د افغانستان فیلسوف؛ سید جمالالدین افغان رحمه الله
دوه ویشتمه برخه
د ادیانو یووالی او د سید جمال الدین هیله
سید جمالالدین افغان د انسانانو ترمنځ په مساواتو باور درلود او د بشر د خیر او نېکمرغۍ لپاره یې د کار او عمل ستاینه کوله. هغه په دین کې د تفرقې مخالف و او باور یې درلود چې د اسلام، یهودیت او مسیحیت دینونه د مبدا، عقیدې او د یوازیني خدای تعالی د توحید له پلوه په یوه نظر دي. هغه هیله لرله چې که د دې دینونو پیروان یو موټی شي، بشري ټولنه به د نړیوالې سولې او ارامتیا لوري ته لوړ ګام واخلي.
د اسلام په تړاو شبهو او د مسلمانانو وروسته پاتېوالي ته ځواب
سید جمالالدین نقلوي چې د هند د پارلمان یوه غړي له هغه څخه د ځینو شبهو په اړه وپوښتل او هڅه یې کوله چې هغه په اسلامي عقیده کې شک رامنځته کړي. د هغه مهمه پوښتنه دا وه: که قرآن د الله تعالی کلام وي او د «لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ» آیت حقیقت لري، ولې اسلام په دې عصر کې له وروستهپاتېوالي او زوال سره مخ شوی دی؟
سید په ځواب کې وویل: هر اسماني دین حق دی او اسلام هم یو نوم دی چې نوموَنه یې حق ده. که یو کس چې ځان عالم نوموي، په واقعیت کې جاهل وي، آیا دا په دې معنا ده چې علم او فضیلت بې ارزښته دي؟ په همدې ترتیب، که میلیونونه کسان پر ځان د مسلمان نوم کېږدي؛ خو د اسلام حقوق ادا نه کړي، آیا باید د اسلام له حقیقت او فضیلت څخه انکار وکړو؟
د حق دین ظهور، نه یوازې د اسلام نوم
اسلام مجرد او بې محتوا نوم دی، بلکې هغه حقیقت دی چې باید عمل ورباندې وشي. الله تعالی فرمايي: «وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ»، خو نه وايي: «وَمَنْ تَسَمَّى بِدِينِ الْإِسْلَامِ لِيُظْهِرَهُ»، یعنې د غلبې او بریا ژمنه هغو کسانو ته ورکړل شوې ده چې د دین حقیقت په ځای کوي، نه یوازې هغه کسان چې یوازې ورباندې د مسلمان نوم ایښی وي.
د نننیو مسلمانانو د ستونزو ریښه
هغه ستونزې چې ننني مسلمانان ورسره لاس او ګرېوان دي، د اسلام له حقیقت سره تړاو نه لري، بلکې د هغوی د دین په اړه د ناپوهۍ او جهل له امله دي: د «وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ» آيت ښيي چې اسماني دینونه د یوه کل په توګه په نظر کې نیول کېږي او برخې یې د موسی، عیسی او اسلام دین تشکیلوي. پر دې اساس هر څوک چې دې دینونو ته منسوب وي او حق یې ادا کړي، غلبه او حاکمیت به یې په برخه شي؛ ځکه چې د غلبې ژمنه له حق دین سره شوې ده، نه له مجرد نومونو لکه یهودیت، مسیحیت یا اسلام سره.
یعنې خالص دین د الله تعالی دی او بریا په هغه چا پورې اړونده ده چې دین په اخلاص عملي کړي.
جمالالدین افغان او د دین او دینونو د اتحاد په اړه د هغه نظر
په عباداتو او معاملاتو د دین وېشل
جمالالدین افغان په دې باور و چې دین په دوو برخو وېشل کېږي: عبادات او معاملات. عبادت فردي چاره ده چې انسان یې د خدای لپاره ترسره کوي او باید نور ورباندې نیوکه ونه کړي، لکه څرنګه چې هغه هم باید د عباداتو په ادا کولو کې د نیوکې وړ واقع نه شي؛ ځکه هر کس یوه لوري ته مخ کوي او الله تعالی د ټولو پروردګار دی، نه یوازې د یهودو، نصاراوو پروردګار. په مقابل کې معاملات عام او پر ټولو خلکو د اجرا وړ قوانین دي. له دې مخې ټولې ډلې او طایفې هڅول کېږي چې د خپل وطن د خیر او نېکمرغۍ لپاره متحد شي او له یو بل سره همکاري وکړي.
د دینونو د پیروانو د یووالي لپاره هڅې
سید جمالالدین افغان د درېوو لویو دینونو د یووالي هیله لرله او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې یو پلان تدوین کړ. هغه د بېلابېلو دینونو او ډلو پیروان راوبلل چې د یووالي او اتفاق په لار کې ګام واخلي؛ خو ژر ورته معلومه شوه چې په دې لار کې ورته لوی خنډونه پراته دي. د هغه پام شو چې ځینې ډلې او فرقې له دین څخه د شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره د وسیلې په توګه استفاده کوي او له هغه یې د سوداګرۍ خونه جوړه کړې ده. په دې برخه کې دیني او مذهبي اختلافات هم په داسې ډول پراخ شوي دي چې د یووالي د ترلاسي خنډ ګرځېدلي دي. لکه مشهور شاعر معري چې ویلي دي:
«ځينې وخت داسې کېږي چې یو شخص راپورته کېږي او سوداګریز دوکان پرانیزي، ما هم د دین په چارو کې دوکان پرانیستی دی.»
