لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (دویمه برخه)
د تېرو بحثونو په رڼا کې، په څرګنده ویلی شو، چې کورنۍ یوازې یو بنسټیز ټولنیز جوړښت نه دی؛ بلکې د تمدن د بنسټ ایښودو، د انساني نسل د روزنې، او د بشري ژوند د لوړو موخو د تحقق لپاره یو ستراتیژیک مرکز دی. الهي ښوونې، په ځانګړي ډول د قرآن کریم آیتونو، په ژور نظر سره د دې بنسټ بېلابېلو اړخونو ته پام کړی دی؛ چې له بنسټ ایښودو څخه نیولې، تر روزنیزو، اخلاقي او ټولنیزو فعالیتونو پورې، که د فرد په کچه ده یا هم د ټولنې په سطحه.
د کورنۍ په اړه د قرانکریم نظام، د پیغمبرانو د ژوند عملي چلند او د کورنۍ دننه جوړښت، دا په ګوته کوي چې کورنۍ د اسلام په فکري او روزنیز نظام کې بنسټیز او نهبدلېدونکی ځای لري.
په دې توګه څېړونکی، په قرانکریم کې د کورنۍ د موضوع د مفهومي پراخوالي او ژورې محتوا سره له مخامخ کېدو وروسته، دې پایلې ته ورسېد چې د دې موضوع علمي او منظمه څېړنه دوه چنده اړتیا لري. د دې موضوع اهمیت نه یوازې په نظري او معرفتي بُعد کې دی، بلکې په عملي او ستراتیژیک ډاکر کې هم د نننۍ ټولنې د کورنۍ د بنسټ د بیا رغونې او پیاوړتیا لپاره څرګند دی. له همدې امله «د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې په اړه د څېړنې نظریه د تحلیلي، روزنیز او تمدنجوړونې لیدلوري پر بنسټ رامنځته شوه، تر څو د قرآني بنسټونو د کشف تر څنګ، د الهي وحیې له ظرفیتونو څخه په ګټې اخېستنې سره د کورنۍ اړیکو بیا تعریف وشي او د معاصرې ټولنې ستونزې اصلاح شي.
حضرت آدم علیهالسلام او کورنۍ یې
حضرت ادام علیهالسلام لومړی پیغمبر او زموږ د ټولو انسانانو پلار دی، الله تعالی هغه له خټې پیدا کړ، بیا یې داسې وچ کړ چې کله پرې ضربه وهل کېده، د خټو لوښو غوندې غږ ترې راوتلو. وروسته الله تعالی د خلقت په بېلابېلو پړاوونو کې هغه ته تدریجي تکامل ورکړ او له خپل روح څخه یې په هغه کې پو کړ. په دې توګه، آدم یو ژوندی موجود شو، چې غوښه، هډوکي، شعور او د حرکت توان یې درلود. په قرانکریم یې لولو: .”وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِّن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ“[1] ژباړه: او (په یاد ولره) هغه وخت چې ستا رب پرښتو ته وویل: «زه یو بشر له وچې خټې پیدا کوم، هغه خټه چې له بدبویه خټې اخیستل شوې ده ».
په بل ځای کې وايي: “خَلَقَ الْإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ“.[2] ژباړه: « انسان له وچې خټې پیدا شوی، لکه د خټو لوښی. »
په الهي حکم سره، ځمکه باید د انسان په لاس اباده شي؛ ځکه خو خدای (جل جلاله) ادم(علیه السلام) ته د ده له جنس څخه مېرمن پیدا کړه، چې د ده د ارامښت سبب شي، د قران دغه ایت همدې موضوع ته اشاره کوي:
“هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا“.[3] ترجمه: « او (الله جل جلاله) هغه ذات دی چې تاسو ټول یې له یوه انسان (حضرت آدم علیه السلام) څخه پیدا کړي یاست او د هغه مېرمن یې هم له ده څخه پیدا کړه، تر څو هغه له هغې سره سکون ومومي».
