لیکوال: مهاجر عزیزي

شیبې له روژې سره

(څلیریشتمه برخه)

 

د روژې میاشت؛ برکتونه او فرصتونه 
له رمضان څخه څنګه پوره پوره ګټه واخلو؟
5. دعا او زارۍ
څه ډول دعا وکړو؟
دا هغه پوښتنه ده چې زیاتره خلک یې مطرح کوي او ځواب یې دا دی، چې دعا هغه غوښتنې، ژړاوې او زارۍ دي، چې بنده یې د خپل رب په دربار کې کوي. الله تعالی ستاسو فصاحت، بلاغت او لوړ غږ ته اړتیا نه لري، بلکې له تاسو اخلاص، پاملرنه، ژړا او زارۍ غواړي.
په یوه روایت کې راغلي، چې یو کس له کوم شیخ څخه وپوښتل: ای شیخه! مستجابه دعا څنګه ده؟ څه ډول دعا وکړو او څه په کې ووایو؟ موږ ته سمه او صحیح لاره راوښیئ. شیخ په ځواب کې ورته وویل: په عامه او خوږه ژبه دعا وکړئ او خپل رب ته ووایئ: «ربه! موږ له تا پرته بل څوک نه لرو». دا وخت به ستاسو دعا قبوله کړي.
الله عزوجل له تاسو څخه په دعا کې فصاحت او لوړ غږ نه غواړي، بلکې د هغه په دربار کې ستاسو پاک زړه، اخلاص، صادقانه نظر، زارۍ، عاجزي او د زړه نږدېوالی ارزښت لري، لکه پخپله چې یې فرمایلي دي: «ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ» «تاسو ما وبلئ چې زه ستاسو دعا قبوله كړم».
د دعا د قبلېدو شرطونه
درنو روژهتیانو! دعا ځینې شرایط لري چې باید رعایت شي او الله تعالی یې قبوله کړي:
● په دې باندې پخه عقیده لرل، چې یوازې الله تعالی د دعا په قبلولو قادر دی.
● یوازې د الله تعالی دربار ته دعا وکړو؛ ځکه له الله تعالی پرته بل چا ته دعا کول شرک دی.
● له مشروع لارې الله تعالی ته واسطه کول لکه په غوره الهي نومونو، د هغه په صفتونو، نېکو عملونو توسل یا له یوه حاضر صالح فرد څخه د دعا غوښتنه.
● د دعا په قبلېدو کې له بیړې ډډه کول.
● د خیر دعا کول او په الله تعالی ښه ګومان لرل.
● د دعا پر مهال د زړه حضور.
● د خوراک حلالوالی او له ظلم او حرامو څخه ځان ساتل.
● له ناسمو او ناخوښه دعاګانو ډډه کول.
دا د دعا د قبلېدو ځینې شرطونه دي، چې رعایتول یې اړبن دي.
د دعا آداب
دعا ځینې آداب لري چې رعایتول یې پر قبلېدو ځانګړی اغېز لري. دا آداب عبارت دي له:
1. تر دعا وړاندې د الله تعالی حمد او ستاینه وشي.
2. پر پېغمبر صلی الله علیه وسلم درود وویل شي.
3. په خپلو ګناهونو اعتراف وشي.
4. دعا دې په تضرع، خشوع او عاجزۍ وشي.
5. په خالص نیت او بشپړې توجه دې دعا وشي.
6. غوره ده چې د دعا پر مهال قبلې ته مخ شي.
7. لاسونه آسمان ته پورته شي.
8. تر دعا وړاندې دې مسواک ووهل شي او اودس دې وشي.
9. د دعا پر مهال د الله تعالی غوره نوم یا صفت یاد شي لکه «یا رحمن، ارحمني» یا «برحمتک استغیث».
10. په دعا کې له تکلف او تصنع څخه ډډه وشي.
11. دعا په غوښتنه او زارۍ وشي.
12. درې ځله تکرار شي.
د دې آدابو په رعایتولو سره هیله ده چې دعا د الله تعالی په دربار کې قبوله شي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version