Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»Blog»روژه او په اسلام کې یې مقام (څلورمه برخه)
Blog چهارشنبه _19 _مارچ _2025AH 19-3-2025AD

روژه او په اسلام کې یې مقام (څلورمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: سید مصلح الدین

روژه او په اسلام کې یې مقام (څلورمه برخه)

د روژې مقاصد او پر نفس او ژوند یې اغېزې
حجة الاسلام امام محمد غزالي رحمه‌الله په خپل خاص سبک، دې موضوع ته اشاره کړې او ویلي یې دي: «د روژې مقصد د الله تعالی پر اخلاقو ځان برابرول او په پرښتو پسې اقتدا کول او تر وسې پورې له شهوتونو څخه بې‌پروا کېدل او لاس اخیستل دی؛ ځکه هغوی له شهوتونو پاکې دي او د انسان مرتبه له حیواناتو لوړه ده؛ دا چې د عقل په نور، شهوتونه ماتولی شي او له پرښتو څخه یې مقام ټیټ دی؛ شهوتونه پرې برلاسي دي او باید مبارزه ورسره وکړي، نو له همدې امله، کله چې په شهوتونو کې ډوب شي، تر ټولو ټیتې درجې ته ورلوېږي او د ځناورو له ډلې سره یوځای کېږي، خو کله چې شهوتونه وځپي، مرتبه یې لوړیږي او د پرښتو مقام ته به ورنږدې شي».
علامه ابن قیم رحمه‌الله دا موضوع نوره هم روښانه کړې او وايي: «د روژې هدف له شهوتونو څخه د نفس کنټرول، له عادتونو څخه یې جلا کول او په شهواني قوه کې تعادل رامنځته کول دي، تر څو د هغه هدف غوښتلو ته چې د نېکمرغۍ راز پکې دی او د هغه څه منلو ته چمتو شي چې تزکیه پرې کېږي او ابدي ژوند پکې نغښتی دی، لوږه او تنده یې شور او ځوږ راکموي او د بېوزلو وږې لښکرې ورپه زړه کوي او د خوراک او څښاک د مجرا تنګولو په وسیله پر انسان د شیطان د برلاسي کېدو لارې تنګوي او د بدن غړي یې له هغې ناړامۍ یې راګرځوي، چې په دنیا او آخرت کې ورته زیان رسوي او هر غړی آراموي، ځواکونه کنټرول او مهاروي؛ له همدې امله، روژه د پرهېزګارۍ مهار، د مبارزانو سپر او د نېکانو او مقربانو بڼ دی».
علامه ابن قیم رحمه‌الله په بلاغت سره د روژې د رازونو او مقاصدو په اړه زیاتوي: «روژه د ظاهري غړو او باطني ځواکونو په ساتنه او په فاسدو موادو له ککړېدو څخه د هغو په ژغورنه کې عجیب اغېز لري، دا فاسد مواد که د انسان پر غړو او قواوو برلاسي شي، هغوی فاسدوي. همداراز، روژه د فاسدو موادو په تخلیه کې اغېز لري، چې دا فاسد مواد د روغتیا پر وړاندې خنډ کېږي. پر دې اساس روژه د زړه او غړو روغتیا تامینوي او هغه څه بېرته ترلاسه کوي، چې د شهوت پنجو غلا کړي دي.
روژه له تقوا او پرهېزګارۍ سره ډېره مرسته کوي، لکه الله تعالی چې فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، روژه پر تاسو فرض شوې ده، لکه تر تاسو پر پخوانیو چې فرض شوې وه، چې پرهېزګاري وکړئ».
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم هم فرمایلي دي: «روژه نیول (د ګناه د ترسراوي په مقابل کې) سپر او ساتونکې ده». هغو کسانو ته یې د روژې امر کړی، چې شهوت پرې فشار راوړی او د واده وس نه لري او روژه یې د دې شهوت د ختمولو سبب ګڼلی دی.
هدف دا دی چې کله سالمو عقلونو او فطرتونو د روژې په دې ګټو شاهدي ورکړې ده، الله تعالی هغه د رحمت، احسان، ژغورنې او سپر په توګه ورته مشروع کړې ده».
یو ځل بیا اصلي موضوع ته ورګرځېدلی او وايي: «دا چې د زړه خیر او ثبات په هغه تګلوري پورې تړاو لري، چې الله تعالی ته یې رسوي او ټول پام یې د بې نظمیو په انسجام د الله تعالی په لور راګرځوي، نو د عزتمن او مهربانه خدای رحمت د خپلو بندګانو په اړه وغوښتل، چې یوه اندازه روژه ورته مشروع کړي، تر څو اضافي خواړه او څښاکونه له منځه یوسي او زړه د هغو شهوتونو له مداخلې وژغوري چې د الله تعالی لوري ته د هغه په ورتلو کې ځند رامنځته کوي؛ ځکه د زړه پاشلتیا الله تعالی ته له مخ کولو پرته نه سمېږي، خوراک، څښاک، له خلکو سره اړیکې، اضافي خبرې او خوب یې پاشلتیا نوره هم پسې ډېروي، سرګردانه کوي یې، له الله تعالی څخه یې مخ اړوي. همداراز، الله تعالی روژه د مصلحت په اندازه مشروع کړې ده، داسې چې انسان په دنیا او آخرت کې ترې ګټه اخلي او تاوان ورته نه کوي او لنډمهاله یا اوږدې مهاله ګټې یې له منځه نه وړي».
دوام لري…
Previous Articleشیبې له روژې سره (اتلسمه برخه)
Next Article شیبې له روژې سره (نولسمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي رزونې بېلګې (برخه: ۳۸)

جمعه _13 _مارچ _2026AH 13-3-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۷)

پنجشنبه _12 _مارچ _2026AH 12-3-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

فراماسونري (برخه: ۲۵)

چهارشنبه _11 _مارچ _2026AH 11-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي رزونې بېلګې (برخه: ۳۸)

جمعه _13 _مارچ _2026AH 13-3-2026AD2 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي رزونې بېلګې (برخه: ۳۸) کعبه…

نور یی ولوله

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۵)

پنجشنبه _12 _مارچ _2026AH 12-3-2026AD9 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۵) (الف) ایا فضایي ژوند امکان لري؟…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۷)

پنجشنبه _12 _مارچ _2026AH 12-3-2026AD9 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۳۷) له…

نور یی ولوله
متفرقه

فراماسونري (برخه: ۲۵)

چهارشنبه _11 _مارچ _2026AH 11-3-2026AD6 Views

لیکوال: ابو ‌رائف فراماسونري (برخه: ۲۵) د حيواني نښو سمبولونه او ماسوني دلالتونه په تېرو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي رزونې بېلګې (برخه: ۳۸)

جمعه _13 _مارچ _2026AH 13-3-2026AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۵)

پنجشنبه _12 _مارچ _2026AH 12-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.