Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»دینونه»شېن ‌تو دین (برخه: ۲۴)
دینونه چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۲۴)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابو عائشه
شېن ‌تو دین (برخه: ۲۴)
سریزه
معبدونه او د راز و نیاز ځایونه
معبدونه او د عبادت ځایونه په ټولو دینونو کې له تر ټولو مهمو ځایونو څخه شمېرل کېږي. د عبادت او دعا مرکز هغه ځای دی چې د هر ډول عقیدې او باور لرونکی انسان له ستونزو، سختیو او اندېښنو سره مخ کېږي، نو همدې ځای ته ورځي او خپل رب او معبود ته لاسونه لپه کوي او د بلاوو، مصیبتونو او ستونزو حل ورڅخه غواړي.
د اسلام سپېڅلي دین او شېن تو دین ترمنځ د پرتلیز بحث په دوام، دا ځل د دواړو دینونو مهم ځایونه، یعنې جوماتونه او معبدونه او هغه ځایونه چې خلک پکې عبادت ترسره کوي، پرتله کوو. په دې څېړنیزه برخه کې هڅه کوو د دغو مرکزونو ترمنځ توپیرونو ته کتنه وکړو.
په اسلام کې د جومات مقام
جومات په اسلام کې د ټولنیز امنیت مرکز او د اسلامي ټولنې تپېدونکی زړه دی. جومات د زړونو د راټولېدو، د اندېښنو د لرې کېدو او اسمانونو او ځمکې د خالق پر وړاندې د عاجزۍ او عبادت ځای دی. جومات د ملایکو او الله تعالی د نږدې فرښتو د کوزېدو ځای دی، هغه ځای چې په مستقیم ډول له اسمان سره په ارتباط کې دی.
جومات یوازې د لمانځه او عبادت ځای نه دی، بلکې د اسلامي ټولنې د دیني او ټولنیز ژوند نښه ده. کله چې رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم له مکې مکرمې څخه مدینې منورې ته هجرت وکړ او هلته مېشت شو، نو د مهاجرینو او انصارو ترمنځ یې د وحدت، یووالي، همغږۍ او اړیکو د ټینګښت په برخه کې لومړنی ګام د جومات جوړول و. له همدې امله جومات په اسلام کې د مسلمانانو تر منځ لومړنی ارتباطي مرکز او هغه ځای دی چې مسلمانان هر سهار او ماښام پکې یو بل ویني او د یو بل له حال څخه خبرېږي.
د دې لپاره چې د الله تعالی او د هغه د ګران رسول صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم په نزد د جومات له عظمت او مقام څخه لا ښه خبر او پوه شو چې جومات په اسلام کې کوم مقام لري، د اسلامي شریعت مهمو سرچینو ته چې قران او سنت دي، رجوع کوو:
د قران کریم او احادیثو په رڼا کې د جوماتونو مقام ته کتنه
د جومات جوړول پر الله تعالی او د اخرت پر ورځې د ایمان نښه ده. الله تعالی په دې اړه داسې فرمایي: ﴿إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا اللَّهَ فَعَسَىٰ أُولَٰئِكَ أَنْ يَكُونُوا مِنَ الْمُهْتَدِينَ.﴾[۱]
ژباړه: «خبره دا ده چې د الله جوماتونه يوازې هغه څوک ودانوي چې پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان لري، لمونځ كوي، زكات وركوي او له الله پرته، له بل چا څخه نه ډارېږي، نو هيله ده چې همدا كسان به له سمو لار موندونكو څخه وي.»
الله تعالی په بل ځای کې د جوماتونو د مقام او منزلت په اړه فرمایي: ﴿وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا.﴾[۲] ژباړه: «او دا چې جوماتونه د الله لپاره دي، نو (هلته) له الله سره هېڅوک مه رابولئ.»
په دې ايت کې الله تعالی جومات خپل ځان ته منسوب کړی دی او دا نسبت د تشریف او تعظیم نسبت دی، له دې څخه لوی عظمت نور څه کېدای شي!؟
له جوماتونو څخه د خلکو منع کول او په جوماتونو کې د عبادت مخنيوی کول ظلم او ستم دی. الله تعالی په دې اړه فرمایي: ﴿وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ مَنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَنْ يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَىٰ فِي خَرَابِهَا.﴾[۳] ژباړه: «او له هغه چا څخه به غټ ظالم څوک وي چې نه پرېږدي د الله په جوماتونو کې چې د هغه نوم واخيستل شي او د هغه په ورانولو کې هڅه کوي.»
د الله تعالی په نزد تر ټولو غوره او محبوب ځایونه جوماتونه دي. رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم په دې اړه فرمایي: «أحبُّ البلادِ إلى الله مساجدُها»[۴] ژباړه: «د الله تعالی په نزد تر ټولو محبوب ځایونه جوماتونه دي.» دا په دې اساس چې جوماتونه د الله تعالی د اطاعت، عبادت او بندګۍ ځایونه دي.
