Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (دریېمه برخه)
متفرقه سه شنبه _22 _اپریل _2025AH 22-4-2025AD

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (دریېمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: سید مصلح‌الدین

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور

(درېیمه برخه)

د نصرانیت تبلیغ
اروپایي استعمارګرو چې کومې سیمې اشغال کړي، نو د لا زیاتې ولکې او نفوذ په موخه یې یو مهم فرهنګي سیاست د نصرانیت خپرول او دودول و. په هند کې یې همدا سیاست غوره کړ او اسلام او اسلامي شعایر یې په نښه کړل. د انګلستان د هغه وخت لومړي وزیر «پالمرسټون» د هند انګریز والي «کانینګ» ته لیکلي وو: «د جوماتونو په څېر ټولې هغه ملکي ودانۍ چې د محمد د پیروانو له مذهبي دودونو سره تړاو لري، پرته له دې چې تاریخي لرغونتیا، درناوي او هنري ارزښت ته یې توجه وشي، ورانې او له خاورو سره خاورې شي».
همدارنګه، «ورنون سمیټ» چې د نظارت د هیئت مشر و، کانینګ ته په ګزارش کې لیکلي، چې د «ټایمز» په نامه ورځپاڼې د دین پالنې نارې شروع کړي او آن په دې هم قانع نه ده، چې نصرانیت دې پر مسلمانانو وروتپل شي، بلکې غواړي چې مسلمانان د اسلام د پیغمبر سپکاوی وکړي او د نصرانیت صلیب پورته کړي.[۱]
د «اېف وارډن»، په نامه یو بل انګرېز، ظاهراً په بې‌طرفۍ سره د نصرانیت د خپرولو اصلي هدف ته اشاره کړې او په خپلو یادښتونو کې یې لیکلي: «که څه هم زه د دې طرفدار یم چې حاکم باید په مذهبي مسایلو کې بې طرفه واوسي خو خپله په پټه کشیشان هڅوم چې نصرانیت خپور کړي. تر هغې چې د هند خلکو پر نصرانیت نیوکه نه وي کړي، نو د نصرانیت زدهکړه بې‌ګټې نه ده. که د نصرانیت زدهکړې د دوی فکر دومره بدل هم نه کړي، چې خپل دین باطل وګڼي، نو لږ تر لږه به په ایماندارو او زحمتکشه اتباعو بدل شي.
له دې څرګندونو وروسته، د هند د شرقي کمپنۍ کارکوونکو د مسلمانانو او هندوانو د نصراني کولو لپاره پراخ تبلیغات پیل کړل. د «ګرانټ» په وینا، د انګرېزانو د زدهکړو تر ټولو مهمه برخه هندوانو ته د مسیح دین ورښوول وو، چې په ساده ژبه د  څو رسالو په بڼه د انجیل له مخې لیکل شوې وې. په هند کې د ټولو بدمرغیو درمل دا دی، چې زموږ د علم نور، په تېره بیا د رباني نصرانیت د دین اصول دوی ته وړاندې کړو.
د همدې پرېکړې له مخې انګریزي حکومت نور مبلغین هم بنګال ته ورواستول او د دوی مالي ملاتړ یې زیات کړ. دوی ته دنده وسپارل شوه چې د خلکو او زده‌کوونکو ترمنځ د پروتستان مذهب تبلیغ او ترویج کړي، چې د دې کار لپاره ځانګړې بودیجې په نظر کې  ونیول شوې؛ د بېلګې په توګه، د «مسټر سوارنټر» له پلان سره سم، هر کال جلا مرستې ورکول کېدې. زیات شمېر کشیشان او مبلغین هندوستان ته ولېږل شول او خپل فعالیتونو یې پیل کړل. له همدې ډلې د «اې اېډمنډ» په نامه کشیش د ۱۸۵۵ کال په ترڅ کې ټولو کارکوونکو ته داسې اعلان وکړ: «اوس چې په هندوستان کې یو حکومت حاکم دی او د تلګراف له لارې ټولې سیمې سره نښلول شوې او د اورګاډي په مټ تګ راتګ کېږي، نو مذهب هم باید یو شي او ټول باید مسیحیت ومني.»
