
لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
د حج حکمت، فلسفه او اسرار
نهمه برخه
د مکې ښار باید هر وخت د اسلامي ژوند او د مثالي اسلامي ټولنې نښه واوسي
حج یوه کلنی دیني اجتماع ده چې مسلمانان د یوې واحدې عقیدوي او عاطفي سطحې له مخې پکې راټولیږي، او د یوې دیني، رباني، روحاني او ایماني فضا په ترڅ کې سره یو ځای کېږي. له دې راټولیدنې څخه نوې انرژي، تازه روحیه او نوی عزم تر لاسه کوي. په همدې مناسبت مسلمانان په خپلو باورونو کې را پیدا شوي انحرافات سموي، هغه فسادات اصلاح کوي چې د عبادتونو او دیني شعایرو په چارو کې را منځ ته شوي وي، او هغه کږلېچونه او کمزورۍ له منځه وړي چې د پردیو تمدنونو، پردیو فلسفو، او د ګاونډیو یا ګډ ژوند لرونکو ملتونو د تقلید له امله رامنځته شوي وي. دوی د دین د اصلي ریښې لور ته ورګرځي او د دین له پاکو او زلالو سرچینو څخه ځانونه خړوبوي.
په همدې اساس د عقل او منطق او همدارنګه د اسلام د روح او د حج د فلسفې له مخې دا یو لازم امر دی چې د مکې ښار چې الله تعالی “البلد الأمین” بللی دی او حج پکې ترسره کېږي باید د اصیل او خالص اسلامي ژوند امانتدار واوسي. ددې ښار ټول اړخونه، ځانګړنې او مظاهر باید د انځور په شکل وړاندې شي. هر څوک چې دې ښار ته راځي، که د کمې مودې لپاره ورته راځي او که له لږې پېژاندګلوی سره؛ باید د اسلام نښې نښانې لمس کړای شي او خوند یې وڅکي.
ځکه الله تعالی فیصله کړې ده چې دا ښار به تر قیامته د حج مرکز او د مسلمانانو د پناه ځای وي، هغه مسلمانان چې هر کال له ټوله نړۍ نه ور ته راځي او باور لري چې داسې ښار ته روان دي چې د پاکۍ سرچینه، د دین زېږنځای او د اسلام روحاني پلازمېنه ده. د هغه مسلمان مسافر لپاره چې د اسلام له زانګو څخه لرې ژوند کوي په دې ښار کې چې هرڅه ګوري او اوري، د هغه لپاره دلیل او حجت ګڼل کېږي. د مسلمانانو د عمومي لید له مخې د اهل مکې او مدینې له عمل پرته بل حجت شتون نه لري.
او دا چې د دین یا تمدن د مرکز د اوسېدونکو پر عمل استدلال کېږي، دا یو فطري انساني تمایل دی چې نه د منطق، نه د دلیل، نه د وینا او نه هم د بلاغت له لارې پرې برلاسی کېدای شي. دا ډول استدلال نه یوازې په دین، بلکې د ژبې، ادبیاتو، تمدن او فقهې په ساحو کې هم شتون لري. له همدې امله د قریشو ژبه او ورپسې د صحرایي عربو ژبه په عربي ژبه کې حجت ګڼل شوې ده، او د دوی د وینا طریقې او لهجې د استدلال وړ دي.
همدارنګه په ځینو فقهي او اسلامي مذاهبو کې د مدینې د اوسېدونکو عمل حجت ګڼل شوی دی؛ لکه د امام مالک مذهب، او یا د قرطبې د خلکو عمل په هغه وخت کې چې قرطبه له علمي او فرهنګي پلوه په خپل اوج کې وه او د علماوو او قاضیانو مرکز ګڼل کېده د مغرب د ډېرو فقهاوو له نظره حجت بلل شوی دی.
