لیکوال: سید مصلح الدین
دیوبند؛ د هند په نیمه لویه وچه کې د مدرسو مور
(دویمه برخه)
د هند پر مسلمانانو د استعمار اغېزې
پر هند د استعمار مسلطېدل
په هند کې انګریزي استعمار د شرقي هند د سوداګریزې کمپنۍ په رامنځته کېدو سره پیل شو او بیا وروسته له هغې چې دې کمپنۍ په کلکته کې ریښې وځغلولې، انګلستان د کمپنۍ په نامه تر ۱۸۵۷ز کال پورې پر هند برلاسی شو او د وخت په تېرېدو سره وتوانېد چې خپل استعماري ولکه په ټول هند کې وغځوي او ټول ځايي مقاومتونه، شهزادګان، مهاراجهګان، نوابان او خلک وځپي.[[1]]
د شرقي هند کمپنۍ د بنګال، بیهار، اړیسه، بنارس او غازي پور ایالتونه په ۱۱۷۹ق/۱۷۶۵ز کې تر ولکې لاندې راوستل. انګرېزانو د هند دوو مسلمانو واکمنو سراج الدوله او شجاع الدوله ته په ترتیب سره په ۱۷۵۷ز/۱۲۰۷ق او په ۱۷۶۴ز/۱۲۱۴ق کې ماتې ورکړه او د شاه عالم تیموري قدرت یې د الله آباد په سیمې پورې محدود کړ.[[2]] همداراز، ټیپو سلطان د هند د مسلمانانو واکمن (۱۷۹۹ز کال د می ۴مه) له انګرېز استعمارګرو سره په سري رنګاپتن کې شهید شو.[[3]] لنډه دا چې د انګرېزي خپرونو د راپور له مخې، هغوی په دې بریاوو وتوانېدل چې مسلمانان کمزوري او سپک کړي، حتا اعلان یې وکړ چې نور د هند له خلکو او د تیموري کورنۍ له حکومت څخه نه وېرېږي.[[4]]
د سلطنت، ټولنې او فرهنګ برخلیک
تر انګریزي ولکې وروسته، مسلمانانو ډېر زیانمن شول. په بنګال کې د هاڼتر په نامه یو انګرېز مامور په ۱۸۷۱ز کال کې د هند د مسلمانانو د وضعیت په اړه لیکلي: «دوی هغه قوم دی چې د انګرېزانو په حکومت کې یې له هر اړخه زیانمن شوي ».[[5]]
د ښکیلاګرو سیاست له حکومتولۍ څخه د مسلمانانو شړل و. د بېلګې په توګه په شمال لوېدیځو آیالتونو کې هغه سیمې وې، چې نواب «اوده» په ۱۸۰۱ز تسلیم کړې وې او همداراز هغه سیمې چې د مرهټیانو د ماتې په پایله کې د هند انګرېز دولت ته په لاس ورغلې وې. د مسلمانانو لوی اکثریت ټیت پوړو چارواکو په قضايي خدمتونو کې تشکیلاوه؛ خو انګرېزانو ۷۲٪ قضايي پوسټونه د امین سردار تر منصب پورې یعنې د کوچنیو دعوو قاضي او د هغو له ډلې د نورو برخو ټول منصبونه تر ۱۸۵۷ز هندوانو ته ځانګړي کړل.
د استعمار په رامنځته کېدو سره د مسلمانانو د ملکیتونو وضعیت هم خراب شو. مسلمان ځمکوال چې په شمالي آیالتونو کې د اداري مامورینو تر سوال او ځواب لاندې وو او په بنګال کې له خپل مقام څخه لرې شوي وو، پوهېدل چې باید په تړلې ټولنه کې سخت ژوند تېر کړي او نور به سلطنتي مقامونو ته د رسېدو هیله ونه لري. د هند د بریتانیاوي حکومت تر ولکې وروسته د مسلمانانو په بېلابېلو طبقو منفي اغېزې پرېباسلې، نه یوازې یې د مسلمانانو عایداتي سرچینې ویجاړې کړې، بلکې د هغوی د ژوند طرز یې هم ګډوډ کړ. بالآخره د «لرډ لیک» لهخوا د ډهلي تر نیولو وروسته شاه عالم او د شرقي هند کمپنۍ نور همکاران په تدریج سره د بریتانیاوي دولت معاشخواران شول او په شخصي مسایلو کې یې هم خپله خپلواکي له لاسه ورکړه.
