لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک

شلمه برخه

په عمومي ژوند کې پر اصلاحاتو ټینګار
امام غزالي رحمه‌الله په دې لټه کې و چې د مسلمانانو عمومي ژوند له منکراتو پاک کړي. هغه دې ټکي ته اشاره کوي په هغې زمانه کې زیاتره خلکو د ناپوهۍ له امله داسې عملونه کول چې د اسلام په شرع کې محکوم وو او د دیني ښوونو پر اساس د منلو وړ نه وو. امام غزالي رحمه‌الله د حل لارو په وړاندې کولو د دې وضعیت د اصلاح په اړه بحث کړی او مسلمانانو ته سپارښتنه کوي چې باید له دیني او ټولنیزو ککړتیاوو ډډه وکړي او د اسلامي ټولنې د بیارغورنې لپاره د دین واقعي ښوونو ته وروګرځي.
امام غزالي رحمه‌الله د احیاءالعلوم په ذم الغرور برخه کې په پراخه توګه د هغو وګړو نقد او ارزونه کړې چې د بېلابېلو تېریستونکو او فریبونو په دام کې نښتي دي. په دې برخه کې هغه په ځانګړې توګه د هغو کسانو مشخصاتو او خصوصیاتو ته پام کړی چې په ځان غولوَنه او غرور اخته شوي دي. امام غزالي رحمه‌الله په کره او اواپوهنیزو تحلیلونو سره مشخصوي چې دا کسان په کومو ټولنیزو او علمي برخو کې په انحراف اخته شوي دي او څه ډول دا انحرافات د ناسم پوهاوي او ځان تېریستنې لامل کېږي. هغه په دې هڅه کې دی تر څو هغو کسانو ته اخطار ورکړي چې په دې مغالطو کې ښکېل شوي دي او هغوی د حقیقت سم او واقعي درک ته وربولي.
د فرد داخلي مغالطې او فرېبونه
امام غزالي رحمه‌الله په خاص ډول د هغو کسانو په اړه بحث کوي چې په ځان تېرېستنه او دروني مغالطو کې غرق شوي دي، دا کسان له ځانه په ناخبره توګه له خپل واقعي وضعیت څخه سم درک نه لري او د ناسمو تصوراتو او له ځانه جوړو کړو تفکراتو پر اساس ناسم تصمیمونه نیسي او په کږو لارو ځي. د امام غزالي رحمه‌الله په تحلیلونو کې دا مغالطې له بېلابېلو لوریو د پېژندو وړ دي، د هغو له ډلې د فرد په روحي، رواني او حتا ټولنیزو ځانګړنو کې. هغه په ځانګړې توګه دې ټکي ته اشاره کوي چې دا کسان نه یوازې د دین او اخلاقو له حقیقت څخه لرې کېږي، بلکې ښايي د ځان تېرېستنې په پایله کې په خپل دیني او ټولنیز ژوند کې ناسم او غلط تګلوري انتخاب کړي.
د ټولنې د بېلابېلو طبقو او د هغې د مغلطو تحلیل
امام غزالي رحمه‌الله د احیاء علوم الدین په دې برخه کې د ټولنې بېلابېلې طبقې په دقت تحلیل کړې دي او په ځانګړې توګه په هغو کسانو تمرکز لري چې په ټولنیزو او علمي فرېبونو کې ښکېل شوي دي. د دې طبقو له ډلې علماوو، عابدانو، زاهدنو، امیرانو، غنیانو، او اهل تصوف ته اشاره کولی شو. امام غزالي رحمه‌الله په واضح او صریح ډول د دې هرې ډلې رواني او ټولنیزې ځانګړنې مطرح کوي. هغه په ځانګړې توګه د علماوو او عابدانو په اړه د هغوی فکري او علمي کړنې نقد کړې دي او بیانوي چې ځینې یې د دې پرځای چې علم د خپل باطن د اصلاح او الله تعالی ته د نږدېوالي لپاره وکاروي، د علمي شهرت او قدرت په لټه کې دي. دا کسان په علمي جزیاتو او نظري اختلافاتو کې ښکېل شوي دي او د علم له اصلي هدف، چې الله تعالی ته نږدېوالی او فردي اصلاح ده، غافل پاتې شوې دي.
