لیکوال: ابو عائشه
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱)
لنډیز
له مرګ څخه وروسته بیا را ژوندي کېدل د الهي دینونو، په ځانګړي ډول د اسلام سپېڅلي دین له بنسټیزو اصولو څخه دي. قران کریم په ګڼو ایتونو کې پر دې حقیقت ټینګار کړی او د ایمان له اساسي ارکانو څخه یې ګڼلی دی؛ لکه څنګه چې په البقره سورت کې متقیان هغه کسان معرفي شوي دي چې په «یوقنون بالآخرة»، یعني له مرګ څخه وروسته پر ژوند ایمان، یقین او باور لري. له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل د الهي عدالت څرګندونه کوي او پر اخروي ژوند ایمان د انسان د کړنو د سمون او دنیوي ژوند د تنظیم په برخه کې بنسټیز رول لري. پر معاد ایمان د حکمت، عدالت او د پیدایښت له هدفمندۍ سره ژوره اړیکه لري. قران کریم په بېلابېلو ایتونو کې معاد د یوه حتمي او نه‌ انکارېدونکي حقیقت په توګه معرفي کړی، د ایمان او تقوا معیار یې ګرځولی او د حساب، جزا او ټولو انسانانو د بېرته ورګرځېدو د ورځې په نوم یې یاد کړی دی. په دې څېړنه کې هڅه کېږي چې له مرګه وروسته ژوند د عقل او نقل په تله کې واچوي، د معاد د منکرانو لیدلوري وڅېړي، نقد یې کړي او د معاد د اثباتوونکو او منکرانو نقلي او عقلي دلایل وارزوي او همدارنګه د دې موضوع په اړه د اعتراض کوونکو نيوکو ته مناسب ځوابونه وړاندې کړي.
سریزه
د اسلام له تر ټولو بنسټیزو عقیدوي ښوونو څخه یوه يې پر معاد او له مرګه وروسته پر بیا ژوندي کېدو ایمان دی. دا باور نه یوازې د دې نړۍ د پای او اخرت په نوم د یوې نوې نړۍ د پیل څرګندونه کوي، بلکې د الله تعالی د حکمت، عدالت او مطلق قدرت نښه هم بلل کېږي او په یوه معنا د الهي عدالت د تحقق او په کایناتو کې د نظم د ټینګښت تضمین دی. د معاد، له مرګه وروسته د بیا را ژوندي کېدو او د ټولو مخلوقاتو د اصلي حاکم او وروستي پرېکړه کوونکي لوري ته د بېرته ستنېدو له لارې ټولو ته دا حقیقت څرګندېږي چې ټول حقوق به بېرته اخیستل کېږي. هغه زور واکي چې په دنیا کې یې ظلم او زور زیاتی کړی وي، هلته به پوښتنې ته ودرول شي او هغه مظلومان چې د ظالمانو تر پښو لاندې شوي او حقونه یې ترې اخیستل شوي وي، خپل حقوق بېرته ترلاسه کړي؛ نو په همدې اساس معاد او بعث بعدالموت ډېر مهم دي. معاد هغه مفهوم دی چې د قران کریم په ګڼو ایتونو کې پرې ټینګار شوی او رسول اکرم صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم د دین د اساسي رکن په توګه معرفي کړی دی.
اهل سنت والجماعت د قران کریم، سنت او امت د اجماع پر بنسټ معاد یو یقيني حقیقت ګڼي او له معاد انکار د ایمان له بنسټونو څخه انکار ګڼي. پر معاد ایمان د انسان کړنې با هدفه کوي، اخلاقو ته معنا وربښي او ژوند د مسوؤلیت او تقوا پر لور رهبري کوي. پر معاد باور انسان دې ته هڅوي چې خپل کارونه په احتیاط ترسره کړي او تل د خپلو اعمالو د ارزونې په فکر کې وي.
د دې بنسټیزې موضوع د اهمیت او پوهاوي د اړتیا په نظر کې نیولو سره په دې څېړنه کې هڅه کوو چې د قران کریم او نبوي سنتو په رڼا کې د معاد مقام وڅېړو، د دواړو لورو دلایل بیان کړو، د معاد د منکرانو نظریات وڅېړو او نقد یې کړو او د عقلي او نقلي استدلال له لارې له مرګه وروسته د ژوند پر حقانیت رڼا واچوو.
کلیدي کلمې: احادیث، اهل سنت، ایتونه، شبهات، معاد، د معاد منکران.
