لیکوال: سید مصلح الدین
روژه او په اسلام کې یې مقام
(پنځمه برخه)
روژه په پخوانیو دینونو کې
د همدې ښېګڼو او ګتو په له امله، د تاریخ په مشهورو دینونو او شریعتونو کې روژه موجوده وه او ټولو له خپلو پیروانو غوښتي و، چې روژې ونیسي. «برهمايي» دین له پخوانیو دینونو څخه دی، چې اوس هم ډېر پیروان لري. د هندوستان د مدراس پوهنتون د فلسفې څانګې رییس ډاکټر مهادیوا (Mahadeva)، په هندوییزم او هندي ټولنه کې د روژې مقام بیان کړی او وايي: «په هغو اخترونو او جشنونو کې چې په کلنۍ بڼه لمانځل کېږي، داسې ورځې هم شته چې د نفس د تزکیې لپاره، روژه نیولو ته ځانګړې شوې دي. هرې هندو ډلې څو ورځې دعا او عباداتو ته ځانګړې کړې دي او زیاتره خلک په دې ورځو کې روژې نیسي، خوراک نه کوي، ټوله شپه ویښ پاتې کېږي او د سپېڅلو کتابونو په لوستلو او مراقبو بوختېږي. د بېلابېلو هندو ډلو ترمنځ تر ټولو عامه او مشهوره روژه د «ويکنته اِکادشي (Vaikuntha Ekadashi)» روژه ده، چې «وشنو» ته منسوبه ده؛ خو یوازې د «وشنو» پیروان یې نه نیسي، بلکې زیاتره خلک دغه روژه نیسي او په دې شپه ویښ پاتې کېږي. په ځینو ورځو کې یوازې ښځې روژه نیسي او په بېلابېلو وختونو کې (د ښځینه ځانګړنو ښودونکي) معبودان یادوي او د دې روژې د ځانګړي اهمیت په خاطر یې «برت» یا «ژمنه» نوموي. دا روژه د روح تزکیې ته ځانګړې شوې او موخه یې په روحي خوراکونو د روح تغذیه ده».[1]
«برهمنان» د هرې هندي میاشت په پنځلسمه او دولسمه ورځ روژه نیسي؛ دې ته په کتو، که چېرې دوی دغو روژو ته پابند پاتې شي، نو د روژو شمېر به یې په کال کې ۲۴ ته ورسېږي.
په هند کې «جیني» دین د روژې په شرایطو او احکامو کې د سختۍ په موضوع کې تر نورو دینونو برتري لري او پیروان یې ۴۰ ورځې پرلپسې روژه نیسي.
لرغوني مصریان هم د دیني اخترونو په ترڅ کې روژه نیوله او د یوناني «نمسوفیریا» د درېیمې میاشتې روژه په یونان کې ښځو ته ځانګړې وه. که څه هم د مجوسيت په دیني کتابونو کې یو خاص قشر مخاطب شوی، خو د روژه نیولو په اړه له اوامرو او هڅونو خالي نه دي. د مجوسیت په ځینو کتابونو کې یوه جمله راغلې، چې پر دې دلالت کوي چې روژه پنځه کاله پر رهبرانو او دیني شخصیتونو فرض وه.[2]
روژه په یهودیت کې
یهودیانو د بابلیانو په دوره کې روژه د غم او ماتم نښه بلله او کله به چې کوم خطر ګواښل او یا به کوم کاهن او الهام کړل شوي ځان الهام یا نبوت ته چمتو کاوه، نو روژه به یې نیوله او همداراز، کله به چې یهودو، الله تعالی ناراضه او ځان ته په قهر ګاڼه او یا به یې سیمه له کوم لوی بحران او مصیبت سره مخ کېده یا له خطرناکې وبا او عامې قحطۍ سره لاس او ګرېوان کېدل یا به یې پاچاهانو د کومې نوې طرحې د عملي کولو پرېکړه کوله، نو په لنډمهاله توګه به یې روژه نیوله. د کفارې پر روژې سربېره، چې د یهودو په نزد د روژې یوازینۍ ټاکلې ورځ ده، داسې نورې دایمي ورځې په یهودیت او د دوی په تقویم کې محدودې دي. هغوی پرلهپسې څو مشخصې ورځې د هغو غمجنو پېښو په یاد کې روژه کېږي، چې د بابلیانو په دورې کې په اسارت کې رامنځته شوې وې. دا ورځې عبارت دي له: د څلورمې میاشتې (تموز) ځینې ورځې؛ پنځمه میاشت (آب)، اوومه میاشت (تشرین) او لسمه میاشت (طوت) [Tebet] او د تلمود ځینې معلمان په دې عقیده دي چې روژه په هغو ورځو کې اجباري ده چې د بني اسراییل ملت تر ظلم او فشار لاندې وي او د سوکالۍ او آرامۍ په وخت کې لازمي نه ده.
