لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه اللَّه 

پنځه ویشتمه برخه

په مصر کې د ویښتیا د خوځښت سهار
د مقالې لنډیز
په تېره برخه کې د دیني او فکري اصلاح او تجدد په برخه کې د سید جمال‌الدین افغان رحمه‌الله دعوت ته کتنه وشوه او ومو ویل چې نوموړی څه ډول د مسلمانانو د پوهوي لپاره لاس په کار شو او د دیني اصلاح، اسلامي یووالي او د استعمار پر وړاندې مقاومت ته یې راوبلل. په دې مقاله کې د مصر په اسلامي ویښتیا کې د سید جمال رول تحلیلوو.
په اسلامي نړۍ کې اسلامي ویښتیا، په تېره بیا د نولسمې پېړۍ په ترڅ کې له ګڼو عواملو اغېزمنه وه چې تر ټولو مهم یې د سید جمال‌الدین افغان فکري او اصلاح‌طلبانه هڅې وې. سید جمال‌الدین د اسلامي ویښتیا له بنسټ‌ګرو څخه شمېرل کېږي چې د اسلامي ټولنو بېلابېلو هېوادونو ته یې سفرونه وکړل او هلته یې د فکري، دیني او سیاسي اصلاحاتو لپاره هلې ځلې وکړې. مصر هغه هېواد و چې د هغه افکارو پکې ژور اغېز درلود. په دې مقاله کې به هڅه وشي چې د سید جمال د حضور پر مهال د مصر ټولنیز او سیاسي شرایط وڅېړل شي او هلته د اسلامي ویښتیا په رامنځته کولو کې د هغه ونډه تحلیل شي.
آر وایونه: سید جمال، ویښتیا، مصر، خوځښت، اصلاح، استعمار
د نولسمې پېړۍ په دوهمه نیمایي کې د مصر سیاسي او ټولنیز وضعیت
د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې مصر د انګریزانو تر استعمار او د لویدیځ تر ژور نفوذ لاندې وو. دا هېواد چې یو وخت د اسلامي تمدن له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېده د داخلي استبدادي سیاستونو او بهرنیو لاسوهنو له امله له ژورو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو کړکېچونو سره مخ شوی و. د خدیويانو حکومت چې په لومړیو کې د عثماني امپراتورۍ تر نفوذ لاندې و د استعماري قدرتونو، په ځانګړې توګه د بریتانیا او فرانسې د مداخلې په پراخېدو سره خپله خپلواکي تر ډېره له لاسه ورکړې وه.
له ټولنیز پلوه د مصر ټولنه په دوه مهمو برخو وېشل شوې وه: حاکمه طبقه، چې ډېری یې د حکومت اړوند کسان او لویدیځ‌پاله نخبه‌ګان وو؛ او د ولس عامه خلک، چې له اقتصادي ستونزو، د حاکمانو له ظلم او د بهرنیانو له نفوذ سره لاس‌و‌ګرېوان وو. په داسې شرایطو کې د سید جمال‌الدین افغان اصلاح‌پال فکرونه د بحران څخه د وتلو یو حل‌لاره وبلل شوه. هغه هڅه وکړه چې د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ خلک رابیداره کړي، مقاومت او د ټولنې اصلاح ته یې وهڅوي.
مصر ته د سید جمال‌الدین افغان راتګ او فعالیتونه
سید جمال‌الدین افغان په ۱۸۷۱ میلادي کال کې مصر ته داخل شو او ژر یې د دې هېواد په علمي او سیاسي حلقو کې ځانګړی ځای وموند. هغه په لومړي سر کې په علمي حلقو کې د تدریس او ویناوو لړۍ پیل کړه او له مصري نخبګانو لکه محمد عبده سره بلد شو. پر محمد عبده د سید جمال ژور اغېز، چې وروسته د اسلامي نړۍ په یوه مهم اصلاح‌پال بدل شو، د هغه د پراخ نفوذ ښکارندوی دی.
په مصر کې د سید جمال یو له مهمو اقداماتو څخه، د «العروة الوثقی» ورځپاڼې تأسیس و، چې د فکري او سیاسي رسنیو له لومړنیو سرلارو ګڼل کېږي. دې ورځپاڼې د استعماري سیاستونو او کورني استبداد پر وړاندې له انتقاد سره، د مسلمانانو ترمنځ د مبارزې روحیې او اتحاد د رامنځته کولو هڅه کوله. سید جمال همداراز په خپلو ویناوو او لیکنو کې پر دې ټینګار کاوه چې باید اصلي اسلام ته بېرته وروګرځو، حکومتي نظام باید اصلاح شي او د استعمار پر ضد مبارزه ترسره
شي.