یادونه:  مخکې تر دې چې د «معاد» کلمه له لغوي او اصطلاحي پلوه وڅېړو، اړینه ده چې پوه شو له «مرګه وروسته د بیا را ژوندي کېدو» اصطلاح په عربي ژبه کې په دوو بڼو کارول کېږي: «المعاد» او «البعث بعد الموت»؛ که څه هم د مادې له پلوه د دغو دوو اصطلاحاتو ترمنځ توپیرونه شته او هره یوه یې جلا لغوي څېړنې ته اړتیا لري، خو د معنا له پلوه دواړه سره یو شان دي. «بعث، معاد او حشر» درې واړه کلمې په یوه معنا کارول کېږي؛[۱] له همدې امله لاندې به د دواړو کلمو د ريښو څېړنه وکړو او وروسته به نورو بحثونو ته وروګرځو.
د معاد لغوي معنا
معاد په لغت کې د (ع و د) له مادې څخه اخېستل شوی او د «قال یقول» له بابه (عاد یعود) د «رجوع» (بېرته راګرځېدو) په معنا دی. «المعاد» د میم په فتحې سره د مصیر او مرجع په معنا راځي.[۲]
له همدې مادې (ع و د) څخه د «المعاد في الآخرة» اصطلاح هم اخېستل شوې ده، چې له مرګه وروسته ژوند ته د انسان د بېرته راستنېدو او په اخرت کې د هغه د کارونو د پایلې او حالت په معنا ده.[۳]
معاد د «عاد» مادې د میم مصدر دی، چې موخه ترې د انسان مرجع او مصیر دی.[۴] په قران کریم کې راغلي دي: «إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَىٰ مَعَادٍ »[۵] ژباړه: « بېشكه هغه (الله) چې په تا يې قراان فرض (نازل) كړى دى، یقینا هغه تا لره د وعدې ځاى ته بېرته بوتلونکی دى.»
ابن عباس رضي‌ الله ‌عنهما د دې ایت په تفسیر کې وایي: «تا به خپل ځای جنت ته بېرته وګرځوي.»
او مجاهد رحمه‌الله وایي: «الله تعالی به هغه د قیامت په ورځ او د بندګانو د بیا را ژوندي کېدو پر مهال را ژوندی کړي.»[۶] 
د معاد اصطلاحي معنا
حافظ حکمي رحمه‌ الله د معاد په اړه وایي: «معاد یعنې د الله تعالی عزوجل لوري ته بېرته راګرځېدل او رجوع کول.»[۷]
قاضي عیاض رحمه‌ الله وایي: «له معاد څخه موخه له مرګ وروسته په اخرت کې ژوند ته د انسان بېرته ور ستنېدل او په اخرت کې د هغه د اعمالو پایله او حالت دی.»[۸]
عبدالرزاق عفیفي وایي: «قیامت د الله تعالی له لوري د مړو بیا را ژوندي کول او د قیامت په ورځ له قبرونو څخه د هغوی را وېستل دي.»[۹]
پورته اقوالو ته په کتو معاد د اسلامي فرهنګ د اصطلاح او کلمې د اصل او ريښې د څېړلو له مخې، د الله تعالی لوري ته بېرته ورګرځېدل او له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل دي. مرګ د انسان د ژوند د پای ټکی نه دی، بلکې انسان به یو وخت د الهي عدالت محکمې ته حاضرېږي او د دې دنیا د ټولو لويو او وړو کړنو حساب به ورکوي.
دوام لري…

راتلونکې برخه

سرچینې:
  1. کتاب جامع العلوم في اصطلاحات الفنون، 1421 هـ. ق/ 2000 م، ج 1، ص 170.
  2. الرازی، زین الدین أبوعبدالله محمد بن أبی بکر، مختار الصحاح، تحقیق: یوسف الشیخ محمد، 1420 هـ.ش، ج 1، ص 221،
  3. السبتی، عیاض بن موسی، مشارق الأنوار علی صحیح الآثار، 2، ص 105.
  4. عمر، أحمد مختار عبدالحمید، معجم اللغة العربیة المعاصرة، 1429 هـ. ق، ج 2، ص 1573.
  5. سورة القصص، آیۀ 85.
  6. الزبیدی، محمد بن محمد، تاج العروس من جواهر القاموس، تحقیق: مجموعة من المحققین، ج 8، ص 441.
  7. حکمی، حافظ بن أحمد، معارج القبول، ج 2، ص 681.
  8. السبتی، عیاض بن موسی، مشارق الأنوار علی صحیح الآثار، 2، ص 105.
  9. فتاوی ورسائل عبدالرزاق عفیفی-قسم العقیده، ص 231.
Leave A Reply

Exit mobile version