Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د روژې پیغامونه»شیبې له روژې سره (درویشتمه برخه)
د روژې پیغامونه یکشنبه _23 _مارچ _2025AH 23-3-2025AD

شیبې له روژې سره (درویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: مهاجر عزیزي

شیبې له روژې سره (درویشتمه برخه)

د رمضان میاشت؛ برکتونه او فرصتونه
له رمضان څخه څنګه پوره پوره ګټه واخلو؟
۵. دعا او زاري
له هغو مهمو عملونو څخه چې په روژه کې یې د ترسره کولو توصیه شوې ده، د رب العالمین دربار ته دعا او زارۍ دي. رمضان یو داسې ارزښتناک فرصت او برکتناک مناسبت دی، چې بنده په کې د داسې بېلابېلو عباداتو له لارې خپل رب ته ورنږدې کېږي، چې دعا په کې تر ټولو  مخکښه ده؛ ځکه په دې میاشت کې د دعا د قبولېدو ځایونه او وختونه زیات دي، نو مسلمانان باید له همدې امله هم په دې میاشت کې ډېرې دعاګانې وکړي.
الله تعالی خپل بندګان دعا ته هڅوي او دعا کوونکو ته د دوی د دعاګانو د قبلولو ژمنه کوي، لکه څنګه چې فرمايي: «وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ».[۱]
ژباړه: «او كله چې زما بنده­ګان زما په اړه له تا څخه پوښتنه وكړي، نو یقینًا زه قریب یم، د دعا كوونكي دعا قبلوم كله چې له ما نه دعا غواړي، نو دوى دې زما حكم ومني او پر ما دې ایمان راوړي، د دې لپاره چې دوى سمه لار ومومي.»
د دعا د قبولېدو غوره وختونه
ځینې وختونه ځانګړی فضیلت لري او  دعا ژر په کې قبلیږي، چې ځيني یې دا دي:
  1. د اذان او اقامې ترمنځ؛
  2. تر فرضي لمونځونو وروسته؛
  3. د شپې په وروستی درېیمه برخه کې؛
  4. د جمعې په ورځ کې له هغه وخته نیولې چې امام منبر ته پورته کېږي د لمانځه تر ختمېدو پورې او همداراز د دې ورځې په وروستیو ساعتونو کې؛
  5. د قدر شپه؛
  6. د باران د ورېدو پر مهال؛
  7. د عرفې ورځ؛
  8. د رمضان میاشت؛
  9. د جهاد پر مهال؛
۱۰. د قرآن د ختمولو پر مهال؛
۱۱. او په روژه ماتي او داسې نورو وختونو کې.[۲]
له همدې امله، باید دغه وختونه غنیمت وګڼو او په ډېره عاجزۍ او زارۍ، له خپل واک او ځواک څخه لاس په سر شو، الله تعالی ته پناه وروړو، مناجات ورسره وکړو او د دنیا او آخرت خیر ورڅخه وغواړو. همداراز، له دا ډول دعا څخه باید ډډه وکړو چې یوازې په ژبه وي، خو زړه پکې حاضر نه وي؛[۳] ځکه چې له زړه او بشپړ یقین پرته دعا نه قبلیږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «پوه شئ، الله تعالی د هغه زړه دعا نه قبلوي چې غافل او بې‌توجه وي».[۴]
د روژه‌تي دعا هم د ورځې او هم د شپې قبلیږي، په تېره بیا د روژه ماتي پر مهال یې اجابت ته نږدې وي. رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايي: «درې ډلې دي چې دعا یې نه ردېږي: د روژه ماتي پر مهال د روژه‌تي، د عادل امام او د هغه چا چې ظلم پرې شوی وي.»[۵] همداراز، بل حدیث کې فرمايي: «بې‌شکه د روژه‌تي لپاره د روژه ماتي پر مهال داسې دعا ده چې نه ردېږي».[۶]
دې ته په کتو، د روژه‌تي لپاره غوره دا ده چې د روژه ماتي وخت غنیمت وګڼي او خپل رب ته په کې زارۍ وکړي، ګوندې د رب­تعالی د رحمت وږمې پرې ولګيږي او د دنیا او آخرت سعادت ورپه برخه شي.
د دعا فضایل او ثمرات
د دعا فضیلتونه، برکتونه او اسرار دومره زیات دي چې شمېرل یې ستونزمن دي، خو ځینې مهمې ګټې یې دا دي:
۱. دعا، د الله تعالی اطاعت او د هغه د امر منل دي. الله تعالی فرمايي: «وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ»[۷] «او ستاسې رب وفرمایل: ما وبولئ، زه به مو دعا قبوله کړم.»
۲. دعا، پخپله عبادت دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «دعا عبادت دی»[۸]
۳. دعا سړی له تکبره ساتي. الله تعالی فرمايي: «إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ».[۹] «هغه کسان چې زما له عبادت څخه تکبر کوي، ژر به په سپکاوي سره جهنم ته ننوځي».[۹]
۴. دعا، الله تعالی ته تر ټولو محبوب عمل دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «د الله تعالی پر وړاندې هیڅ شی تر دعا کولو غوره نه دی».[۱۰]
۵. دعا، د الله تعالی د غضب مخنیوی کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «څوک یې چې له الله تعالی څخه نه غواړي، نو الله تعالی پرې غضب کېږي».[۱۱]
۶. دعا، د سینې د پراخېدو، د غم د لرې کېدو او د کارونو د آسانه کېدو سبب ګرځي.
۷. دعا، د الله تعالی پر وړاندې د توکل نښه ده؛ ځکه چې د توکل حقیقت دا دی چې د انسان زړه پر الله تعالی اعتماد وکړي او مشروع اسباب وکاروي، چې دا معنا د دعا پر مهال په ډېره ښه توګه څرګندیږي؛ ځکه دعا کوونکی یوازې الله تعالی ته پناه وړي او خپل ټول کارونه هغه ته سپاري.
۸. دعا، د وړتیا او زیرکتیا نښه ده.[۱۲] رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «تر ټولو ناتوانه کسان هغه دي چې له دعا کولو څخه عاجز وي او تر ټولو بخیل کسان هغه دي چې په سلام ویلو کې بُخل کوي».[۱۳]
دوام لري…

