لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله

اووه‌ویشتمه برخه

په مصر کې د ویښتابه د غورځنګ سهار؛ له اقتصادي تړلتیا تر استعماري واکمنۍ
د اسماعیل پاشا واک ته رسیدل، د اسراف او بې‌پرواۍ د دورې پیل؛
په دې ورځو کې مصر د یوې کرنیزې ځمکې په څېر ګرځیدلی و، چې د محمد علي کورنۍ هر غړي یو پر بل پسې په میراث وړله. بالاخره دا میراث اسماعیل پاشا ته ورسېد، او د مصر د تخت وارث شو. اسماعیل په ځوانۍ کې د شخصي آرمانونو په درلودلو سره پر تخت کښېناست، مخکې له دې چې خپل مخکینی مشر، سعید پاشا، خاورو ته وسپاري د مبارکۍ پیغامونو او د بلنو منلو ته کېناست. له دې وروسته، اسماعیل پاشا عیش و نوش، خوش‌گذرانی، بې‌بندوبارۍ او د شتمنیو بې‌حسابه مصرف ته مخه کړه، تر دې چې ډېر لږ مشران به د ده په څېر د اسراف ښکار شوي وي.
د سویز کانال، د شتمنۍ کړکۍ او که د استعمار دروازه؟
محمد سعید پاشا هغه څوک و چې د سویز کانال د کیندلو امتیاز یې فردینان دو لیسپس ته ورکړ. د دې مفکورې سابقه، چې د مدیترانې سمندر دې له سور سمندر سره د یو مصنوعي کانال له لارې ونښلول شي، ډېره پخوانۍ ده او د فراعنه، بطالسه، رومیانو او وروسته د عربو دورو ته رسیږي. په نویو زمانو کې اروپايي پانګوال د دې پروژې مهم ملاتړي وو، ځکه دوی دا د سوداګرۍ د وده او د ګټې اخیستنې وسیله ګڼله. د دوی سربېره د فرانسې سوسیالیستان، په ځانګړې توګه د سن سیمون پیروان، هم د دې کانال د کیندلو لپاره لېوالتیا لرله، ځکه دوی باور درلود چې دا پروژه کولی شي د سوسیالیستي افکارو تحقق ته لاره هواره کړي او ختیځ او لوېدیځ د یوې کورنۍ په څېر سره ونښلوي.
بهرني پورونه، هغه زنځیر چې د مصر غاړې ته ولوېد
اسماعیل پاشا، چې د هیواد پر خزانې ناست و، د یادې پروژې پر مخ یې د خزانې دروازې پرانیستې او د دې پروژې د تبلیغ لپاره یې له هر ډول حساب پرته ستر مالي لګښتونه وکړل. دده دا کړنې د مالي بحران لامل شوې، او د مصر په تاریخ کې لومړی وار و چې اسماعیل پاشا بهرنیو پورونو ته مخه کړه.
هغه مدرنیته چې د خپلواکۍ په بیه ترلاسه شوه
محمد سعید پاشا د محمد علي کورنۍ د نورو غړو په څېر اروپایي هېوادونو په ځانګړې توګه فرانسې ته تمایل درلود. ده مصري زده‌کوونکي بهر ته استول، او مصر ته یې د بهرنیو کډوالو له راتګ څخه هرکلی کاوه. د دې پالیسیو په پایله کې داسې شرکتونه او پروژې رامنځته شوې چې ډېری یې د بهرنۍ پانګې له لارې اداره کېدې. اسماعیل پاشا واک ته تر رسېدو وروسته تصمیم ونیو چې مصر یو اروپایي هېواد وګرځوي، خو کورنۍ منابع یې د دې هدف لپاره کافي نه‌ وې.ده د خپلو نیکونو په څېر بهرنیو پانګوالو ته لاس وغځاوه او بې حسابه‌ او کتابه پورونه یې واخیستل. د ده په دوره کې د مصر پورونه تر ۱۰۰ میلیونه پونډو ورسېدل، او همدې چارې د استعماري نفوذ لپاره زمینه برابره کړه.
ښایسته ماڼۍ، خو پراخ غربت
یوازې دغو پورونو یوه کوچنۍ برخه د عامه پروژو لپاره وکارول شوه، خو لویه برخه یې د شاندارو ماڼیو د جوړولو، درباري عیش‌و‌نوش، سیاسي رشوتونو او د تجمل‌پسندانه نندارو لپاره مصرف شوه. بې‌ګټې شپېني محفلونو، اشرافي مېلمستیاوو او تفریحاتو د پرمختګ او عصري کېدو یوه غولوونکې څېره وړاندې کوله، خو عملاً د مصر خلکو له دغو بې‌بندوباره سیاستونو څخه هیڅ ګټه وانخیسته.
کوچنۍ پاریس او که د تمدن سراب؟
اسماعیل پاشا ځان د یو اروپایي پاچا په څېر ګڼلو، او په “کوچني پاریس” یې د قاهرې د بدلولو خوب لیده. ده د ښار جوړونې نقشه بدله کړه، پر نیل سیند یې ښکلې پلونه جوړ کړل، سړکونه یې سنګ‌فرش او څراغان کړل، په عامه میدانونو کې یې فوارې او مجسمې نصب کړې، تفریحي مرکزونه او رقص‌خونې یې پراخې کړې. خو له دې ټولو سره هغه هېڅکله د قاهرې فقیرمېشتو سیمو ته پام ونه‌کړ.
