لیکوال: مهاجر عزیزي
نوروز د اسلام په تله کې؛ تاریخي او فقهي څېړنه (دوهمه او وروستۍبرخه)
نوروز د اسلافو او اهل سنتو د امامانو له نظره
د اسلام علماوو، مفسرینیو او د اهل سنت والجماعت امامانو په اتفاق سره د نوروز د جشن لمانځل حرام ګڼلی او د غیر الهي دینونو له شعائرو څخه یې بللی دی. همداراز، د مختلفو سرچینو د دقیقو پلټنو سربېره مو د صحابه کرامو، تابعینو یا د معاصر وخت د حقاني علماوو کوم داسې قول ونه موند، چې په هغې کې یې د نوروز د جشن لمانځل جایز ګڼلی وي.
د دې جشن د جواز په اړه چې هر څه ویل کېږي، هغه د هغو شهوتپرستو اشخاصو نظريات دي، چې د اسلافو نظریات یې له پامه غورځولي او له خپله ځانه یې دلایل ورته تراشلي دي، ترڅو دا جشن یوازې یو عادي کلتوري دود وښيي.
په دې برخه کې به د نوروز په اړه د صحابه کرامو، تابعینو او د اهل سنتو د علماوو نظریات وڅېړو:
الف: د نوروز په اړه د صحابه کرامو او تابعینو نظر
صحابه کرام او تابعین د قرآن کریم او سنتو تر ټولو معتبر او باخبره مفسرین دي، ځکه چې هغوی یا د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم په زمانه کې وو او یا ورسره په جوخته پېړۍ کې، نو طبیعي خبره ده، چې د شرعي مفاهیمو په اړه یې ډېر ښه فهم درلود.
-
عبدالله بن عمرو بن عاص رضیاللهعنه وايي: «څوک چې له عجمو څخه پیروي کوي او د نوروز او مهرجان جشنونه لمانځي او ځان دوی ته ورورته کوي، نو د قیامت په ورځ به له دوی سره حشر شي».[[1]]
-
له حسن بصري رحمهالله، چې په تابعینو کې له سترو علمای کرامو څخه و، د نوروز په اړه وپوښتل شول، نو ده د نوروز لمانځل مکروه وبلل او ویې ویل: «دا ورځ عجم (غیر عربي زردشتیان) لمانځي».[[2]]
-
زبید الیامي رحمهالله، چې د تابعینو له مشهورو علماوو څخه و، هر کال به د نوروز په ورځ له یوې ډلې سره په مسجد کې اعتکاف کاوه او ویل به یې: «دې خلکو (د نوروز تجلیل کوونکو) په خپل کفر اعتکاف کړی؛ نو موږ هم د خپل ایمان د ساتنې په خاطر اعتکاف کوو. ای پروردګاره! ته مو وبښې».[[3]]
ب: د نوروز په اړه د مفسرینو نظر
د امت ستر مفسرین هم نورز د مشرکینو اړوند غیر اسلامي مراسم ګڼي او لمانځل یې ناسم او حرام بولي.
-
امام قرطبي رحمهالله د احکام القرآن په تفسیر کې د ﴿وَالَّذِینَ لاَ یشْهَدُونَ الزُّورَ﴾[[4]] آیت د تفسیر په اړه لیکلي دي: «ابن عباس رضیاللهعنه ویلي دي چې له «زور» څخه موخه د مشرکانو اخترونه دي».[[5]]
-
امام ابن کثیر رحمهالله د همدې آیت په تفسیر کې لیکلي دي: «ابو العالیه، طاووس، محمد بن سیرین، ضحاک، ربیع بن انس او نورو ویلي چې «زور» هماغه د مشرکانو اخترونه دي».[[6]]
-
امام سیوطی رحمهالله په الدر المنثور کې د ابن عباس رضیاللهعنه له قوله لیکلي دي: په دې آیت کې له «زور» څخه موخه د مشرکانو اخترونه دي».[[7]]
ج: د نوروز په اړه د امامانو او څلور ګونو مذاهبو د فقهاوو نظر
د څلورو مذهبونو فقها او امامانو د نوروز د جشن لمانځل او په هغه کې ډالۍ ورکول، تفریح کول، د دې ورځې په مناسبت د تبلیغاتو لیکل او د شعارونو نصبول حرام او ناسم ګڼي. آن د حنفي مذهب ځینو لویو علماوو، لکه علامه ابوحفص کبیر رحمهالله، د دې موضوع په اړه ډېر سخت دریځ خپل کړی. هغه په ډاګه کړې: «که څوک د نوروز د تعظیم په نیت، آن یوازې یوه هګۍ هم کوم مشرک ته ډالۍ کړي، نو کافر شوی او ټول اعمال یې ختم تباه شوي».
د ځینو فقهاوو نظریاتو ته کتنه:
-
علامه ابن نجیم حنفي رحمهالله وایي: «د نوروز په ورځ د دُف غږول او سندرې ویل حلال نه؛ بلکې مکروه دي».[[8]]
-
په الدر المختار او رد المحتار کتاب کې راغلي: «په نوروز کې ډالۍ ورکول مکروه دي، آن که د دې ورځې د تعظیم نیت هم ونه لري؛ خو که څوک دا کار د نوروز د تعظیم په نیت وکړي، نو حرام ګڼل کېږي».
