لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول
دوه دېرشمه برخه
ابوبکر کرخي
یو بل هوښیار مفکر او تکړه عالم چې په ریاضیاتو او تجربي علومو کې یې غوره مهارت او ستره ونډه درلوده امام ابوبکر کرخي و. نوموړي د حساب او الجبر په علومو کې چې د ریاضیاتو له مهمو څانګو څخه ګڼل کیږي بنسټیز او لوړ رول درلود.
د ابوبکر کرخي پېژندنه
اصلي نوم یې «ابوبکر محمد بن الحاسب الکرخي» و او د بغداد په «کرخ» نومې سیمه کې زېږېدلی و. د ده د زېږېدنې کره نېټه نه ده معلومه، خو په بغداد کې یې په ۴۲۱ هجري کال (۱۰۲۰ عیسوي) کې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي. د هغه زیات شمېر علمي تولیدات په بغداد کې هغه مهال ترسره شول کله چې دا ښار د څلورمې هجري پېړۍ په وروستیو او د پنځمې هجري پېړۍ په لومړیو کې د یوه پیاوړي علمي مرکز په توګه پېژندل کېده.
الکرخي د حساب او الجبر علومو ته ځانګړې پاملرنه درلوده او د حساب په اړه یې یو کتاب ولیکه، نوموړي په دې کتاب کې له عددونو څخه استفاده نه ده کړې، بلکې د «جُمل حساب» (د الفبا له تورو څخه د عددونو د څرګندولو لپاره) کار اخیستی دی. دې طریقې د اوږدې مودې لپاره د عرب او مسلمان علماوو تر منځ رواج درلود، ځکه دوی د الفبا هر حرف ته یو ځانګړی عدد ټاکلی و. د الکرخي «الفخری في الجبر والمقابله» کتاب د محمد بن موسی خوارزمي (۱۶۴–۲۳۵ هجري) د «الجبر والمقابله» کتاب او د ابو کامل مصري (۲۳۶–۳۱۸ هجري) د «الکامل في الجبر» کتاب پر بنسټ لیکل شوی دی. الکرخي په علمي ډول د الجبر او مقابلې تحلیلي لار له خپلو مشرانو «الخوارزمي» او «ابو کامل مصري» څخه تعقیب کړه. له همدې امله د «الفخری في الجبر والمقابله» کتاب په خپل ځان کې نوې نظریې رانغاړي او له ده وړاندې یې هېڅ عالم په اړه څه نه دي ویلي، چې دا د الکرخي د تفکر د اصالت څرګندونه کوي. [۱]
ابوبکر الکرخي غوښتل چې د خپل یوه نږدې دوست وزیر «ابو غالب محمد بن خلف» چې په فخر الملک مشهور و، د احسان او مهربانۍ یوه برخه جبران کړي. فخر الملک د «سلطان بهاءالدوله بن عضدالدوله بویهي» وزیر و. له همدې امله الکرخي خپل کتاب ته د «الفخری في الجبر والمقابله» نوم ورکړ او دا اثر یې خپل عزیز دوست ابو غالب ته منسوب کړ.
یاد کتاب په رښتینې توګه د عربي او اسلامي امت لپاره د ویاړ وړ ګڼل کېدای شي ځکه چې د الجبر په علم کې د اصالت، ژورتیا او نوښت یوه بیلګه ده. له همدې امله د ابوبکر الکرخي «الفخری في الجبر والمقابله» کتاب کیدلی شي د عربي او اسلامي فرهنګ په چوکاټ کې د الجبر علم په برخه کې د علمي پرمختګ او ذهني خلاقیتونو یو ریښتینی معیار وبلل شي.
الکرخي د خپل ژوند ډېره برخه په غرنیو سیمو کې تېره کړې وه، له همدې امله یې په هندسه کې ډېر مهارت درلود. دا خبره د هغه له مشهور کتاب «حول حفر الآبار» څخه هم څرګندیږي چې تر نن ورځې د کارېدونکې (تطبیقي) هندسې له مهمو مراجعو او منابعو څخه شمېرل کېږي.[۲]
له هغو ریاضيکي مفکورو څخه چې الکرخي یا نوې رامنځته کړي او یا یې پخپلو آثارو کې استفاده ترې کړې دا مهم ټکي یادولای شو:
۱. داسې یو عدد چې که مربع ورزیاته شي نو نتیجه یې مربع کیږي، او که مربع ترې کمه شي، بیا به یې هم نتیجه یو مربع وي.
۲. دوه داسې عددونه چې د هغوی د مکعبونو مجموعه د دریم عدد له مربع سره برابره ده.
۳. د دوهمې درجې معادلو د حل لپاره د یوه عمومي قانون پراختیا.
۴. د هغو عددونو د تقریبي ریښو د موندلو قانون اصلاح چې ریښه یې په دقیق ډول نه محاسبه کېږي.
۵. د مربع ریښې د موندلو لپاره د یو نوي قانون استنباط.
۶. د ګنګ عددونو د جمع او تفریق لپاره د نوو طریقو اختراع.
۷. د هیرون (۱۵۰ میلادي) په قانون کې بدلون راوستل، تر څو د مثلث مساحت د درې واړو ضلعو له مخې محاسبه شي.
۸. د مختلفو اساساتو له مخې د جبري مقادرو منظمه مطالعه.
۹. د عددي، هندسي او تطبیقي لړیو (دنبالهها) مفصله مطالعه.[۳]
له بده مرغه د الکرخي ډېری علمي آثار له منځه تللي او یوازې لږ شمېر یې تر موږه را رسېدلي دي. هغه څه چې دا وضعیت یې لا بدتر کړی دا دي چې ګڼو معاصرو لویدیځو پوهانو د دې مسلمان عالم ځینې اختراعات په خپل نوم ثبت کړي دي.
د بېلګې په توګه هغه نظریه چې وايي: ددوومکعبعددونومجموعههېڅکلهیومکعبعددنه شيکېدای. لویدیځوال ادعا کوي چې د دې نظریې مخترع فرانسوی عالم «پیر فرما» (۱۶۰۱–۱۷۶۶ میلادي) دی؛ خو دا ادعا ناسمه ده، ځکه چې دا نظریه د الکرخي په آثارو کې شتون لري. البته نسبتا ویلای شو چې فرما په دې نظریه کې د اثبات له پلوه یو څه بدلونونه راوړي دي.
الکرخي یو له هغو عربي او مسلمان عالمانو څخه و چې د نورو له متنونو د کاپي کولو او ژباړې څخه یې کرکه درلوده او پر ځای یې له تألیف، تحلیل او د نورو آثارو له شرح کولو سره ډېره علاقه درلوده. ده هېڅ موضوع داسې نه پرېښوده چې ژوره مطالعه یې په اړه نه وي کړې او وده یې نه وي ورکړې.
نوموړی یو تجربهلرونکی عالم او منظم دائرةالمعارف و. له همدې امله که به یې په کومه موضوع لیکل کول نو په واضحو او ساده ټکو به یې د لوستونکي لپاره تشریح کوله. [۴]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
سرچینې:
[۱]. سمیر عرابي، علومالفلکوالریاضیاتوالجغرافیاعندعلماءالعربوالمسلمین، ص ۵۳، دارالکتب الحدیث، لومړی چاپ، ۱۴۱۹هـ.ق، قاهره – مصر.
[۲]. روائعالحضارةالعربیةوالإسلامیةفیالعلوم، ص ۱۲۴.
[۳]. هماغه ماخذ، ص ۱۲۵.
[۴]. علومالفلکوالریاضیاتوالجغرافیاعندعلماءالعربوالمسلمین، ص ۵۳.