لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک

یوویشتمه برخه

په عبادتونو کې دوکه کېدل او پر ټولنه یې منفي اغېزې
امام غزالي رحمه‌الله په خپلو اثارو کې د ځینو هغو کسانو چلند په ډېر دقیق او باریکانه ډول څېړلی چې په خپلو عبادتونو کې دوکه شوې دي. دا ډول کسان ښايي ظاهراً په عبادتونو کې فعاله وي خو د دوی نیتونه په باطن کې له رښتینولۍ او اخلاص څخه خالي وي. امام غزالي رحمه‌الله د بېلابېلو بېلګو په وسیله څرګندوي چې انسانان څه ډول د دوکې ښکار کیږي او خپل اعمال د الله تعالی د قربت پر ځای د خلکو د پام راجلبولو او ځان ښودلو لپاره ترسره کوي.
دغه ډول عبادتونه نه یوازې دا چې روحاني ارزښت نه لري، بلکې کولای شي انسان د دین او اخلاقو له اصلي لارې منحرف کړي. امام غزالي رحمه‌الله مسلمانانو ته په خپلو اثارو کې نصیحت کوي چې عبادت باید یواځې د خالص نیت او د الله تعالی د رضا لپاره ترسره شي، نه د ځان ښودلو او یا د نورو د دوکه کولو لپاره.[۱]
پر اقتصادي دوکو نیوکه او له پانګې څخه ناوړه استفاده
یو له هغو جدي نقدونو څخه چې امام غزالي رحمه‌الله یې په خپلو اثارو کې وړاندې کوي د ځینو شتمنو او پانګه‌والو اقتصادي چلند ته متوجه دی. دا هغه کسان دي چې زیاتره د مال او شتمنۍ پر راټولولو لګیا وي خو د ټولنې اړتیاوو او د بې‌وزلو وضعیت ته پاملرنه نه کوي، بلکې یوازې د شتمنۍ په زیاتولو کې ډوب وي.
امام غزالي رحمه‌الله په ځانګړي ډول هغو کسانو ته اشاره کوي چې مالي وس او توان لري خو له انفاق او له اړمنو خلکو سره له مرستې کولو څخه ډډه کوي. دا ډول کسان په حقیقت کې د یو ډول نفس‌فریبۍ ښکار شوي وي، دوی فکر کوي  چې مال او شتمني یوازې د شخصي د رفاه او هوساینې وسیله ده، له ټولنه او اړمنو وګړو سره له همکاری غافل پاتې کیږي.
امام غزالي رحمه‌الله د خپل نقد له لارې مسلمانانو ته یادونه کوي چې د مال او شتمنۍ راټولول باید یوازې د شخصي ګټې لپاره نه وي، بلکې د ټولنیز وضعیت د ښه‌والي او له بې‌وزلو سره د مرسته کولو لپاره باید وکارول شي.
د عبادتونو او شتمنۍ  د راټولولو په وړاندې د ناسم چلند د نقد عملي بېلګې
امام غزالي رحمه‌الله هغو کسانو ته چې حج ته د تګ اراده لري توصیه کوي چې که اصلي موخه یې د الله تعالی رضا وي نو غوره ده چې د حج پیسې بې‌وزلو ته ورکړي. امام غزالي رحمه‌الله غواړي د دې بېلګې له لارې وښيي چې د عبادتونو اصلي هدف باید د نفس اصلاح او د ټولنې سمون وي، نه یوازې د ناسم نیت له مخې په ظاهري عبادتونو دوکه کیدل. نوموړی په ټینګار سره وايي چې هغه کسان چې غواړي د الله تعالی رضا حاصله کړي نو باید تر هر څه وړاندې خپل ټولنیز مسؤولیتونه ادا کړي او د مستحبي عبادتونو پر ځای چې زیات لګښت غواړي، خپلې پیسې د اړمنو خلکو پر اړتیاوو ولګوي. [۲]
د دیني وعظونو له لارې د ځان او عامو خلکو پر دوکه کولو نقد
امام غزالي رحمه‌الله په خپلو علمي اثارو، په ځانګړي ډول په «احیاء علوم الدین» او «ذم الغرور» کتابونو کې د عوام الناس که شتمن وي او که بې‌وزله پر خود‌فریبۍ سخت انتقاد کوي؛ په ځانګړې توګه د وعظ او نصیحت په مجلسونو کې د هغوی د ګډون ناسم تصور چې ګني دا ډول مجلسونه به یې نجات او مغفرت تضمین کړي سخته نیوکه کوي.
امام غزالي رحمه‌الله په ډاګه وايي چې ډېری کسان په ځانګړي ډول د ده له زمانې وروسته خلک فکر کوي چې یوازې په یادو مجلسونو کې ګډون کول بسنه کوي او هېڅ اړتیا نه شته چې د مواعظینو د دیني نصیحتونو او اخلاقو مطابق خپل عمل او ژوند بدل کړي.