شانداره دربار،  بې‌وزله ملت
اسماعیل پاشا د مصر په بېلابېلو برخو کې له ۳۰ څخه ډېرې شانداره ماڼۍ جوړې کړې، لکه اسکندریه، جیزه، صعید او د نیل ډیلتا. هغه د عابدین ماڼۍ بیا ورغوله څو د زاړې قلعه ځای ونیسي او د دولت مرکز شي، د الجزیره ماڼۍ یې د امپراتریس اوژني د میلمه‌توب لپاره جوړه کړه، د قبه ماڼۍ یې د خپل ولیعهد لپاره جوړه کړه، او پر دې سربېره یې د بوسفور په غاړه هم یوه شانداره ماڼۍ جوړه کړه. دا ماڼۍ د نړۍ پر ګران‌بیه شیانو او نایابو سوغاتونو سینګار شوې وې.
واکمن، خو د خپل ولس لپاره نه
اسماعیل پاشا په سیاسي ډګر کې د بهرنیانو لپاره پراخې اسانتیاوې برابرې کړې. اروپایي شرکتونو ته یې ځانګړي امتیازات ورکړل، ګډې محکمې (محاکم مختلط) یې جوړې کړې، او د مصري قاضیانو ترڅنګ یې بهرني قاضیان مقرر کړل څو بهرني وګړي وکولای شي خپل حقوق خوندي کړي. د بریتانیا او فرانسې پالیسۍ یې تعقیبولې، حال دا چې دا دواړه استعماري ځواکونه په مصر کې یو د بل سیالان وو.
د سویز کانال پلور، هغه معامله چې مصر یې پر ګونډو کړ
اسماعیل پاشا په پای کې پر بریتانیا د سویز کانال د سهم د پلورلو له لارې د مصر خپلواکۍ ته سخت زیان ورساوه. بریتانیا، چې دا معامله یې یو ستراتیژیک اقدام باله، ژر تر ژره د سهم بیه ورکړه. له بلې خوا، د سویز کانال شرکت د فرانسې تر کنترول لاندې و، چې دې حالت مصر د استعماري قدرتونو د سیالۍ په میدان بدل کړ.
د بهرنیو څارونکو راتګ، د استعماري تسلط پیل
اسماعیل پاشا اروپایي څارونکو ته اجازه ورکړه چې د دولت حسابونه وڅېړي، بودیجه یې تر نظر لاندې ونیسي، او بالاخره د مصر اقتصاد تر خپل واک لاندې راولي. هغه آن دوو اروپایي وزیرانو – یو انګریزی او بل فرانسوی – تو په خپله کابینه کې ځای ورکړ، او هغوی ته یې د حکومتي پرېکړو د ردولو «ویتو» کولو صلاحیت ورکړ. د دې حکومت په سر کې د نوبار پاشا په نوم یو ارمني و، چې د بریتانیا په پلوی مشهور و.
د دغو سیاستونو په پایله کې مصر عملاً د اروپایي قدرتونو تر اقتصادي او سیاسي ولکې لاندې مستعمره شو. مالي بحرانونو او د پورونو زیاتوالي د مستقیمې استعماري مداخلې لپاره زمینه برابره کړه، او بالاخره مصر د استعمار تر اسارت لاندې راغی (کفاح الشعب، ج۱، ص ۱۴۱-۱۵۶).
په مصر کې فکري ویښتیا، له اصلاح‌غوښتنې تر فکري انقلابه
په هماغو ورځو کې چې مصر له اقتصادي بحرانونو او د بهرنیانو له نفوذ سره لاس او ګرېوان و، سید جمال‌الدین اسدآبادي د ۱۸۷۱ د دسمبر په ۱۳ / د ۱۲۸۸ هجري قمري د محرم په لومړۍ نېټه مصر ته داخل شو. اسماعیل پاشا، چې لا هم د واک په اوج کې و، په پیل کې د ده له اصلاح‌غوښتونکو افکارو هېڅ ډول خطر نه احساساوه. له همدې امله د مصر دولت له هغه تود هرکلی ورکړ، او د اسماعیل وزیر، ریاض پاشا کلنی معاش ورته وټاکه. دا اقدام چې په مصر کې بې سابقه و، د سید د علمي مقام د درناوي ښکارندوي کوله، خو په حقیقت کې دولت د ده له بالقوه فکري او سیاسي نفوذ څخه خبر و (عصر اسماعیل، ج۲، صفحه ۱۵۵، به نقل از کتاب حکیم مشرق زمین؛.
مصر د دوو قدرتونو تر منځ، له عثماني خپلواکي، خو په غرب پورې تړلتیا
په هغه وخت کې مصر د محمد علي د کورنۍ تر واک لاندې، ځان د عثماني امپراتورۍ څخه مستقل باله او نه‌ یې غوښتل چې د عثماني سلطان تابع پاتې شي. خو له بلې خوا، اسماعیل پاشا د دې لپاره چې مصر اروپایي بڼه غوره کړي، ځان د لوېدیځو پانګوالو تابع کړی و. په داسې فضا کې، د سید جمال‌الدین شتون، چې د ویښتابه او د استعمار ضد نظریات یې درلودل، کولی شوای دوه بیلابیلې اغېزې ولري: له یوې خوا، هغه ددې ملاتړی و مصر له عثماني څخه خپلواکي واخلي، او له بلې خوا یې د بهرنیانو پر ضد نظریات د اسماعیل پاشا له اقتصادي او سیاسي پالیسۍ سره مستقیم ټکر درلود.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version