لیکوال: سید مصلح الدین
دیوبند؛ د هند په نیمه لویه وچه کې د دیني مدرسو مور
(څلورمه برخه)
د ۱۸۵۷ز کال په انقلاب کې د مسلمانو علماوو رول
بلآخره هندي ملت د استعمارګرو پر وړاندې عمومي نارضایتي څرګنده کړه او په ۱۲۷۴ق/ ۱۸۵۷ز کال کې یې خونړي انقلاب وکړ. امیران، علما، عام مسلمانان او ځیني هغه هندوان چې د انګرېز له ولکې څخه کړېدلي وو، له حاکم وضعیت څخه د خلاصون لپاره پر انګرېزانو یرغل وکړ. د دې انقلاب اصلي انقلابیان د هند بومي نظامیان وو. هغوی د انګرېزانو ځینې امیران ووژل او د هېواد له شاوخوا څخه د ډهلي پر لور وخوځېدل. کومو مسلمانان چې د دې نارضایتۍ اور ته لمن وهلې وه، هغوی ځانونه د غورځنګ لومړي صف ته ورسول؛ ځکه د سیاسي قدرت د بنسټ ډبره یې د مظلومانو په دې غږ پورته کولو کې لیده. پاڅون ته لومړني رابللي ځواکونه، د مسلمانانو د درېیم لښکر ځايي سپاره وو. دوی له «میرت» څخه تر ډهلي پورې وځغاستل، ترڅو بهادرشاه د انقلابیانو د مشر په توګه وګوماري. د ۱۸۵۷ز کال د می په یوولسمه د لمر لوېدو پر مهال د میرت تر غوغا یوه ورځ وروسته د توپ په ۲۱ ډزونو اعلان شو. بهادرشاه چې د هندوانو او مسلمانانو په شمول اکثرو خلکو د هند واکمن ګاڼه، د خپلو نیکونو یعنې اکبرشاه، شاه جهان او اورنګزېب چپن قبوله کړه او خپل مقام او ځای ته راستون شو. په ډهلي کې کابو داسې معلومېده چې د مغولو د برم وخت بیا راستون شوی دی. په هغه اعلان سره چې د مغول امپراتور په نوم صادر شو، د خپل دین د نجات له ټولو هیله لرونکو څخه وغوښتل شول چې له سرتېرو سره د یوځای کېدو په وسیله له خپل دین سره مرسته وکړي او هیڅ انګرېز کافر ژوندی پرېنږدي. مسلمانو علماوو په دې انقلاب کې په زیاترو مواردو کې د انقلابیانو رهبري په بېلابېلو سیمو کې په لاس کې واخیسته. مولوي احمدالله رحمه الله د هغو جنګیالیو ولسي رهبر و چې د سِرولین کمپبل ځواکونو ته یې، چې د ۱۸۵۸هــ په اوړي کې د اوده د فتحې لپاره جنګېدل، ماتې ورکړه.[[1]]
یو بل مسلمان عالم چې د ځینو انقلابي ځواکونو مشري یې په غاړه وه، مولانا رحمت الله کرانوي رحمه الله و. هغه فاضل او ارزښتناک شخص و او د نصرانیت په نقد کې یې آثار لرل، د کرانه په شاوخوا کې یې د سپین پوستو انګرېزانو له پوځ سره مبارزه کوله. مجاهدین به د هغه تر امر لاندې د مازیګر تر لمانځه وروسته د تمرین لپاره د کرانې د جامع جومات په انګړ کې راټولېدل، ډول به وهل کېده، ټول خلک به راټولېدل او اعلان به کېده: مُلک د الله تعالی ملکیت دی او امر د مولوي رحمت الله دی. حتا هغه له کرانې څخه ډهلي ته راغی، چې د جهاد له خبرونو خبر شي او د سرې کلا په څنګ او د مولوي محمد حیات په جومات کې استوګن شو. د ډهلي په جنوب ختیځ کې په تهانهبون کې د حاج امدادالله تهانوي رحمهالله، مولانا رشیداحمد گنگوهي رحمهالله، مولانا لیاقتعلي رحمهالله، حافظ محمّدضامن شهید رحمهالله او مولوي عبدالحکیم رحمهالله په څېر مشهورو علماوو او مشایخو د جنرال بخت خان په نوم له یوه مسلمان نظامي قومندان سره په دې انقلاب کې ګډون درلود او نورو علماوو هم ونډه لرله.[[2]]
