقراط هم د دوی له ډلې څخه شمېرل کېده.
په اسلامي هېوادونو کې هم د تناسخ دوه ډلې موجودې وې: یوه د قدریه ډلې او بله د افراطي رافضیانو ډله.
ماني (د ثنویت بنسټګر) هم په خپلو ځینو کتابونو کې د تناسخ عقیده منلې ده. هغه لیکي چې د نېکو انسانانو ارواح له بدنونو تر وتلو وروسته د سهار له ستنې (عمود الصبح) سره یوځای کېږي، تر دې چې د آسمان له پاسه موجود نور ته ورسېږي او هلته به تل په خوښۍ او خوشحالۍ کې وي. خو د ګناهګارانو ارواح د حیواناتو بدنونو ته انتقالېږي او له یوه حیوان څخه بل حیوان ته لېږدېږي، تر دې چې له خپلې تیارې ووځي او وروسته د آسمان له پاسه له نور سره یوځای شي.[٤]
یوازې هندوان، رافضیان او ځینې نورې فرقې نه دي چې له مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدو (معاد) څخه منکر دي؛ بلکې د جاهلیت په زمانه کې ځینې عرب هم په همدې عقیده وو. هغوی باور درلود چې کله یو انسان مړ شي یا ووژل شي، د هغه د سر د مغزو وینه یا د بدن ځینې برخې راټولېږي او په یوه مرغه بدلېږي، چې هر سل کاله وروسته د هغه د قبر پر سر راګرځي. اسلام دا عقیده رد کړې او رسول الله ﷺ هم ناخوښې بللې ده.
د تناسخ د عقیدې د منونکو حکم
امام ابن حزم رحمه الله فرمایي:
«هر څوک چې په دې باور وي چې ارواح له یوه بدن څخه بل بدن ته انتقالېږي، هغه د تناسخ له پلویانو څخه دی، او د ټولو مسلمانانو په اتفاق، د تناسخ عقیده لرونکي کافران دي.»
د تناسخ باطله عقیده د هغو کسانو عقیده ده چې د الله تعالی د پیغمبرانو علیهم السلام دښمنان دي. هغوی د قیامت او له مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدو څخه منکر دي او ادعا لري چې ارواح له بدنونو تر جلا کېدو وروسته د حیواناتو، حشراتو او مرغانو هغو ډولونو ته اوړي چې له هغوی سره مناسبت ولري. یعنې روح له یوه بدن څخه وځي او د هماغه مناسب حیوان بدن ته داخلېږي؛ هلته یا د نعمت خوند ویني او یا د عذاب سزا ګالي.
د دوی په باور، وروسته بیا له هغو بدنونو هم جلا کېږي او د نورو بدنونو لوري ته ځي، چې د انسان له اعمالو او اخلاقو سره مناسب وي. له همدې امله، د دوی په عقیده کې حقیقي معاد، د آخرت نعمت او عذاب هېڅ وجود نه لري، او له دې پرته بل معاد هم نه مني. دا هغه باطل تناسخ دی چې د ټولو پیغمبرانو علیهم السلام له ګډ دعوت سره په ټکر کې دی، او دا عقیده په الله تعالی او د قیامت په ورځې ښکاره کفر دی. دوی باور لري چې د ارواحو وروستی استوګنځای د مناسبو حیواناتو بدنونه دي، او دا یوه ډېره باطله او ناوړه خبره ده.
له دې وروسته د هغو کسانو خبره راځي چې وایي: روح د مرګ په وخت کې په بشپړه توګه له منځه ځي، نور هېڅ روح نه پاتې کېږي چې نعمت یا عذاب وویني؛ بلکې نعمت او عذاب یوازې د جسد پر برخو یا د هغه پر ځینو اجزاوو واقع کېږي. [٧]
یادونه
د تناسخ پلویانو د خپلې عقیدې د ثابتولو لپاره ځینې دلایل وړاندې کړي دي، او اسلامي علماوو بیا د هغوی دا عقیده رد کړې او د هغوی استدلالونو ته یې علمي ځوابونه ورکړي دي.
په راتلونکې برخه کې به ان شاء الله د هغوی دلایل وړاندې کړو، او د قرآن کریم، د رسول الله ﷺ د سنتو، د علماوو د اقوالو، او همدارنګه د عقلي او منطقي دلایلو په رڼا کې به ورته ځواب ووایو.
باید وویل شي چې دا هم د اسلام له ښیګڼو څخه ده چې که یوه عقیده یا نظریه باطله اعلانوي، نو د هغې د رد لپاره قوي، قانع کوونکي او پرېکنده دلایل هم وړاندې کوي، څو د هیڅ چا لپاره کوم شک، شبهه او ابهام پاتې نه شي.
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچينې:
[1] فرق معاصرة، ج ۲، بی نېټې، ص ۶۶.
[2] الإسفراینی، الإمام الکبیر أبی المظفر، التبصیر فی الدین، تحقیق: کمال یوسف الحوت، ۱۴۰۳هـ.ق/۱۹۸۳م، ص ۱۳۶.
[3] العسقلانی، محمد بن أحمد بن عبدالرحمن، التنبیه والرد علی أهل الآهواء والبدع، تحقیق: محمد زاهد بن الحسن الکوثری، بیتا، ص ۲۲.
[4] الإسفراینی، الإمام الکبیر أبی المظفر، التبصیر فی الدین، تحقیق: کمال یوسف الحوت، ۱۴۰۳هـ.ق/۱۹۸۳م، ص ۱۳۶.
[5] الشهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل والنحل، تصحیح وتحقیق: ا. احمد فهمی محمد، ۱۴۱۳هـ.ق/۱۹۹۲م، ج ۳، ۶۵۴- ۶۵۵.
[6] عبداللطیف، د. عبدالعزیز بن محمد، نواقض الإیمان القولیة والعملیة، ۱۴۲۷ هـ. ق، ص ۲۲۶.
[7] ابن القیم الجوزیة، أبوعبدالله محمد بن أبی بکر، کتاب الروح، تحقیق: محمد أجمل أیوب الإصلاحی، ج ۱، ص ۲۸۰-۲۸۱ او د بل چاپ پر اساس، ج ۱، ص ۱۱۴.


