لیکوال: مهاجر عزیزي
نوروز د اسلام په تله کې؛ تاریخي او فقهي څېړنه (لومړۍ برخه)
لنډیز
په دې مقاله کې نوروز د اسلام له نظره څېړل کېږي. په پیل کې یې د دې جشن د تاریخي مخینې او ریښېپېژندنې په اړه بحث شوی او ورپسې یې د مشروعیت په هکله د اسلام د علماوو بېلابېل نظرونه ارزول شوي دي. ځینو د نوروز د ژورو تاریخي او فقهي څېړنو د نشتون له امله هغه یوازې یو کولتوري دود بللی او جایز یې ګڼلی دی، حال دا چې د اسلامي امت زیاترو اسلافو او باوري او مخکښو علماوو هغه د اعتقادي او شرکي ابعادو لرونکی مناسبت ګڼلی دی او رد کړی یې دی. همداراز، د نوروز په اړه نبوي احادیث، د فقهاوو فتواګانې او د څلورو ګونو مذهبونو نظرونه تحلیل کړي دي. د مقالې پایله پر دې ټینګار کوي، چې مسلمانان باید د خپلو مراسمو او مناسبتونو په انتخاب کې د اسلامي شریعت د چوکاټ پیروي وکړي او له هغو جشنونو څخه دې ځانونه لرې لري چې غیراسلامي باورونه ورسره مله وي.
سریزه
انسانان په فطري توګه له خوښۍ او خوشالۍ سره لېوالتیا لري او دا لېوالتیا د بېلابېلو مراسمو او جشنونو په چوکاټ کې نمانځل کېږي. له هغو څخه ځینې مراسم په کولتور او ټولنیزو ادابو کې ریښه لري، خو ځینو نورو په کې دیني او تقدسي اړخ خپل کړی دی او کله بیا د دې دواړو ترکیب وي. نوروز د همدې دودونو له ډلې څخه دی، چې د نړۍ په زیاترو سیمو په تېره ایران او شاوخوا هېوادونو کې په ځانګړي اهتمام نمانځل کېږي.
نوروز یوازې د لمریز کال د پیل یا د تقویم د بدلون په معنا نه دی، بلکې اعتقادي اړخونه هم لري. دا جشن له اسلام څخه مخکې د بېلابېلو قومونو ترمنځ د یوه ځانګړي دود په توګه پېژندل کېده او د جاهلیت په خلکو کې هم نوروز او مهرګان (د هرې میاشتې شپاړسمه ورځ) له مهمو جشنونو څخه شمېرل کېدل؛ خو د اسلام د لمر په راختو سره یوازې دوو اخترونو (کوچني او لوی اختر) مشروعیت وموند او نور اخترونه او جشنونه د اسلام له نظره ناروا اعلان شول.
سربېره پر دې، د فارسي ژبو په سیمو کې خلک د اسلام تر قبلولو وروسته هم د دې جشن په نمانځلو پابند پاتې شول او هغه یې د کال د پیل، د طبیعت د بدلون او په نړۍ کې د ژوند د تجدید په تعبیرونو توجیه کړ، چې په نتیجه کې د امت فقها او علماوو د هغه د مشروعیت یا نه مشروعیت په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کړل.
نن سبا هم څېړونکي او قلموال په دې اړه په دوو برخو وېشل شوي دي، ځینې یې یوازې یو فرهنګي دود ګڼي او لمانځل یې جایز بولي ، حال دا چې بلې ډلې په مطلق ډول د اعتقادي بُعدونو لرونکی جشن بللی او رد کړی یې دی.
له همدې امله به په دې مقاله کې هڅه وکړو چې «نوروز» له بېلابېلو اړخونو وڅېړو؛ لومړی به یې د ریښهموندنې او تاریخي مخینې په اړه بحث کوو او ورپسې به د اسلام د علماوو بېلابېل نظرونه تحلیل کړو، ترڅو د دې موضوع روښانه انځور وړاندې شي او هغو کسانو ته د خبرتیا لوری هوار شي چې د دې جشن له تاریحي مخینې او اعتقادي اړخ څخه خبر نه دي.
د «نوروز» کلمې ریښه پېژندنه
د «نوروز» کلمه له دوو برخو «نو» او «روز» څخه جوړه شوې ده او په فارسي ژبه کې د «نوې ورځې» په معنا کارېږي. دا کلمه د لرغوني ایران په ژبو کې ریښه لري، په منځنۍ فارسي کې د nōg rōz او په لرغوني پارسي کې د navaka raocah (د نوې ورځې په معنا) ثبت شوې ده.
د نوروز تاریخي مخینه
د نوروز دقیقه منشا او د پیدایښت وخت په سمه توګه مشخص نه دی. ځینو تاریخي روایتونو د دې جشن ریښه بابلیانو ته منسوبه کړې او په دې باور دي چې په ایران کې یې پراختیا د کوروش په وسیله د بابل له فتحې سره هممهاله ۵۳۸ قبل المیلاد کال ته ورګرځي.