د وخت په تېرېدو یادو ورځو ته څو نورې ورځې ورزیاتې شوې چې یهودو د هغو مصیبتونو او سختیو په یاد کې روژه نیوله، چې ورسره مخ شوي وو، البته په دې ورځو کې روژه نیول لازمي نه ده او د عامو یهودیانو په نزد چندان محبوبیت نه لري . د شمېر په کم اختلاف دا ورځې ۲۵ ته رسېږي.
همداراز، نورې ملي او سیمهییزې روژې شته چې د هغو سیمو د اختلاف پر اساس توپیر سره لري، چې په تېر کې یهودیان په کې اوسېدلي دي. دا ورځې د ترخو پېښو، مصیبتونو، ظلمونو او فشارونو یادوونکې دي، چې په ځینو حکومتونو کې په بېلابېلو دورو کې یهودان ورسره لاس او ګرېوان و. داسې نورې ورځې هم شته چې د یهودو ځینې قشرونه د هغو پېښو او مصیبتونو په یاد کې چې د یهودو په تاریخ کې رامنځته شوې دي او همداراز د خپل شخصي ژوند د غمونو او جشنونو په یاد کې روژه نیسي او د کال په لومړۍ ورځ د روژې نیول د زیاترو قشرونو ترمنځ دود ده. همداراز کله چې ملت له خطر سره مخ شي یا ډېر وخت باران ونه شي یا په هېواد کې قحطي راشي یا سخت قوانین او مقررات صادر شي، یهود علما روژه مشروع ګڼي او یا امر کوي چې ونیول شي. شخصي او اختیاري روژه چې ځينې کسان ترجیح ورکوي، له پیل څخه د یهودو په تاریخ کې دود ده او دا روژه د شخصي پېښو په یاد یا د ګناهونو د کفارې یا د الهي رحمت د غوښتنې په برخه کې د پېښېدونکي تهدید یا رامنځته شوي مصیبت پر مهال نیول کېده. که روژه نیوونکی شخص عالم یا ښوونکی وي، د یهودو علماوو دې روژې نیولو ته نه دی هڅولی او ورسره موافق نه دي، چې هسې نه ذهن یې ګډوډ شي او روغتیا یې له خطر سره مخ شي. بله روژه هم شته چې د خپه کوونکي خوب تر لیدو وروسته یې نیسي. حال دا چې د یهودیت دین د اختر په ورځو د روژې نیولو اجازه نه ده ورکړې، «تلمود» مباح بللې ده، په دې شرط چې هغه د عادي ورځو په روژې نیولو سره کفاره پرځای کړي. د یهودو په نزد روژه د لمر له راختو پیلېږي او په آسمان کې د لومړي ستوري په راڅرګندېدو پای ته رسېږي. له دغو څخه یوازې د کفارې ورځ[3] او د «آب»[4] میاشتې نهمه ورځ د لمر له پرېوتو پیلېږي او تر بل لمر پرېوتو پورې دوام کوي. د روژه نیوونکي لپاره احکام او آداب نشته او اړمنو ته د صدقې او خوړو ورکولو په اړه په تېره په دودیز او سنتي ماښام کې هڅول شوی دی. د «آب» میاشتې نهه لومړۍ ورځې او ځینې نورې ورځې د «تموز» میاشتې له اوومې د «آب» میاشتې تر لسمې د جرمي روژې ورځې شمېرل کېږي، چې په دغو ورځو کې یوازې د غوښې خوړل او شراب څښل حرام دي.[5]
دوام لري…
[1]. Outlines of Hinduism chapter section.
[2]. د علامه سید سلیمان ندوي رحمهالله له تالیف «سیرة النبي» څخه اخیستل شوی، ۵ ټوک، ۲۸۷-۲۸۶مخ. له «دانشنامۀ بریتانیکا» څخه نقل، ۱۰ټوک، ۱۹۳مخ.
[3]. دا ورځ د اوومې میاشتې (تشرین) (TIShri) لسمه ورځ ده؛ لکه په دانشنامه اسلام او «په اسلام کې یهودیت» کتاب (۱۹۵۴) jydaism in islam by) Abrahami . katish New York) » کې چې بیان شوي دي.
[4]. دا ورځ په لومړي یا دویم ځل د یهودو د معبد د سوځېدو تلین دی.
[5]. له «دانشنامۀ یهودیت»، ۵ ټوک، د ۱۹۱۶ز چاپ، ولایات متحدۀ آمریکا. (jewish Encyclopeadia) څخه اخیستل شوی.