دغهراز په بل ځای کې وايي: “وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَه“.[4] ژباړه: «او د هغه له نښو څخه دا ده چې ستاسو له جنس څخه یې ستاسو لپاره مېرمنې پیدا کړې، تر څو له هغوی سره سکون ومومئ او ستاسو ترمنځ یې مینه او رحمت پیدا کړ»
ډېری مفسرین په دې اند دي چې «حوا علیهاالسلام» د حضرت ادم (علیه السلام) له وجود څخه پیدا شوې او په دې اړه بېلابېل روایتونه هم را نقل شوي، ځینې وايي، چې بيبي حوا د حضرت ادم (علیه السلام) له چپې پښتۍ څخه پیدا شوې، که څه هم دا مسله قطعي نه ده، بلکې د یو احتمالي تفسیر په توګه مطرح شوې. [5]
حضرت محمد صلیالله علیه وسلم په یوه ژوره او حکیمانه وینا کې، د ښځو ځانګړتیاوې بیان کړې دي او دا مهم ټکی یې یاد کړي دي: «له ښځو سره ښه چلند وکړئ، ځکه ښځه له پښتۍ پیدا شوې او تر ټولو کږه برخه یې پورته برخه ده؛ که وغواړې چې هغه سمې کړې، ماته کېږي، او که پرې یې ږدئ، په خپل کج حالت پاتې کېږي؛ نو له ښځو سره ښه چلند وکړئ».[6]
دا روایت د ښځو او نارینهوو تر منځ د طبیعي او ارواپوهنیزو توپیرونو نښه ده او په دې ټینګار کوي، چې دا توپیرونه او تعامل په کورنۍ کې د سکون ثبات او دوام بنسټ جوړوي. که څوک د ښځو د فطري ماهیت د بدلولو هڅه و کړي، د انساني اړیکو ته زیانمنېدو لامل کېږي، پهداسې حال کې چې له مهربانۍ او متقابل تفاهم سره د توپیرونو منل به د رحمت او خواخوږۍ لامل شي.
په جنت کې د ادم (علیه السلام) او بيبي حوا یو ځای اوسېدل
په قرانکریم کې، د انسان د پیدایښت او په جنت کې یې د اوسېدو داستان د انسان لپاره د الهي ازمایښت د پیل د ټکي په توګه معرفي شوی. خدای (جل جلاله) حضرت ادم (علیه السلام) او د هغه ښځې ته یې په جنت کې ځای ورکړ او دوی ته یې اجازه ورکړه چې له نعمتونو څخه یې ګټه پورته کړې؛ خو دوی یې په څرګنده یوې خاصې ونې ته له ورنېږدېکېدو څخه منع کړل، دا الهي نهي کولای شو له شکمنو حالاتو څخه د لېرې پاتې کیدو لپاره یو خبرداری و ګڼو؛ ځکه چې شکمنو سیمو ته ننوتل د حرامو کارونو د ترسره کولو لپاره یوه مقدمه ده. قرآن کریم پهدې اړه وايي: “وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ“.[7] ژباړه: «او و مو ویل: « ای آدمه! (علیه السلام) ته او ستا مېرمن دې په جنت کې اوسېږئ او له هغه (نعمتونو) څخه چې هلته دي، هر څه او هر چیرې چې غواړئ، په خوښۍ او آرامۍ سره وخورئ؛ خو دې ونې ته مه نېږدې کېږئ او له هغې مه خورئ، ځکه که داسې وکړئ، نو له ظالمانو څخه به شئ».