که د تېرې زمامې خلک واوسي او که د اوسنۍ زمانې، د یوه هېواد د پلازمېنې او د هغې د تمدني مرکز پر آدابو او رواجونو استدلال کوي، او د هغوی په تقلید کې یو له بل سره سیالي کوي. هغوی دا ډول خلک د تمدن، لطافت او ښکلا بشپړ نمونې او بېلګې ګڼي، د اسلام دعوتکوونکي او د اصلاح مشران کله چې غواړي هغه کارونه اصلاح او له منځه یوسي چې د اسلامي شریعت له احکامو او آدابو سره مناسب نه وي، خو حاجیانو دا کارونه د اسلام په مرکز او د وحې د نزول په ځای کې لیدلي وي له سختو ستونزو سره مخ کېږي او د دغو ناسازګارو چارو اصلاح ډېره ستونزمنیږي.
د مکې ښار باید خپله ځانګړې طریقه وساتي، او حج باید د جهاد او زهد روحیه ولري
د دې موضوع دقیق اړخ دا دی چې د مکې مکرمې ښار «البلد الامین» سره له دې چې پیړۍ، نسلونه، تمدني پرمختګونه او د دنیا د رفاه امکانات پرې تېر شوي دي، لا هم باید د فطرت، سادګۍ او زهد نښې پکې موجودې وي؛ څو هغه کسان چې د نړې له ګوټ ګوټ څه ورته راځي، هغه فضا یاد ته راولي چې لومړیو مسلمانانو پکې خپل مناسک ادا کول، او هغه احساس باید تجربه کړي چې د لومړنیو انسانانو احساس ته ورته او نژدې وي. هغوی باید داسې احساس وکړي چې له یوه نړۍ څخه بلې، له یوې فضا نه بلې، او له یوه ژوند څخه بل ژوند ته انتقال شوي دي. ځکه دا ډول احساس انسان ته ددې وړتیا ورکوي چې له تېر وخت سره اړیکه پرې کړي، د نوي ژوند د منلو لپاره چمتو شي، او یوه داسې روحاني تازهګي تجربه کړي چې په خپلو هېوادونو کې یې نه وه احساس کړې.
خو که یوازې بیتالله او حرم شریف په خپله تاریخي بڼه پاتې شي او شاوخوا یې هر څه بدل شي، او مکه مکرمه او شاوخوا سیمې یې د اروپا او امریکا یوه برخه شي، او لوېدیځ تمدن له خپلو ټولو ښېګڼو، بدیو، اصولو او زیاتیو سره پر دغه ځای واکمن شي، او هغه حاجي چې شریعت د پرېشانی او دوړو په مفهوم سره توصیف کړی دی، د رفاه، آسایش، نعمتونو او آرامۍ په نعمتونو کې غوټه وي، او له یوه نعمت څخه بل، او له یوه راحت نه بل ته راحت انتقالېږي، نو په دې صورت کې به هغه نوي او ژور احساسات چې د حاجي په روح کې یو انقلاب راولي او روح یې پیاوړی کړي، هېڅ احساس نه کړي.
له همدې امله، حج د جهاد په څېر ګڼل شوی دی. امام بخاري رحمهالله له حضرت عائشه رضیاللهعنها څخه روایت کړی چې ویې وفرمایل: «يا رسول الله! نرى الجهاد أفضل العمل، أفلا نجاهد؟»
فرمایل یې: «لا، لکن أفضل الجهاد حج مبرور.» ژباړه: «ای د الله رسوله! موږ جهاد تر ټولو غوره عمل ګڼو، آیا جهاد ونه کړو؟ رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: نه، بلکې تر ټولو غوره جهاد، قبول شوی حج دی.» (البخاري، محمد بن إسماعيل، صحیح البخاری، ج2، ص133، رقم الحدیث: 1520، الطبعة: الأولى 1422هـ، الناشر: دار طوق النجاة).
او که د مکې ښار د لوېدیځ تمدن ټول رفاهي امکانات، وسایل او اسباب واخلي، او حاجیانو ته هماغه ډول آسایش او آرامي برابر شي لکه څرنګه چې په لوېدیځو پلازمېنو کې موجوده ده، نو حاجیان به د حج د روحاني ګټو او معنوي اثراتو په وړاندې یو ډول روحاني خلا، وچوالی او کمښت احساس کړي.
ادامه لري…