په زړو ایراني متنونو لکه شاهنامه فردوسي او تاریح طبري کې جمشید د نوروز د بنسټګر په توګه معرفي شوی دی. په ځینو نورو سرچینو کې یې کیومرث لومړنی شخص بللی چې د دې جشن بنسټ یې ایښی دی. [1] سربېره پر دې، زیاتره تاریخي سرچینې ټینګار کوي چې جمشید د پردیو د حملې تر دفاع کولو، ارامتیا ته د هېواد تر ورستنېدو او زردشتي دین ته تر رسمیت ورکولو وروسته دا ورځ د «نوروز» په توګه معرفي کړه. [2]
نوروز؛ عادي که تَعبُدي جشن؟
په دې پوهېدل اړین دي، چې اسلام د انسانانو د خوښۍ او خوشالۍ مانع نه دی، بلکې پخپله په خوش طبعۍ او تازګۍ سپارښتنه کوي او له هغو کسانو بېزاره دی چې وچه کلکه روحیه لري. همداراز، اسلام هره ورځ د خوښۍ لپاره فرصت ګڼي او خپل پيروان هڅوي چې د شریعت په چوکاټ کې ژوند په خوښۍ تېر کړي؛ خو د اخترونو په اړه شریعت یوازې دوه ورځې د اخترونو په توګه ټاکلې دي: کوچنی اختر او لوی اختر.
د کریسمس، مهرگان او نوروز په په څېر نور جشنونه په اسلام کې مشروعیت نه لري؛ ځکه دا جشنونه یوازې فرهنګي مراسم نه دي، بلکې تعبدي او تقدسي اړخ هم لري.
باوري مؤرخ، عبدالحی گردیزي په زینالاخبار کې روښانه کړې ده، چې اخترونه پر ټولنیز اړخ سربېره تعبدي اړخ هم لري. هغه لیکي «هغه اخترونه چې د هر امت په نزد پېژندل شوي دي، یوازې دودونه او عادتونه نه دي، بلکې کله چې دا ورځ رارسېږي، خلک پکې خوښي کوي یا د روژې په څېر عبادي اعمال ترسره کوي.»[3]
علما هم په دې باور دي چې په خلکو کې هیڅ داسې اختر نشته؛ چې هغه دې له ځینو دیني شعایرو سره مل نه وي. د بېلګې په توګه ځینې خلک نوروز ځانګړې او له برکت ډکه ورځ ګڼي، په دې ورځ روژه نیسي، صدقه ورکوي او عبادي عملونه ترسره کوي. دا چارې ښيي چې نوروز یوازې یو عادي جشن نه دی، بلکې تقدسي او تعبدي اړخونه هم ورسره ملګري شوي دي.
دا موضوع په نبوي احادیثو کې راغلې ده، کله چې پېغمبر صلیاللهعلیهوسلم مدینې منورې ته ورغی، نو ویې لیدل چې خلک دوه ورځې (نوروز او مهرګان) د اختر په توګه لمانځي، سربېره پر دې چې دا دوه اخترونه په خرافاتو او شرکیاتو ککړ شوي وو، تعبدي اړخ یې هم درلود. پېغمبر صلی الله علیه وسلم دا جشن منع کړ او په مقابل کې یې دوه نوي اخترونه د هغو ځایناستي کړل:
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې ویې فرمایل: «قَدِمَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: ” مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ؟ قَالُوا: كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِي الْجَاهِلِيَّةِ. قَالَ” إِنَّ اللهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا: يَوْمَ الْفِطْرِ، وَيَوْمَ النَّحْرِ.»[4] (رسول الله صلیاللهعلیهوسلم مدینې ته راغی او ویې لیدل چې خلک په دوو خاصو ورځو کې لوبې او خوښي کوي. پېغمبر صلی الله علیه وسلم یې د علت په اړه وپوښتل، هغوی ورته په ځواب وویل چې موږ به د جاهلیت په دوره کې په دې دوو ورځو جشنونه نیول. پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی ستاسو لپاره د دې دوو ورځو پرځای دوه غوره اخترونه، یعنې کوچنی او لوی اختر ځایناستي کړي دي).
له دې حدیث څخه په ډاګه کېږي، چې له نوروز او مهرګان سره نه یوازې خوښي او تفریح، بلکې تقدس او تعبد ملګري وو؛ نو ځکه یې لمانځل د پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) له خوا منع شول او د هغوی پر ځای یې دوه اسلامي اخترونه ځایناستي کړل. اوس باید په دې غور وشي چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم ولې دا جشنونه منع کړل؟ ځواب یې روښانه دی؛ ځکه دې جشنونو د خوښۍ پر اړخ سربېره تعبدي اړخ هم درلود او د مشرکانو له اخترونو څخه شمېرل کېدل.
اسلام له کفارو او مشرکانو سره هر ډول مشابهت بد ګڼي او خپل پیروان د هغوی د اعمالو او دودونو له تقلید څخه راایساروي؛ نو مسلمانان مسؤل دي چې د خپلو مراسمو او مناسبتونو په انتخاب کې د اسلامي شریعت د چوکاټ پیروي وکړي او له هغو جشنونو لرې اوسي چې په ناسمو باورونو او شرک لرونکو عقایدو ککړ وي.
دوام لري…
[1]. مرتضی راوندی، تاریخ اجتماعی ایران، ۶ ټوک، ۵۵۱مخ.
[2]. مصطفی کیوان، نوروز در کردستان، ۲۸ مخ.
[3]. عبدالحی گردیزی، زین الاخبار، ۲۰۹مخ.
[4]. مسند احمد، ۲۱ ټوک، ۲۲۶مخ.