د دې آیت په تفسیر کې، فقهاوو او مفسرینو یوه دقیقه نقطه په ګوته کړې ده، چې حرامو ته د نېږدې کیدو منع کول د ګناه د مخنیوي په برخه کې، د شریعت احتیاط په ګوته کوي؛ ځکه چې یوې حرامې سیمې ته ننوتل، حتی که د ګناه په نیت نه وي، په ګناه کې د ښکیلیدو احتمال زیاتوي.[8]
بلخوا، د شیطان کیسه، چې د انسان دښمن دی، د پیدایښت له پیله د انسان او شیطان ترمنځ د ژورې او دایمي شخړې استازیتوب کوي. شیطان د خپل تکبر او آدم ته له سجدې کولو څخه د انکار له امله له الهي دربار څخه وشړل شو او بیا یې له خدای څخه د قیامت تر ورځې پورې د مهلت غوښتنه وکړه، ترڅو د آدم اولادونه ګمراه کړي. قرآن کریم په دې اړه وایي: “قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ وَإِنَّ عَلَيْكَ اللَّعْنَةَ إِلَى يَوْمِ الدِّينِ قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِي إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ الْمُنظَرِينَ“[9]
ژباړه: « الله تعالی و فرمایل: دا چې زما له امر څخه دې سرغړونه وکړه، نو له جنت څخه ووځه، ځګه چې ته زما له رحمت څخه محروم او له کرامته مې شړل شوی یې او تر قیامت پورې به ته او ستا پیروان زما په عذاب اخته وئ لعنت دې پر تا وي.» شیطان وویل: «ای پروردګاره! اوس چې داسې شو، نو ماته تر هغه ورځې پورې مهلت راکړه، چې انسانان له مرګ وروسته بیا راژوندي کېږي.»
د قرآن کریم له مخې، شیطان له جنت څخه تر شړل کېدو وروسته، خپل ماموریت اعلان کړ، ترڅو انسان په وسوسو کې واچوي او له سمې لارې څخه یې لېرې کړي. هغه ټینګار وکړ چې د هر ممکن وسیلې په کارولو لکه، د شهوتونو راپارول، د غولونکو غوښتنو رامینځته کول د شک او شبهات په ګډون، انسان له الهي فرمان څخه منحرفه کړي . موږ په قرآن کریم کې لولو: “قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ”.[10] ژباړه: «ستا پر عزت قسم، زه به هغوی ټول (انسانان) ګمراه کړم؛ مګر هغه بندګان چې ستا مخلص دي زه به پر هغوی هېڅ واک ونه لرم او زما وسوسه به پرې اغېز ونه کړي».
خو د دې ګواښ په مقابل کې ، الله تعالی په قاطع اعلان سره یې شیطان له خپل رحمت څخه په خواري او ذلت سره وشړلو او د هغه د پیروانو برخلیک یې د دوزخ له اور سره وتاړه: “قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْءُومًا مَّدْحُورًا لَّمَن تَبِعَكَ مِنْهُمْ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكُمْ أَجْمَعِينَ“.[11] ژباړه: الله تعالی وفرمایل: «له دې (سپېڅلو او پاکو مقامونو) څخه په خواري، ذلت او شړل شوي حالت کې ووځه؛ زه قسم خورم چې دوزخ به له تا او ټولو هغو کسانو څخه ډک کړم چې ستا پیروي کوي.»
په دې شکل سره د تاریخ پیل له یوه الهي ازمایښت سره وتړل شو؛ هغه ازمایښت چې د الهي الهامونو او شیطاني وسوسو ټکر د تاریخ په اوږدو کې د انسان د ایمان، ارادې او اختیار د اندازې لپاره زمینه بر ابره وي. د شیطان وسوسې رواني او غیر محسوسي ماهیت لري او تل انسانانو ته د دنیاوي جذابیت او غولوونکو غوښتنو به بڼه وړاندې کېږي. د دغه جوړښت پېژندنه د انسان په خلقت کې د الهي حکمت ژور درک دی.
دوام لري…
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
سرچینې:
. علی محمد، الصّلابی، قصّه بدء الخلق و خلق آدم علیهالسلام، بیروت: دار إبن کثیر، چاپ اول، 1442ق، ص397. [5]
. محمد بن إسماعیل، بخاری، صحیح البخاری، تحقيق: د. مصطفی دیب البغا، بیروت: دار ابن کثیر، چاپ سوم، 1407ق، شماره حدیث:3331. [6]
. محمد، رشید رضا، تفسیر المنار، بیروت: دار المعرفه، 1935م، ج8، ص346.[8]