په تهانهبون کې مشورتي مجلس جوړ شو او حاج امدادالله د امیرالمؤمنین په توګه وټاکل شو. حافظ ضامن د جهاد د امیر، مولانا محمد قاسم د ځواکونو د مشر، مولانا محمد نانوتوي او مولانا رشید احمد ګنګوهي د هغه د سلاکارانو په دنده وګومال شول.[[3]]
د ۱۸۵۷ز کال انقلاب د نولسمې پېړۍ له مشهورو پاڅونونو څخه و. په پیل کې برتري له هندیانو سره وه او په هند کې د مېشتو انګرېزانو وضعیت خراب شوی و؛ خو د اوړي په ختمېدو، د تازه دمو انګرېز سرتېرو د ورتلو امکان او همداراز د ایران او انګلستان د جګړې په ختمېدو سره د انګلستان دولت دا فرصت پیدا کړ چې هندوستان ته تازه دمي سرتېري ولېږي. د مرستندویه ځواکونو په لېږلو سره وضعیت بدل شو، هندي نظامیان مقاومت ونه شو کړای، ډهلي د انګرېزانو په لاس سقوط شوه او د ډهلي په سقوط سره انقلاب سره وپاشېد.
کله چې د ۱۸۵۷ز کال په سپتمبر کې ډهلي سقوط شوه، نو مسلمانان د استعمارګرو له سخت او ویجاړوونکي غچ او له ټول وژنې سره مخ شول. داسې ټول وژنه چې د غالب په نامه مشهور اردو ژبي شاعر د وینو په اوقیانوس تعبیر کړې وه او ویلي یې دي: «دلته زما مخې ته د وینو پراخ اوقیانوس دی، یوازې الله پوهېږي چې تر دې به لا زیات څه ووینو.» د مسلمانانو خواص او عوام د انګرېزانو په وسیله له وژنو څخه خوندي پاتې نه شول. په هغو سختو ورځو کې ۲۳۰۰۰ مسلمانان اعدام شول او ټول وژنې تر اووه ورځو دوام درلود.[[4]]
هغوی بهادرشاه محاکمه او رانگون ته تبعید کړ، انګرېز سټوان هوډسون بې له ځنډه درې مغول امیران ووژل او تر هغه وروسته ۲۴ شهزادګان هم محاکمه او اعدام شول. ظهیر دهلوي (۱۸۳۵-۱۹۱۱) د داستان غدر په نوم کتاب کې داسې لیکلي دي: «انګرېز سرتېرو به هر هغه څوک وژل چې په لاره کې به ورسره مخ کېدل. میا محمد امین پنجه کش چې د لوړ مقام لیکوال و او مولوي امام بخش بسمهاي له دوو زامنو سره توقیف شول. هغوی یې د راج ګهت دروازې ته بوتلل، په ډزو یې ووژل او جسدونه یې د جمنا سیند ته وغورځول. مجاهد علما هم د نورو مبارزانو په برخلیک اخته شول. انګرېز ویلیام ټیلور د ١٨٥٨ز د جون په شلمه مهم اصلاح غوښتونکي مولویان شاه محمد حسین، احمدالله او واعظ الحق په پټنه کې د پاڅون لپاره د دسیسې جوړولو په ادعا توقیف کړل او مخکښ مسلمانان په پټنه او لاهور کې په ۱۲۸۱ق/۱۸۶۴ز کې محاکمه شول.[[5]]