د علماوو او عابدانو نقد او تحلیل
امام غزالي رحمه‌الله په دې برخه کې په دقیق ډول د علماوو او عابدانو د نقد په اړه بحث کوي او هغوی له ځینو ناسمو اعمالو او کړنو ساتي. هغه د علماوو په ارزونه کې د علماوو هغې ډلې ته اشاره کوي چې یوازې یې جزي بحثونو او فقهي اختلافاتو ته پام کړی دی او جزیاتو ته دا پاملرنه د دې لامل شوې ده چې هغوی له کلیدي او اخلاقي مسایلو څخه غفلت وکړي. په همدې ترڅ کې امام غزالي رحمه الله پر هغې ډلې عابدانو او زاهدانو نیوکه کوي چې اخلاقو او د نفس تعذیب ته د پاملرنې پرځای په جسمي تمریناتو یا بې‌ګټې ریاضتونو بوخت شوي دي، چې یوازې د زهد او تقوا ظاهر نندارې ته وړاندې کوي او د دین د معنا له ژورتیا لرې کېږي.
د علم او د هغه د فرېبونو نقد
امام غزالي رحمه‌الله همداراز د دیني علومو د نقد په اړه بحث کړی او په دې ټکي ټنیګار کوي چې ځینې خلک د دې پرځای چې علم الله تعالی ته د نږدې کېدو او د خپل باطن د اصلاح لپاره وکاروي، هغه د ځان او نورو د تېرېستلو وسیله ګرځوي. هغه په ځانګړې توګه د شرعي علومو په اړه بیانوي چې ځنیې کسان ګومان کوي چې علم په خپل ذات کې هغوی لوړو مقامونو ته رسولی شي، حال دا چې د علم اصلي هدف باید الله ته نږدېوالی او د ټولنې اصلاح وي. امام غزالي رحمه‌الله دا پدیده په ځانګړې توګه په دیني علومو کې کتلې ده او نیوکه کوي چې ځینې دا خلک د علم باطن او موخو ته د پاملرنې پرځای د شهرت، ټولنیز باور او دیني مقام په ترلاسه کولو اخته کېږي.
په علماوو او نورو ډلو کې د ځان تېرېستنې نقد
هغه همداراز په نورو ډلو لکه زاهدانو کې د ځان تېرېستلو په اړه بحث کړی دی. امام غزالي رحمه‌الله د خپل کتاب په دې برخه کې د دې کسانو د تېرېستل کېدو طریقې تحلیل او ارزوي او ښيي چې له هغو څخه زیاتره له معنویت او تقوا څخه په ناواقعي تصوراتو کې ښکېل دي. په دې ترڅ کې هغه په ځانګړې توګه د دې کسانو د ظاهري کړنو د اخلاقي او دیني نقد په اړه بحث کړی دی او هغوی خپلې دقیقې ارزونې او د علم او عبادت نهايي هدف ته وربولي.
له دینوي علومو څخه د دیني علومو بېلوالی
امام غزالي رحمه‌الله همداراز په دې برخه کې د دیني او دنیوي علومو د توپیر په اړه بحث کړی دی. هغه په دې خبره ټینګار کوي چې په دنیوي علومو لکه طب، حساب او نورو صنایعو کې وګړي په معمول ډول د فردي او ټولنیز وضعیت د رغښت په لټه کې دي او کم لیدل کېږي چې په دې برخو کې ځان تېریسته موجوده وي؛ خو په دیني علومو کې ځینې کسان د دې پرځای چې علم د باطن د اصلاح او الله تعالی ته د نږدېوالي وسله وګرځوي، هغه د پام راړولو او شهرت وسیله ګڼي. امام غزالي رحمه‌الله بیانوي چې دا پدیده د دې لامل کېږي تر څو وګړي د علم او دین له اصلي هدف څخه غافل شي او د ځان تېریستنې په دام کې ونښلي. هغه په دې برخه کې په دیني علومو کې د موجودو ځان تېرېستنو د نقد په اړه بحث کوي او دا موضوع د اسلامي ټولنې او د مسلمانانو د فردي ودې لپاره یو جدي زیان ګڼي.
امام غزالي رحمه‌الله په دې ژورو او دقیقو تحلیلونو سره هڅه کوي چې خلک له دې فکري او رواني دامونو څخه خبر کړي، چې هغوی د دیني ژوند له اصلي هدف څخه لرې کوي او هغوی له علم او عبادت څخه په سمې ګټې اخیستنې سره الله تعالی ته د نږدېوالي د وسیلې په توګه هدایت کوي.