د انګلستان د عوامو مجلس استازي «مېنګلس» څرګندونو د هند مسلمانانو کې د انګرېزانو پر ضد احساسات راوپارول. هغه ویلي و: «خدای موږ ته دا ځواک راکړ چې د هندوستان سلطنت د انګلستان تر ولکې لاندې راولو، او د مسیح عیسی د بریا بیرغ د ټول هندوستان پر سر ورپېږي؛ نو هر څوک باید د هندوستان د مسیحي کولو لپاره خپله اعظمي هڅه وکړي په دې لار کې له هېڅ ډول تساهل کار وانخلي».
د نصرانیت تبلیغ په جدي ډول روان و، آن تر دې چې مسیحي کشیشان به د ډیلي د جامع جومات پر زینو ولاړ وو او مسلمانان به یې مناظرې ته رابلل. چا به چې د مسیحیت د مبشرینو په مخ کې خنډ جوړ کړ، نو جزا به ورکول کېده او پولیسو ته هم سپارښتنه شوې وه چې له دوی سره همکاري وکړي.[۲] مسلمانانو د دې تبليغاتو پر وړاندې غبرګون وښود او مسلمانو علماوو یې پر وړاندې مبارزه پيل کړه. د دې ډلې د مشهورو مبارزینو له جملې څخه مولانا رحمت‌الله کرانوي رحمه‌الله و چې د نصرانیانو له ستر اُسقف «فنډر» سره یې مبارزه وکړه. فنډر به د شاه‌جهان جامع جومات پر زینو درېده، پر اسلام به یې نیوکې کولې او علما به یې مناظرې ته رابلل. یوه ورځ مولانا رحمت‌الله کرانوي رحمه‌الله کفن واغوست، مناظرې ته راغی او اعلان یې وکړ: «زه د هندوستان له ستر اُسقف، چې نصراني علماوو ته منلی او د میزان‌الحق کتاب لیکوال دی، غوښتنه کوم چې په عام محضر کې راسره مناظره وکړي، څو حق ښکاره شي او دا هم روښانه شي چې مسلمانو علماوو د ده رسالو ته د کمزورۍ له امله نه، بلکې د نه پاملرنې له امله ځواب نه دی ورکړی.»
له دې اعلان وروسته یوه لویه مناظره جوړه شوه چې زرګونه عام او خاص خلک پهکې راټول شول. دا مناظره د هند د شرقي کمپنۍ د حکومت د لوړپوړو چارواکو لکه: د سیمې حاکم «سمېټ»، د تعلیم مسؤل «کریسټین سکنډ»، د پوځ قومندان «ویلیام»، د دولت ویاند «لیډلي»، او کشیش «ویلیام ګلبن» په شتون کې، په اکبرآباد کې د نصرانیانو په مرکز «کتره عبدالمسیح» کې تر سره شوه.
د مناظرې لپاره پنځه هغه موضوعات وټاکل شول چې د مسیحیانو او مسلمانانو ترمنځ د اختلاف سبب ګرځېدلي وو، لکه: د انجیل تحریف، د انجیل نسخ، د تثلیث عقیده، د قرآن حقیقت، او د حضرت محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم نبوت.
په لومړۍ مناظره کې چې د انجیل د تحریف په اړه وه، اسقف فنډر، ومنله چې انجیل تحریف شوی دی. دې مناظرې د زرګونو خلکو ایمان وژغوره. د مسلمانانو غبرګون دومره شدید و چې دا پېښه د ۱۸۵۷ میلادي کال د انقلاب له عواملو څخه وشمېرل شوه.
سید احمد خان په دې اړه لیکلي دي: «په دې کې شک نهشته چې په دیني چارو کې لاسوهنه شوې ده. ټول خلک، که لوستي دي او که نالوستي، اعلی دي که ادنی په دې پوهېږي چې د حکومت اصلي اراده دا ده چې په دیني او کلتوري چارو کې مداخله وکړي، تر څو ټول خلک که مسلمان دي او که هندوان، نصرانیان شي او د دوی فرهنګ ومني. د بغاوت د رامنځته کېدو تر ټولو لوی لامل همدا و».[۳]
د آریا سماج فرقه:
د نصرانیت په دودولو سربېره، مسلمانان د هندویزم د بیا راپورته کولو غورځنګ سره هم مخامخ وو. کله چې د انګریزانو د بخت لمر له بنګاله راپورته او اوج ته ورسید، نو د آریا سماج فرقې هم د اسلام پر ضد د مبارزې میدان ته را ودانګل.
 د هندویزم دا اصلاحي خوځښت د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د «سوامي دایانند سراسواتي» په نوم د یوه ګجراتي له لوري پیل شو، خو دې غورځنګ په پنجاب کې د هندوانو ترمنځ ژورې ریښې وځغلولې. د دې غورځنګ نوم «آریا سماج» و، او شعار یې «وداوو ته بېرته ورستنیدل» و.
 د دې شعار معنی دا وه، چې د آریایانو له لوري د هغو فکري او اعتقادي پرمختګونو پرېښودل وو چې د وداوو په دوره کې رامنځته شوي وو. خو په حقیقت کې آریا سماج د اسلام او مسیحیت او په ځانګړې توګه د اسلام د نفوذ پر وړاندې یو غبرګون و.
آریا سماج خپل دین ته د نورو خلکو د رابللو هڅې وکړې، چې له امله یې له هغو مذاهبو سره ښکېل شو چې نور خلک یې د خپل دین منلو ته رابلل. دې فرقې چې اصلاً د اسلام پر ضد رامنځته شوې وه، هڅه کوله چې  د هندو مذهب له اصلي ارزښتونه څخه دفاع وکړي.
د آریا سماج فرقه په هغو سیمو کې ډېره فعاله وه چې مسلمانان پهکې اوسېدل، خو له دیني پلوه وروسته پاتې او د هندوانو شرکي رواجونو پیروان شوي وو.
د آریا سماج فعالانو به اعلان کاوه چې: هغه قبیلې چې اصلاً هندو مذهبه وې، خو مسلمانانو په زور سره اسلام ته اړ کړې دي، باید د «شدهي» په نوم د تطهیر د ځانګړو مراسمو له لارې بېرته پاکې شي او د آریا سماج دین ته راوګرځول شي.
دا ټولې پېښې د دې لامل شوې چې مسلمانان او آن هغه هندوان چې د برتانیا د استعماري حکومت له سلوک څخه ستړي شوي وو، په انقلاب لاس پورې کړي.[۴]
دوام لري…

[1]. هاردی، ۱۳۶۹: ۱۰۳.

[2]. ادروی، ۲۰۰۱: ۵۰.

[3]. میان، ۲۰۰۶: ۴۶.

[4]. ادروی، ۲۰۰۱: ۱٦٦.

Previous Articleدیوبند؛ د هند په نیمه لویه وچه کې د مدرسو مور (دویمه برخه)
Next Article دیوبند؛ د هند په نیمه لویه وچه کې د دیني مدرسو مور (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (څوارلسمه برخه)

یکشنبه _11 _مې _2025AH 11-5-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (اتمه برخه)

شنبه _10 _مې _2025AH 10-5-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (اوومه برخه)

پنجشنبه _8 _مې _2025AH 8-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD4 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اتلسمه برخه ۱. د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اوولسمه برخه سید جمال‌الدین…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (دویمه برخه)

سه شنبه _13 _مې _2025AH 13-5-2025AD3 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل­‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار دویمه برخه الهي شعائر او…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (لومړۍ برخه)

دوشنبه _12 _مې _2025AH 12-5-2025AD3 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار لومړۍ برخه لنډیز: د اسلام…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.