لیکوال: مفتي محمدگل سعید
مقتداء [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله] (برخه: ۱۱)
په فقه کې د امام صاحب رحمه الله مقام
وكېع بن الجراح ويلي دي: په ټولو هغو كسانو كې چې زه ورسره مخ شوى يم امام اعظم رحمه الله تر ټولو لوى فقيه او غوره لمونځ كوونكى و.([1])
امام شافعي رحمه الله ويلي دي: كه څوك غواړي چې په فقه پوه شي د امام اعظم رحمه الله او د هغه د شاګردانو سره دې ملازم شي ځكه ټول خلک په فقه كې د امام اعظم رحمه الله عيال (ترپالنې لاندې) دي. څوك چې د امام اعظم رحمه الله كتابونه نه ګوري نه په فقه پوهېداى شي او نه كمال ته رسېداى شي.([2]) يزيد بن هارون ويلي دي: فقه د امام اعظم رحمه الله او د هغه د شاګردانو كار دى، ګواكې هغوى د دغه كار لپاره زېږېدلي دي.([3])
نضر بن شميل رحمه الله ويلي دي: خلک له فقهې ويده وو، امام اعظم رحمه الله راويښ كړل، فقه يې ورته خلاصه او بيان كړه. عبدالله بن ابي جعفر الرازي ويلي دي: له خپل پلارڅخه مې واورېدل چې هغه ويل په فقه او تقوى كې مې تر امام اعظم رحمه الله بل څوك زيات ندي ليدلي.(4)جرير رحمه الله ويلي دي: كله چې به له اعمش څخه د باريكو مسئلو پوښتنه وشوه هغه به دغه مسئلې امام اعظم رحمه الله ته لېږلې.
جعفر بن ربېع رحمه الله ويلي دي: د امام اعظم رحمه الله سره پنځه كاله واوسېدم تر ده مې په خاموشۍ كې بل څوك زيات ندی ليدلی، خو كله چې به پوښتنه ورڅخه وشوه خوله به يې پرانيستله او د بهېدونكي رود غوندې به يې بيان وكړ.([4])
عبدالله بن مبارك رَحْمَةُاللهِ عَلَيْهِ ويلي دي: كه يو حديث معلوم وي او رايې ته اړتيا پيدا شي، نو د امام مالك رحمه الله، سفيان ثوري رحمه الله او امام اعظم رحمه الله رايه ښه ده خو په دوی كې اما م اعظم رحمه الله باريكبينه او لوى فقيه دى.
ابومطيع بلخي رحمه الله ويلي دي: امام اعظم رحمه الله كيسه كوله چې اميرالمؤمنين ابوجعفر منصور ته ورغلم، هغه راڅخه وپوښتل چې علم دې له چا څخه زده كړى دى؟ ما ورته وويل: له حماد څخه مې علم زده كړى دى، هغه له ابراهيم نخعي رحمه الله څخه، ابراهيم نخعي رحمه الله له حضرت عمر، حضرت علي، حضرت عبدالله بن مسعود او حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهم څخه زده كړى و. اميرالمؤمنين راته وويل: واه واه! دا چې له مباركو او پاكو استادانو دې زده كړی دى، خپل علم ته دې ټينګښت وربخښلى دى.([5])
د امام صاحب د مذهب اصول:
د امام صاحب مذهب په کوفه کې راوټوکېد، او دده په لاسونو د حنفي مذهب اصول جوړ شول او ښائسته يې کړل، لکه څرنګه چې په خپله وینا کې وايي: په تحقيق سره زه د الله تعالی له کتاب څخه مسئلې استنباط کوم، که چېرې په قرآن کې مې پیدا نکړې، نو بيا مې نبوي احاديث رااخيستي دي، که چېرې په هغې کې مې هم پیدا نکړه، نو بيا مې د اصحابو څخه، بيا د دوی له قول څخه بهر د بل چا قول ته نه وځم، کله چې خبره ابراهيم، شعبي، حسن، ابن سيرين او سعيد بن المسيب ته ورسېده نو بيا زما خوښه چې کوښښ وکړم، لکه څرنګه چې دوی کوښښ کړی ؤ او دا په رښتيا سره هغه اصول دي چې نور امامان يې هم متابعت کوي، لومړی د څښتن تعالى په کتاب، بيا نبوي احاديثو ته رجوع کوي.
