Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»قرآن؛ تلپاتې معجزه (یوولسمه برخه)
متفرقه سه شنبه _22 _جولای _2025AH 22-7-2025AD

قرآن؛ تلپاتې معجزه (یوولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: دکتور نورمحمد محبي

قرآن؛ تلپاتې معجزه

یوولسمه برخه

د قرآني اسلوب اعجاز ، په ژبني تاریخ کې بې شانه جوړښت
د قرآن کریم د بیان اسلوب له نزوله تر نن ورځې پورې تل د ادیبانو، فصیحانو او مفکرانو حیرانتیا راپارولې ده؛ نه شعر دی او نه هم دودیز نثر؛ بلکې قرآن کریم ځانګړی اسلوب لري چې نه یوازې د عربي ژبې په ادبیاتو کې ساری نه لري، بلکې د نړۍ په نورو ژبو کې یې مثال نشته. دغې ځانګړتیا ته «د قرآن د اسلوب اعجاز» ویل کېږي.
په ژبه او ادب کې د اسلوب تعریف
په بلاغت علم کې، اسلوب د یو ویناوال یا لیکوال د بیان ځانګړي طرز ته ویل کېږي؛ داسې طرز چې د کلمو انتخاب، نحوي جوړښت، لحن، اهنګ او د افکارو ترتیب پکې شامل وي.د قرآن اسلوب هغو ځانګړنو ته ویل کېږي چې له ژبني، نحوي، موسیقیتي او معنایي اړخه په ټول قرآن کریم کې ښکاري او دا اسلوب قرآن له نورو عربي متونو څخه جلا کوي.
د قراني اسلوب ځانګړنې
د عربي ژبې په متونو کې قرانکریم د ځانګړې ترتیب له امله بې شانه او بې نظیره اثر دی او لاندې ځانګړنې لري؛
الف: د عربي له شعري او نثري جوړښتونو څخه پیروي نه کول
په عربي ژبه کې متون یا په نثري بڼه وه یا هم د شعر. شعر د عروضو او قافیو په وزن کې منحصر و او نثر هم یا مسطح و او یا هم مسجع، خو د قرانکریم سبک له دې دواړو قالبونو څخه بهر و.
دا متن نه د جاهلیت د شعر په ډول موزون او قافیه وال و او نه هم له موسقیت او سجعې نه خالي و، لکه عادي نثر.
د علامه بستي په تعبیر “أنه ‌كلام ‌لا ‌يشبهه ‌كلام ، وتَحْصَرُ الأَقوال عن معارضته ، وتنقطع به الأَطماع عنها”.
د دې سبک ځانګړنه دا ده، چې منظم وزن او مناسب اهنګ لري، پرته له کاملې قافیې. د دې نمونې اوج په – الرحمن او واقعې – سورتونو کې څرګند شوی دی.
ب) د سبک په وحدت سره بیاني رنګارنګي
په قرآن کریم کې د نقل قول، خبرې اترې، کیسې، امر، منع، دعا، تشویق، ګواښ او استدلال څخه کار اخیستل شوی دی؛ خو د دې ډول ډول مطالبو سره سره، د قرآن کریم عمومي اسلوب یو شان او همغږی پاتې شوی دی.همدارنګه، قرآن کریم لنډې، اوږدې، مرکبې او ساده جملې سره یو ځای کاروي، چې دا ډول تنوع یو خوځنده او جذاب اهنګ رامنځته کوي.په همدې ډول، امري، خبري، تعجبي او شرطی جملې یو په بل پسې په متن کې راځي، چې د کلام ښکلا او جاذبه نوره هم زیاتوي.
ج) لفظي توازون او معنوي موسیقي
قرانکریم په ډېر عجیب ډول د کلمو د اهنګ، غږ او مفاهیمو ترمنځ قوي همغږي او توازن ایجاد کړی دی. لکه؛ ﴿إِنَّاأَعطَینَٰكَ ٱلكَوثَرَ 1 فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَٱنحَر 2 إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ ٱلأَبتَرُ 3 ﴾ [الكوثر: ۱-۳]
یوازې په دریو ایتونو کې، لنډې جملې، ژور مفهوم، وزن او موسیقیت پروت دی.
د) له ایجاز او اطناب څخه ماهرانه استفاده
قرانکریم په مناسب ځای کې کله نا کله ایجاز (لنډون) کړی او په ډېرو لږ کلماتو یې ستره معنی وړاندې کړې لکه؛ ﴿وَلَكُم فِی ٱلقِصَاصِ حَیَوٰةࣱ ﴾ [البقرة: ۱۷۹]
او کله هم یې د اطناب په چوکاټ کې تاکید کړی او ځانګړې معنی او مفهوم یې شرحه کړی، لکه د توحید او الهي صفتونو اړوند ډېری ایتونه او ځینې نور. له دواړو بڼو حالت ته په کتو ګټه اخېستل شوې ده.
ج) له ادبي ښکلاو – صنعتونوـ څخه په بې شانه ډول استفاده
قرانکریم له ټولو ادبي ښکلاو – صنایعو- لکه؛ تکرار، ایهام، استعارې، کنایې، تضاد او تشبه څخه په دقیق او متناسبه بڼه له موضوع سره سم استفاده کړې ده.
– په مختلفو موضوعاتو کې د ایتونو تکرار، د معنی د تاکید او تثبیت په موخه
– د څو طبقې او پراخو معانیو په بیان کې ایجاز
– ایهام او ظاهري تناقض چې په تفکر سره حل کیږي.
د قرانکریم د سبکي اعجاز ښکاروندی
الف) د سورتونو د پیل او پای ځانګړې بڼه
قرانکریم په قسم، دعا، ستاینو او خاصو عبارتونو سورتونه پیل کړي، چې مثال یې نشته، لکه؛ :﴿ٱلحَمدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلعَٰلَمِینَ﴾ [سورۀ فاتحه:۲] و ﴿وَٱلشَّمسِ وَضُحَىٰهَا﴾ [سوره شمس: ۱] او یا ورته نورې نمونې.
ب) له مرکب بلاغي ترکیب څخه استفاده
ځانګړې نحوي ترکیبونه، حذف او هنري ایجاز، جناس او ظریفې سجې کارونې او د ورته نورو مواردو مراعات؛
﴿وَفَٰكِهَة وَأَبّا ۝ مَّتَٰعا لَّكُمۡ وَلِأَنعَٰمِكُم﴾ [عبس: ۳۱–۳۲]
 د قران د سبک د یوې نمونې تحلیل
د مثال په ډول د الرحمن سورت ته پام کوو؛
– یاده سوره د ﴿فَبِأَیِّ ءَالَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ﴾ د عبارت تکرار لري، چې په موسقیت کې قوي رول لري.
– د نعمتونو او سزاګانو د بیان په ترڅ کې د تضاد کارول.
– د جملو تنوع؛ له خبري، امري او بیا تر پوښتنیزو جملو پورې د غونډلو شتون.
– دا ډول اسلوب په ټولیزه توګه د دې سبب شوی چې آیتونه نه یوازې د اورېدو وړ وي، بلکې ژور تاثیر لرونکي او دایمي پاتې شي.
په پای کې، لنډه دا چې قرآن کریم له بې‌سارې فصاحت، پراخ بلاغت، ژور بلاغي اعجاز او ځانګړي اسلوب سره، له انساني توان څخه یو لوړ کتاب دی.دا اړخونه په ګډه نه یوازې د قرآن معنوي او اخلاقي تاثیر زیاتوي، بلکې د ژبې او ادب په ډګر کې هم بې‌سارې نمونه ګڼل کېږي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Previous Articleپه معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (دوهمه برخه)
Next Article د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اوه دېرشمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (لسمه برخه)

