Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دري ویشتمه برخه)
اسلامي علما سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دري ویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله 

دري ویشتمه برخه

د زمان د بدلون له مخې اجتهاد او د احکامو بدلون
د سید جمال‌الدین افغاني په یوه ناسته  د قاضي عیاض د فتوې په اړه بحث راپورته شو، او ځینو حاضرو کسانو د هغه پر نظر تکیه وکړه. افغاني په تعجب سره وویل:
«قاضي عیاض د خپل فهم او د خپل عصر او زمان مطابق فتوا ورکړې ده. ایا نور کسان حق نه لري چې داسې خبره وکړي چې له حقیقت سره نږدې او د وخت له اړتیاوو سره ډېره مناسبه وي؟»
هغه ټینګار کوي چې په اجتهادي مسائلو او د دین په فرعي احکامو کې د شرایطو د بدلون له مخې د احکامو بدلون یوه طبیعي خبره ده. په دې اصل په اسلامي فقه کې هم ټینګار شوی، څرنګه چې فقهي قاعده وایي: «د زمان او عصر د بدلون له امله نباید د احکامو له بدلون څخه انکار وشي.»
افغاني د دوهم خلیفه، عمر بن خطاب رضی‌الله‌عنه طریقې ته اشاره کوي، چې د خپلو قضاوتونو پر مهال به د وخت شرایطو ته پام کاوه او ویل به یې: «موږ پرون د پرونیو شرایطو پر بنسټ قضاوت وکړ، او نن د نننیو شرایطو له مخې قضاوت کوو.»(حکیم مشرق زمین، ص ۱۹).
د اجتهاد په اړه د تړل شوي لیدلوري نقد
کله چې افغاني په محفل کې وویل شول چې د اهل سنتو ترمنځ د اجتهاد دروازه بنده شوې ده، افغاني په ناراحتی سره ژوره ساه واخیسته او ویې پوښتل:
«دا خبره چې د اجتهاد دروازه بنده شوې، څه مانا لري؟! د کوم شرعي حکم له مخې دا دروازه تړل شوې ده؟ کوم دیني مشر داسې فتوا ورکړې چې له هغه وروسته، بل هېڅوک د اجتهاد حق نه لري، د دین فقیه نشي کېدای، او له قرآن او حدیث څخه لارښوونه نشي اخیستلای؟ ځکه چې د اجتهاد دروازه بنده شوې نه ده!»
افغاني د خپل نظر د تایید لپاره د اسلام د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم په هغه حدیث باندې استناد کوي چې کله یې معاذ بن جبل یمن ته واستاوه، نو ترې ویې وپوښتل:
• رسول‌الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم: ته به څنګه قضاوت کوې؟
• معاذ بن جبل: د قرآن عظیم الشان پر بنسټ.
• رسول‌الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم: که په قرآن کې حکم پیدا نه کړې، څه به کوې؟
• معاذ بن جبل: د رسول‌الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د سنت پر بنسټ به قضاوت کوم.
• رسول‌الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم: که د سنتو په منځ کې هم حکم پیدا نه کړې، نو بیا څنګه قضاوت وکړې؟
• معاذ بن جبل: له خپل اجتهاد څخه به کار اخلم او تر ټولو زیات هڅه به کوم.
په دې وخت کې، رسول‌الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د معاذ پر سینه خپل لاس کېښود او ویې وفرمایل:
«د خدای (جل جلاله) شکران ادا کوو چې د خپل پیغمبر (صلی الله عليه وسلم) استازی ته یې توفیق ورکړ چې هغه څه ووایي کوم چې د الله او د هغه د رسول (صلی الله عليه وسلم) د رضا لامل کیږي.» (ابوداوود، سنن أبي داوود، ج ۳، ص ۳۰۳، حدیث شماره ۳۵۹۲، تحقیق شعیب الأرنؤوط، دار الرسالة العالمية، ۱۴۳۰هـ).
د سید جمال‌الدین افغاني له لوري اجتهاد او د دین پاکوالي ته د خلکو رابلل
هغه پیغمبر چې د خپلې قوم له ژبې سره واستول شو
