لیکوال: مهاجر عزیزي
شیبې له روژې سره (شلمه برخه)
د روژې میاشت، برکتونه او فرصتونه
له رمضان څخه څنګه پوره پوره ګټه واخلو؟
۴. د قرآن تلاوت
د رمضان میاشتې یو بل مهم او له فضیلتونو ډک عمل د قرآن کریم تلاوت دی؛ ځکه د دې میاشتې له ځانګړنو څخه دا ده چې قرآن په کې نازل شوی دی. الله تعالی فرمايي: Pشَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَىٰ وَالْفُرْقَانِ[1]O (د رمضان میاشت هغه ده چې قرآن په کې نازل کړی شوی دی؛ [هغه کتاب] چې د خلکو لپاره هدایت او فرقان (د حق او د باطل بېلوونكي) ښكاره دلیلونه دي).
په دې میاشت کې د قرآن د تلاوت د اهمیت په اړه د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما تر خبرې روښانه دلیل نه شته چې وايي: جبرائیل [علیه السلام] به د رمضان په هره شپه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راته او له هغه سره به یې قرآن ګرداناوه».[2]
دا روایت ښيي چې په دې مبارکو شپو او ورځو کې د قرآنکریم زیات تلاوت مستحب دی، ترڅو تلاوت کوونکی هغه نېکه بدله ترلاسه کړي چې الله تعالی د هغه د کلام د تلاوت کوونکو او له کتاب سره یې د زړه د تړاو لرونکو لپاره ټاکلې ده. پېغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې د الله تعالی د کتاب یو توری تلاوت کړي، د هغه لپاره یوه نېکي ده او هره نېکي لس برابره بدله لري، زه دا نه وایم چې «الم» یو توری دی، بلکې «الف» یو توری دی، «لام» بل توری او «میم» بل توری دی».[3]
د قرآن تلاوت د انسان په ژوند کې د نور او برکت او د پرېمانه اجر د ترلاسه کولو سبب دی. پېغمبر صلی الله علیه وسلم اباذر رضي الله عنه ته سپارښتنه وکړه چې مدام دې تلاوت کوي او فرمایلي یې دي: «د قرآن تلاوت کوه؛ ځکه چې هغه به ستا لپاره په ځمکه کې نور او په آسمان کې (ارزښتناکه) زېرمه وي».[4]
قرآن د قیامت په ورځ د تلاوت کوونکي شفاعت کوي او د الله تعالی له غضب او د جهنم له اوره به یې د خلاصون سبب شي. پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «قرآن تلاوت کوئ؛ ځکه چې د قیامت په ورځ به د خپلو یارانو شفیع شي».[5]
د قرآن په تلاوت د سلف صالحو اهتمام
مشرانو او اسلافو به تل د قرآنکریم تلاوت ته خاصه توجه کوله او په تېره بیا، کله چې رمضان رارسېده، له ټولو کارونو به یې ځان وزګاراوه او د قرآن تلاوت ته به یې مخه کوله.
څوک چې د سلف صالحو په احوالو کې غور وکړي، نو وبه مومي چې هغوی به د دې کتاب څنګه اهتمام کاوه او زړونو به یې ورپورې تړلي وو. هغوی به شپه او ورځ د قرآن تلاوت کاوه؛ ځینو سلفو به قرآن په درې شپو کې ختماوه. أسود نخعی رحمهالله به د رمضان په هرو دوو شپو کې یو ځل د قرآن ختم کاوه. قتاده رحمه الله به په هرو اووه شپو کې د قرآن یو ختم درلود. له امام شافعي رحمه الله څخه نقل شوي دي، چې د رمضان په میاشت کې به یې هره ورځ دوه ځله قران ختماوه. همداراز، راغلي دي چې کله به رمضان رارسېده، امام مالک بن أنس رحمه الله به د حدیثو تدریس او له علماوو سره ناسته پاسته پرېښوده او یوازې به یې د مصحف شریف له مخې د قرآنکریم په تلاوت ځان بوختاوه.[6]
د امام بخاري احوال هم داسې وو چې د رمضان په لومړۍ شپه کې به یې یاران ورټولېدل، له هغوی سره به یې لمونځ کاوه او په هر رکعت کې به یې شل آیاتونه ویل، تر دې چې قرآن به یې ختماوه.[7]
له شک پرته د مؤمن په عمر کې تر ټولو ارزښتناکه شېبه هغه ده چې د الله تعالی له کتاب سره یې تېروي، هغه په لاس کې اخلي، په خپلو سترګو ورته ګوري، آیاتونه یې تلاوت کوي، په جوړښت او کلمو کې یې غور کوي، په رښتینو نښو او دلایلو کې یې فکر کوي، د الفاظو او ترکیباتو حیرانتیاوې یې درک کوي، د پخوانیو او راتلونکو له کیسو څخه عبرت اخلي او له هغه څه خبرېږي چې الله تعالی د پرهېزګارو مؤمنانو لپاره چمتو کړي او د هغه عذاب په اړه پوهېږي چې د مخالفینو او مجرمانو لپاره یې په پام کې نیول شوی دی.[8]
دوام لري…
[1]. بقره: ۱۸۵.
[2]. مسند احمد، ۴ټوک، ۳۷۵مخ.
[3]. سنن ترمذی، ۲۹۱۰.
[4]. صحیح الترغیب و الترهیب، ۲ټوک، ۱۶۴مخ.
[5]. صحیح مسلم، ۱ټوک، ۵۵۳مخ.
[6]. لطایف المعارف، ۳۱۸مخ، صفحات رمضانیه، ۵۰مخ.
[7]. ابن جوزی، صفة الصفوة، ۴ ټوک، ۱۷۰مخ.
[8]. صفحات رمضانیه، ۵۰مخ.