لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې مسلمانانو رول (برخه: ۸۳)
د علومو په برخه کې د انصاف لرونکو شاهدانو شاهدي (دوام)
المانی پروفیسور «بېر بورمان» وایي: «د نړۍ په کچه په علمي او کلتوري ډګرونو کې د مسلمانانو لاسته راوړنې هر چاته ښکاره دي. په ځانګړي ډول په طب کې هېڅوک نه شي کولای د هغوی له لاسته راوړنو انکار وکړي. همدې موضوع زه دې ته وهڅولم چې په «منځنیو پېړیو کې د اسلامي طب» تر سرلیک لاندې یو کتاب ولیکم. د دې اثر د لیکلو په اړه زما انګېزه دا وه چې د یوه الماني مسیحي په توګه د خپل کلتور یوه برخه د اسلامي کلتور پوروړې ګڼم او دا هغه حقیقت دی چې غواړم روښانه یې کړم او ټینګار پرې وکړم؛ سره له دې چې ځینې هڅه کوي په اروپا او نړۍ کې د مسلمانانو اغېزمن رول له منځه وېسي. ما او زما همکارې څېړونکې «اېمیلي ساوېج سمېت» د منځنیو پېړیو په طب کې د مسلمانانو د لاسته راوړنو د ثبت لپاره هڅه وکړه.»
نوموړی زیاتوي: «اسلامي روغتونونه وقف شوي بنسټونه و چې د ټولو خلکو لپاره يې له هر ډول دیني او نورو توپیرونو پرته روغتیایي خدمتونه وړاندې کول. په دې روغتونونو کې د یهودیانو، مسیحیانو، صابيانو، زردشتیانو او نورو درملنه کېدله چې دا د غیر مسلمانو پر وړاندې د اسلامي زغم د لوی روح څرګندونه کوي.»
د هغو ناروغیو په اړه چې مسلمانانو پکې علمي نوښتونه کړي و، وایي: «د مسلمانانو لاسته راوړنې بیخي ډېرې دي، خو تر ټولو مهمه یې د «مالیخولیا» (melancholia) ناروغي ده.»[۱]
«ویل دورانت» وایي: «په ډاډ سره ویلی شو چې مسلمانان لومړني کسان و چې د یوې منظمې علمي څانګې په توګه یې د کیمیا بنسټ کېښود؛ ځکه هغوی دقیقه مشاهده، علمي تجربه او د پایلو د ثبت دقیقه طریقه به هغه ډګر کې را منځته کړه چې چې یونانیانو یوازې په صنعتي تجربو او مبهمو فرضیو کې ترې ګټه اخیسته.»[۲]
«ډونالډ ر. هیل» وایي: «رازي، په حقه توګه د نوې کیمیا له بنسټ ايښودونکو څخه دی؛ ځکه نوموړي پر منظمې مقایسې او د تجربوي کار پر اړتیا ټینګار کاوه.»[۳]
دورانت په یوه بل ځای کې وایي: «مسلمانانو له اروپایانو څخه مخکې د موادو ځانګړی وزن جدول بندي کړ. په اروپا کې دې موضوع ته جدي پاملرنه یوازې په اوولسمه پېړۍ کې پیل شوه او د رابرت بویل په کار کې خپل اوج ته ورسېده؛ هغه د جیوه ځانګړی وزن په دوو طریقو اندازه کړ او دوه ارزښتونه یې (۱۳٫۷۶) او (۱۳٫۳۵۷) ترلاسه کړل، چې د دواړو دقت د خازاني له ثبت شوي ارزښت څخه و؛ ځکه د خازني پایلې نږدې په بشپړ ډول دقیقې وې.»[۴]
«ګوستاو لوبون» وایي: «د جابر بن حیان کتابونه یو علمي دایرة المعارف دی، چې د هغه زمانې د عربو د کیمیا د علم لنډيز پکې راغونډ شوی دی او پکې ګڼ هغه کیمیاوي ترکیبونو تشریح شوي دي چې تر دې وړاندې يې يادونه نه وه شوې، لکه د نقرې محلول (نایټریک اسید) چې له هغه پرته د کیمیا د علم تصور هم نه شي کېدای.»[۵]