په دنيا کې د جومات جوړول د دې لامل کېږي چې الله تعالی په جنت کې انسان ته د هغه په شان کور جوړ کړي. رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم فرمایي: «مَن بنى مسجدًا لله عزوجل بنى الله له مثلَه في الجنة.»[۵] ژباړه: «چا چې د الله تعالی د رضا لپاره جومات جوړ کړ، الله تعالی به ورته په جنت کې د هغه په شان کور جوړ کړي.»
په جوماتونو کې عبادت، د قران کریم زده کړه او تدريس د رحمت د نازلېدو او د ملايکو د راکوزېدو سبب کېږي. رسول الله صلی ‌الله ‌علیه‌ وسلم فرمایي: «وما اجتمع قومٌ في بيتٍ من بيوتِ الله، يتلون كتابَ الله ويتدارسونه بينهم، إلا نزلت عليهم السكينة، وغشيتهم الرحمة، وحفَّتهم الملائكة، وذكرهم الله فيمن عنده.»[۶] ژباړه: «هېڅ قوم د الله تعالی له کورونو په کوم کور (جومات) کې نه راټولېږي، چې د الله د کتاب تلاوت وکړي او په خپل منځ کې یې درس او تکرار وکړي، مګر دا چې پر هغوی سکون نازل شي، رحمت یې را ونغاړي، فرښتې یې احاطه کړي او الله تعالی یې د خپل حضور وړ مخلوق په منځ کې يادونه وکړي.»
له جومات سره تړاو او ورته پرله‌ پسې تګ راتګ د اخرت د نجات سبب کېږي. رسول الله صلی ‌الله ‌علیه ‌وسلم فرمایي: «سبعةٌ يظلُّهم الله في ظلِّه يومَ لا ظلَّ إلا ظلُّه… ورجلٌ قلبُه معلَّقٌ في المساجد.»[۷] ژباړه: «اووه ډلې دي چې الله تعالی به یې په هغه ورځ چې د الله تعالی له سيوري پرته له بل هېڅ سيوری نه وي، د خپل رحمت تر سيوري لاندې راولي… له هغوی څخه يو یې هغه کس دی چې زړه یې له جوماتونو سره تړلی وي.»
ډاکټر رمضان البوطي رحمه‌ الله په خپل کتاب «فقه السیرة» کې په اسلام کې د جومات د ارزښت په اړه داسې لیکي: «بېشکه د جومات بنسټ اېښودل او جوړول د اسلامي ټولنې په جوړښت کې لومړنی او تر ټولو مهم اساس دی؛ ځکه اسلامي ټولنه د اسلامي نظام، عقیدې او د هغه د ادابو پر پابندۍ سره د ژور نفوذ او ټینګښت ځانګړنه تر لاسه کوي او دا ټول له جومات او د هغه له وحې څخه سرچینه اخلي.»[۸]
جومات هماغه ځای دی چې د مسلمانانو ترمنځ د اخوت، ورورولۍ او مینې اړیکې پکې ټینګېږي او مسلمانان پکې مساوات، عدالت او برابري زده کوي. جومات هغه ځای دی چې تر ټولو لوړ مقام لرونکي انسانان د تر ټولو بېوزلو کسانو تر څنګ د رب العالمین په وړاندې اوږه په اوږه درېږي او د خپل خدای لپاره رکوع او سجده کوي. په دې سپېڅلي ځای کې نه څوک ځان تر نورو لوړ ګڼي او نه هم د برترۍ احساس کوي.
که د جوماتونو رول په لنډه توګه بیان کړو، نو کولای شو په درېوو ټکو کې یې را ونغاړو:
(۱) جوماتونه د لویو اسلامي جماعتونو د افرادو ترمنځ د نښلونکو مرکزونو حیثیت لري. پخوا به د یوې لویې ټولنې هغه وګړي چې یو له بل سره یې پېژندل، په جوماتونو کې را ټولېدل، له يو بل سره به یې لیدل، پېژندنه به یې کوله او هلته به یې دا احساس کاوه چې د یوه واحد امت اولادونه دي؛ یعنې د اسلامي امت غړي دي. د جوماتونو په برکت هېڅ مسلمان په هېڅ اسلامي هېواد کې د یوازیتوب احساس نه کاوه.
یادونه: که څه هم نن سبا شرایط او حالات یو څه سخت شوي دي او پر هر چا ژر باور نه شي کېدای، خو بیا هم جومات د یوې سیمې د خلکو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت ښه وسیله ده. خلک سره را ټولوي او په ځانګړي ډول هغه کسان چې له جوماتونو سره تړاو لري، د یو بل له حاله خبرېږي او د یو بل د ستونزو د حل لپاره هڅه کوي.
(۲) په ډېرو وختونو کې د نويو اسلامي جماعتونو او ډلو اصلي هسته له جوماتونو څخه پیل شوې ده. مسلمان سوداګر او یا مهاجرین چې نورو هېوادونو ته تللي وو، د اسلام پر لور د خلکو د راجلبولو لپاره به یې ځانګړي ځایونه جوړول او همدا کار د دې لامل کېده چې خلک ورسره یوځای شي او اسلامي جماعتونه رامنځته شي چې په تاریخ کې د دې کار ګڼې بېلګې لیدل کېږي.
(۳) جوماتونه په خپله ذات کې د اسلام پر لور د دعوت مرکزونه دي. له همدې امله که مسلمانان غواړي په کوم هېواد کې د اسلام بنسټونه پیاوړي کړي او یا غواړي د اسلام لمنه پراخه شي، نو د جوماتونو جوړولو ته باید لا ډېره توجه وکړي.[۹]
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[۱] سورت التوبة، آيت ۱۸.

