لیکوال: عبیدالله نیمروزي
د افغانستان فیلسوف؛ سیدجمالدین افغان رحمه الله
شپږوېشتمه برخه
مقدمه:
په اسلامي ټولنو کې تل فکري او ټولنیز بدلونه د تکړه شخصیتونو له نوو او سمون غوښتونکو افکارو څخه اغېزمن شوې، چې د تاریخ لوری یې له امله بدل شوی دی او په دې برخه کې سید جمال الدین افغان رحمه الله ځانګړی ځای لري.
نوموړی د اسلامي امت د وېښتابه په برخه کې یو مخکښ سړی و، چې د اسلامي هویت د بیا احیاء، له استعمار سره د مقابلې او د اسلامي ټولنې د اصلاح لپاره یې زیاتې هڅې وکړې. سیدجمال الدین افغان د نورو پوهانونو سره په توپیر یوازې د نظریاتو په وړاندې کولو باندې بسنه ونکړه، بلکې د یو فعال مصلح په حیث یې عملي اقدامات هم ترسره کول او اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول مصر ته یې د ګڼ شمېر سفرونو په ترڅ کې هڅه وکړه، چې تر څو د اسلامي ټولنو په منځ کې د وېښتابه ناره اوچته کړي.
په نولسمه پېړۍ کې مصر د یوه مهم اسلامي هېواد په حیث د سید جمال الدین افغان د اصلاحي تفکر د منلو لپاره مناسبه زمینه برابره کړه. دا هېواد د غني اسلامي تمدن او د ستر علمي مرکزونو لکه: الازهر پوهنتون او نور د تاریخ په اوږدو کې د نوښتګرانو او مصلحانو د پام وړ مرکز وو.
یاد هېواد د سیدجمال الدین د ورتګ پر مهال له سختو سیاسي، اقتصادي او کلتوري ناورینونو سره مخ وو. بهرنی استعمال، داخلي استبداد او فکري ځوړتیا دا هېواد د هویت له منځه تلو له ګواښ سره مخ کړی و او د نوې اصلاحي فکر منلو ته یې لار برابره کړې وه.
د مصر په اسلامي ټولنه کې د سیدجمال الدین د وېښتابه نقش د څېړنې اړتیا
د اسلامي امت وېښتابه د یوه فکري او سیاسي خوځښت په حیث د معاصر اسلامي تاریخ له مهمو پدېدو څخه ده، دا خوځښت د استعمار، استبدادا او فکري انحطاط په وړاندې ځواب وو، چې غوښتل یې اسلامي ځلانده تمدن، د اجتهاد د ورح بیا ژوندي کول او د مسلمانانو ترمنځ د یووالي د ایجاد لپاره رامنځته شو.
سید جمال الدین افغان د دې لړۍ له لومړیو کسانو څخه دی چې دا اړتیا یې درک کړه او د حل لپاره یې پراخه طرحه وړاندې کړه. نوموړي له دې وضعیت څخه په نیوکې او له دې حالت څخه د وتلو لپاره ځینې وړاندیزونه وکړل، چې مهم یې په لاندې ډول دي؛
-
اصلي اسلام ته بېرته وګرځېدل او له فکري جمود او د پټو سترګو له تقلید څخه ځان ساتنه.
-
د زده کړیز نظام سمون او د ټولنې د فکري ښوونې په برخه کې د علماؤ د نقش بیا ژوندي کول.
-
له داخلي استبداد او بهرنۍ سلطه سره مبارزه.
-
د بهرنیو ګواښونو او ننګونو په وړاندې د مسلمانانو یووالی.