«لرډ ولزلي»، شاه عالم ته «لرډ لیک» داسې وستایي: دی نېکمرغه دی چې د بریتانیا د سلطنتي حکومت په پاملرنې لوی او له آرامۍ څخه برخمن حکومت ته د اعلي حضرت د راستنېدو وسیله شوی دی. شاه عالم هم «لرډ لیک» ته د عمومي قوماندانۍ د مشرۍ د مقام په ورکولو هغه ته ځواب ورکړ. کله چې لرډلیک د شاه عالم خزانه ترلاسه کړه، شاه عالم هغه سرتېري لرډلیک ته د وړاندیز په دود ډالۍ کړه. انګرېزانو شاه عالم د بریتانیا د ملکې معاشخور وګاڼه او یومیلیون او یو سل پنځوس زره روپۍ تنخوا یې ورته ټاکلې وه. د شاه عالم تر مړینې وروسته یې ظاهراً زوی دویم اکبر د هغه ځایناستی و؛ خو انګرېزانو هغه د ځایناستي په توګه په رسمیت ونه پېژنده، هغه مهال چې لرډ هیسټینګر د هند عمومي قوماندان و، د اکبر په پر وړاندې له درېدو څخه یې سر وغړاوه او په دې توګه یې وښوده، چې تیموري شاهان د هغوی معاش خواره دي. بالآخره انګرېزانو د نولسمې زېږدیزې پېړۍ په څلوېښتمه لسیزه کې له هغه درناوي څخه لاس واخیست چې تر دې وړاندې به یې پاچا ته کاوه.
انګرېز واکمن «لرډ الن بورو» په ۱۸۴۴ز کال کې د «نذر» یا له کشر څخه مشر ته د ډالۍ دود لمنځه یووړ او په پایله کې بهادرشاه د «نذر» پرځای په ۱۸۵۱ز کال کې ۸۳۳ روپۍ میاشتنی معاش ترلاسه کاوه. میرزا فخرالدین په ۱۸۴۹ز کال کې له انګرېز قومندان «دالهوسي» سره جوړجاړي وکړ او په دې شرط چې سلطنتي کورنۍ به د بهادرشاه تر مړینې وروسته د ډهلې له سرې کلا څخه کډه کوي، د تاج او تخت پوره وارث وپېژندل شو؛ ځکه «دالهوسي» هوډ درلود چې له هغه څخه د باروتو د انبار د ځای په توګه ګټه واخلي. په دې تدابیرو یې په تدریج سره د پاچا عنوان لمنځه یووړ. په ۱۸۵۶ز کال کې عمومي واکمن هر دوکانینګ، میرزا محمد کُلاش د تیموري کورنۍ د امیر په توګه یعنې د کورنۍ د رییس په توګه نه د پاچا په توګه په رسمیت وپېژنده. د ۱۸۵۷ز د انقلاب په ماتې پسې د انګرېزانو په لاس د ډهلي تر بیاځلي نیولو وروسته که څه هم د مغولو کورنۍ په ډهلي کې په مرګ او تبعید سره لمنځه لاړه نه؛ خو افراد یې د اشرافیانو په توګه له هغو کارمندانو څخه شول چې د انګرېزانو په مهربانۍ یې قطب دینار ته نږدې مېشت شول.