د اختیاط په خاطر غوره دا ده چې ډالۍ یا مخکې له نوروز او یا وروسته له نوروز څخه ورکړل شي، ترڅو د مجوسیانو له تقلید څخه ډډه وشي.[[9]] همداراز، د نوروز په خاطر د شعارونو نصب او تبلیغات کول مکروه بلل شوي دي.[[10]]
-
ابوحفص کبیر حنفي وایي: «که څوک د نوروز د تعظیم په نیت، حتی یوه هګۍ هم یو مشرک ته ډالۍ کړي، نو کافر کیږي او اعمال یې باطلیږي». قاضي ابوالمحاسن بن منصور حنفي هم ویلي دي: «که څوک د نوروز په ورځ داسې څه واخلي چې مخکې یې نه اخیستل، یا نورو ته ډالۍ ورکړي، نو که د دې کار نیت د کفارو په څېر د نوروز تعظیم وي، کافر کېږي؛ خو که دا کار یوازې د عادت او محبت له مخې کوي، د کفر سبب کیږي نه، خو مکروه عمل دی، ځکه چې د کفارو له تقلید څخه باید ډډه وشي».[[11]]
-
په منح الجلیل شرح مختصر خلیل (مالکي فقه) کې راغلي: «په نوروز او مهرگان کې ښوونکو ته ډالۍ ورکول ناروا دي، ځکه چې مسلمانان باید د خپلو ښوونکو احترام یوازې د لوی او کوچني اختر په ورځو کې پر ځای کړي».[[12]]
-
ابن رشد مالکي هم وایي چې: «د مسلمانانو د اخترونو لپاره تیاری نیول مستحب دي، خو د نوروز او مهرگان په څېر نصاراوو او مشرکانو د اخترونو، لمانځل مکروه او ناروا دي، ځکه چې د دې ورځو تعظیم یو ډول شرک ګڼل کېږي».[[13]]
-
د حنبلي مذهب لوی عالم امام ابن تیمیه رحمهالله د نوروز په ورځ د مسلمانانو د ځینو اعمالو لکه: د نوروز په ورځ کفارو ته ډالۍ ورکول، او یا د دوی په څېر د جشنونو د نیولو په اړه داسې فتوا ورکړې ده: مسلمانانو ته جایزه نه ده چې د کفارو د اخترونو اړوند چارو کې، ځانونه هغوی ته ورورته کړي، هغه که د خوړو په تیارولو کې وي، که د خاصو لباسونو په اغوستلو کې وي او یا هم د اورونو په بلولو او داسې نورو دودونو کې وي. هغه که دنیوي بڼه ولري او که عبادي. مسلمانان باید د کفارو اخترونو ته د عادي ورځو په څېر وګوري او هېڅ ځانګړی امتیاز ورنه کړي».[[14]]
پایله
تاریخي او فقهي څېړنې ښیي چې نوروز د ایران او ګاونډیو سیمو په کلتور کې ژورې او لرغونې ریښې لري او له پخوا راهیسې د یوه ملي جشن په توګه لمانځل شوی دی. خو له اسلامي نظره، د اهل سنت علماوو او فقهاوو په دې دلیل یاد جشن نامشروع ګڼلی چې اعتقادي اړخونه لري او د کفري آدابو او رسومو سره مشابهت دی.
نبوي حدیث هم د جاهلیت د اخترونو پر ځای د کوچني او لوی اخترونو په لمانځلو ټینګار کوي. له همدې امله، د شریعت له نظره د نوروز لمانځل حرام دي، او مسلمانان له دې جشن څخه باید په جدي توګه ځانونه وساتي او په دې شرکي جشن ځانونه ککړ نه کړي.
[1] – ابن تیمیه، اقتضاء الصراط المستقیم، ج 2، ص 488.
[2] – ابن ابی شیبه، المصنف فی الأحادیث و الآثار، ج 2، ص 343.
[3] – بیهقی، شعب الایمان، روایت 3683.
[4] – الفرقان، ۷۲.
[5] – تفسیر قرطبی، ج 13، ص 79.
[6] – تفسیر ابن کثیر، 1420 هـ، ج 6، ص 130.
[7] – سیوطی، تفسیر الدرالمنثور، ج 6، ص 282.
[8] – ابن نجیم، البحرالرائق، ج 8، ص 233.
[9] – حصفکی، الدرالمختار، ج 6، ص 754.
[10] – ابن عابدین، ردالمحتار ، ج 6، ص 364.
[11] – علی قاری، مرقاة المفاتیح، ج ۳، ص ۱۰۶۹.
[12] – علیش، منح الجلیل، ج 7، ص 481.
[13] – ابن حاج، المدخل، ج 2، ص 334.
[14] – ابن تیمیه، مجموع الفتاوی، ج 2، ص 488.