دوشنبه _21 _جولای _2025AH 21-7-2025AD
نور یی ولوله
Blog

قران؛ تلپاتي معجزه (اتمه برخه)

پنجشنبه _17 _جولای _2025AH 17-7-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (اوومه برخه)

شنبه _12 _جولای _2025AH 12-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

نشنلیزم

نشنلیزم (څلوېښتمه برخه)

سه شنبه _22 _جولای _2025AH 22-7-2025AD1 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم څلوېښتمه برخه د انترناسیونالیزم د پدیدې پیل دا چې انترناسیونالیزم څه وخت…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپاړلسمه برخه)

سه شنبه _22 _جولای _2025AH 22-7-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه شپاړلسمه برخه د…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (اوه دېرشمه برخه)

سه شنبه _22 _جولای _2025AH 22-7-2025AD1 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه اوه دېرشمه برخه ب:…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (یوولسمه برخه)

سه شنبه _22 _جولای _2025AH 22-7-2025AD1 Views

لیکوال: دکتور نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه یوولسمه برخه د قرآني اسلوب اعجاز ، په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

نشنلیزم (څلوېښتمه برخه)

سه شنبه _22 _جولای _2025AH 22-7-2025AD

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (شپاړلسمه برخه)

سه شنبه _22 _جولای _2025AH 22-7-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.