پر هند د مسلمانانو د حکومت پر مهال، فارسي د هند رسمي ژبه وه. د مسلمانانو او هندوانو په شمول ټول هندي لوستي کسان په فارسي پوهېدل او آن انګرېزانو هم په پیل کې د هغې رسمیت منلی و او مکتوبونه یې په فارسي لیکل. تر دې چې د «میکاولي» په نوم یوه انګرېز چارواکي د لومړي ځل لپاره په خپل مشهور یادښت کې، چې د هند د فرهنګ د وضعیت په اړه یې لیکلی و، دا وړاندیز مطرح کړ چې فارسي ژبه دې په انګلیسي بدله شي. په پایله کې په ۱۸۳۵ز کال په هند کې اعلان وشو چې تر دې وروسته دې په ښوونځیو کې انګرېزي تدریسېږي او فارسي ژبه دې د رسمي ژبې په توګه خپل ځای انګلیسي ته پرېږدي. د دې اعلامیې په تعقیب په دولتي ادارو، سوداګرۍ خونو او محکمو کې د فارسي ژبې کارول منع او د قانون ټول کتابونه له عربي او فارسي څخه انګرېزي ته وژباړل شول. مسلمانانو د ژبې بدلول د خپل فرهنګ او دین د لمنځه وړلو لپاره دسیسه وګڼله، دا بدلون یې ونه مانه، په منفي مبارزه یې لاس پورې کړ او ځانونه یې له فرهنګي مرکزونو څخه وباسل. په بنګال کې انګرېز واکمنو مسلمانانو ته پام نه کاوه؛ ځکه هغوی یې د پخواني واکمن د دستګاه پاتې شوني ګڼل او وېرېدل چې هسې نه هغوی ته د مزاحمت او جنجال لامل نه شي، له دې امله بنګالي هندوانو د کار په پیل کې په هند کې د انګرېزانو ټولې اداري چارې او دولتي خدمتونه په خپل انحصار کې راوستل او تر ډېره د حکومت لخوا نورو سیمو او د هند شمالي ایالتونو ته لېږل کېدل.[[6]]
انګرېزانو د مسلمانانو د مدرسو د لګښتونو په پرې کولو سره اسلامي فرهنګ ته قوي ضربه ورکړه. کله چې هغوی ته په بنګال کې واک په لاس ورغی، نو په دې ځای کې د معافي په نوم پراخې ځمکې وې، چې د مالیې له ورکولو معاف وې. زیاتره دا ځمکې شخصي ملکیتونه وو، چې تر ډېره به یې عاید د وقف شویو په توګه ښوونیزو موسسو ته ځانګړی کېده او د پخواني طرز ګڼ شمېر مدرسې او د لوړو زده کړو ځینې موسسې، چې فارسي ژبه پهکې تدریسېده، د معافیانو د ورکړې له لارې مرسته ترلاسه کوله او په دې پیسو اداره کېده. د ختیځ هند کمپنۍ په دې لټه کې وه چې ژر تر ژره خپلو ونډوالو ته، چې په انګلستان کې وو، ډېره ګټه ورکړي. د کمپنۍ مدیرانو او رییسانو په دوامداره توګه د دې موخې لپاره فشار راوړ، له دې امله یې د معافۍ د ځمکو د ضبط او تصرف سیاست په پام کې ونیو او د دې ځمکې له اداره کوونکو یې وغوښتل چې د خپل موقعیت معاف کېدل په ثبوت ورسوي؛ خو اسناد یا ورقې زاړه یا ورک شوي وو او وَینهوو او حشراتو لمنځه وړي وو. په دې تخنیک یې د معافۍ ځمکه نیوله او ضبط کوله او د هغو مسؤلین یې شړل. له بلې خوا هغو مدرسو او ښوونیزو مرکزونو خپلې مالي سرچینې له لاسه ورکړې چې له دې منابعو څخه یې استفاده کوله. پراخې سیمې د وضعیت په دې بدلون کې شاملې شوې او ډېرې کورنۍ لمنځه لاړې او ښوونیزې ادارې وځنډول وشوې، چې د دې معافیو په عاید اداره کېدې.
پر هند د انګرېزانو تسلط د مسلمانانو لپاره د ټولو شیانو د له لاسه ورکولو په معنا وه؛ ځکه هغوی سره له دې چې د هند یو پر پنځمه برخه نفوس یې تشکیلاوه، څو کاله یې د هند حکومت په لاس کې درلود او له فوق العاده فرهنګي نفوذ څخه برخمن و، انګرېز دولت هغوی خپل لومړۍ شمېره دښمن ګاڼه او هر ډول مقاومت، بغاوت او ورانکاري یې د هغوی له لوري بلل. مشهور انګرېز لیکوال ویلیام هانټر په۱۸۷۱ز کال کې د هند د مسلمانانو په کتاب کې ولیکل: «د هند مسلمانان په تېر او حال کې په هند کې د انګرېز حکومت لپاره د خطر منبع وه او دي». باید د خپل موقعیت د تثبیت او پر مسلمانانو د تسلط لپاره استعمار د هغوی د عقیدو په بدلولو لاس پورې کړی وای، چې د اسلام ضد قوانینو او عقایدو ترویج په دې سیاست کې شامل دي.
دوام لري…
مخکینې برخه | وروستۍ برخه
[1]. هادی نجف آبادی، 1363: 3.
[2]. ندوي، ۱۹۹۹: ۳۱۰.
[3]. ندوي، ۱۹۹۷: ۳۴۰.
[4]. ندوي، ٣١٠: ۱۹۹۹.
[5]. هاردي، ١٣٦٩: ٥٧.
[6]. نهرو، ۱۳۶۱: ۵۲۵.