دا چې مصر له هغو لومړنیو هېوادونو څخه و، چې د سیدجمال الدین د اصلاحي تفکر کوربه توب یې وکړ، نو په یاد هېواد کې د هغه شتون او د وېښتابه په برخه کې یې د اغېز څېړنه مهمه ده. د دې څېړنې اساسي پوښتنه دا ده، چې د سید جمال الدین افغان تفکر په مصر کې څنګه پراخه شو او د دې هېواد په فکري او سیاسي خوځښتونو یې کوم اثر وکړ؟
په مصر کې د سید جمال افغان د تفکر د منل کېدو تاریخي او ټولنیز شالید
په نولسمه پېړۍ کې مصر د ګڼو دلایلو له مخې د ټولنیزو او فکري سمونونو منلو ته تیار وو، له یوه لوري د غربي استعمارګرو تر سلطې لاندې و او له بل اړخه پکې استبداد حاکم و او علمي وضعیت پکې د انحطاط لور ته روان و.
هغه مهم لاملونه چې مصر یې د سید جمال الدین افغان د اصلاحي تفکراتو منلو ته چمتو کړ، په لاندې ډول دي:
-
د خدیوي حکومت کمزوري او پر بهرنیو ځواکونو یې اتکاء
په دې وخت کې د مصر حکومت د خدیویانو په لاس کې و، چې پر انګلیستان او فرانسې یې د اتکاء اړیکه وه. دا چاره د مصر د مخکښو څېرو د غصې لامل شوه او د هېواد د استقلال لپاره د یوې حل لارې په لټه کې شول.
-
فکري انحطاط او د زده کړیز نظام د سمون اړتیا
د مصر رایج نظام چې تر ډېره پر یادوونې او تقلید ولاړ وو، نوو اړتیاوو ته یې ځواب نشو ویلای، نو د مصر ډېری علماء په ځانګړي ډول د الازهر عالمان دې کمزورۍ ته متوجه شول او په زده کړیز نظام کې د سمونونو غوښتونکي شول.
-
د اصلاح غوښتونکو مخکښو څېرو شتون او له نویو نظریاتو څخه یې استقبال
د نورو اسلامي هېوادونو څخه په توپیر مصر ګڼ شمېره مخکښ متفکران او روښانفکران درلودل، چې د نوو اصلاحي تفکراتو د منلو تیاري یې درلوده. سید جمال الدین له دې مخکښو متفکرانو سره اړیکه ایجاد کړه او له لارې یې وکولای شوای، چې خپله نظريه په چټکۍ سره پراخه کړي.
په مصر کې د سید جمال الدین افغان د اصلاحي طریقې پېژندنه
د نورو اصلاح غوښتونکو سره په توپیر سید جمال الدین اصلاح یوازې تر دیني برخې پورې محدوده نه ګڼله او تر څنګ یې په ګڼ شمېر اړخونو لکه؛ ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي برخو کې هم مهمه ګڼله، د هغه کړنلاره په څو کلیدي اصولو بنا وه؛
-
د تعلیم او تربیې له لارې پوهای
سیدجمال الدین د خلکو د پوهاوي لپاره پر تعلیم او تربیې ټینګار کاوه او د مصر په علمي مجالسو او د مقالاتو د لیکلو له لارې یې هڅه وکړه، چې ځوانان او د ټولنې مخکښ اشخاص د اسلامي اصلاحاتو له اړتیا سره اشنا کړي.
-
له رسنۍ څخه د اصلاحي تفکر د پراختیا لپاره استفاده
د – العروة الوثقی – په نوم ورځپاڼه په دې برخه کې د سید جمال الدین مهم اقدام وو، دې رسنۍ چې په اسلامي نړۍ کې یې ګڼ لوستونکي درلودل، پر استعماري سیاستونو او داخلي استبداد باندې یې نیوکې کولې او مسلمانان یې وېښتابه ته رابلل.
-
له اصلاح غوښتونکو علماؤ او مخکښانو سره همکاري
د سید جمال الدین افغان یو مهم کار د مصر له مخکښو علماؤ سره اړیکه وه، نوموړي له محمد عبده سره چې وروسته یو مهم اسلامي اصلاح غوښتونکی متفکر شو، نږدې اړیکې ایجاد کړې او خپله نظریه یې ور انتقال کړه.
-
پر اسلامي یووالي ټینګار او له تفرقې سره مبارزه