په هغه زمانه کې په ختیځو سلطنتونو، په تېره سلجوقي سلطنت کې، وزیرانو د حکومت اصلي اجرایي چارې پر غاړه لرلې او د سلطنت پالیسي او تصمیمونه اکثر د دوی له لارې عملي کېدل.
امام غزالي رحمهالله دا واقعیت په ښه توګه درک کړی و، نو له همدې امله یې خپلو لیکونو کې د وزیرانو په اصلاحاتو ټینګار کاوه.
هغه به نه یوازې د دیني او اخلاقي اصولو یادونه کوله، بلکې د مالیاتي فساد، د مالیاتو په راټولولو کې ظلم، او د عامو خلکو اقتصادي ستونزو ته هم اشاره کوله.
په یو مهم لیک کې چې فخرالملک ته استول شوی و، امام غزالي رحمهالله په ښارونو کې د ظلم او فساد په اړه سخت انتقاد کړی او په صراحت سره یې د مالیاتو د راټولولو پر وخت پر خلکو د ظلم یادونه کړې ده.
په دې لیک کې امام غزالي رحمهالله فخرالملک ته وایي چې ستا د حکومت په زمانه کې ظلم دومره زیات شوی، چې خلک د حاکمانو له وېرې اړ شوي دي چې خپل غنم او د خوراک نور توکي وپلوري.
د سلطنتي نظام پر ظلم او مالیاتي سیاستونو د امام غزالي رحمهالله نیوکه
امام غزالي رحمهالله په خپلو لیکونو کې په څرګند ډول د مالیاتي فساد او ظلم غندنه کړې او له وزیرانو یې غوښتي چې ژر تر ژره په دې برخه کې اصلاحات راولي.
هغه لیکي چې په تېرو وختونو کې خلک د حاکمانو د ظلم له وېرې اړ شوي وو چې خپل غنم وپلوري، او حتی ځینو ظالمانو به له مظلومانو بښنه غوښتله. خو اوس چې نوی حکومت راغلی، خلک د اصلاح تمه لري.
امام غزالي رحمهالله په دوامداره توګه په دې خبره ټینګار کړی چې اصلاح باید له وزیرانو پیل شي؛ ځکه که وزیران فساد ته ادامه ورکړي، نو د هېواد په کچه به اصلاح امکان و نه لري.
پر حاکمانو د انتقاد په وخت د امام غزالي رحمهالله زړورتیا: صریح او بېپروا لیکونه
امام غزالي رحمهالله د خپل ژوند په اوږدو کې هېڅکله له حق ویلو، او پر حاکمانو او چارواکو له صریحې نیوکې ډډه نه ده کړې.
د هغه جرأت او شهامت نه یوازې په لیکنو، بلکې له حاکمانو او وزیرانو سره په مستقیم چلند کې هم ښکاره و.
په یوه لیک کې چې مجیرالدین ته یې استولی و، امام غزالي رحمهالله په قاطع ډول پر پراخ فساد او حکومتي ظلمونو انتقاد کړی او له وزیرانو یې د عاجلو اصلاحاتو غوښتنه کړې.
دی په دې لیکونو کې څرګندوي چې د ده د زمانې ظلمونه او فسادونه، د تېرو وختونو له حالاتو ډېر زیات او بې مخینې دي.
امام غزالي رحمهالله وزیرانو ته خبرداری ورکوي چې که دا ظلمونه دوام ومومي، نه یوازې دوی، بلکې ټول هغه کسان به چې د ظلم او فساد ملاتړي وي، د قیامت په ورځ له حساب او مؤاخذې سره مخ شي.
د امام غزالي رحمهالله لیکونه: د حکومتي فساد پر ضد اغېزمن پیغامونه
همداراز، امام غزالي رحمهالله مجیرالدین ته په یوه لیک کې په خورا صراحت سره د حکومتي فساد غندنه کړې او له وزیرانو یې غوښتي چې له ظلم او فساد لاس واخلي او د هېواد د وضعیت د اصلاح لپاره هلې ځلې وکړي.
