Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اوه دېرشمه برخه)
اسلام سه شنبه _22 _جولای _2025AH 22-7-2025AD

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اوه دېرشمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شکران احمدي

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه

اوه دېرشمه برخه

 

ب: د نفس ساتنې وسایل

 

د اسلام دین د نفس د ساتنې په موخه له دوو اړخونو څخه پام کړی، چې یو یې ایجابي او بل یې سلبي اړخ دی. دلته د نفس ساتنې په ایجابي اړخ بحث کوو.
له ایجابي اړخه د نفس ساتنې وسایل
الف) له منځته راتګ مخکې د نفس ساتنه
الله تعالی د انسانانو لپاره داسې لارې ټاکلې دي چې ژوند یې له نېکمرغۍ، آرامۍ او ثباته ډک وي. د دې لارو یوه مهمه برخه واده دی — چې الله مشروع ګرځولی او انسانان یې ورته هڅولي دي تر څو انساني نسل دوام وکړي. الله تعالی د ماشوم ساتل او د هغه د مور د نفقې تأمین ان له طلاق وروسته هم پر پلار باندې یې فرض کړی دی، خدای تعالی په دې اړه فرمايي:
وَإِن كُنَّ أُوْلَٰتِ حَمۡلٖ فَأَنفِقُواْ عَلَيۡهِنَّ حَتَّىٰ يَضَعۡنَ حَمۡلَهُنَّۚ فَإِنۡ أَرۡضَعۡنَ لَكُمۡ فَـَٔاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَأۡتَمِرُواْ بَيۡنَكُم بِمَعۡرُوفٖۖ وَإِن تَعَاسَرۡتُمۡ فَسَتُرۡضِعُ لَهُۥٓ أُخۡرَىٰ – د طلاق سورت – ۶ ایت
او كه هغوى حاملې وي، نو تر هغه وخته لګښت پرې وکړئ، تر څو چې زېږون کوي. بيا كه هغوى ستاسي لپاره (ماشوم ته) شیدې وركوي، نو هغو ته به اُجوره وركوئ او (د اُجورې معامله) په ښه توګه په خپل منځي خبرو اترو سره فېصله کړئ. خو كه تاسي (د اُجورې په پرېکړه کې) يو بل تنګ کړ، نو ماشوم ته به كومه بله ښځه شیدې ورکړئ.
په ورته ډول له ولادت وروسته تر هغو چې د کار او کسب وړتیا پیدا کوي، د اولادونو نفقه د پلار مکلفیت دی، په یوه حدیث کې راځي، چې د عتبه لور – هند – وویل:
«یَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّ أَبَا سُفْیَانَ رَجُلٌ شَحِیحٌ، وَلَیْسَ یُعْطِینِی مَا یَكْفِینِی وَوَلَدِی، إِلَّا مَا أَخَذْتُ مِنْهُ وَهُوَ لَا یَعْلَمُ. فقال: خُذِی مَا یَكْفِینِی وَوَلَدَكِ بِالْمَعْرُوفِ»
ابوسفیان بخیل دی او دومره نفقه چې زما او زما د اولادونو بس شي، نه پوره کیږي، پرته له دې چې زه یې له مال څخه یو څه په پټه واخلم، ایا زه د دې حق لرم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: د خپل ځان او اولادونو له اړتیا سره سم په رایجه اندازه د هغه له مال څخه اخله.
د دې احکامو تشریع د انسان د نفس د ساتنې په موخه شوې ده.
ب) له الهي نعمتونو څخه استفاده
د نفس ساتنه واجب ده او د دې لپاره چې د نفس ساتنه تضمین شوې وي، نو په هماغه اندازه استفاده هم واجب ده.
خدای تعالی انسان ته امر کړی، چې د ځمکې پر مخ یې له نعمتونو څخه استفاده وکړي. “هُوَ ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُمُ ٱلۡأَرۡضَ ذَلُولٗا فَٱمۡشُواْ فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُواْ مِن رِّزۡقِهِۦۖ ” الملك سورت – 15 ايت
هغه ذات چې ستاسي لپاره یې ځمکه پسته هواره او تابع کړې ده، د هغې پر سينه باندې ګرځئ او د خداى جل جلاله روزي خورئ، د هماغه حضور ته ستاسي په دوهم ځل ژوندي كېدو سره ورتګ دى.
