Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»فتنې»د قدریه فتنې»د قدريه فرقه «درېيمه برخه»
د قدریه فتنې یکشنبه _4 _مې _2025AH 4-5-2025AD

د قدريه فرقه «درېيمه برخه»

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
ليکوال: ابوعايشه

د قدريه فرقه

درېيمه برخه

د قدريه فرقې بنسټګران
د دې لپاره چې يوه فرقه ښه وپېژنو او پوه شو چې دوی څه ډول افکار، نظريات او باورونه لري او خلکو څنګه دغو افکارو ته مخه کړې، نو لازمه ده چې د دې ډلې د بنسټګرو ژوندليکونه او حالات بيان کړو. همدې اړتیا ته په کتو غواړو، چې د قدريه فرقې مؤسسان معرفي کړو. د دې فرقې تر ټولو مشهور بنسټګر دوه کسان دي:
۱. معبد جهني
د معبد د پلار د نوم په اړه روایتونه مختلف دي‎: ابو روعه معبد بن خالد جهني بصري. ځينو ويلي دي: معبد بن عبدالله بن عويمر، او نورو ويلي دي: معبد بن عبدالله بن عليم، او ځينو بيا د عليم پر ځای د ده د نيکه نوم «عکيم» ثبت کړی دی. هماغسې چې د ده په نسب کې اختلاف دی، په مرګ او د مرګ د څرنګوالي په اړه یې هم اختلاف دی.[۱]
معبد جهني د حجّاج بن يوسف له خوا وژل شوی. معبد جهني د ابن اشعث په فتنه کې، چې د هجرت په ۸۳ کال کې د حجّاج بن يوسف پر ضد راولاړه شوې وه، ګډون کړی و. کله چې په دې جګړه کې زخمي شو، نو دا زخم د ده د مرګ سبب شو. مالک بن دينار رحمه‌الله (وفات: ۱۳۱هـ) وايي: ما د ابن اشعث له فتنې وروسته معبد جهني په مکه کې وليد، چې زخمي و، هغه د حجّاج پر ضد په ډېرو جګړو کې برخه اخيستې وه. دی به ويل: ما له ډېرو فقهاوو او خلکو سره ملاقات کړی دی؛ خو د حسن په څېر مې څوک نه دي موندلي. کاشکې موږ د هغه اطاعت کړی وای. ګواکې لکه معبد چې په دې وينا له حجّاج سره پر جګړو پښېمانه څرګندوله. سعيد بن غفیر (وفات: ۲۲۶هـ) وايي: په اتيايم هجري کال کې عبدالملک معبد جهني په دمشق کې په دار وځړاوه.[۲]
عمرو بن دینار رحمه‌الله وايي: «يوه ورځ امام طاووس رحمه‌الله د کعبې طواف کاوه، چې معبد ورسره مخ شو. امام طاووس ترې وپوښتل: ته معبد يې؟ معبد وويل: هو. طاووس خلکو ته مخ ور واړاوه او ویې ويل: دا معبد دی، سپک يې کړئ.»[۳]
۲. غیلان دمشقي
غیلان دمشقي د علم کلام له سترو بنسټګرو څخه شمېرل کېږي. دی د قدريه فرقې له مهمو کسانو څخه و، چې د دوی مشران د اسلامي تاريخ په يوې لويې فکري او سياسي شخړه کې ځانونه ښکیل کړل.
غیلان بن ابي غیلان، چې اصلي نوم یې غیلان بن یونس دی او د ابو مسلم او ابومروان قدري په نومونو هم يادېږي. په اصل کې د مصر له قبطیانو څخه و. پلار يې د حضرت عثمان رضی الله عنه په زمانه کې مسلمان شوی و او د ده له آزادو شوو غلامانو څخه ګڼل کېده. غیلان په دمشق ښار کې زېږېدلی او هلته لوی شوی دی، نو ځکه دمشق ته هم منسوب دی. دی د علم د تر لاسه کولو په موخه په ډېرو ښارونو وګرځید، له ډېرو عالمانو څخه يې زده کړې وکړې او د عقيدې په برخه کې يې د معبد جهني پيروي کوله.[۴]
د غیلان دمشقي په اوصافو کې راغلي، چې دی په خپلو ګاونډيانو او معاصرو خلکو کې په فصاحت او ليکوالۍ مشهور و. البته ځينې نور بيا بل نظر لري، دوی وايي: معبد جهني او غیلان دمشقي دواړه جاهلان او ناپوهه خلک وو، نه يې علم درلود او نه پوهه. دوی خپل باورونه يا له يهودو څخه اخيستل، يا له نصاراوو څخه.[۵]
د لومړۍ هجري پېړۍ په دوهمه نیمایي کې کله چې قدريه فرقه را پيدا شوه، نو د صحابه کرامو یو شمېر وروستني مشران لکه عبدالله بن عمر، عبدالله بن عباس، جابر بن عبدالله او واثله بن اسقع رضی الله عنهم اجمعین د دغې فرقې پر وړاندې ودرېدل. تر ټولو سخت مخالفت به عبدالله بن عمر رضی الله عنهما ورسره کاوه، خلک يې د دې فرقې له شره خبردارول او د دوی عيبونه يې څرګندول. ده خلک د قدريه فرقې له مشر او د ده له ملګرو څخه لرې کول او له هغوی سره د ناستې، یوځای کیدو او ملاقات څخه يې منع کول. ابن عباس رضی الله عنهما هم د دې ډلې پر وړاندې همدا ډول دريځ درلود.
کله چې  د قدريه فرقې مشر غیلان دمشقي د «قدر»  په اړه خپل بدعت څرګند کړ، نو تابعينو کرامو، چې په سر کې يې مجاهد، عمر بن عبدالعزيز او د شام ریحان امام اوزاعي رحمهم‌الله شامل وو، د ده پر وړاندې ودرېدل. خو غیلان پر خپل بدعت ټينګ پاتې شو، تر دې چې په همدې وجه ونیول شو او ووژل شو.[۶]
غیلان دمشقي قدري د حضرت عمر بن عبدالعزيز رحمه‌الله د خلافت په زمانه کې ژوند کاوه. نوموړي له ډېرو خلکو سره مباحثې کړې وې، چې تر ټولو مهم يې د عمر بن عبدالعزيز او امام اوزاعي رحمهم‌الله سره مناظره وه.
په يو روایت کې راغلي دي چې يوه ورځ عمر بن عبدالعزيز رحمه‌الله غیلان راوغوښت او ورته ويې ويل: «اې غیلانه! ماته خبر رارسېدلی چې ته د تقدير په اړه خبرې کوې.»
غیلان وویل: «اې امیر المؤمنینه! خلک په ما پسې دروغ جوړوي.»
عمر بن عبدالعزيز رحمه‌الله ورته وويل: «د «يس» سورت له پيله څخه تلاوت کړه.» غیلان تلاوت پيل کړ: «یس و القرآن الحکیم …» تر دې چې دې آيت ته ورسېد:
«إنا جعلنا في أعناقهم أغلالا فهي إلی الأذقان فهم مقمحون وجعلنا من بین أیدیهم سدا ومن خلفهم سدا فأغشیناهم فهم لا یبصرون وسواء علیهم أأنذرتهم أم لم تنذرهم لا یؤمنون».
غیلان وويل: «اې د مؤمنانو اميره! پر خداى قسم، داسې ښکاري لکه چې ما دغه آيتونه تر نن مخکې نه دي لوستي. اې اميره! زه ته شاهد نيسم چې زه له خپلو پخوانیو خبرو څخه توبه کوم.»
عمر بن عبدالعزيز رحمه‌الله دعا وکړه:
«خدايه! که غیلان په خپلو خبرو کې رښتينی وي، نو ټينګ يې وساته او که دروغجن وي، نو د مؤمنانو لپاره يې عبرت وګرځوه.»[۸]
په روایتونو کې راغلي چې تر هغو پورې، چې عمر بن عبدالعزيز رحمه‌الله ژوندی و، غیلان بيا د بدعتي افکارو لور ته ورمات نه شو؛ خو کله چې عمر بن عبدالعزيز وفات شو، نو غیلان بيا خپلو پخوانیو انکارکوونکو اقوالو ته ستون شو او خلک يې د تقدير له منلو انکار ته رابلل. تر دې چې هشام بن عبدالملک غیلان ونيوه او و يې واژه.[۹] روايت دی چې غیلان د مرګ پر مهال ويل: «زما د دې حالت سبب د هغه صالح انسان (يعنې عمر بن عبدالعزيز رحمه‌الله) دعا ده».
دوام لري…
مخکینې برخه| وروستۍ برخه