د علومو لوی تاریخپوه «فلورین کوجوري» وایي: «انسان د هغو کارونو په لیدو حیرانېږي چې عربو او مسلمانانو د الجبر علم په برخه کې ترسره کړي دي. په دې برخه کې د خوارزمي کتاب «الجبر والمقابله» هغه سرچینه وه چې مسلمانو او اروپايي پوهانو ترې ګټه واخیسته او ډېر نظریات یې ترې اقتباس کړل. له همدې امله په رښتيني ډول ویل کېدلای شي چې خوارزمي په سمو او کره بنسټونو د الجبر د علم بنسټ اېښودونکی دی.»[۶]
«ژوان فېرنیه» وایي: «که په دقيق ډول وګورو د مسلمانانو ترمنځ د ریاضیاتو د علمي ودې ریښې له قران کریم څخه پیلېږي، له هغو مطالبو څخه چې په قران کریم کې د میراث د وېش د پېچلو احکامو په اړه راغلي دي. خوارزمي لومړنی مسلمان ریاضي پوه و او موږ د هغه پوروړي یوو چې هڅه یې وکړه ټول علمي او تقویمي علوم په عربي ژبه، په یوه منظم چوکاټ کې تنظیم کړي. هسپانوي کلمه (Guarismi) چې د «عدد ټاکنې» (شمېرې او د شمېرو د درجې او صفر د ټاکلو) په معنا ده، د هغه له نوم څخه اخیستل شوې ده.
الجبر دويم ډګر و چې خوارزمي پکې کار وکړ او دا د ریاضیاتو هغه څانګه وه چې تر دې مهال پورې یې په اړه هېڅ منظمه او جدي علمي څېړنه نه وه ترسره شوې.»[۶]
لوېدیځ مستشرق «ډراپر» وایي: «د عربو (مسلمانانو) عادت دا و چې مشاهدې او تجربې به یې کولې. هغوی هندسه او ریاضي د اندازهکولو وسیلې بللې او هغه څه چې یې په میخانیک، د مایعاتو په علم او نور پوهنه کې لیکلي دي، یوازې پر نظریې نه و ولاړ، بلکې د مشاهدې او تجربې پر بنسټ و، د هغو وسایلو پر مټ چې په واک کې یې درلودل. همدې کار هغوی دې ته ورسول چې د کیمیا علم رامنځته کړي او د تصفیې، تبخیر او اجسامو د پورته کولو وسایلو اختراع ته یې لار هواره کړه؛ په دې توګه هغوی په هندسه او مثلثاتو کې ستر پرمختګونه وکړل.»[۸]
«ډېوېډ یوجین سمېت» د ریاضیاتو په تاریخ (دويم ټوک) کې وایي: «ویل کېږي چې د پاندول قانون د ګالیله له اختراعاتو څخه دی، خو ابن یونس تر هغه مخکې دا پدیده مشاهده کړې وه؛ ځکه عربو منجمانو د رصد پر مهال د وخت د واټنونو د اندازه کولو لپاره له پاندول څخه کار اخیسته.»[۹]
«جورج سارتون» په «المدخل إلى تاریخ العلم» کې لیکي: «ابن یونس له شک پرته د یوولسمې میلادي پېړۍ له سترو ستور پېژندونکو او د مصر له تر ټولو لوی منجمانو څخه و، ابن یونس هغه څوک و چې پاندول یې کشف کړ.»[۱۰]
«ژوتیه» وایي: «عربو موږ ته وښوده چې څنګه کتاب جوړ کړو، باروت (توپچي پوډر) تولید کړو او د بېړیو قطب نما اختراع کړو. باید فکر وکړو که دا اثار موږ ته د عربي تمدن له لارې نه وای را رسېدلي، نو زموږ نهضت به څنګه وای؟» [۱۱]
«سنیوبوس» وایي: «عربو د لرغوني نړۍ ټول اختراعات او علوم (له ختیځ، یونان، فارس، هند او چین څخه) راټول او منظم کړل او بیا یې موږ ته را ورسول. زموږ د ژبې ډېری کلمې چې تر اوسه هم کارېږي له هغوی څخه اخیستل شوې دي.