اسلامي شریعت د خوراک، څښاک، جامو او استوګنځي کارول، په دومره کچه چې د نفس روغتیا تضمینوي، واجب ګرځولي دي او له دې ضروري اړتیاوو څخه انکار یا مخ اړول یې منع کړي دي، ان که څوک په عبادت کې مبالغه کوي او له خپلې کورنۍ او اهل و عیال څخه واټن نیسي، چې د بدن د کمزورۍ یا ناروغۍ لامل یې شي، نو داسې کړنه د الله د رضا وړ نه ده. نفلي عبادتونه باید د نورو د واجبو یا مستحبو حقونو د ضایع کېدو سبب نه شي. دا تعادل په اسلامي ښوونو کې ښيي چې شریعت نه یوازې عبادت او بندګي ته ارزښت ورکوي، بلکې د انسان د روغ بدن او مناسب ژوندانه تضمین هم د خپلو مهمو بنسټونو څخه ګڼي.
ابو جحیفه وهب بن عبدالله رضی الله عنه وايي: ” سلمان رضی الله عنها د ابو درداء رضی الله عنه لیدلو ته لاړ او ویې لیدل چې میرمن یې -ام درداء رضی الله عها- زړې جامې اغوستي، سلمان ترې پوښتنه وکړه، ولې یې داسې جامې پر تن دی؟ ام درادء رضی الله عنها ورته وویل، ځکه چې ورور دې ښځو ته میلان نه لري. په همدې وخت کې ابودرادء رضی الله عنه راغی او سلمان رضی الله عنه ته یې ډوډۍ تیاره کړه او ویې ویل؛ ته یې وخوره، زما روژه ده، سلمان ورته کړل؛ تر هغو یې نه خورم، څو یې ته هم ونه خورې، نو بیا دواړو خوراک وکړ. د شپې مهال ابودرداء رضی الله عنه د شپې د لمانځه ترسره کولو قصد وکړ، سلمان ورته وویل؛ ویده شه! ابودرداء څو ځلې دا نیت تکرار کړ، خو سلمان به استراحت ته دعوت کاوه. په پای کې د شپې په وروستۍ برخه کې سلمان ورته وویل، اوس پاڅېږه او لمونځ دې وکړه، بیا دواړه پورته شول او لمونځ یې اداء کړ.
سلمان رضی الله عنه ورته وویل: «إِنَّ لِرَبِّكَ عَلَيْكَ حَقًّا، وَلِنَفْسِكَ عَلَيْكَ حَقًّا، وَلِأَهْلِكَ عَلَيْكَ حَقًّا، فَأَعْطِ كُلَّ ذِي حَقٍّ حَقَّهُ.» ستا رب پر تا حق لري، ستا نفس پر تا حق لري او ستا کورنۍ پر تا حق لري، نو د هر حقدار حق اداء کړه.
ابودرداء رضی الله عنه بیا دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکړه، نو هغه ورته وویل: «صَدَقَ سَلْمَانُ»؛ – سلمان رېښتیا ویلي دي.
عایشه رضی الله عنه روایت کوي، زه له یوې ښځې سره ناسته وم، چې رسول الله راغی او ویې ویل؛ دا ښځه څوک ده؟ ما ورته وویل؛ چې فلانۍ ( الحولاء د تویت ابن حبیب لور) ده او بیا مې یې د عبادت او شپې د لمونځونو د کثرت په اړه ورته وویل، نو رسول الله وفرمايل:
«مَه عَلَيْكُمْ بِمَا تُطِيقُونَ، فَوَاللَّهِ لَا يَمَلُّ اللَّهُ حَتَّى تَمَلُّوا، وَكَانَ أَحَبَّ الدِّينِ إِلَيْهِ مَا دَاوَمَ عَلَيْهِ صَاحِبُهُ.»
داسې مه کوئ! څومره مو چې وس وي، هماغه اندازه عادت کوی، پر رب قسم؛ چې الله تعالی تاسو ته له ثواب درکولو نه ستړی کیږي، خو تاسو د ستړیا له امله هغه عبادت ترک کوئ. د الله تعالی په وړاندې تر ټولو غوره عبادت هغه دی، چې انسان پرې دوام وکړي.
په یوه بل حدیث کې له حضرت عایشې رضی الله عنها څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل؛
«إِذَا نَعَسَ أَحَدُكُمْ وَهُوَ يصَلِّي فَلْيَرْقُدْ حَتَّى يَذْهَبَ عَنْهُ النَّوْمُ، فَإِنَّ أَحَدَكُمْ إِذَا صَلَّى وَهُوَ نَاعِسٌ لَا يَدْرِي لَعَلَّهُ يَسْتَغْفِرُ فَيَسُبُّ نَفْسَهُ.»
که چېرته له تاسو څخه کوم یوه، د لمانځه پر مهال د ستړیا او خوب احساس وکړ، نو باید ارام وکړي، تر څو یې خوب لیرې شي، ځکه ممکن په خوبولي حالت کې د مغفرت غوښتنې پر ځای، په خپل ځان لعنت ووايي.
ج) د اړتیا په وخت کې حرام څخه استفاده
اسلام د نفس د ساتنې لپاره په ځینو سخت او اضطراري حالاتو کې ځينې حرام شیان مباح کړې دي، الله تعالی فرمايي: إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيۡكُمُ ٱلۡمَيۡتَةَ وَٱلدَّمَ وَلَحۡمَ ٱلۡخِنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ بِهِۦ لِغَيۡرِ ٱللَّهِۖ فَمَنِ ٱضۡطُرَّ غَيۡرَ بَاغٖ وَلَا عَادٖ فَلَآ إِثۡمَ عَلَيۡهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٌ – د البقرې سورت – 173 ایت