د سید جمال‌الدین افغان فکري او اصلاحي محورونه
په مصر کې د سید جمال‌الدین افغان تفکر پر څو مهمو محورونو ولاړ و:
 1. اصیل اسلام ته ورستنېدل او  دیني اصلاح
سید جمال باور درلود چې د اسلامي ټولنو زوال د اسلام له واقعي او ریښتینو ښوونو څخه د لرې کېدو پایله ده. هغه پر اجتهاد او د اسلامي فکر پر بیاکتنې ټینګار کاوه او ژه ړانده تقلید یې سخته نیوکه کوله.
 2. د استعمار او استبداد پر وړاندې مبارزه
هغه لوېدیځ استعمار د اسلامي نړۍ د شاته‌پاتېوالي اصلي عامل باله او باور یې درلود چې مسلمانان باید د سیاسي هوښیارۍ او یووالي له لارې د بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې مقاومت وکړي.
 3. د حکومتي نظام اصلاح او ټولنیز عدالت
سید جمال عقیده درلوده چې سیاسي او ټولنیزه اصلاح یوازې د یوه عادل اسلامي حکومت په رامنځته کولو سره شونې ده. هغه له واکمنانو غوښتنه کوله چې د اسلامي اصولو پر بنسټ حکومت وکړي او عدالت تأمین کړي.
 4. د اسلامي امت یووالی
سید جمال له هغو لومړیو مفکرانو څخه و چې د “پان‌اسلامیزم” نظریه یې وړاندې کړه. هغه هڅه کوله چې مسلمانان له قوم‌پالنې او مذهبي اختلافاتو لرې وساتي او د استعمارګرو پر وړاندې یې متحد کړي.
د سید جمال‌الدین افغان د اصلاحاتو پر وړاندې خنډونه او ننګونې
که څه هم د سید جمال تفکر پر مصر ژور اغېز درلود خو هغه له ګڼو خنډونو او ستونزو سره هم مخ شو:
• د استعمارګرو مخالفت: انګلیس او فرانسه چې د سید جمال حضور یې د خپلو استعماري ګټو لپاره یو ګواښ باله، هڅه وکړه چې د هغه نفوذ محدود کړي چې بالاخره یې له مصر تبعید کړ.
• د لوېدیځ‌پالو نخبګانو مقاومت: ځینو مصري روشن‌فکرانو، چې د لوېدیځ له فرهنګ او تمدن څخه اغېزمن شوي وو، له سید جمال سره مخالفت وکړ او هغه یې په ارتجاع‌پالنه تورن کړ.
• د واکمنو له لوري نیمګړی ملاتړ: که څه هم د مصر ځینو چارواکي په پیل کې له سید جمال هرکلی وکړ خو د کورنیو او بهرنیو فشارونو له امله یې له هغه سره مخالفت پیل کړ.
د مصر پر اسلامي بیدارۍ د سید جمال‌الدین افغان اوږدمهاله اغېزې
د سید جمال تفکراتو آن وروسته له هغې چې له مصر ووت، د دې هېواد پر فکري او سیاسي تحولاتو ژورې اغېزې پرېښودې. د هغه د فعالیتونو د پایلو له جملې ځینې یې دا دي:
 1. په مصر کې د اصلاح‌پالو تفکراتو دوام: د سید جمال زده‌کوونکو په ځانګړي ډول محمد عبده، د هغه لاره تعقیب کړه او د دیني او ټولنیزو اصلاحاتو په ډګر کې فعال پاتې شول.
 2. د اسلامي خوځښتونو لپاره زمینه برابرول: د سید جمال تفکرات د اخوان‌المسلمین په څېر د اسلامي خوځښتونو لپاره د الهام‌ سرچینه وګرځیده، هغه خوځښت چې وروسته د مصر په مهم فکري او سیاسي جریان بدل شو.
 3. د سیاسي او ټولنیز شعور پراخېدل: د سید جمال آثارو او لیکنو، خلکو ته د استعمار او استبداد پر وړاندې شعور ورکړ او د مقاومت خوځښتونو او د لوېدیځ د نفوذ پر ضد مبارزې ته یې زمینه برابره کړه.
لنډه داچې سید جمال‌الدین افغان یو له هغو مخکښو شخصیتونو څخه و چې د اسلامي بیدارۍ په بهیر کې یې مهم رول ولوباوه. هغه د اسلامي او اصلاح‌پالو تفکرانو پر بنسټ هڅه وکړه چې مسلمانان آګاه او متحد کړي او د استعمار او استبداد پر وړاندې یې مبارزې ته راوبولي. که څه هم د ژوند په دوران کې یې ډېر اهداف پوره نه شول خو د هغه افکار د اسلامي نړۍ په تاریخ کې د یوه دایمي او ارزښتناک میراث په توګه پاتې شو. مصر، چې د اسلامي نړۍ له مهمو فکري او تمدني مرکزونو څخه دی تر بل هر ځای د هغه له ښوونو ډېر اغېزمن شو، او دده د افکارو اغېزې د شلمې او یوویشتمې پیړۍ په فکري او سیاسي جریانونو کې لا هم ترسترګو کېږي.
ادامه لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version