دغه ډول نفس‌فریبي په تېره بیا د هغو کسانو په منځ کې ډېر رواج لري چې پرلپسې د وعظ مجلسونو ته ورځي خو نه یې چلند، نه یې اخلاق او نه یې هم ژوند د بدلون لوري ته روان وي.
امام غزالي رحمه‌الله دا ډول چلند له دین څخه جدي انحراف بولي چې دا انحراف هم د فردي زیان سبب ګرځي او هم د ټولنیزو ستونزو لامل کېدلی شي.
امام غزالي رحمه‌الله په ټینګار سره دې ټکي ته اشاره کوي چې د وعظ مجلسونو حقیقي فضیلت او ارزښت هغه وخت ترلاسه کېږي چې یاد مجلسونه په انسان کې د خیر او نېکو اعمالو د ترسره کولو لپاره رغنده انګېزه پیدا کړي او د فردي او ټولنیز ژوند په اصلاح کې رغنده رول ولوبوي. خو که یاد مجلسونه یوازې د استاد د خبرو او عبرتونو تر اورېدو محدود پاتې شي او د فرد په چلند او ژوند کې هېڅ عملي بدلون رامنځته نه کړي، نو دا ډول مجلسونه نه کومه ګټه لري او نه هم ارزښت. په بله وینا، امام غزالي رحمه‌الله څرګندوي چې که د مواعظو او نصیحتونو د پرله‌پسې تکرار سربېره د فرد په ژوند کې د بدلون لپاره کومه اراده او هڅونه نه وي موجوده،  نو نه یوازې دا چې بې‌ګټې ده، بلکې دا ډول حالت انسان د نفس‌فریبۍ او معنوي دوکې په جال کې راګیروي.
امام غزالي رحمه‌الله روښانه کوي چې ډېری خلک د وعظ په مجلسونو کې د واعظ د خبرو تر تاثیر لاندې راځي، آن تر دې چې ښايي په ظاهره ژړا او زاری وکړي، خو بیا به هم د خپل راتلونکي چلند د بدلون لپاره هېڅ تصمیم و نه نیسي.
امام غزالي رحمه‌الله دا حالت د هغو ناروغانو له وضعیت سره ورته ګڼي چې د ډاکټر کلینیک ته ورځي، د درملو ټولې نسخې او سپارښتنې په دقت سره اوري، خو بیا هم د خپلې درملنې لپاره هېڅ ډول عملي ګام نه اخلي. دا ډول اورېدل یوازې په سطحي ډول غاړه اېښودل دي، کومه عملي نتیجه په لاس نه راوړي.
امام غزالي رحمه‌الله دغه ډول سطحي عمل ته د یوې بلیغې او ژورې بېلګې له لارې اشاره کوي او وایي: وږی کس د خوراکي توکو په اړه هر څه په دقت سره اوري، خو ددې خبرو په اورېدو یې لوږه نه ختمیږي. هماغسې لکه څه ډول چې یو کس د وعظ په مجلس کې ګډون کوي، د واعظ خبرې اوري، خو په روحیاتو، اخلاقو او چلند کې هېڅ بدلون نه راولي.
د وعظ د مجلسونو په اړه دا ډول چلند او لیدلوری امام غزالي رحمه‌الله دې ته اړ کوي چې ټینګار وکړي چې د وعظ هر مجلس باید انسان په جدي او عملي ډول د الله تعالی لور ته ور وګرځوي. که څه هم دا راستنیدنه کمزوري واوسي خو بیا هم په انسان کې باید یو ډول بدلون او تحول رامنځته کړي.
دا ډول تحول کېدای شي په پیل کې باطني او ضعیف واوسي، خو که دا بدلون د تېر ژوند د اعمالو د پرېښودو او د دنیا له حرص څخه د کرکې بڼه خپله نه کړي، نو له دغو مجلسونو څخه به هیڅ ترلاسه نشي. په بله وینا، امام غزالي رحمه‌الله یادونه کوي چې هر هغه مجلس چې یواځې ړ خبرو تر اورېدو، ژړا او زاریو محدود وي او انسان عمل کولو ته و نه هڅوي، نو د انسان په زیان تمامېږي. دا ډول مجلسونه د نجات د وسیلې پر ځای، د انسان د دوکه کیدو لامل ګرځیدلی شي.
په همدې لړ کې امام غزالي رحمه‌الله ټینګار کوي چې که چېرې یو کس د وعظ مجلسونه یوازې د نجات او مغفرت وسیله وبولي او په خپل ځان کې کوم عملي بدلون او تحول را منځته نه کړي نو دا انسان په حقیقت کې د نفس‌فریبۍ ښکار شوی دی.