د الله له لوري كه پر تاسي څه بنديز لګول شوی دى، نو هغه دا دى چې مرداره مه خورئ، له وينې او د خوګ د غوښې له خوړلو څخه ډډه وکړئ او داسې كوم شى مه خورئ چې پر هغه له الله پرته د بل چا نوم اخيستل شوى وي. هو كه څوك د اړتيا په حالت کې وي او له دغو شيانو څخه څه شى بې له دې چي د الهي حُكم ماتولو اراده ولري يا له حده تېرى وکړي، وخوري؛ نو پر هغه څه وبال نشته، الله بښونكى او رحم كوونكى دى.
د) په اسلام کې د نفس عزت
انسان ته امر شوی، چې د خپل نفس د عزت او وقار ساتنه وکړي، خدای تعالی فرمايي:
وَلِلَّهِ ٱلۡعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِۦ وَلِلۡمُؤۡمِنِينَ وَلَٰكِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ لَا يَعۡلَمُونَ – د المنافقون سورت ۸ ایت
پداسې حال كي چې عزت خو د الله، د هغه د پېغمبر او مؤمنانو لپاره دى، خو دغه منافقان نه پوهیږي.
همداشان رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي؛ «لَا يَنْبَغِي لِلْمُؤْمِنِ أَنْ يُذِلَّ نَفْسَهُ.» – مؤمن باید ځان ذلیل نه کړي، صحابه و ترې پوښتنه وکړه، دا څنګه امکان لري، جې مومن دې ځان ذلیل کړي؟ نو رسول الله ځواب ورکړ؛ «يَتَعَرَّضُ مِنَ الْبَلَاءِ لِمَا لَا يُطِيقُ.» په داسې ازموینو کې ځان اچوي، چې تر توانه یې لوړې دي.
له دې حدیث څخه څرګندیږي، چې انسان باید داسې کار ته لاس ور نه وړي، چې له توان څخه یې بهر وي او له هرې هغې فتنې څخه ځان وساتي چې د هلاکت سبب ګرځي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Previous Articleقرآن؛ تلپاتې معجزه (یوولسمه برخه)
Next Article د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپاړلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (شپږدېرشمه برخه)

دوشنبه _21 _جولای _2025AH 21-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (پنځه دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (څلور دېرشمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

نشنلیزم

نشنلیزم (څلوېښتمه برخه)

سه شنبه _22 _جولای _2025AH 22-7-2025AD1 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم څلوېښتمه برخه د انترناسیونالیزم د پدیدې پیل دا چې انترناسیونالیزم څه وخت…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپاړلسمه برخه)

سه شنبه _22 _جولای _2025AH 22-7-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه شپاړلسمه برخه د…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اوه دېرشمه برخه)

سه شنبه _22 _جولای _2025AH 22-7-2025AD0 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه اوه دېرشمه برخه ب:…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (یوولسمه برخه)

سه شنبه _22 _جولای _2025AH 22-7-2025AD1 Views

لیکوال: دکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه یوولسمه برخه د قرآني اسلوب اعجاز ، په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

نشنلیزم (څلوېښتمه برخه)

سه شنبه _22 _جولای _2025AH 22-7-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپاړلسمه برخه)

سه شنبه _22 _جولای _2025AH 22-7-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.