الله جل‌جلاله محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم د خپل قوم یانې د عربو له ژبې سره د خپل پیغمبر په توګه واستاوه، څو هغوی ته تعلیم ورکړي او هغه څه ورته روښانه کړي چې نه پرې پوهېدل. لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: «وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ.» (سورۀ ابراهیم، آیه ۴). «موږ هېڅ رسول نه دی لېږلی مګر د خپل قوم له ژبې سره، ترڅو حقایق ورته څرګند کړي.»
او همدارنګه فرمایي: «إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ.» (سورۀ یوسف، آیه ۲). «موږ دا قرآن په عربي ژبه نازل کړی، شاید چې تاسو یې درک کړئ.»
قرآن عظیم الشان د دې لپاره نازل شوی چې انسان د خپل عقل او تدبر په مرسته د هغه معاني درک کړي، د احکامو په اړه یې فهم ترلاسه کړي، او الهي موخې ته ورسېږي.
د قرآن کریم د فهم لپاره د اجتهاد شرطونه
هر څوک چې په سمه توګه په عربي ژبه پوهېږي، عاقل وي، مجهول‌الحال یا لیونی نه وي، د سلف صالحینو له سیرت سره آشنا وي، د اجماع د استدلال طریقې وپېژني، او پوه شي چې آیا نص په صراحت سره پر کوم حکم دلالت لري که نه، کولای شي د قرآن د احکامو په اړه اجتهاد وکړي.
دغه شان کس کولی شي:
 • د قرآن کریم په معاني او مفاهیمو کې تدبر وکړي.
 • د صحیح حدیثو په مرسته احکام استخراج کړي.
 • د نویو مسایلو د فهم لپاره له قیاس څخه ګټه واخلي.
د سید جمال‌الدین افغاني تجدیدي دعوت
دا د سید جمال‌الدین افغاني هماغه ديني دعوت و چې له مخې یې پر اجتهاد او له بدعتونو، خرافاتو او بې‌اساسه تفسیرونو څخه د دین پر پاکولو ټینګار کوي. هغه غوښتل چې د قرآن کریم تفسیر د عربي ژبې او شرعي اصولو په چوکاټ کې وي، نه د غلطو برداشتونو پر بنسټ.
د هغه د تجدید غوښتنې دعوت د زمانې له پرمختګ او بدلونونو سره بشپړ توافق درلود او خلکو ته یې د هڅې، نوښت او پرمختګ بلنه ورکوله.
په مقابل کې، افغاني د فکري جمود او له ځینو تفسیري متونونو څخه د متحجرانه برداشتونو پر وړاندې خبرداری ورکوه؛ هغه متون چې لیکوالان یې نه و توانېدلي د نص او د شریعت د روح حقیقت ته ورسېږي.
له پروتستاني نهضت سره د سید جمال‌الدین افغاني د اصلاح‌پال خوځښت ورته‌والی
استاد عبدالقادر مغربي روایت کوي او وایي: «سید جمال‌الدین افغاني د دین په برخه کې د یوه تجدید غوښتونکي خوځښت د رامنځته کولو اړتیا څرګنده کړه؛ داسې خوځښت چې له ځینو اړخونو به د اروپا له پروتستان نهضت سره ورته‌والی ولري.» «پروتستانتيزم یو ديني خوځښت و چې په عیسوي نړۍ کې د شپاړسمې میلادي پېړۍ په پیل کې له دیني اصلاحاتو سره پیل شو. د “پروتستان” کلمه د “معترض” په معنا ده، او دا کلیمه لومړی ځل لپاره د روم د مقدسې امپراتورۍ هغو امیرانو ته وکارول شوه چې په ۱۵۲۹ میلادي کال کې د هماغه وخت د شورا د پرېکړې پر وړاندې، چې د دیني اصلاحاتو مخه یې نیوله، اعتراض وکړ.»
پروتستانتيزم پر دې اصولو ټینګار درلود:
 • په دیني او دنيوي چارو کې فردي آزادي
 • د شخصي قضاوت حق،
 • د کلیسا د بې‌قیدانه اطاعت پر وړاندې دیني زغم.
په دې اړه په «دایرةالمعارف فارسي» کې لیکل شوي دي: «پروتستانتيزم کولای شو یو ډول دیني بې‌قیدي وګڼو، چې د کلیسا د نامحدود استبداد او دیکتاتورۍ پر وړاندې را منځته شو.» (دایرة‌المعارف فارسی، ج ۱، ص ۵۳۵).
همدارنګه، په «احکام زندان در اسلام» کتاب کې راغلي: « د پروتستان نهضت د کلیسا د استبداد پر وړاندې یو غبرګون و، چې د سنتي استحکام پر وړاندې یې د دیني آزادۍ او فکري خپلواکۍ غوښتنه کوله.» (شیخ احمد وائلی، ترجمه محمد حسن بکائی، ص ۳۲۷).
