لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهی
د حج حکمت، فلسفه او اسرار
شپږمه برخه
حج؛ د حضرت ابراهیم علیهالسلام د ځانګړنو او کړنو تلپاتې ساتنه او د هغه د بلنې بیا نوي کول دي.
حج او د حج بېلابېل مناسک، کړنې، او هغه حالت چې حاجي پکې وي — لکه: له ظاهري ښکلاوو لېرې کېدل، د احرام تړل، وقوف، افاضه، شیطان ویشتل، سعي، طواف او لمونځ — په حقیقت کې هغه کړنې دي چې ژوندۍ ساتل یې هدف دی؛ دا هماغه اعمال دي چې ابراهیم علیهالسلام ته ځانګړي شوي وو. په ځانګړې توګه: توحیدپرستي، له مادي اسبابو لېرې کېدل، پر الله تعالی توکل، قرباني، د رب اطاعت، د هغه رضا ته ترجیح ورکول، له عادتونو، ناسمو رواجونو او دروغجنو معیارونو څخه ځان لېرې کول، د ایمان تازه کول، ژور محبت او له ځان تېرېدنه.
حج د دغو ټولو لوړو مفاهیمو او الهي ارزښتونو استازیتوب کوي، او د اسلامي او انساني ټولنې د پایښت تضمین هم دی. دا مراسم د قومونو، نژادونو او مليتونو له ټولو محدوده سرحدونو پورته مقام لري، او خلک دې ته رابولي چې د ابراهیم علیهالسلام لاره تعقیب کړي، خپل روح پرې مستغني کړي، او د هغه د لارې دعوت په هر ځای او وخت کې روان وساتي:
“مِّلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ ۚ هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ مِن قَبْلُ وَفِي هَٰذَا لِيَكُونَ الرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ ۚ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَاعْتَصِمُوا بِاللَّهِ ۚ هُوَ مَوْلَاكُمْ ۚ فَنِعْمَ الْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ النَّصِيرُ”
[سُوۡرَةُ الحَجّ : 78]
ژباړه:د خپل پلار ابراهیم علیهالسلام پر ملت (طریقه) ثابت اوسئ. الله مخکې هم ستاسو نوم (مسلمان) ایښی و، او په دې (قرآن) کې یې هم همدا نوم درکړی، ترڅو پېغمبر ﷺ پر تاسو شاهد وي، او تاسو پر خلکو شاهدان اوسئ. نو لمونځ قائم کړئ، زکات ورکړئ، او په الله پورې ځان وتړئ. هغه ستاسو سرپرست دی، څومره غوره سرپرست او څومره ښه مرستندوی دی!
د انسانیت په کتاب کې نوی باب او د عطف نقطه
د ابراهیم علیهالسلام دعوت او جهاد د انسانیت په کتاب کې یو نوی او روښانه باب دی، چې یوه تاریخي دوره یې له بلې جلا کړې ده. دا پیغام انسانیت په دوو برخو ویشي: یوه دوره همېشه پاتې کېږي، او بله پای ته رسېږي چې نوې دوره یې پیل شي.
الله تعالی ابراهیم علیهالسلام ته د تلپاتې رهبرۍ، دین، نبوت، ولایت، او د نړۍ د سرپرستۍ مقام ورکړی. د هغه نسل ته هم دا مقام ورکړل شوی، او هر څوک یا کورنۍ چې د ابراهیم دعوت مني، مسؤلیت لري چې د حق په لاره کې جهاد وکړي، د باطل پر وړاندې ودرېږي، د الله لور ته دعوت وکړي، او د انسانیت بېړۍ پرمخ یوسي، ترڅو دا بېړۍ د سختو څپو او طوفانونو پر وړاندې وساتل شي، او د دعوت څراغ مړ نه شي. ځکه دا یوازینی لامل دی چې د انسانیت د نیکمرغۍ لپاره الله تعالی ځانګړی کړی، څو بشریت له ویجاړتیا او دوزخ ته له تلو وژغورل شي.
حج – د انسانیت ستن او د خلکو د راټولېدلو لامل
حج او د هغه مراسم، چې هر کال د ابراهیمي ملت د پیروانو راټولېدنه پکې کېږي، د دې ملت ترمنځ د روحي اړیکو د ژوندۍ ساتلو لپاره کافي دي. همدا مفاهیم، باورونه، او هدفونه چې د ټول انسانیت بقا پکې نغښتې ده، له همدې لارې بیا راژوندي کېږي.
الله تعالی فرمايي:
“جَعَلَ اللَّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ وَالشَّهْرَ الْحَرَامَ وَالْهَدْيَ وَالْقَلَائِدَ ۚ ذَٰلِكَ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ”
[سُوۡرَةُ المَائدة : 97]
ژباړه:الله د درناوي وړ ځای (کعبه) د خلکو د ژوند د سمبالښت وسیله ګرځولې، همداراز حرامه میاشت، د قربانۍ څاروي، او د غاړې پټۍ هم (په دې کار کې) مرستندویه ګرځولي. دا ټول د دې لپاره دي چې تاسو پوه شئ الله د اسمانونو او ځمکې له هر څه خبر دی، او هغه پر هر څه علم لري.
د هدایت، لارښوونې، اصلاح او جهاد دايمي مرکز او ځای
له دې وروسته د اسلام او د تلپاتي محمدي رسالت دوره راغله، او دا ځای د هدایت، لارښوونې، روحي ځلا او عاطفي تغذیې یو مرکز وګرځېد. پر همدې بنسټ د حج مناسک ترسره کېږي؛ مناسک چې د محبت احساس تغذیه کوي، په زړونو کې د مینې جرقې بلوي او زړونه پرې اشباع کېږي.
د دې مناسکو په برکت، اسلامي نړۍ هر کال راټولېږي، دیني پیغام ترلاسه کوي، د مینې او اطاعت مالیات اداء کوي، او له دې رسۍ سره یې تړاو لا پیاوړی کېږي. دې دربار ته یې پناه نور هم قوي کېږي.
دلته ستر عالمان، هوښیاران، مشران، پاچاهان، شتمن، بېوزلي او نهیلي کسان، ټول د مینې، لورینې او پوهې پر بنسټ راټولېږي، او دا ثابته وي چې: سره له تیتوالي یې زړونه یو دي؛ سره له تنوع، متحد دي؛ سره له پراخوالي، متمرکز دي؛ او سره له اړتیا، بیا هم غني او پیاوړي دي.
دوی له حج وروسته بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي، او د خپل رزق، ګټو او پرمختګ لپاره هڅې کوي. که څه هم دوی د بېلابېلو نسلونو، قومونو او ملتونو دي، او تمدنونه او کلتورونه یې یو له بله مختلف دي، خو بیا هم ټول د یوې واحدې نقطې په شاوخوا کې راټولېږي.
د دوی ژوند ټول طواف، سعي (هڅه)، عبادت، ایمان، عقیده، سفر او توقف دی. د دوی واحد توقف منی او عرفات دی، خو د ژوند قافلهیې تل په حرکت او پرمختګ کې وي، تر هغه چې له دې دنیا رحلت وکړي او د خپل رب ملاقات ته ورسېږي.