لیکوال: مهاجر عزیزي
شیبې له روژې سره (دوه ویشتمه برخه)
د رمضان میاشت؛ برکتونه او فرصتونه
څنګه له رمضان څخه پوره پوره ګټه واخلو؟
۴. ذکر او د الله تعالی یادونه
د رمضان میاشت په حقیقت کې د ذکر او د الله تعالی د یادولو میاشت ده، څرنګه چې غوره عملونو له ذکر سره تړلي دي، غوره حاجیان هغه کسان دي چې د الله تعالی ډېر ذکر یې کړی وي، غوره مجاهدین هغوی دي چې د الله تعالی په یاد کې یې ډېره هڅه کړې وي او تر ټولو نېک روژه لرونکي هغوی دي چې د الله تعالی په ذکر ډېر بوخت وي.
ذکر الله تعالی ته د نږدې کېدو غوره وسیله ده. داسې دروازې دي چې تل د بنده او د هغه د رب ترمنځ پرانیستې دي؛ خو دا چې پخپله بنده یې په غفلت سره بندې کړي. الله تعالی د ذکر څښتنان ستایلي دي او هغه یې د مغفرت وسیله بللې ده. لکه فرمايي چې: : “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا” [الأحزاب: ۴۱-۴۲]
ژباړه: «ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، الله تعالی ډېر یاد کړئ او سهار او ماښام یې تسبیح ووایئ»
په بل ځای کې یې فرمایلي دي: “وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ” [الجمعة: ۱۰] ژباړه: «او الله تعالی ډېر یاد کړئ، چې کامباب شئ»
همداراز فرمايي: “وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا” [الأحزاب: ۳۵] ژباړه: «او هغه نارینه او ښځې چې الله تعالی ډېر یادوي، الله ورته بښنه او لوی اجر چمتو کړی دی»
ذکر د الله تعالی په نزد له غوره او پاکو عملونو څخه دی. ابودرداء رضي الله عنه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی چې ویې فرمایل: آیا تاسو له غوره، د الله تعالی په نزد له تر ټولو پاک، ستاسو په درجو کې له تر ټولو لوړ او د سرو او سپینو زرو له انفاق څخه له غوره او حتا له داسې ښه عمل څخه خبر نه کړم چې له خپلو دښمنانو سره مخامخ شئ او او غاړې یې ور پرې کړئ او هغوی ستاسو غاړې در پرې کړي؟ اصحابو وویل: «هو، ای د الله تعالی رسوله!» ویې فرمایل: «د الله تعالی ذکر.»[1]
که غواړئ چې تل د الله تعالی له عذاب او قهر څخه په امن کې اوسئ، نو د الله تعالی ذکر ډېر وکړئ؛ ځکه چېرته چې د الله پاک ذکر وي، هلته الهي عذاب نه راځي. معاذ بن جبل رضي الله عنه وايي: «د الله تعالی له عذاب څخه بې له ذکره بل هیڅ شی ډېر خلاصون ورکوونکی نه دی”[2]
څه ډول ذکر وکړو؟
په حقیقت کې هره هغه خبره او جمله ذکر بلل کېږي، چې د الله تعالی یادونه پکې وي. نو د الله ویل ذکر دی، سبحان الله ویل ذکر دی او همداراز د الله تعالی د نېکو نومونو (اسماء الحسنی) تکرارول هم د ذکر له مصداقونو څخه دی.
لږ تر لږه د ذکر اندازه دا ده چې انسان هغه نقل شوي اذکار ووايي چې د خیر معلم او د پرهېزګانو پېشوا یعنې پېغمبر صلی الله علیه وسلم بیان کړي دي لکه د سهار او ماښام اذکار، د خوب او ویښتیا پر مهال اذکار، تر لمنځونو وروسته اذکار، کور، جومات او د خوب خونې ته د ننوتلو او وتلو پر مهال اذکار او د طبیعي پېښو اړوند اذکار لکه باران او تالنده، په دې برخه کې د «د شپې او ورځې اعمال» په نوم کتابونه لیکل شوي دي چې له دې اذکارو څخه د ګټې اخیستنې جامع لارښود کېدای شي.[3]
تر ټول غوره ذکر د «لا إله إلا الله» ویل دي” البته په خاصو شرایطو کې نور اذکار لکه «سبحان الله»، «الحمد لله»، «الله أكبر» و «لا حول ولا قوة إلا بالله» لوړ فضیلت لري.[4]
هغه ذکر چې د جنت له خزانو څخه یوه خزانه ده په صحیحین کې له ابو موسی اشعري رضي الله عنه څخه روایت شوی دی چې ویې ویل؛ پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ای ابو موسی! یا ای عبدالله بن قیس! آیا د جنت له خزانو یوه خزانه در ونه ښیم؟ ویې ویل: «هو» ویې فرمایل: «: «لا حول ولا قوة إلا بالله».
