په ځینو مواردو کې قرانکریم د ځینو پیغمبرانو په کورنیو کې اختلافاتو ته هم اشاره کوي؛ لکه د نوح علیهالسلام او د هغه د زوی تر منځ اختلافات یا د لوط علیهالسلام بېاتفاقه مېرمن. دا پېښې موږ ته مهم درس را زدهکوي: لکه ایماني اړیکه چې د وینو له اړیکو څخه لوړه ده او یوازې ایمان او نیک عمل خدای ته ارزښت لري. خدای (ج) په دې اړه وايۍ:
«قَالَ يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ فَلَا تَسْأَلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنِّي أَعِظُكَ أَن تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ». هود/46 ژباړه: (و یې فرمایل ای نوح! هغه ستا له اهلو څخه نه دی! هغه یو فاسق سړی دی، نو هغه څه چې ته پرې پوهه نه لرې له مانه یې مه غواړه! زه تاته نصیحت کوم، تر څو د ناپوهانو له ډلې څخه نه شې.)
د قران له نظره، پیغمبران علیهمالسلام نه یوازې د وحي رسوونکي وو؛ بلکې په کورني ژوند کې عملي لارښوونکي هم وو. هغوی د خاوند، پلار او روزونکي په توګه د مسئولیت، محبت او هدایت له لارې د انسانانو لپاره غوره نمونه وړاندې کړې. له همدې امله د پیغمبرانو کورنۍ د بشري ټولنو لپاره د ژوند عملي او روزنیزې بېلګې دي؛ هغه الګو چې د بریالیتوب او له ننګونو سره د مخامخ کېدو په سختو حالاتو کې هدایتکوونکي دي.
قرانکریم د کورني تعاملاتو او د انسان په برخلیک باندې یې د اغېززو روښانه بېلګې وړاندې کوي؛ لکه د هغه پلار کیسه چې د خپلې لور وړاندیز ته په عقلانه توګه غوږ نیسي او په عملي کولو سره یې برکت ترلاسه کوي، یا د هغه پلار کیسه چې خپل زوی د قضاوت او واک په ځای کې له خپل ځان سره کېنوي اوهغه زوی یې د سمې روزنې له لارې داسې واک او بېساری سلطنت ترلاسه کوي، چې له ده وروسته هېچا ته نه ورکول کېږي.
د قرآنکریم له نورو تعلیماتو څخه د مور او پلار په ځانګړې توګه د مور په درناوۍ ټینګار کول دي، چې د فردي او ټولنیزې نېکمرغۍ سرچینه ګڼل کېږي او په الهي ایاتونو کې خاص ځای لري. قرآن کریم د الهي خلافت د اصل په رڼا کې له بېلابېلو انساني شرایطو سره، د اصولو او لارښوونو سرچینو یو قوي نظام رامینځته کړی؛ چې انسان د ژوند په لاره کې له هغې څخه ګټه پورته کړي؛ ترڅو حکمت، پوهه، بصیرت او روښانتیا ته ورسېږي.
د پیغمبر (ص) یارانو دغه ښوونه په ښه توګه درک کړې او د تبلیغ له لارې یې د بندهګۍ اوهدایت الګو خلکو ته وړاندې کړې، چې د خدای (ج) د رضایت وړ وګرځېدې او د قیامت تر ورځې پورې به د مومنانو ستاینه کوي.
نن ورځ موږ د پیغمبر (ص) امت تر بل هر وخت ډېره اړتیا لرو، چې د الهي تعلیماتو پر لور په ژوره، روزنیزه او پندامیزه توګه وګورو؛ له هغوی الهام واخلو، د نیکو کسانو لار تعقیب کړو، د صالحانو له کړنو زده کړه وکړو او د هغو کسانو له لارې څخه، چې په دنیا کې یې هڅې بېثمره شوې، په داسې حال کې چې فکر یې کاوه نېک عمل کوي، ځان وساتو. دغه لار به موږ د الهي رضا او د پیغمبر صلیالله علیه وسلم خوشحالۍ ته ورسوي.