 

[1]. الخطاف، حسن: القدریة الأوائل فکرهم العقدی وتوجههم السیاسی، بی‌تا، ص ۱۹۰.

[2]. موقع شبکة الألوکة الثقافیة، عنوان المقال: ترجمة معبد الجهنی وغیلان الدمشقی، الکاتب: محمد طاهر عبدالظاهر الأفغانی، تاریخ نشر المقال: ۱۴۳۸هـ.

[3]. حنبلی، عبدالله عبیدالله بن محمد، الإبانة عن شریعة الفرقة الناجیة ومجانبة الفرق المذمومة، تحقیق: د. عثمان عبدالله آدم الأثیوبی، ۱۴۱۸ هـ. ق، الباب الثانی، ج ۲، ص ۳۰۱.

[4]. موقع شبکة الألوکة الثقافیة، عنوان المقال: ترجمة معبد الجهنی وغیلان الدمشقی، الکاتب: محمد طاهر عبدالظاهر الأفغانی، تاریخ نشر المقال: ۱۴۳۸هـ.

[5]. موقع  إسلام ویب، کاتب المقال: الشیخ عبدالرحیم السلمی.

[6]. العقل، ناصر بن عبدالکریم، حراسة العقیدة، ۱۴۲۱ هـ. ق، ص ۶۶.

[7]. سورۀ یس، از آیۀ ۱ الی ۱۰.

[8]. موقع شبکة الألوکة الثقافیة، عنوان المقال: ترجمة معبد الجهنی وغیلان الدمشقی، الکاتب: محمد طاهر عبدالظاهر الأفغانی، تاریخ نشر المقال: ۱۴۳۸هـ.

[9]. موقع  إسلام ویب، کاتب المقال: الشیخ عبدالرحیم السلمی.

Previous Articleد قدریه فرقه «دویمه برخه»
Next Article د قدریه فرقه «څلورمه برخه»

اړوند منځپانګې

فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (اتمه برخه)

چهارشنبه _20 _اگست _2025AH 20-8-2025AD
نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (اوومه برخه)

پنجشنبه _14 _اگست _2025AH 14-8-2025AD
نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (شپږمه برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰) د الهي حکمت…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰) سریزه موږ په تېره برخه کې…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD7 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹) سریزه د دې لپاره…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.