[۲] سورت الجن، آيت ۱۸.

[۳] سورت البقرة، آيت ۱۱۴.

[۴] صحيح مسلم، ج ۱، ص ۴۶۴، حديث: ۲۸۸.

[۵] مسند احمد، ج ۱، ص ۴۴۷، حديث: ۴۴۲.

[۶] صحيح مسلم، ج ۴، ص ۲۷۴، حديث: ۳۸.

[۷] صحيح مسلم، ج ۲، ص ۷۱۵، حديث: ۹۱.

[۸] البوطي، محمد سعید رمضان، فقه السیرة النبویة، ۱۴۱۱هـ ق / ۱۹۹۱م، ص ۲۱۳–۲۱۴.

[۹] مؤنس، ډاکټر حسین، المساجد، ۱۹۷۸م، ص ۳۷.

Previous Articleد انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۲)
Next Article قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۱)

اړوند منځپانګې

دینونه

شېن‌ تو دین (برخه: ۲۳)

یکشنبه _11 _جنوري _2026AH 11-1-2026AD
نور یی ولوله
دینونه

شېن تو دین (برخه: ۲۲)

چهارشنبه _7 _جنوري _2026AH 7-1-2026AD
نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۲۱)

پنجشنبه _1 _جنوري _2026AH 1-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD8 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶) سریزه د قران…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD8 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲) د مغز په ژور ځای…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۵)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD8 Views

لیکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۵) د فراماسونرۍ مشهور لیکوالان او د هغوی ملاتړي په…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)

چهارشنبه _14 _جنوري _2026AH 14-1-2026AD20 Views

لیکوال: ابو‌ رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۴)…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۶)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۵۲)

پنجشنبه _15 _جنوري _2026AH 15-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.