د عربو په وسیله د لوېدیځ وحشي نړۍ، تمدني حلقې ته ننوته. که زموږ فکر او صنعت له تېر سره اړیکه لري، نو د هغو اختراعاتو ټولګه چې ژوند یې اسانه او لطیف کړ، موږ ته د عربو له لارې راورسېده.
اروپایانو له عربانو څخه د ټوکر اوبدل او ګڼ نور صنعتونه زده کړل. د ایټالیا د پیزا بندر سوداګرو د الجزایر بجایه ښار ته تګ راتګ درلود، هلته یې د شمعې جوړونې صنعت زده کړ او بیا یې خپل هېواد او ټولې اروپا ته ولېږداوه.»[۱۲]
«ریسون» وایي: «د عربي عمران او تمدن پراختیا، سره له دې چې واکمني یې په چټکۍ سره په نړۍ کې خپرېده، موږ د عربي تمدن له مقام سره اشنا کړو. د منځنیو پېړیو دا روښانه تمدن د بیزانسي او ایراني تمدنونو یو ترکیب و او دا ترکیب د دوو لاملونو له امله رامنځته شو: لومړی له سوداګرۍ سره د عربو مینه او دويم له اباداۍ سره د هغوی لېوالتیا. هغوی د خپل لوړ هوښ، تېز ذهن او پوښتونکي روح له امله د طبیعي او ریاضي علومو ژورو ته ننوتل، د عربي شمیرو، د الجبر د علم ایجاد او د هندسې د سمون له کبله پر ټولو ملتونو برلاسي شول.»[۱۳]
په پای کې «دایرةالمعارف بریتانیا» وایي: «حقیقت دا دی چې د درملو ډېر نومونه او د درملو پېژندل شوي ترکیبونه تر ننه پورې او په اصل کې د نوې درملجوړونې عمومي بنسټ (پرته له نويو کیمیاوي اصلاحاتو) ټول، د مسلمانانو له کارونو څخه پیل شوي دي.»[۱۴]
دوام لري…
مخکینۍ برخه | راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱]. له مصري ورځپاڼې الأخبار سره د هغه مرکه، نېټه: ۱۳/۴/۲۰۰۷م.
[۲]. شلبي، ابو زید، تاریخ الحضارة الإسلامیة و الفکر الإسلامی، مخ: ۳۱۲، مکتبة وهبة، قاهره، مصر.
[۳]. ر. هیل، ډونالډ، العلوم و الهندسة فی الحضارة الإسلامیة، مخ: ۱۲۲، عالم المعرفة، کوېت.
[۴]. هماغه منبع، مخ: ۹۸.
[۵]. حضارة العرب، مخ: ۴۷۵.
[۶]. روائع الحضارة العربیة الإسلامیة فی العلوم، مخ: ۹۳.
[۷]. ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: ۷۲۹.
[۸]. الإسلام والحضارة العربیة، مخ: ۲۰۳.
[۹]. ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: ۷۳۰.
[۱۰]. هماغه منبع.
[۱۱]. الإسلام والحضارة العربیة، مخ: ۲۰۱.
[۱۲]. هماغه منبع، مخ: ۲۰۶.
[۱۳]. الإسلام والحضارة العربیة، مخ: ۲۰۵.
[۱۴]. ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: ۷۳۰، د دایرةالمعارف بریتانیا څخه نقل، ټوک ۱۸، مخ: ۵۶، یوولسم چاپ.