د حنفي مذهب خپرېدل
د امام ابو حنيفه مذهب په مختلفو ملکونو کې خپور شو چې د نړۍ اويا په سلو کې د همدې مذهب پېروان دي، د دې مذهب په خپرولو کې د امام ابو يوسف رحمه الله لوى لاس ؤ، ځکه هغه د عباسي خلافت قاضي القضات و، پدې خلافت کې حنفي مذهب رسمي بڼه درلوده. همدارنګه د سلجوقيانو، غزنويانو، عثماني خلافت او داسې نورو حکومتونو لخوا رسمي پېژندل شوی مذهب و. د دې مذهب زياتره پېروان په عراق، مصر، شام، يمن، افغانستان، مرکزي آسيا هېوادونه، هند، پاکستان، چېن او… کې دي. امام ابوحنيفه رحمه الله د څلورو امامانو مشر او د اسلامي امت لومړنی مجتهد بلل ګېږي، حنفي مذهب يوازینۍ مذهب دی چې په عثماني دور کې په ټول امت مسلمه شپږ سوه کاله ددې مذهب فیصلې تطبیق شوې دي او همدارنګه خلافت مغولیه کې هم رسمي مذهب د احنافو وو، نو همدا وجه ده چې دا مذهب نظر دريو نورو مذاهبو ته زيات پيروان لري. اللجنة الدائمة (عربستان) په دې اړه ليکي: ومذهب الإمام أبي حنيفة رحمه الله قديكون أكثر المذاهب انتشاراً بين المسلمين، ولعل من أسباب ذلك تبني الخلفاء العثمانيين لهٰذا المذهب، وقد حكموا البلاد الإسلامية أكثر من ستة قرون، ولايعنی ذلك أن مذهب أبي حنيفة رحمه الله هو أصح المذاهب أو أن كل ما فيه من اجتهادات فهو صواب.[6]
امام عالي مقام په ديرشو کلونو کې د اته سوه داسې شاګردانو په روزنې سربيره، چې وروسته هر يو فقهي امام او مجتهد و، په دغو ديرشو کلونو کې د درې اتيا زره ديني مسائلو ځوابونه هم ورکړي و، چې بيا د امام صاحب په ژوند کې هغه تر بيلابيلو عنوانونو لاندې مرتب کړای شول او د حنفي فقهې او قانون بنسټ وګرځول شول. امام اعظم رحمه الله په زرګونو مسئلې تدوين كړي دي، چې په شمېر كې يې اختلاف شته، خو تر ټولو كم شمېر يې دري اتيا زره (۸۳۰۰۰) دي چې اته دېرش زره (۳۸۰۰۰) يې په عباداتو پورې اړه لري او پاتې نورې يې په معاملاتو پورې اړه لري.
د امام صاحب رحمه الله مشهور شاګردان
امام اعظم رحمه الله زيات شاګردان درلودل او په زرګونو شاګردانو ته يې د فقهې او حديثو تعليم ورکړی دی. محمد بن يوسف الصالحي الشافعي د عقود الجمان په (۱۸۳) صفحه كې ليكلي دي: د امام اعظم رحمه الله داسې شاګردان په برخه شول چې د نورو امامانو نه دي په برخه شوي؛ صالحي الشافعي د خپل كتاب په پنځم باب كې ليكلي دي: د امام اعظم رحمه الله ځينې شاګردان چې له ده څخه يې حديث او فقه زده كړې وه، د مكې مكرمې، مدينې منورې، دمشق، بصرې او الجزيرې اوسېدونكي وو، صالحي الشافعي په خپل كتاب كې د امام اعظم رحمه الله د اته سوه (۸۰۰) شاګردانو نومونه ليكلي دي. ملا علي بن سلطان محمد القاري (ملا علي قاري) رحمه الله په خپل كتاب (مناقب الامام الأعظم) كې د امام اعظم رحمه الله نږدې د پنځه سوه (۵۰۰) تنو شاګردانو نومونه ليكلي دي او ويلي يې دي، چې دا مې د مناقب للكردري څخه په لنډ ډول رااخيستي دي، وروسته يې ليكلي دي چې دا د امام اعظم رحمه الله هغه شاګردان دي چې شمېر يې اووه سوه دېرشو (۷۳۰) تنو ته رسيږي، دوى د خپل وخت لوى پوهان وو، د دين علم يې له امام اعظم رحمه الله څخه زده كړى و او تر موږ پوري يې راورساوه. د يوڅو تنو نومونه يي دادي: امام ابو يوسف رحمه الله، حسن بن زياد رحمه الله، ضحاک بن مخلد رحمه الله ابو عاصم النبيل (د امام بخاري مشهور استاد چې ډيری ثلاثيات يي له همدوی نه روايت کړي دي) رحمه الله. امام محمد بن الحسن الشيباني رحمه الله، د خراسان لوی محدث إبراهيم بن طهمان رحمه الله ، أبيض بن الأغر بن الصباح المنقري رحمه الله، أسباط بن محمد رحمه الله، إسحاق الأزرق رحمه الله، أسد بن عمرو البجلي رحمه الله، إسماعيل بن يحيى الصيرفي رحمه الله، أيوب