له محاکمه شویو څخه مولانا يحيى علي، محمّد جعفر تهانسیري او محمّد شفیع لاهوري په اعدام محکوم شوي وو. هغوی د خوښۍ په څرګندولو د خپل اعدام د حکم په اړه داسې غبرګون وښود چې تمه یې نه کېده. د محکمې قاضي هغوی ته وویل: تاسو چې په دار ځوړند ووینم، خوشاله به شم؛ انګرېزان به له خپلو ښځو سره زندان ته راتلل، چې په اعدام د محکومو علماوو په لیدو خوښي څرګنده کړي؛ خو لیدل به یې چې محکومین په اعدام خوښ دي او اعدام في سبیل الله شهادت ګڼي، دا چاره پر انګرېزانو سخته تمامه شوه. یوه انګرېزه قاضي وویل: نه یې خوښېږي چې هغوی خوشالي وکړي، خپلو هیلو ته ورسېږي او په هغه شهادت سره د عزت وړ وبلل شي چې هغوی یې لوی کرامت ګڼي، له دې امله یې حکم بدل کړل او هغوی یې د اندمان جزایرو ته تبعید کړل. په دې ډول وو چې مولوي یحیی عظیم آبادي، ورور یې مولوي احمدالله عظیم آبادي، مولوي عبدالرحیم صادقپوري او محمّد جعفر تهانسیري په ١٨٦٥ز کال کې اندمان جزیرې ته تبعید شول، پر هغو سربېره ځینې نور علما لکه علامه فضلحق خیرآبادي، مفتي احمد کاکوروي او مفتي مظهرکریم دریابادي هم اندمان ته تبعید شول. انګرېزان په دې لټه کې وو چې نور مبارز علما ونیسي. په دې موخه یې د حاج امدادالله تهانوي، مولانا محمد قاسم نانوتوي او مولانا رشیداحمد گنگوهي د نیولو لپاره جایزه وټاکله. په پایله کې حاج امدادالله له خپل وطن سره خدای پاماني وکړه او د حرمینو په لور روان شو. د هندوستان د چارو واګې د ختیځ هند له کمپنۍ څخه د ۱۸۵۸ز په اګست کې د انګلستان دولت ته ولېږدول شوې او د انګلستان ملکې هند د انګلستان د امپراتورۍ برخه اعلان کړه. درې میاشتې وروسته یعنې د ۱۸۵۸ز د اکتوبر په اوله لردکینګ په الله اباد کې د ملکې د عمومي بښنې فرمان ولوست. په پیل کې خلکو فکر کاوه چې دا یوه عمومي بښنه ده، په داسې حال کې چې عمومي بښنه نه وه او په هغه کې لاندې استثناآت ځای په ځای شوي وو:
۱ـ هغه کسان چې شخصاً د انګرېز اتباعو په وژنه کې یې لاس درلود یا یې قصداً قاتلانو ته پناه ورکړې ده؛
۲ـ هغه کسان چې د مخکښو غوغا کوونکو له ډلې څخه وو؛
3ـ. هغه کسان چې خلک یې غوغا او بغاوت ته لمسولي دي، په دې بښنه کې نه شاملېدل.
پر دې اساس، مولانا محمد قاسم نانوتوي، حاج امدادالله او علامه رشید احمد گنگوهي په دې بښنه کې شامل نه وو؛ ځکه هغوی د جهاد د حرکت له سرلارو څخه وو او د هغوی په لاسونو ډېر انګرېران وژل شوي وو. مولانا رشید احمد گنگوهي تر شپږو میاشتو د مظفرنګر په زندان کې تر پوښتنو لاندې و. د پوښتنو تر پای ته رسېدو وروسته د محکمې حکم ولوستل شو او علامه گنگوهي تبرئه او آزاد شو؛ مولانا نانوتوي تر ١٨٦۰ز کال پورې تر تعقیب لاندې و؛ خو هیڅکله د هغه په نیولو بریالي نه شول. په دې ترتیب د ۱۸۵۷ز د انقلاب له غمجنې پایلې څخه خلاصون موندونکي عالم مولانا محمدقاسم نانوتوي هوډ وکړ چې له استعمار سره د مبارزې طریقه بدله کړي چې دا هوډ د دیوبند په کلي کې د دارالعلوم مدرسې په بنسټ ایښودلو پای ته ورسېد.
دوام لري…
[1]. هارډي، ١٣٦٩، ٩٧مخ.
[2]. ندوي، ١٩٩١، ١٦٥مخ.
[3]. گیلانی، بیتا، ۱۲۷مخ.
[4]. ندوي، ۱۹۹۱، ۱۷۱مخ.
[5]. ندوي، ۱۹۹۱، ١٧٤مخ.