Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»د روژې پیغامونه»شیبې له روژې سره (نولسمه برخه)
د روژې پیغامونه چهارشنبه _19 _مارچ _2025AH 19-3-2025AD

شیبې له روژې سره (نولسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مهاجر عزیزي

شیبې له روژې سره (نولسمه برخه)

د رمضان میاشت؛ برکتونه او فرصتونه
له رمضان څخه څنګه پوره پوره ګټه واخلو؟
۳. اعتکاف
اعتکاف د رمضان د وروستۍ لسیزې له برکتونو څخه د ګټې اخیستنې او د قدر د شپې د اجرونو او ثوابونو د ترلاسه کولو لپاره یو بې‌ساری فرصت دي.
«اعتکاف» په لغت کې ځان په یوه ځای کې د مېشتولو او حبسولو په معنا دی.[] خو په شرعي اصطلاح کې اعتکاف د روژې په حالت کې د عبادت او اطاعت په نیت په جومات کې پاتې کېدو ته وایي.[]
اعتکاف یو کفایي سنت دی؛ یعنې که په یوه جومات کې څو تنه دا عبادت ترسره کړي، نو له نورو ساقطېږي، خو بیا یې هم که ترسره کړي، نو له زیات فضیلت او برکته به برخمن شي. نبي کریم صلی‌الله‌علیه‌وسلم خپل امت ته د دې عبادت سپارښتنه کړې او په خپله ده، امهات المؤمنینو او صحابه کرامو به ډېره پابندي پرې کوله.
حضرت عایشه رضی‌الله‌عنها وايي: «رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم به د رمضان په وروستیو لسو شپو کې اعتکاف کاوه او تر وفاته پورې یې دا عمل پرېنښود او تر وفات وروسته یې مېرمنو هم د دې سنت پابندې کوله».[]
زهري رحمه‌الله وايي: «حیران یم چې خلک څنګه اعتکاف پرېږدي، په داسې حال کې چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم به ځینې اعمال کله کول او کله به ‌یې پرېښودل، خو اعتکاف یې تر وفاته پورې نه دی پرېښودلی».[]
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د معتکف په اړه فرمایلي: «هغه له ګناهونو څخه اعتکاف کوي (یعني له ګناهونو ډډه کوي) او د هغه په عمل‌نامه کې د هر ډول نېکیو ثواب لیکل کېږي».[]
اعتکاف د دوزخ له اوره د خلاصون سبب کېږي. حضرت ابن عباس رضی‌الله‌عنهما له رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم څخه روایت کوي: «څوک چې د خپل مسلمان ورور د اړتیا د پوره کولو لپاره هلې ځلې وکړي، نو دا د هغه لپاره تر لسو کلونو اعتکاف غوره دی او که څوک یوازې د یوې ورځې لپاره د الله تعالی د رضا لپاره اعتکاف وکړي، نو الله تعالی به د هغه او د دوزخ ترمنځ درې خندقونه راولي، چې د هر یوه واټن د آسمان او ځمکې (یا ختیځ او لویدیځ) تر فاصلې زیات دی».[]
اعتکاف یوازې په هغه جومات کې صحیح کېږي، چې د جماعت لمنځونه پکې کېږي، غوره اعتکاف هغه دی چې په جامع جومات کې ترسره شي؛ خو تر ټولو غوره اعتکاف بیا هغه دی چې په حرمینو شریفینو (مسجد الحرام او مسجد النبوي) کې ترسره شي.
که معتکف جماع وکړي یا پرته له ضرورت څخه له جومات څخه ووځي، نو اعتکاف یې فاسدیږي. خو که د قضای حاجت، غسل او اودس یا د خوراک او څښاک په څېر د فطري اړتیاوو لپاره وځي، نو بیا په کې څه ستونزه نه شته او اعتکاف نه باطلوي؛ خو د ناروغ د پوښتنې یا د جنازې په لمانځه کې د ګډون کولو په څېر د نیکو کارونو لپاره وتل جایز نه‌دي.[]
د اعتکاف هدف او حقیقت
د اعتکاف موخه دا ده، چې زړه له دنیاوي افکارو او تعلقاتو پاک شي او یوازې د الله تعالی عبادت او اطاعت ته ځانګړی شي. ابن رجب رحمه‌الله وايي: «د اعتکاف حقیقت دا دی، چې له خالق سره د اړیکې د ټینګولو په موخه د هغه له مخلوقاتو سره پریکون وشي».[]
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم به د رمضان د وروستیو لسو شپو اعتکاف کاوه، چې د قدر شپه په کې وغواړي او هیله من به و، چې ویې مومي او د الله تعالی فضل او رحمت په کې وغواړي. هغه به په دې مبارکو شپو کې، په ناسته او ولاړه له الله تعالی سره مناجات کول، نفلي لمنځونه به یې کول او د قرآن کریم تلاوت به یې کاوه، نو دې ته په کتو، معتکف باید خپل ټول وخت د لمانځه، ذکر، د قرآن کریم تلاوت، د الله تعالی ستاینې او حمد و ثنا په څېر عباداتو ته ځانګړی کړي او له دنیوي خبرو او مشغولیتونو څخه ځان وساتي، ځکه اعتکاف له دنیاوي بوختیاوو څخه د پرېکون او د الله تعالی عبادت ته د ځان وقفولو په معنا دی؛ نو معتکف باید له هر هغه کار څخه ځان وساتي چې د الله تعالی له ذکر څخه یې غافلوي.[]
