لیکوال: عبدالحی لیان
د مطالعې ماهیت او څرنګوالی (شپږمه او وروستۍ برخه)
څه ډول ځای کې مطالعه وکړو؟
که څه هم د مطالعې لپاره ګڼ ځایونه موجود دي لکه کور، کتابتون، جومات او نورې مناسبې سیمې؛ خو د مصروفیتونو د ډېروالي او د کارونو د پراخوالي له امله د مطالعې لپاره تر ټولو غوره ځای هغه دی چې بوختیاوې پکې کمې او د یادولو ځواک پکې لوړ وي. له همدې امله جومات د مطالعې له مناسبو ځایونو څخه شمېرل کېږي؛ ځکه جومات ته د داخلېدو پر مهال اودس اخیستل انسان ته تازهوالی وربخښي او د جومات ارامه چاپېریال له زیاتې زدهکړې سره مرسته کوي.
البته هېره دې نه وي چې له یوې ځانګړې سیمې سره عادت کېدل هم د یادولو په ځواک او د حواسو په تمرکز اغېز لري؛ ځکه ځینې کسان د عادت له مخې په کور کې ښه مطالعه کوي، یو شمېر په کتابتون کې او ځینې نور په پرانیستو فضاوو کې.
پایله
د «د مطالعې د ماهیت او څرنګوالي» د څېړنې په پای کې لاندې پایلو ته رسیږو:
1.د هر علم د اصطلاحاتو دقیق درک او ژوره پوهه د هماغه علم د موضوعاتو په سم پوهاوي کې مرسته کوي؛
2.د «مطالعې» د کلمې تر ټولو مهمې معناوې پوهېدل، درک کول، ژوره کتنه او فکر کول، د یو څه لوستل او په مانا یې پوهېدل او په غور او دقت سره یو شي ته کتل دي؛
3.ستراتیژي هغه وسیله ده چې پر مټ یې فرد یا سازمان خپلو موخو ته رسېږي. په دې څېړنه کې موخه د مطالعې د عملي کولو لپاره یو هر اړخیز او عملي پروګرام دی چې د مطالعې لوړې کچې ته مو رسوي او پوهه تولیدوي؛
4.لوستل او مطالعه توپیر سره لري او د همدې توپیرونو درک د مطالعې په هدفمند کیدو کې ډېره مرسته کوي؛
5.د مطالعې کچې په لاندې ډول دي: پېژندنه، جذب، د مطلب درک، پوهه، ثبت او یادول، ذهن ته د معلوماتو بیا راوستل او عملي کارول؛
6.د مطالعې ستراتېژي هغه مهال عملي بڼه خپلوي کله چې دغو پوښتنو ته ځواب ووايي: ولې؟ څه شی؟ څنګه؟ څه وخت؟ او چیرې؟
7.مطالعه یو شرعي تکلیف، تمدني اړتیا او ټولنیز مسؤولیت دی؛
8.د مطالعې صحي اصول رعایتول د مطالعې په ستراتېژۍ کې تر ټولو مهم اصل دی.
إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الْإِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ. [1]
مخکنئ برخه
سرچینې:
1. احمد محمد سعید، سعدی، القرائت… الکنز المفقود فی حیاتنا، دمشق: دارالرواد للنشر، بیتا.
2. اکرم، فعلعراقی، چرا کودکان ما به مطالعه علاقهمند نیستند؟، پیوند، شماره 330-331، فروردین و اردیبهشت1386.
3. ایرج، بابایی اربوسرا، روشهای مطالعه و پژوهش، تهران: انتشارات کتاب آوا، چاپ چهارم، 1394هش.
4. پایگاه آژانس خبری افغان (1399). افغانستان در تولید علم …. http//afghannews.af.
5. پایگاه طاقچه (بیتا). https://taaghche.com..
6. توکلی، مهرداد، توکلی، تعریف استراتیژی به زبان ساده، ریشهیابی مفهومی و کاربردی آن، بیتا، پایگاه همیار آیتی، https//www.hamyarit.com .
7. تونی، بوزان، قدرت تندخوانی، مترجم: بهناز پیاده، تهران: انتشارات بخشایش، چاپ هفتم، 1396هش.
8. جواد، محمد خندان، کودک و مطالعه، تهران: نشر کتابدار، 1383هش.
9. حسین، رونقی (1401هش). بهترین زمان مطالعه، پایگاه دکتر رونقی. https//doctorronaghi.ir.
10. حمزه علی، وحیدی منش، عناصر تمدنساز دین اسلام، «مقالۀ علمی وزارت علوم»، مجله معرفت، سال1386هش.
11. عباس، خدادای، (1401هش). استراتیژی چیست؟، پایگاه تخصصی هوشمندی استراتژکhttps//abbaskhodadadi.com..
12. عبداللطیف، ناروئی، مدیریت زمان، زاهدان: انشارات سروج، چاپ سوم، 1397ه.ش.
13. علی اکبر، دهخدا، لغتنامه دهخدا، تهران: موسسه انتشارات و چاپ دانشگاه تهران، چاپ دوم، 1377هش.
14. علی اکبر، سیف، روشهای یادگیری و مطالعه، تهران: نشر دوران، چاپ دهم ویرایش دوم، 1400هش.
15. فاطمه نادری و دیگران، مطالعه در عصر دیجیتال: از اندیشههای کنتون اوهارا تا زایمینک لیو، تهران: نشر چاپار، 1389هش.
16. لیلی، میراشه (1398). چرا باید مطالعه کنیم؟، پایگاه خواندم، https://khandam.ir.
17. محمد بن اسماعیل، بخاری، صحیح بخاری، کراچی: جمعیه البشری الخیریه للخدمات الانسانیه التعلیمیه، 1437ق، ج 2، ص 2839، شماره حدیث 6412.
18. محمد، معین، فرهنگ فارسی، تهران: انتشارات اَدِنا، چاپ چهارم، 1386هش.
19. محمدرضا، شعبانعلی، (بیتا). چند پیشنهاد ساده برای بهبود روش مطالعه شما، پایگاه متممhttps://motamem.org..
20. محمود، سالاری، نقد و نظر در ابهامهای موجود در مفهوم مطالعه، نشریه الکترونیکی سازمان کتابخانهها موزهها و مرکز اسناد آستان قدس رضوی، دوره4، شماره14-15، بهار و تابستان 1391.
21. مسعود، عبادی (1399). مؤفقیت تحصیلی؛ بایدها و نبایدها، پایگاه هدی. http://www.hodaschools.ir.
22. مسلم بن الحجاج القشیری النیشابوری، ابوالحسن، صحیح مسلم، تحقیق: محمد فؤاد عبدالباقی، بیروت: دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، 1972م، شماره حدیث2722.
23. ویکی پیدیا. https//.