[1]. سوره بقره، آیه ۱۸۶.

[2]. مختصر منهاج القاصدین، ص ۵۶.

[3]. ماذا نرید من رمضان، ص ۹.

[4]. سنن ترمذی، ش ۳۴۷۹.

[5]. ترمذی، ش ۳۵۹۸.

[6]. ابن ماجه، ش ۵۵۷.

[7]. سوره غافر، آیه ۶۰ .

[8]. مسند احمد، ج ۳۰، ص ۲۹۹.

[9]. سوره غافر، آیه ۶۰.

[10]. مسند احمد، ج ۳۰، ص ۲۹۹.

[11]. سنن ترمذی، ش ۳۳۷۳.

[12]. دروس رمضان، ص ۱۹۵.

[13]. صحیح الترغیب و الترهیب، ج ۳، ص۳۰.

Previous Articleشیبې له روژې سره (دوه ویشتمه برخه)
Next Article روژه او په اسلام کې یې مقام (پنځمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د دانبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۳)

جمعه _27 _فبروري _2026AH 27-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۲)

چهارشنبه _25 _فبروري _2026AH 25-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: وروستۍ ۵)

چهارشنبه _18 _فبروري _2026AH 18-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د دانبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۳)

جمعه _27 _فبروري _2026AH 27-2-2026AD2 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د دانبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۳) حضرت…

نور یی ولوله
فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۱۸)

پنجشنبه _26 _فبروري _2026AH 26-2-2026AD9 Views

لیکوال: ابورائف فراماسونري (برخه: ۱۸) د ماسوني نښو او عددونو سمبولیکې ماناوې د ګونیا او…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان‌پرستي (۳۵ او وروستۍ برخه)

پنجشنبه _26 _فبروري _2026AH 26-2-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌پرستي (۳۵ او وروستۍ برخه) وروستۍ خبرې له هغو مطالبو چې وړاندې…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۲)

چهارشنبه _25 _فبروري _2026AH 25-2-2026AD8 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۲) د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د دانبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۳)

جمعه _27 _فبروري _2026AH 27-2-2026AD

فراماسونري (برخه: ۱۸)

پنجشنبه _26 _فبروري _2026AH 26-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.