په دین کې له تفرقې اچولو سره مقابله
جمالالدین افغان وموندله چې هر څوک د تفرقې اچولو پر وړاندې ودرېږي او خلک یووالي او د دین حقیقي اصولو ته ور ګرځېدو ته راوبولي، په کفر او احاد تورنېږي. داسې کس د دین له چوکاټ څخه وځي او د تفرقه اچوونکي په توګه معرفي کېږي؛ خو دې تورونو هغه له خپل تګلوري څخه ایسار نه کړ. د هغه موخه د ناوړه علماوو د څېرو افشا کول و، چې په خپل علم یې عمل نه کاوه او دین یې د فتنې اچولو د موندلو لپاره په وسیله بدل کړی و.
د مسلمانانو ترمنځ تاریخي اختلافاتو ته کتنه
جمالالدین افغان د حضرت علي او حضرت معاویه رضیاللهعنهما د اختلاف په اړه داسې وايي: «که ومنو چې دا اختلاف په خپل وخت کې ګټور و، اوس یې ټولنیزې صحنې ته راوړل او تر پېړیو وروسته بیا راژوندي کول به یې یوازې د ضرر لامل شي او د اسلامي امت یووالی په خطر کې اچوي». هغه په دې باور چې دا اختلاف نور په نننۍ نړۍ کې ځای نه لري او د مسلمانانو ترمنځ یوازې د لا ډېرې تفرقې لامل کېږي.
د مسلمانانو د خبرتیا او ویښتیا اړتیا
سید جمالالدین افغان په پای کې مسلمانان خبرتیا او ویښتیا ته رابولي او پوښتي: «آیا هغه وخت نه دی رارسېدلی چې مسلمانان له دې غفلت څخه راووځي او ځانونه له تدریجي مرګ څخه وژغوري؟» هغه ټینګار کوي چې امیرالمؤمنین علي بن ابي طالب رضي الله عنه به هیڅکله په دې خوشاله نه شي چې شیعه او اهل سنت دې په جګړه کې اوسي. همداراز به ابوبکر صدیق رضي الله عنه هم خوښ نه وي چې اهل سنت دې د هغه په دفاع کې راپورته شي او له شیعه ګانو سره په جګړه بوخت شي. هغه د فکر دا طرز له قرآن سره په ټکر کې ګڼي، هغه قرآن چې امر کوي مسلمانان باید د کلک دېوال په څېر د یو بل په څنګ کې وي او د اتحاد لپاره کوښښ وکړي.
د رافضیت په مقابل کې د اهل سنت دریځ
اهل سنت تل له شیعه ګانو سره خپل علمي اختلاف لرل او لري یې او په خپلو مذهبي مسایلو کې استوار او پایښت لرونکي دي. پر دې سربېره هیڅکله له رافضیت سره سازښت نه کوي؛ ځکه دلته د ایمان او اعتقاده مسئله مطرح ده او اهل سنت به حتا یو قدم له خپل دریځ څخه شاته نه شي. په دې برخه کې هر ډول ملتیا کول به په خیانت (د عقیدتي اصولو په سر سازښت) پای ته ورسېږي چې نه منل کېدونکې چاره ده.
د دین او علم ترمنځ د همغږۍ اړتیا
سید جمالالدین افغان تر دې هم لوړ ګام اخیستی او هڅه کوي چې د دین او علم ترمنځ همغږي رامنځته کړي. هغه دا کار یوه څرګنده او اساسي اړتیا ګڼي. هغه په دې باور دی چې دین علمي واقعیتونه نه ردوي او که په ظاهر کې داسې تر سترګو شي، باید دیني آیاتونه تاویل شي. په بل ځای کې د قرآن د ځینو سطحي تفسیرو په نقدولو وايي: «نو څه ډول د افسوس غږ پورته نه کړو او شکایت ونه کړو، کله چې یو کس راپورته کېږي چې قرآن تفسیر کړي، وینو چې خپل ټول اهتمام او پاملرنه په «بسم الله» مصرفوي او په بحث او څېړنه کې یې ډوبېږي، په داسې ډول چې حتا په «الصراط» کې د «ص» توري د مخرج له محدودې څخه نه راوځي! په داسې حال کې چې قرآن کریم له لوړو دنیوي او اخروي معارفو څخه ډک دی او باید ډېره ګټه ورڅخه واخیستل شي».
د فکري تحجر او علمي جمود نقد
افغان په دې باور و چې په اسلامي ټولنو کې ناپوهي پراخه شوې ده او فکري تحجر حتا د هغو کسانو لمن نیولې ده چې د عالم جامې یې پر تن دي. نوموړی په هغو کسانو سخته نیوه کوي چې قرآن د قطعي علومو مخالف ګڼي او وايي: «علم د ځمکې کرويتوب ثابت کړی دی او په تاوېدو یې باور لري. دا علمي حقیقت دی چې له قرآن سره هیڅ ډول ټکر نه لري، بلکې په بشپړ ډول ورسره همغږی دی. قرآن کریم له خپل لوړ مقام سره تر هغه لوی دی چې له علمي واقعیتونو سره په ټکر کې اوسي، په تېره د علومو د کلیاتو په برخه کې. پر دې اساس که په قرآن کې له علم سره په همغږۍ کې صریح حکم ونه مومو، قرآني اشارې کفایت کوي او باید له تاویل څخه ګټه واخیستل شي.»
افغان باوري دی چې قرآن د وخت له اړتیاوو سره سازښت لري او باید داسې تفسیر شي چې د ژوند له مدنیت او شرایطو سره په ټکر کې واقع نه شي. هغه د آیاتونو په تاویل کې، اجتهاد کې په بصیرت او وړتیا ټینګار لري او تش په نامه او په پټو سترګو تقلید مردود ګڼي.