Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٧)
اسلام شنبه _27 _جون _2026AH 27-6-2026AD

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٧)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو عائشه محمد اسحاق صالحي
له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٧)
روح څه شی دی؟
په تېره برخه کې د روح د خپلواکۍ او ناخپلواکۍ موضوع روښانه شوه، اوس ښه ده چې د روح په اړه هم لږ بحث وکړو، ترڅو معلومه شي چې روح په اصل کې څه شی دی، په کومو ماناوو کارول کېږي، آیا څوک د روح حقیقت اوماهیت ته رسېدلی شي او که نه؟ او د علماوو نظر په دې اړه څه دی؟
د دې لپاره چې د «روح» د لغوي معنا په اړه لا ښه پوه شو، ښه به وي چې د عربي ژبې ځینو مشهورو لغت‌نامو او قاموسونو ته لنډه کتنه وکړو:
د «العین» په نوم لغت‌نامه، چې د عربي ژبې له تر ټولو پخوانیو او مشهورو قاموسونو څخه ده، د روح په اړه داسې وایي: «الرُّوحُ: النَّفْسُ التي يحيا بها البدن. يقال: خرجت رُوحُهُ، أي: نَفْسُه، ويقال: خَرَجَ فيُذَكُّرُ، والجميعُ أرواحٌ»[1]
ژباړه: روح هغه نفس دی چې بدن د هغه په وسیله ژوندی وي. عرب وایي: «خرجَتْ رُوحُه»؛ یعنې روح یا ساه یې ووتله. ځینې د دې فعل مذکر بڼه هم کاروي او جمع یې أرواح ده.
د «المحکم والمحیط الأعظم» په لغت‌نامه کې راغلي دي: «الروح: النفس، تذكر وتؤنث.»
ژباړه: روح د نفس په معنا دی، هم په مذکر او هم په مؤنث ډول کارول کېږي.
د «تاج العروس» په قاموس کې د روح په اړه تفصیلي بحث شوی، چې دلته یې یوه برخه رااخلو:
«الرُّوحُ بالضّمّ،النّفْسُ. وفي التّهذيب: قال أَبو بكرٍ بنُ الأَنبارِيّ: الرُّوح والنَّفْسُ واحدٌ غير أَن الرُّوح مذكَّر والنَّفْس مُؤنَّثة عند العرب… أَبو الهيثم يقول: الرُّوح إِنّما هو النَّفَس الّذي يَتنفَّسُه الإِنسانُ وهو جارٍ في جميع الجَسدِ فإِذا خَرجَ لم يتنفَّسْ بعْدَ خُروجه فإِذا تَمَّ خُرُوجُه بقِي بَصَرُه شاخِصاً نَحْوَه حتَّى يُغَمَّضَ وهو بالفارِسِيّة “جان” “يُذكَّر”، “ويُؤَنَّث”»
ژباړه: روح د «راء» په پیښ ( ُ) سره د نفس په معنا دی. ابوبکر بن الأنباري وایي: روح او نفس یو شی دي؛ خو د عربو په ژبه روح مذکر او نفس مؤنث ګڼل کېږي. ابوالهیثم وایي: روح هماغه ساه ده چې انسان یې اخلي، په ټول بدن کې جریان لري، او کله چې له بدن څخه ووځي، انسان بیا ساه نه شي اخیستلای. د روح د وتلو پر مهال د انسان سترګې خلاصې وي او هماغسې پاتې کېږي، تر دې چې وتړل شي. په فارسي ژبه کې ورته «جان» وایي، په مذکر او هم په مؤنث ډول کارول کېږي.[3]
بله مهمه موضوع دا ده چې روح او نفس یو دي او که نه دوه جلا حقیقتونه دي؟
په دې اړه د «الروح» کتاب لیکوال لیکي: خلک په دې اړه اختلاف لري چې روح او نفس یو شی دی او که له یو بل څخه بېل دي. دجمهورو نظر دا دی چې د دواړو حقیقت یو دی؛ خو ځینې نور بیا وایي چې روح او نفس دوه جلا او بېل حقیقتونه دي.[4]
روح ته ځکه روح ویل کېږي چې د هغه په وسیله د انسان بدن ژوندۍ پاتې کېږي او انسان ته ژوند وربښي.[5]
البته باید پوه شو چې روح یوازې په همدې مانا (چې له بدن سره تړاو لري، د مرګ پر مهال ترې جلا کېږي او «نفس» بلل کېږي) نه کارول کېږي؛ بلکې په نورو ماناوو هم استعمالېږي، چې ځینې یې دا دي:
۱. روح د هغې هوا یا ساه په معنا هم راځي چې له بدن څخه وځي یا بدن ته ننوځي.
۲. روح هغه نازک او نه لیدونکی بخار دی چې له زړه څخه را پورته کېږي او د رګونو په ژورو کې جریان لري.
۳. روح پر حضرت جبرائیل علیه السلام هم اطلاقېږي. الله تعالی فرمایي:
﴿نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ﴾ [6]
ژباړه: دا جبریل امین راكوز كړى دى.
۴. روح هغې الهي مرستې او ځواک ته هم وېل کېږي چې الله تعالی پرې خپل دوستان او اولیاء پیاوړي کوي. الله تعالی فرمایي:
﴿أُولَٰئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍ مِّنْهُ﴾ [7]
ژباړه: دغه كسان دي چې هغه (الله) د دوى په زړونو كې ایمان لیكلى دى او دوى يې په هغه روح سره قوي كړي دي چې د ده له جانبه دى.
۵. د روح کلمه پرهغه روح هم اطلاقېږي چې الله تعالی پرې د حضرت عیسی علیه السلام تأیید او مرسته کړې ده.[8]
الله تعالی فرمایي:
﴿ إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَى وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدْتُكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ﴾[9]
ژباړه: كله چې الله ج وویل: اى عیسٰی د مریمې زویه! زما هغه نعمتونه یاد كړه چې په تا او ستا په مور باندې شوي دي، كله چې ته ما په پاك روح (جبریل) سره قوي كړې.[10]
یادونه:
سره له دې ټولو څرګندونو، بیا هم د روح د حقیقت، جوهر او ماهیت په اړه هېڅ انسان ډېره پوهه نه لري؛ ځکه دا هغه راز دی چې الله تعالی یې علم یوازې ځان ته ځانګړی کړی او له مخلوقاتو یې پټ ساتلی دی.
الله تعالی په قرآن کریم کې په ډېر ښکلي ډول فرمایي:
﴿وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ ۖ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا﴾[11]
ژباړه: او دوى له تا نه د روح په باره كې پوښتنه كوي ته (ورته) ووایه: روح زما د رب له امره ځنې دى او تاسو ته له علم ځنې څه برخه نه ده دركړ شوې مګر ډېره لږه.
له همدې امله غوره دا ده چې د روح د حقیقي ماهیت د موندلو او پلټلو هڅه ونه کړو، بلکې د روح علم الله تعالی ته وسپارو.
(ادامه لري…)
مخکینۍ برخه
سرچینې:

[1]. الفراهیدی، أبو عبدالرحمن الخلیل بن أحمد، کتاب العین، تحقیق: د. مهدی المخزومی و إبراهیم السامرائی، باب  الحاء والراء،ج۳،ص۲۹۱.
[2] . المرسی، أبوالحسن علی بن إسماعیل، المحکم والمحیط الأعظم، تحقیق: عبدالحمید هنداوی، ۱۴۲۱ هـ. ق/۲۰۰۰ م، باب روح، ج۳،ص۵۱۰.
[3] . الزبیدی، محمد بن محمد بن عبدالرزاق، تاج العروس من جواهر القاموس، باب رنجح، ج ۱، ص ۱۵۹۶.
[4] . ابن القیم الجوزیة، أبوعبدالله محمد بن أبی بکر، کتاب الروح، تحقیق: محمد أجمل أیوب الإصلاحی، ج ۱، ص ۶۱۳.
[5] . هماغه، ج ۱، ص ۶۱۵.
[6] . سورة الشعراء، آیت ۱۹۳.
[7] . سورة المجادلة، آیت ۲۲.
[8] . الحمد، محمد ابن إبراهیم، الإیمان بالیوم الآخر، ۱۴۲۲ هـ.ق، ص ۳۷.
[9] . سورة المائدة، آیت ۱۱۰.
[10] . که څه هم د روح کلمه پر هغو ماناوو سربېره چې یادې شوې، په نورو ماناوو هم اطلاقېږي؛ خو دا چې د دې موضوع د جزئیاتو بیانول موږ له اصلي بحث، یعنې د شبهاتو له مطرح کولو او د هغوی له ځوابونو څخه لرې کوي، نو له هغې نه تېرېږو. څوک چې په دې اړه د لا زیاتو معلوماتو غوښتونکي وي، کولای شي د ابن القیم الجوزیه د «الروح» کتاب او د «الإیمان بالیوم الآخر» کتاب ٣٨م مخ د روح مبحث ته مراجعه وکړي.
[11] . سورة الإسراء، آیت ۸۵.

روح مرګ او ژوند معاد
Previous Articleد بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ١٩)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بيا راژوندي کېدل ( برخه: ٢٦)

چهارشنبه _24 _جون _2026AH 24-6-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه ( برخه: ٩١)

سه شنبه _23 _جون _2026AH 23-6-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۰)

سه شنبه _16 _جون _2026AH 16-6-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٧)

شنبه _27 _جون _2026AH 27-6-2026AD1 Views

لیکوال: ابو عائشه محمد اسحاق صالحي له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٧) روح…

نور یی ولوله
بودائیزم

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ١٩)

شنبه _27 _جون _2026AH 27-6-2026AD4 Views

لیکوال: مهرالله عزیزي د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ١٩) توحید د فرد…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۸)

پنجشنبه _25 _جون _2026AH 25-6-2026AD23 Views

لیکوال: مفتي ابو سعيد الراشد مقتداء {امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله} (برخه: ۸) د مسائلو…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بيا راژوندي کېدل ( برخه: ٢٦)

چهارشنبه _24 _جون _2026AH 24-6-2026AD10 Views

لیکوال: ابوعائشه محمد اسحاق صالحي له مرګ وروسته بيا راژوندي کېدل ( برخه: ٢٦) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ٢٧)

شنبه _27 _جون _2026AH 27-6-2026AD

د بودیزم د تاریخ او باورونو تحلیل (برخه: ١٩)

شنبه _27 _جون _2026AH 27-6-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.