بن هانئ رحمه الله، جارود بن يزيد النيسابوري رحمه الله، جعفر بن عون رحمه الله، حارث بن نبهان رحمه الله، حيان بن علي العنزي رحمه الله، حسن بن زياد اللؤلؤي رحمه الله، حسن بن فرات القزاز رحمه الله، حسين بن الحسن بن عطية العوفي رحمه الله، حفص بن عبد الرحمن القاضي رحمه الله، حكام بن سلم رحمه الله، ابو مطيع الحكم بن عبد الله بلخي رحمه الله د امام صاحب زوی حماد بن أبي حنيفة رحمه الله، حمزة الزيات رحمه الله، خارجة بن مصعب رحمه الله، داود الطائي رحمه الله، امام زفر بن الهذيل التميمي الفقيه رحمه الله، زيد بن الحباب رحمه الله، سابق الرقي رحمه الله، سعد بن الصلت القاضي رحمه الله، سعيد بن أبي الجهم القابوسي رحمه الله، سعيد بن سلام العطار رحمه الله، سلم بن سالم البلخي رحمه الله، سليمان بن عمرو النخعي رحمه الله، سهل بن مزاحم رحمه الله، شعيب بن إسحاق دمشقي رحمه الله، صباح بن محارب رحمه الله، صلت بن الحجاج رحمه الله، عامر بن الفرات رحمه الله، عائذ بن حبيب رحمه الله، عباد بن العوام رحمه الله، عبدالله بن المبارك رحمه الله ([7])، عبد الله بن يزيد المقري رحمه الله، أبو يحيى عبدالحميدالحماني رحمه الله، عبدالرزاق رحمه الله عبدالعزيز بن خالد ترمذي رحمه الله، عبدالكريم بن محمدالجرجاني رحمه الله، عبدالمجيد بن أبي رواد رحمه الله، عبدالوارث التنوري رحمه الله عبيدالله بن الزبير القرشي رحمه الله، عبيد الله بن عمرو الرقي رحمه الله، عبيد الله بن موسى رحمه الله عتاب بن محمد رحمه الله علي بن ظبيان القاضي رحمه الله،علي بن عاصم رحمه الله، علي بن مسهر القاضي رحمه الله، عمروبن محمد العنقزي رحمه الله، أبو قطن عمرو بن الهيثم رحمه الله، عيسى بن يونس رحمه الله، أبو نعيم رحمه الله، فضل بن موسى رحمه الله، قاسم بن الحكم العرني رحمه الله، قاسم بن معن رحمه الله، قيس بن الربيع رحمه الله، محمد بن أبان العنبري كوفي، محمد بن بشر، محمد بن الحسن بن أتش، محمد بن خالدالوهبي، محمد بن عبد الله الأنصاري رحمه الله، محمد بن الفضل بن عطية رحمه الله، محمد بن القاسم الأسدي رحمه الله، محمد بن مسروق الكوفي رحمه الله، محمد بن يزيد الواسطي رحمه الله، مروان بن سالم رحمه الله، مصعب بن المقدام رحمه الله، معافى بن عمران رحمه الله، مكي بن إبراهيم رحمه الله د امام بخاري استاد، نصر بن عبد الكريم البلخي الصيقل نصر بن عبد الملك العتكي رحمه الله، أبو غالب النضر بن عبد الله الأزدي رحمه الله، نضر بن محمد المروزي رحمه الله، نعمان بن عبد السلام الأصبهاني رحمه الله، نوح بن دراج القاضي رحمه الله، نوح بن أبي مريم الجامع رحمه الله، هشيم رحمه الله، هوذة رحمه الله، هياج بن بسطام هروي رحمه الله، وكيع رحمه الله، يحيى بن أيوب المصري رحمه الله، يحيى بن نصر بن حاجب رحمه الله، يحيى بن يمان رحمه الله، يزيد بن زريع رحمه الله، يونس بن بكير رحمه الله، أبو إسحاق الفزاري رحمه الله، أبوحمزة السكري رحمه الله، أبو سعدالصاغاني رحمه الله، أبوشهاب الحناط رحمه الله، أبومقاتل السمرقندي رحمهم الله تعالی.
ادامه لري…
مخکینۍ برخه
سرچينې:
[1] -: مولی: « هغه غیر عرب ته ویل کیږي چې د کوم عرب پر لاس ېي د اسلام مقدس دین منلی وي.»
[2] -: تاريخ بغداد،جـ۱۳،صـ ۳۴۷
[3] -: تاريخ بغداد،جـ۱۳،صـ ۳۴۷
[4]: – تاريخ بغداد،جـ۱۳،صـ ۳۴۷
[5]: – تاريخ بغداد،جـ۱۳،صـ ۳۳۴
[6] ـ فتاوى اللجنة الدائمة ۵/۵۶.
[7]: – ابوعبدالرحمن عبدالله، چې په ابن المبارک مروزي يې شهرت لاره، د خپل وخت له سترو محدثینو او نومیالیو عالمانو څخه شمیرل کیده. نوموړی د الزهد والرقایق (د احادیثو کتاب) اثر لیکوال هم دی. د ۶۳کالو په عمر پر۱۸۱هـ ق کال وفات شوی دی.


