Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه : ٢٩)
اسلام دوشنبه _13 _جولای _2026AH 13-7-2026AD

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه : ٢٩)

kalemaat.netBy kalemaat.netڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعائشه محمداسحاق صالحي
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه : ٢٩)
سریزه
په تېرو برخو کې مو د هغو کسانو د نظریاتو په اړه په تفصیل سره بحث او څېړنه وکړه چې د قیامت او له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل نه مني. په دې برخه کې به د ځینوهغوډلو یادونه وکړو چې هغوی هم د معاد او بیا را ژوندي کېدو څخه منکر دي، خو په بله طریقه؛ یعنې د تناسخ په نظریه.
د دوی په باور کله چې انسان له نړۍ څخه ولاړ شي او روح یې له بدن څخه جلا شي، نو دغه روح بل بدن ته لېږدول کېږي؛ دا فرق نه کوي چې هغه دوهم بدن د انسان وي او که د حیوان. دا موضوع د عقایدو له حساسو او جنجالي موضوعاتو څخه ده.
له هغو ناسمو او باطلو عقایدو څخه چې د ځینو دینونو او ملتونو ترمنځ خپرې شوې دي، یوه یې د تناسخ عقیده ده. د دې عقیدې موخه دا ده چې د مړي روح له خپل اصلي بدن څخه بل ژوندي مخلوق ته، که انسان وي او که حیوان، انتقال شي.
دوی وایي چې دا انتقال ځکه کېږي چې روح ته د لومړي ژوند له پای وروسته یو بل فرصت ورکړل شي، څو ځان له هغو ککړتیاوو او ګناهونو څخه پاک کړي چې ترسره کړې یې دي؛ ځکه د دنیا ژوند ډېر لنډ دی او روح ته باید کافي وخت ورکړل شي، څو له ګناهونو څخه ځان خلاص کړي.
ځینو د تناسخ تعریف داسې کړی دی: «د روح ګرځېدل او د زېږون تکرار، بیا بیا.»
د تناسخ تعریف
تناسخ د هغو کسانو له نظره چې پرې باور لري داسې تعریف شوی دی: «د بدن له مړینې وروسته د روح بېرته ځمکنۍ نړۍ ته ستنېدل، په داسې ډول چې په یو نوي بدن کې حلول وکړي.»[1]
د کتاب «الملل والنحل» لیکوال تناسخ داسې بیانوي: «د تناسخ او حلول د پیدا کېدو اصل له  (الحرنانیه) قوم څخه دی. تناسخ دا دی چې راګرځېدنې او دورې بې پایه تکرار شي، او په هره دوره کې هماغه څه پېښېږي چې په لومړۍ دوره کې پېښ شوي وو.
اجر او جزا په همدې دنیا کې ده، نه په هغه بله نړۍ کې چې هلته د عمل کولو فرصت نشته. ټول هغه کارونه چې موږ یې اوس ترسره کوو، د هغو اعمالو بدله ده چې موږ په تېرو دورو کې ترسره کړي دي.
هغه خوښي، خوشحالي او ښېګڼه چې موږ یې په دې دنیا کې ترلاسه کوو، د هغو نېکو اعمالو پایله ده چې موږ په تېرو ژوندونو کې ترسره کړي دي. او غم، درد، کړاو او تکلیف د هغو بدو اعمالو سزا ده چې موږ په تېر ژوند کې کړي وو.
په تېر کې هم همداسې وو او په راتلونکي کې به هم همداسې وي؛ ځکه د حکیم ذات له شان څخه دا نه تصور کېږي چې هر څه په بشپړه توګه له منځه یوسي.»[2]
تناسخ څو ډولونه لري؟
د تناسخ د بڼو په اړه داسې ویل شوي دي:
۱ ـ نسخ:
د بل انسان بدن ته د روح بېرته ستنېدل.
۲ ـ مسخ:
د روح انتقالېدل د نوي حیوان بدن ته.
۳ ـ رسخ:
د روح انتقالېدل نباتي جسم ته.
۴ ـ فسخ:
د روح انتقالېدل یوجامد جسم (بې‌روحه مادې) ته.[3]
څوک د تناسخ عقیده لري؟
څېړنې ښيي چې پرتناسخ باور لرونکي یوازې یوه یا دوه ډلې نه دي، بلکې ګڼ شمېر ډلې پرې باور لري. موږ د هغو سرچینو پر بنسټ چې مونږ یې لرو، هڅه کوو لاندې هغه  مهمې ډلې یادې کړو چې د تناسخ عقیده لري.
په هندو دین کې د تناسخ مفهوم
د تناسخ یا بیا تجسم نظریه د هند د عقیدوي او ټولنیز نظام یوه مهمه برخه ده، او د خلکو د کړنو، اخلاقو او فکري طرز په جوړښت کې مهم رول لري.
له همدې امله د هند نيمه قارې او ترې اغېزمن شوي کلتورونه د سمساره نظریې (هغه څه چې تل د راګرځېدوحالت کې وي) او د زېږون او مرګ د دورې تر اغېز لاندې دي.[4]
تر ټولو لومړنی او مهم دین چې د تناسخ عقیده یې لرله، د هند د خلکو دین دی؛ تر دې چې ډېری هغه کسان چې وروسته په دې عقیده اخته شوي، له همدوی څخه اغېزمن شوي دي.
د هندیانو له مهمو باورونو څخه یوهم تناسخ دی. د دوی په نزد تناسخ دا مانا لري چې روح د بدن له وتلو وروسته بېرته ځمکې ته راګرځي او بل بدن ته انتقالېږي.
کله چې انسان مړ شي، روح یې له بدن څخه وځي او د هغه ماشوم بدن ته ننوځي چې په هماغه لحظه کې زېږېدلی وي.
خو د دوی د باور له مخې، هغه انسان چې مړ شوی وي که په خپل ژوند کې صالح او نېک عمله وي، نو روح یې د داسې ماشوم بدن ته داخلېږي چې د ده له خپلې طبقې او کورنۍ څخه لوړه درجه ولري. خو که مړ شوی انسان په خپل ژوند کې بدکاره او فاسد وي، نو روح یې د داسې ماشوم بدن ته انتقالېږي چې په ټیټه طبقه او کم مقام کورنۍ کې زېږېدلی وي.
که هغه انسان په راتلونکي ژوند کې هم فساد او بدو کړنو ته دوام ورکړي، نو بل ژوند کې به په کمزورۍ او ناروغۍ اخته انسان زېږيږي او که په بل پړاو کې  یعنې کله چې روح د دوهم انسان له بدن څخه ووځي او د درېیم کس بدن ته ولېږدول شي ، بیا هم فاسد وي، نو د حیوان په بڼه به وزېږيږی.
که فساد او بدکاري یې همداسې دوام وکړي، نو په هر پړاو کې به د حیواناتو تر ټولو ټیټو درجو ته ښکته کېږي؛ تر دې چې په پای کې به په غوماشي او یا په سپږه بدلېږي .
خو هغه څوک چې د نېکۍ اوسم عمل په لارو کې پرمختګ کوي، هر ځل یو پړاو پورته کېږي، تر دې چې تر ټولو لوړې طبقې ته، یعنې د براهمنو طبقې ته رسېږي. کله چې دې طبقې ته ورسېږي، او له هغې وروسته هم نېکۍ او سم عمل ته دوام ورکړي، نو د ژوند څرخ یا دوره یې پای ته رسېږي؛ خو روح یې له براهما (د دوی له خدای) سره یوځای کېږي. دوی دې حالت ته نیرفانا وایي، او دا د دوی په باور تر ټولو لویه نېکمرغي ده چې یو روح یې غوښتلی شي.[5]
د هندوانو یوله مهمو باورونو څخه د ارواحو تناسخ دی. د دې مانا دا ده چې روحونه په پرله‌پسې دورو کې له یوه جسم څخه بل جسم ته انتقالېږي.
هندوان باور لري چې کله انسان له دنیا څخه ولاړ شي، روح یې بل بدن ته انتقالېږي؛ آن هغه بدن کله د حیوان بدن هم وي. دا د هغه کس د تېر ژوند د اعمالو پورې اړه لري چې له مخې یې یا نېکمرغه او یا بدمرغه کېږي.
خو په دوهم ژوند کې دهغه کارونو او اموراتو اړوند هيڅ هم نه احساسوي چې په لومړي ژوند کې ورسره شوي وو، او دا دورې همداسې دوام کوي، تر دې چې روح پاک او صفا شي او د براهما سره د یوځای کېدو وړتیا پیدا کړي.[6]
د دوی همدغه بې بنسټه او پوچ باورونه ددې لامل شوي چې نه آخرت ته ارزښت ورکړي او نه د مړه کېدونکو کسانو ددې نړۍ شخصیت ته کومه پاملرنه وکړي تر دې چې کله د دوی څخه یو څوک مړشي، د هغه جسد سوځوي؛ ځکه د دوی په باور د هغه پخوانی ژوند پای ته رسېدلی دی او له هغه څخه به نور هېڅ اثر نه پاتې کېږي.
دوام لري…

مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]. المسیر، د. محمد سید احمد، الروح في دراسات المتکلمین والفلاسفة، ۱۹۸۸ م، ص ۲۰۳.

[2]. الشهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل والنحل، تصحیح و تحقیق: ا. احمد فهمی محمد، ۱۴۱۳هـ.ق/۱۹۹۲م، ج ۲، ص ۳۶۱-۳۶۲.

[3]. المسیر، د. محمد سید احمد، الروح في دراسات المتکلمین والفلاسفة، ۱۹۸۸ م، ص ۲۰۳.

[4] الیاسي، پریا، زندګي پس از مرګ وتناسخ در متون مقدس هندو، د ادیانو د څېړنو مجله، درېیم کال، شپږمه ګڼه، ۱۳۸۸هـ ش، ص ۷.

[5] القرشي، حمید جابر، لماذا نحن مسلمون، بې‌نېټې، ص ۲۵.

[6] الحوالي، دوکتور سفر بن عبدالرحمن، أصول الفرق والأديان والمذاهب الفكرية، بې‌نېټې، ص ۱۰۳.

اسلام تناسخ د تناسخ عقیده له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو په اړه د امت د علماوو اقوال مرګ
Previous Articleمقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۶)
Next Article مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۱۷)

اړوند منځپانګې

بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه : ۲۳ )

چهارشنبه _12 _اگست _2026AH 12-8-2026AD
نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۶)

چهارشنبه _12 _اگست _2026AH 12-8-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۷)

سه شنبه _11 _اگست _2026AH 11-8-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۵)

پنجشنبه _13 _اگست _2026AH 13-8-2026AD12 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۵) د امام…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه : ۲۳ )

چهارشنبه _12 _اگست _2026AH 12-8-2026AD13 Views

لیکوال: مهرالله مهاجرعزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونوتحلیل ( برخه : ۲۳ ) د…

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۶)

چهارشنبه _12 _اگست _2026AH 12-8-2026AD9 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۶) ډیموکراسي د غربي څېړونکو د…

نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۷)

سه شنبه _11 _اگست _2026AH 11-8-2026AD13 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۷) دویم بحث؛ ولې د ابراهیم علیه السلام…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۵)

پنجشنبه _13 _اگست _2026AH 13-8-2026AD

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل ( برخه : ۲۳ )

چهارشنبه _12 _اگست _2026AH 12-8-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.