Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp Instagram Pinterest YouTube TikTok
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د روژې پیغامونه»شیبې له روژې سره (یوویشتمه برخه)
د روژې پیغامونه جمعه _21 _مارچ _2025AH 21-3-2025AD

شیبې له روژې سره (یوویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي

شیبې له روژې سره (یوویشتمه برخه)

د رمضان میاشت؛ برکتونه او فرصتونه
له رمضان څخه څنګه پوره ګټه واخلو؟

 

1. د قرآن کریم تلاوت
له قرآن کریم څخه څنګه ګټه واخلو؟
قرآن کریم د هدایت، وضاحت او د دې لپاره نازل شوی، چې خلک یې له مفاهیمو او برکتونو څخه برخمن شي. که د قرآن کریم آیتونه په تدبر او تفکر سره ولولو، نو د حیرانتیا او ښکلاګانو د نړۍ په لور به راته یوه نوې کړکۍ پرانیزي. د ژوند سمه او حقیقي لار به زده کړو او په روح او تن کې به مو تازهوالی پیدا شي.
قرآنکریم د زړونو د نرموالو تر ټولو مهمه وسیله ده. وهب بن ورد وايي: «په حدیثونو او وعظونو کې مو لټه وکړه، نو د قرآنکریم تر تلاوت، تفهیم او تدبر مو ډېر زړه نرموونکی او [د آخرت او عاقبت لپاره] سخت غم جلبوونکی شی ونه موند». همداراز، ابن‌قیم رحمه‌الله وایي: «د زړه لپاره تر ټولو ګټور شی په تدبر او تفکر سره د قرآن کریم تلاوت دی؛ ځکه چې قرآن کریم د سلوک ټول مراتب، د نړۍ حالات، او د عارفانو مقامونه په ځان کې رانغاړي. که خلک پوهېدای چې په تدبر سره د قرآن کریم تلاوت څومره له برکت څخه ډک دی، نو حتماً به یې ځان ورته وقف کړی وای او له نورو شیانو به یې ځان ساتلی وای. په تفکر سره د یوه آیت تلاوت کول، له تدبر پرته د ټول قرآن کریم له ختم څخه غوره عمل دی».[]
د قرآن کریم له تلاوت څخه د زیاتې ګټې اخیستنې لپاره، باید ژبه، عقل او زړه، درې واړه په یو وخت تلاوت ته متوجه وي. امام ابوحامد غزالي رحمه‌الله د قرآن کریم د تلاوت په اړه وايي: «د قرآنکریم کامل تلاوت هغه دی، چې ژبه، عقل او زړه پهکې شریکان وي. د ژبې برخه دا ده چې حروف په کې سم او په ترتیل سره ادا کړي، د عقل برخه دا ده چې د آیتونو معنا درک کړي او د زړه برخه دا ده چې له قرآن کریم څخه عبرت واخلي او ترې متأثر شي. ژبه الفاظ لولي، عقل یې ترجمه کوي او زړه پند ترې اخلي».
علامه مجد الهلالي، د ځینو عملي لارو چارو یادونه کړې، چې د الله تعالی په مرسته، له قرآنکریم څخه ګټه اخیستل آسانه کوي. دلته یې د څو مهمو طریقو یادونه کوو:
1. تر تلاوت مخکې دعا کول: له الله تعالی څخه باید وغواړو چې زموږ زړونه د قرآن کریم د انوارو جذب ته چمتو کړي او د تدبر او تأثر توفیق راکړي. دا دعا زموږ زړونه د قرآن کریم د منلو لپاره نرموي: وَمَا يَتَذَكَّرُ إِلَّا مَنْ يُنِيبُ  فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ[]
2. د قرآنکریم زیات تلاوت کول او اُنس ورڅخه اخیستل: د قرآن کریم تلاوت ته باید زیات وخت ورکړو، په داسې ځای کې یې ولولو چې له شورماشور څخه لرې وي، ترڅو مو تمرکز زیات شي. له تلاوت څخه مخکې د اودس کولو او مسواک وهلو توصیه هم شوې ده.
3. په لوړ غږ او ترتیل سره د مصحف شریف له مخې تلاوت کول: ترتیل زموږ پر احساساتو ژور اغېز کوي او په زړه کې د ایمان د پیاوړتیا لامل کېږي.
4. په آرام او غمجن لحن د قرآن کریم تلاوت: قرآن کریم باید په تدبر سره تلاوت کړو، حروف، غُنې او مدونه په ښه ډول ادا کړو، ترڅو د آیتونو له معناوو سره ژوره اړیکه پیدا کړو. په غمجن غږ سره تلاوت هم د قرآن کریم تاثیر دوه چنده کوي.
5. له مختصر تفسیر څخه استفاده کول: د قرآن د مفهوم د ښه درک لپاره، کولای شو یو لنډ تفسیر له ځان سره ولرو؛ خو غوره دا ده چې د تلاوت تر ختمېدو وروسته ورته مراجعه وکړو، ترڅو د قرآنکریم له معنوي فضا څخه بهر نه شو. البته که د کومې کلمې معنا راته سخته وه، بیا پروا نه کوي.
 متأسفانه، ځینې داسې خلک هم شته، چې د روژې تر پایه، حتی یو ځل هم د قرآن کریم په ختم بریالي کېدای نه شي، آن ځینې په کې یو څو مخونه هم نه لولي. آیا دا د دې مبارکې میاشتې له ځانګړې فرصت او معنویت څخه ستر محرومیت نه دی؟
ادامه لري…
Previous Articleنوروز د اسلام په تله کې؛ تاریخي او فقهي ارزونه (دوهمه او وروستۍبرخه)
Next Article شیبې له روژې سره (دوه ویشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو علیهم‌السلام  په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه: ۶۲)

یکشنبه _16 _اگست _2026AH 16-8-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه : ٦١ )

شنبه _1 _اگست _2026AH 1-8-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه : ٦٠)

یکشنبه _19 _جولای _2026AH 19-7-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

Blog

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۲)

سه شنبه _3 _نوومبر _2026AH 3-11-2026AD12 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۲) امام …

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۳  )

سه شنبه _3 _نوومبر _2026AH 3-11-2026AD15 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۳  )…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۲  )

دوشنبه _2 _نوومبر _2026AH 2-11-2026AD31 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۲  )…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۱)

یکشنبه _1 _نوومبر _2026AH 1-11-2026AD25 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۱) امام …

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۲)

سه شنبه _3 _نوومبر _2026AH 3-11-2026AD

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۳  )

سه شنبه _3 _نوومبر _2026AH 3-11-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.