امام احمد رحمه‌الله په دې نظر و، چې معتکف باید له خلکو سره اختلاط ونه کړي، حتی د علم د زده کړې یا د قرآن کریم د قرائت لپاره هم؛ بلکې دا ورته غوره ده چې په خپل خلوت کې له الله تعالی سره راز و نیاز، ذکرونه او دعاګانې وکړي. دا ډول اعتکاف، شرعي خلوت دی چې د جماعت لمونځونه هم په کې نه پرېږدي. نو دې ته په کتو موږ هم باید د رمضان په شپو او ورځو کې له هر کوچني او لوی فرصت څخه په استفادې د اعتکاف نیت وکړو او خپل ځان له الله تعالی سره په خلوت بوخت وساتو.[]
د اعتکاف د مشروعیت حکمت
د اعتکاف د مشروعیت تر ټولو مهم حکمتونه دا دي، چې معتکف د پرښتو په څېر په عباداتو کې غرق شي او مشابهت ورسره پیدا کړي؛ نفس له شهوتونو څخه وساتي او په عبث او بې ګټو چارو کې ځان بوخت نه کړي.
اعتکاف په پخوانیو شریعتونو کې هم و او له شریفو اعمالو څخه ګنل کیږي، په تېره که په اخلاص سره ترسره شي.
عطاء رحمه‌الله وايي: «د معتکف مثال د هغه چا په څېر دی، چې یوه لوی شخصیت ته اړ شوی؛ نو د هغه د کور په دروازه کې کښیني او وايي، چې له دې ځایه تر هغو پورې نه ځم، ترڅو مې چې اړتیا پوره شوي نه وي!».[]
د اعتکاف فضیلتونه او ځانګړتیاوې
اعتکاف ظاهراً داسې عمل دی، چې په پیل کې ډېر سخت ښکاري، خو ثوابونه او فضیلتونه یې بې‌شمېره دي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
۱. د قدر د شپې ثواب ترلاسه کول: اعتکاف د معتکف لپاره یو داسې غوره فرصت دی چې په هغې کې د قدر شپې له برکتونه څخه برخمنېدای شي، هغه شپه چې د ۱۰۰۰ میاشتو (۸۳ کلونو) عبادت سره برابر دی.
 ۲. د روژې حفاظت: اعتکاف روژه له هغو کارونو څخه ساتي چې د روژې معنویت ته زیان رسوي او اجر او ثواب یې کموي.
 ۳. په مسجد کې پاتې کېدل او په جماعت سره لمونځ کول: اعتکاف انسان په جماعت سره د لمونځ کولو سره عادت کوي، چې دا کار پخپله زیات فضایل لري:
الف: له جومات سره مینه او د زړه تړل کېدل
څوک چې په جومات کې پاتې کیږي، نو له شک پرته چې د زړه له تله مینه ورسره لري او دا مینه او تړاو د الله تعالی په نزد ځانګړی مقام لري.
له ابو هریره رضي‌الله‌عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: «اووه ډلې به د قیامت په ورځ د الهي رحمت تر سیوري لاندې وي، چې یو په کې هغه کس دی چې زړه یې تل له مسجد سره تړلی وي».[]
ب: دوامداره اجر او د پرښتو دعا:
څوک چې په جومات کې د لمانځه په تمه ناست وي، نو له دوو ځانګړو امتیازاتو څخه برخمن کیږي:
 ۱. تر هغې پورې چې په مسجد کې وي، د لمانځه ثواب ورته لیکل کېږي.
۲. پرښتې ورته د رحمت او مغفرت دعاګانې کوي.
دوام لري…
Previous Articleروژه او په اسلام کې یې مقام (څلورمه برخه)
Next Article شیبې له روژې سره (شلمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (څوارلسمه برخه)

یکشنبه _11 _مې _2025AH 11-5-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (اتمه برخه)

شنبه _10 _مې _2025AH 10-5-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (اوومه برخه)

پنجشنبه _8 _مې _2025AH 8-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD3 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اتلسمه برخه ۱. د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اوولسمه برخه سید جمال‌الدین…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (دویمه برخه)

سه شنبه _13 _مې _2025AH 13-5-2025AD3 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل­‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار دویمه برخه الهي شعائر او…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (لومړۍ برخه)

دوشنبه _12 _مې _2025AH 12-5-2025AD3 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار لومړۍ برخه لنډیز: د اسلام…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.