په دغو لیکونو کې، امام غزالي رحمهالله وزیرانو ته په ښکاره خبرداری ورکوي چې که اصلاحات را نه وستل شي، نو نه یوازې حکومت، بلکې ټوله ټولنه به ډېر ژر له ستونزو او ټولنیزو بحرانونو سره مخامخ شي.
د امام غزالي رحمهالله پایلیکونه: د سیاست او حکمرانۍ په نړۍ کې اصلاحطلبانه مودلونه
د سلجوقي سلطنت حاکمانو او وزیرانو ته د امام غزالي رحمهالله استول شوي لیکونه، د سیاست او حکمرانۍ په نړۍ کې د اصلاحطلبۍ ښکاره بېلګې دي.
امام غزالي رحمهالله تل له حکامو او وزیرانو غوښتنه کوله چې د ظلم او فساد پر وړاندې ودرېږي او د عدالت او ټولنیزې رفاه لپاره هلې ځلې وکړي.
دغه لیکونه نه یوازې د همغه وخت، بلکې د تاریخ د ټولو پړاوونو لپاره د صداقت، شجاعت او د خلکو پر وړاندې د ریښتینې خواخوږۍ نمونې ګڼل کېږي.
امام غزالي رحمهالله تل ټینګار کاوه چې اصلاح باید د حکومت له دننه څخه پیل شي، او د حکامو او وزیرانو اصلاح، د ټول هېواد د اصلاح لپاره بنسټ جوړوي. (امام محمد غزالی، نصیحت الملوک به نقل از کتاب تاریخ دعوت و اصلاح ج۱ صفحه ۱۵۰-۱۵۱.)
د مسلمانانو نورې طبقې
امام غزالي رحمهالله په خپلو تألیفات، په تېره بیا د احیاء علوم الدین کتاب کې، د فقهې او دیني مسائلو سربېره د ټولنې عام حالت او د خلکو ټولنیز وضعیت ته هم ځانګړې پاملرنه کړې ده.
ده د عامو خلکو ژوند د ډېرې دقیقې مطالعې لاندې نیولی، او د دوی ټولنیزې او دیني ستونزې یې څېړلې دي.
امام غزالي رحمهالله د ژور ټولنیز لیدلوري له لارې، عوام خلک د اسلامي ټولنې مهمه برخه ګڼلې ده، چې د حاکمانو او د ټولنې د فاسدو عادتونو له امله ډېر متضرره کېږي.
د خلکو د عمومي وضعیت څېړنه
امام غزالي رحمهالله خپل لوړ علمي او فردي مقام ته په کتو، نه یوازې د علمي مباحثو له مطالعې غافل نه و، بلکې د ټولنې ټولنیز او فرهنګي حالات یې هم په دقیق ډول څېړلي دي.
امام غزالي رحمهالله په خپل ستر اثر احیاء علوم الدین کې د ټولنې پر منکراتو او بدعتونو مفصل بحث کړی دی. منکرات چې د هغه وخت د خلکو د ورځني ژوند یوه عادي برخه ګرځېدلي وو، حال دا چې له ديني او اخلاقي پلوه نه یوازې ناسم بلکې سخت غندل شوي وو خو خلک د دیني پوهې د نشتوالي له امله همدا ناروا اعمال سم او روا ګڼل.
د ټولنیزو منکراتو او بدعتونو غندنه
امام غزالي رحمهالله د احیاء علوم الدین یوه برخه د ټولنیزو منکراتو لپاره ځانګړې کړې ده.
په دې برخه کې نوموړی له هغو ناروا او فاسدو رواجونو یادونه کوي چې په بازارونو، کوڅو، جوماتونو، حمامونو، او حتی د خوشحالۍ مجلسونو او دعوتونو کې رواج شوي د خلکو د ورځني ژوند برخه ګرځیدلې دي.
امام غزالي رحمهالله په دې فصل کې په جزیاتو یاد موارد مطرح کوي، د مثال په ډول امام غزالي رحمه الله د هغو جشنونو او مراسمو یادونه کوي چې د وخت د خلکو ښکاره یا پټ ډول غیر اسلامي رواجونه، بدعتونه او اخلاقي فسادونه به پکې ترسترګو کیدل.