د دیني لید د اصلاح اړتیا
د سید جمال‌الدین د دې مقایسې موخه دا وه چې وښيي، ځینو خلکو – که عام وګړي وي یا خواص – د دیني عقایدو مفاهیم او د هغوی شرعي نصوص په سمه توګه نه دي درک کړي.
د غلطو برداشتونو بېلګې:
۱. ځینو د قضا او قدر تعلیمات داسې تعبیر کړي چې فکر کوي الهي تقدیر هغوی پر فکري رکود او جمود محکوم کړي، او د پرمختګ له هڅې یې منع کړې دي.
۲. ځینې نبوي احادیث یې ناسم تعبیر، او په داسې ډول زده کړې دي چې د هڅې، اصلاح او بریالیتوب مخه نیسي.
له همدې امله، اړتیا ده چې دیني عقاید د سلف صالحینو د برداشت مطابق، په سمه او مناسبه طریقه خلکو ته ور وپېژندل شي، تر څو هغوی د دین له تعلیماتو څخه د دنیا او آخرت لپاره ګټه واخلي.
سید جمال‌الدین ټینګار درلود چې دیني تعلیمات باید د صرف، نحو او بلاغت د علوم په څېر ونه اوسي چې یو کس کلونه کلونه وخت پرې مصرف کړي، خو بیا هم ونه شي کولای چې یوه عربي مقاله په داسې بڼه ولیکي چې له مخې یې خپل مقصد او اراده په سمه توګه بیان کړي.
د ړانده تقلید پر وړاندې د سید جمال‌الدین مبارزه
سید جمال‌الدین هڅه کوله چې مسلمانان د هغه ړانده تقلید له اسارته خلاص کړي چې له عقل، یقین او اخلاقو سره هیڅ تړاو نه لري.
ډاکټر عثمان أمین د سید جمال‌الدین د اصلاح‌غوښتونکي دعوت په اړه وایي:
«د سید جمال‌الدین تر ظهور وړاندې، د اسلام په اصلاح‌پالو خوځښتونو کې د تجدد غوښتنې روح موجود نه و. اصلاح‌پالانو زیاتره پر دې ټینګار درلود چې مسلمانان ځکه خوار او ذلیله شوي چې د اسلامي شریعت په پلي کولو کې یې کوتاهي کړې او د صدر اسلام د ساده ژوند له روحیې څخه یې واټن اخیستی. خو سید جمال‌الدین تر دې هاخوا ولاړ، او د دې درد د علاج په اړه یې فکر وکړ.»
هغه له مسلمانو روښنفکرانو غوښتنه وکړه چې د مسلمانانو بد وضعیت وڅېړي، او یو داسې دیني خوځښت رامنځته کړي چې د تجدد او د زمانې له شرایطو سره توافق ولري.
د سید جمال‌الدین لیدلوری دا و:
که اسلام په واقعي معنا وپېژندل شي، انسان کولای شي په خپل طبیعي ژوند کې پرمختګ وکړي. دین باید داسې تعبیر شي چې د معاصر ژوند د عملي مصالحو او د انسان د لوړو نفساني غوښتنو ترمنځ همغږي رامنځ
ته کړي. (عبدالقادر مغربی، جمال‌الدین الأفغانی، ذکریات و أحادیث، ص ۹۵-۱۰۰).
ادامه لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Previous Articleد قدریه فرقه (نهمه او وروستۍ برخه)
Next Article د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (شپږ ويشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (اتلسمه برخه)

جمعه _20 _جون _2025AH 20-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک شلمه برخه په عمومي ژوند…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD5 Views

ليکوال: عبيدالله نيمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه) امام غزالي رحمه‌الله…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD1 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه) سریزه:…

نور یی ولوله
اسلام

د «خلق عظیم» مظهر (شپږمه او وروستۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD2 Views

لیکوال: شکران احمدي د «خلق عظیم» مظهر شپږمه او وروستۍ برخه  کامله الګو او د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شلمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (نولسمه برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.