د خپلو همعصرو عابدانو او زاهدانو د چلند نقد او د هغوی پټو عیبونو ته پاملرنه
امام غزالي رحمه‌الله په ځانګړي دقت او ځیرکتیا سره خپل همعصره عابدان، زاهدان او صوفیان نقد کړي دي. هغه د دې ډلو ژوند په دقیق او جامع ډول تحلیل کړی او دې پایلې ته رسېدلی چې زیاتره دا کسان له داسې تېروتنو سره مخ دي چې نه یوازې هغوی له سم عبادي او اخلاقي تګلوري څخه بېلارې کوي، بلکې د ژورې غولېدنې او ځان تېرېستنې لامل کېږي. زیاتره دا عابدان او زاهدان یوازې د عبادتونو ظاهر ته پابند دي او د عبادت واقعي نیت او هدف ته له پاملرنې پرته خپل اعمال نندارې ته وړاندې کوي. امام غزالي رحمه‌الله په پوره وضاحت دې خبرې ته اشاره کوي چې دا کسان په حقیقت کې په ځان پالنه او ریاکارۍ اخته دي. په تېره په تصوف کې زیاتره کسان د دې پرځای چې د معنوي کمال او الله تعالی ته د نږدېوالي په لټه کې اوسي، د نورو د پام راړولو او د خپل روحانیت د څرګندولو په لټه کې دي. په پایله کې امام غزالي رحمه‌الله په دې ډلې سخته نیوکه کړې ده او له مسلمانانو غواړي، چې په خپلو عبادتونو کې یوازې ظاهر ته پام ونه کړي، بلکې سم نیت او د عبادت ژورې معنا ته پاملرنه په نظر کې ونیسي.
پر شتمنو نیوکه او په حج کې د هغوی تېرېستونکي چلندونه
امام غزالي رحمه‌الله همداراز د ځینو شتمنو پر کړنو مهم نقدونه لري، چې د حج په موضوع کې د هغه پام وراوښتی دی. دا وګړي د دې پرځای چې د حج په سفر کې د سم نیت او د الله تعالی د رضا د ترلاسي په لټه کې اوسي، تر ډېره د پام راړولو او د خپلې شتمنۍ د ښودلو په لټه کې دي. امام غزالي رحمه‌الله په خپلو آثارو کې اشاره کوي چې زیاتره دا شتمن له هیڅ واقعي اړتیا پرته حج ته ځي او په ورته حال کې د خپلې شاوخوا له اړمنو او فقیرانو سره له مرستې غافل دي. دا چلند د امام غزالي رحمه الله له نظره یو ډول ځان تېریستنه او ریا ده. هغه د دې چلند په نقد کې دې خبرې ته اشاره کوي چې څوک حج ته ځي، باید پام کې ولري چې د دې معنوي سفر موخه د الله تعالی د رضا ترلاسه کول دي، نه د نورو په وړاندې د خپل فقر او شتمنۍ ښودل. امام غزالي رحمه‌الله د ډېرو مثالونو په یادولو ښيي چې له سم نیت پرته د دیني اعمالو ترسره کول نه یوازې بې‌ارزښته دي، بلکې د عباداتو د لمنځه تلو لامل هم کېږي.
د تېرېستونکو اعمالو او په عباداتو کې ټولنیزو مسؤلیتونو ته د نه پاملرنې نقد
د ځینو عابدانو او زاهدانو د ناسمو کړنو په نقد کې امام غزالي رحمه الله دې ټکي ته اشاره کوي چې زیاتره دا کسان بدني عبادات لکه روژه او لمونځ ترسره کوي؛ خو د خپلو ټولنیزو مسؤلیتونو له ترسره کولو غافل پاتې کېږي. دا کسان تر ډېره ظاهره اعمالو ته پام کوي، چې په ظاهره جذاب او ښکلی ښکاره کېږي؛ خو په ټولنه کې هیڅ ډول مثبت اغېز نه لري. د بېلګې په توګه زیاتره کسان په ځانګړو ورځو کې لمونځ کوي او د رمضان میاشتې په ورځو کې روژې نیسي؛ خو له فقیرانو او اړمنو سره له مرستې ډډه کوي. امام غزالي رحمه‌الله په دې برخه کې په ځانګړې توګه دې خبرې ته اشاره کوي چې کوم عبادتونه ټولنیزو مسؤلیتونو ته له پاملرنې پرته ترسره کېږي، په واقعیت کې نه یوزاې ارزښت نه لري، بلکې د فرد د روحانیت او معنویت د لمنځه تلو لامل کېږي. امام غزالي رحمه‌الله په دې تحلیلونو سره مسلمانانو ته سپارښتنه کوي چې عبادات باید په پاک نیت او د ټولنې اړتیاوو ته په پامنیوي ترسره شي او باید یوازې ظواهرو ته پام ونه شي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version