شیخالاسلام ابن تیمیه رحمهالله وايي: “د «لا حول ولا قوة إلا بالله» ذکر سختې د زغم وړ کوي، سختۍ اسانه کوي او انسان ته لوړ مقامونه ور په برخه کوي.
ابن قیم رحمهالله نقل کوي چې له ابن تیمیه څخه مې واورېدل چې ویې ویل: «کله چې پرښتې د عرش په لېږدولو مامورې شوې، ویې ویل: ربه! څنګه ستا عرش ولېږدوو چې عظمت او جلال لري؟ الله تعالی وفرمایل: ووایئ «لا حول ولا قوة إلا بالله». کله چې یې دا کلمې وویلې، د عرش په لېږدولو وتوانېدې.”[5]
د ذکر اهمیت
د الله تعالی ذکر د زړونو خواړه او د هغو د ژوند بنسټ دی. پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «د الله تعالی د ذکر کوونکي او نه ذکر کوونکي د ژوندیو او مړو په څېر دي».”[6]
ابن تیمیه رحمهالله وايي: «د زړه لپاره ذکر د کب لپاره د اوبو په څېر دی، نو وګوره کله چې کب له اوبو جلا شي، په څه حال کېږي!”[7]
یو سړی حسن بصري ته راغی او ویې ویل: «ای ابوسعید! د زړه له سختوالي مې درته شکایت کوم». حسن بصري وفرمایل: «زړه دې په ذکر نرم کړه!». همداراز کله چې ځینو خلکو ام المؤمنین عایشې رضي الله عنها ته د خپلو زړونو له کلکوالي شکایت وکړ، ویې فرمایل:«په ذکر یې نږدې کړئ» یعنې د الله تعالی په ذکر کلک زړونه نرم کړئ.[8]
له روایتونو څخه په لاس راځي چې جنتي ماڼۍ په ذکر جوړېږي. کله چې ذکر کوونکی ذکر پرېږدي، پرښتې هم د ماڼۍ له جوړولو لاس اخلي او کله چې ذکر پیل کړي، هغوی یې هم بېرته په جوړولو پیل کوي.
د ذکر ګټې
ذکر بېشمېره ګټې لري، لکه علامه ابن قیم رحمهالله یې چې تر اویا ډېرې ګټې بیان کړې دي، دلته یې د ځینو یادونه کوو:
-
د الله تعالی د خوښۍ لامل کېږي؛
-
شیطان ځپي او لمنځه وړي؛
-
بنده د مراقبې او احسان مقام ته رسوي او د الله تعالی له ذکر پرته څوک دې درجې ته نه رسېږي، څرنګه چې یو کس په ناسته خپلې موخې ته نه شي رسېدای، همداراز څوک چې د الله تعالی له یاد څخه غافل وي، هغه هم د احسان مقام ته نه شي رسېدلی؛[9]
-
ذکر، غمونه او خپګانونه لمنځه وړي؛
-
ذکر، زړه پراخوي او روح له خوښۍ ډکوي؛
-
ذکر، د زړه د ژوندي کېدو او د الله تعالی او د هغه د رسول د مینې د جلب لامل کېږي؛
-
ذکر، په سختیو کې خپل مالک ته ګټه رسوي؛
-
ذکر، د قیامت په ورځ له پښېمانتیا او وېرې څخه د خوندیتوب لامل کېږي؛
-
د ذکر په سبب په زړه کې استغنا رامنځته کېږي او ذکر د انسان د ارادې او هوډ د پیاوړتیا لامل کېږي؛
او ډېرې نورې ګټې…[10].
ادامه لري…
[1]. ترمذی، ش ۳۳۷۷.
[2]. ترمذی، ش ۳۳۷۷.
[3]. دروس رمضان، ۲۱۳.
[4]. مجالس رمضان، ۲۱۰مخ.
[5]. همغه، ۲۱۰مخ.
[6]. صحیح بخاري، ش ۶۰۴۴.
[7]. مجموع الفتاوی، ۱۰ټوک، ۸۵مخ.
[8]. مجالس رمضان، ۸ ټوک، ۳مخ.
[9]. مجالس رمضان، ۸ ټوک، ۳مخ.
[10]. دروس رمضان، ۲۱۱مخ.