دا ډول نفس‌فریبي په ځانګړي ډول د ده له زمانې وروسته په ګڼو خلکو کې خورا زیاته خپره شوې وه. په همدې اساس امام غزالي رحمه‌الله په صراحت سره څرګندوي چې د وعظ، د قرآن کریم د تفسیر او د احادیثو د مجلسونو اصلي موخه باید دا وي چې د انسان په چلند او سلوک کې بنسټیز بدلون رامنځته کړي او هېڅکله نباید یوازې په ظاهري ګډون اکتفاء وشي.
نوموړی ټینګار کوي چې یوازې د وعظونو او تفسیرونو اورېدل، که چېرې د انسان په اخلاقو، عمل او ژوند اغېز ونه کړي نو هېڅ ډول ثمره به و نه لري. له همدې امله باید د وعظ هر مجلس یا خطابه داسې تنظیم شي چې انسان د الله تعالی لوري ته بېرته راورګرځوي او دې ته یې چمتو کړي چې نېک عملونه ترسره وکړي او خپل فردي او ټولنیز ژوند اصلاح کړي. [۱]
پایله
د ټولنې په اصلاح او فساد کې د حُکامو، سلاطینو، علماوو او عوامو د نقش په اړه د هغو پراخو مطالبو په رڼا کې چې له پیله تر اوسه وړاندې شوي دي دا پایله اخیستلی شو چې د هر دورې د حُکامو او سلاطینو چلند او پرېکړې کولای شي د یوې ټولنې پر ديني او ټولنیز برخلیک ژور او ستر اغېز ولري.
په همدې اساس حُکام او سلاطین نه یوازې دا چې سیاسي واک لري بلکې د اخلاقو او ټولنیزو ارزښتونو په جوړښت او ساتنه کې هم حیاتي رول لوبوي. که له یوې خوا هغوی کولای شي د خپلو تدابیرو او پالیسیو له لارې ټولنه د اصلاح پر لور رهبري کړي، نو له بلې خوا له واک څخه د ناوړه استفادې او فساد له لارې کولای شي د ټولنې د اخلاقي او ټولنیزو ارزښتونو د نابودۍ لامل هم شي.
امام غزالي رحمه‌الله د خپل وخت د ټولنیز وضعیت، په تېره د دیني او مذهبي چارو ډېر دقیق تحلیل وړاندې کوي او څرګندوي چې ډېری وختونه عوامو  که فقرا وي او که شتمن خپل ځانونه د فریب او نفس‌فریبۍ په یوه جال کې اچولي دي.
سره له دې چې دوی د دیني وعظونو او نصیحتونو له مجلسونو څخه ګټه اخلي خو په عملي ژوند، باورونو او چلند کې یې هېڅ ډول بدلون نه راځي. امام غزالي رحمه‌الله د دغو کسانو په نقد کې وايي چې د دیني مجلسونو ګډون باید د انسان په باطن کې بدلون رامنځته کړي؛ داسې بدلونونه چې د فردي او ټولنیز ژوند د اصلاح لامل شي او د ټولنیز عدالت د تحقق لپاره زمینه برابره کړي.
له همدې امله حُکام او سلاطین نه یوازې د علمي او دیني ودې لپاره د مناسبې فضا په رامنځته کولو کې مهم رول لري، بلکې د عملي نمونو په توګه په مستقیم ډول د عوامو او نخبګانو پر چلند او افکارو اغېز لري.
که چېرې حُکام د ټولنې د اصلاح په لور ګام واخلي او د خپل علم، درایت او بصیرت پر بنسټ د اخلاقو د لوړتیا، د ټولنیز عدالت د ټینګښت او د کمزورو قشرونو د ملاتړ لپاره عملي اقدامات ترسره کړي، نو د ټولنې په بېلابېلو سطحو کې به پراخ بدلونونه راولي.
په لنډ ډول د ټولنې اصلاح یا فساد د حُکامو او سلاطینو په اخلاقي چلند، د خلکو اصلي اړتیاوو ته پاملرنې او د قدرت په ساحه کې د فساد او تباهۍ مخنیوي پورې تړلی دی. ددوی ترڅنګ علما هم د خلکو پر سلوک اغېز لري او کولای شي چې خلک د دیني او شرعي مواعظو پر بنسټ عمل کولو ته وهڅوي او د ټولنې په اصلاح او د ټولنیزو اهدافو په تحقق کې مهم رول ولوبوي. په دې توګه حُکام، سلاطین او علما ټول ګډ مسؤلیت لري چې یوه داسې ټولنه رامنځته کړي چې بنسټونه یې پر عدالت، اخلاقو او تقوا ولاړ وي، او له هر ډول نفس‌فریبۍ او فساد څخه لرې وساتل شي.
دوام لري…

سرچینې:

[۱] احیاء علوم الدین، درېیم جلد، ۳۵۲مه پاڼه.

[۲] احیاء علوم الدین، درېیم جلد، ۳۵۶مه پاڼه.

[۳] احیاء علوم الدین، درېیم جلد، ۳۵۲مه پاڼه.

Leave A Reply

Exit mobile version