لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق صالحي
له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٨)
شپږمه شبهه: د قیامت د شتون لپاره د دلیل نشتوالی
د معاد منکرین وایي چې د قیامت او له مرګ وروسته د بیا راژوندي کېدو ادعا یوازې یوه بېدلیله دعوه ده او د هغې د ثبوت لپاره هېڅ دلیل نشته.
د شبهې ځواب
که څه هم موږ مخکې د قرآن کریم د آیتونو، د رسول الله ﷺ د احادیثو، د علماوو د ویناوو او همدارنګه د عقلي دلایلو او برهانونو په رڼا کې په پرېکنده توګه ثابته کړې ده چې قیامت او معاد حقیقت لري؛ خو د دې شبهې د لا روښانه ځواب لپاره لاندې درې ټکي یادوو:
۱. د قیامت او معاد په اړه بحث او د هغو د ثبوت دلایل هغه وخت مطرح کېدای شي چې لومړی د الله تعالی ذات او د هغه صفات، لکه حکمت، عدالت او رښتینولي ثابت شي. یعنې تر هر څه وړاندې باید د الله تعالی شتون او د هغه صفات ثابت شي، وروسته بیا د قیامت او اړوندو دلایلو بحث راځي. ځکه دا معقوله خبره نه ده چې د الله تعالی له پېژندنې پرته د قیامت د اثبات لپاره یو خپلواک عقلي دلیل وغواړو. معاد د دین له بنسټیزو عقایدو څخه دی او پر الله تعالی له ایمان څخه جلا موضوع نه ده، په خپلواکه توګه نه بحث پرې کېدلای شي او نه یې ثبوت وړاندې کېدلای شي.
۲. د معاد یا قیامت منکرینو د تاریخ په اوږدو کې، سره له دې چې تل یې دا ادعا کړې، تر اوسه پورې یې د معاد د رد لپاره یوسم دلیل هم نه دی وړاندې کړی. په پای کې یې یوازې دومره ویلي چې معاد له حقیقت څخه لرې او ناشونی ښکاري.
۳. د قیامت ټول جزئیات؛ لکه د قیامت پیل، حشر، جنت، دوزخ او نور اړوند مسائل، یوازې د شرعي نصوصو؛ یعنې د قرآن کریم د آیتونو او د رسول الله ﷺ د احادیثو له لارې ثابتېږي، نه د عقل په وسیله.[1]
دلته باید لږ تم شو، د حق پر وړاندې د تسلیمۍ سر ټیټ کړو او ومنو چې که څه هم عقل ډېر څه درک کولای شي، خو د غیبي چارو په درک کې په بشپړه توګه پاتې راځي. عقل هېڅکله نه شي کولای هغه غیبي حقایق ومني او وپېژني چې الله تعالی له موږ څخه پټ ساتلي دي؛ نو په دې ډول چارو کې عقل ته ځای نه ورکوو، بلکې په بشپړ یقین باور لرو، هرهغه څه چې الله تعالی او د هغه رسول ﷺ مونږ ته بیان کړي، هماغه حق دي.
اوومه شبهه: بدن ته د روح بېرته ستنېدل تناسخ دی
ځینې خلک ادعا کوي چې د جسمي او روحي معاد منونکي په حقیقت کې د تناسخ پلویان دي؛ ځکه د دوی په اند، د انسان روح له یوه بدن څخه بل بدن ته لېږدول کېږي. دغه منکرین وایي هغه څه چې تاسو یې بیانوئ، یعنې د انسان د بدنونو بیا راژوندي کېدل، هماغه تناسخ دی؛ ځکه روح له یوه بدن څخه بل بدن ته انتقالېږي. لومړی بدن له دویم بدن سره یو شان نه دی؛ ځکه په حدیثونو کې راغلي چې د جنت اوسېدونکي به ځوانان، ښکلي، بېویښتانو او بېږیرې وي، او د دوزخي انسان د یوغاښ اندازه به د اُحد د غره په شان وي. نو له همدې امله، هغه کسان چې د قیامت پر مهال د جسدونو په بیا راژوندي کېدو باور لري، د تناسخ پلویان ګڼل کېږي.[2]
د شبهې ځواب
د دې خبرې ځواب دا دی چې تناسخ هغه وخت رامنځته کېږي چې دویم بدن د لومړي بدن له اصلي برخو څخه نه وي پیدا شوی. که څوک دې ته د تناسخ نوم ورکوي، نو دا یوازې نوم دی؛ ځکه د هغو کسانو په اند چې په تناسخ باور لري، تناسخ دا معنا لري چې روح په همدې دنیا کې یو بل بدن ته انتقال شي، نه دا چې په آخرت کې بېرته خپلو بدنونو ته ور وګرځي. همدا راز، هغوی جنت، دوزخ او د آخرت نور ټول حقایق هم نه مني.[3]
تر هر څه وړاندې باید پوه شو چې تناسخ خپله ځانګړې مانا او تعریف لري. خو هغه څه چې موږ یې دلته بیانوو، د قیامت په ورځ خپل لومړي بدن ته د روح بېرته ستنېدل دي، څو انسان د دنیا د کړنو بدله؛ یعنې اجر یا جزا ترلاسه کړي. دا هغه باطل تناسخ نه دی چې ځینې خلک پرې باور لري. که تاسو د خپلې اصطلاح له مخې دې ته تناسخ وایئ، ستونزه نشته؛ خوهغه څه چې شریعت بیان کړي، باید په پوره اخلاص او د زړه له تله ومنل شي.[4]
یادونه
د دې لپاره چې په ښه توګه پوه شو تناسخ څه شی دی؟ څنګه واقع کېږي او کوم کسان پرې باور لري، انشاءالله په راتلونکې برخه کې به دا موضوع په تفصیل سره وڅېړو.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچېنې:
[1] . قراملکی، محمدحسن، المعاد، أجوبة الشبهات الکلامیة ۵، ترجمه إلی العربیة موسی أحمد قصیر، ۱۴۴۰هـ.ق، ص ۴۴-۴۵.
[2] . الحنفی، ملاعلی القاری، شرح کتاب الفقه الأکبر للإمام أبی حنیفة رحمهالله، بې نېټې، ص ۱۲.
[3] . الحنفی، ملاعلی القاری، شرح کتاب الفقه الأکبر للإمام أبی حنیفة رحمهالله، بی نيټې، ص ۱۲.
[4] . المسیر، د. محمد سید احمد، الروح في دراسات المتکلمین والفلاسفة، ۱۹۸۸ م، ص ۱۹۰.


