اسلام تر ټول بشپړ او غوره الهي دین دی چې د انسان د مادي او معنوي ژوند لپاره یې کامله برنامه وړاندې کړی او د ژوند د ټولو چارو په اړه یې له دقت او حکمته ډکې لارښوونې کړې دي . که چیرې د اسلام شرعي احکامو، مسایلو او کاملو برنامو ته ځیر شو، نو راته څرګنده به شي چې اسلام یوازې د انسان د ژوند یو اړخ یا یوه اړتیا په پام کې نه ده نیولې، بلکې د انساني ژوند د ټولو اړتیاوو په پام کې نیولو سره یې ګڼ شمېر احکام وضع کړي دي.
زکات د اسلام د اقتصادي نظام یوه مهمه برخه او د اسلام له اجزاوو څخه یو جز دی. همداراز، زکات د صدقې څرګند مثال دی چې د ټولنیزو برنامو د مالي ملاتړ په توګه، د ټولنې د جوړښت په اصلاح، د ژوند د پاکولو، د نفسونو د تزکیې او د خلکو ترمنځ د زړونو په نېږدې کولو کې رغوونکې ونډه لري.
د زکات او صدقې په اړه مختلف او له عبرته ډک تعبیرونه شوي، چې د دې الهی وجیبې د اهمیت ښکارندویي کوي. لکه له فرد او ټولنې څخه بلا لرېکونکی عمل، د رحمتونو او برکتونو د نازلېدو لپاره زمینه برابرونکی عمل، د عمر اوږدونکي او په ژوند کې پراخي راوستونکي عمل، له الله تعالی سره مستقیم تجارت، عملي ذکر او نور… دا مفاهیم په قرآن کریم، احادیثو او همدارنګه د مؤمنانو او د ټولنې د خلکو په ژورو باورونو کې په ښکاره ډول لیدل کیږي او د دې ټولنیز عبادت پر اهمیت ټینګار کوي.
مقدمه
انسان د مهربان خدای تر ټولو غوره مخلوق دی، نو د دې لپاره چې په دنیا او آخرت کې له کمال او سعادت څخه ډک ژوند ولري، یوې داسې کاملې برنامې ته اړتیا لري، چې د هغه ټولې مادي، معنوي، روحاني او جسماني اړتیاوو ته په کې توجه شوې وي او اړینې لارښوونې یې په ځان کې رانغښتې وي.
اسلام تر ټولو کامل او غوره دین دی چې د انسان مادي او معنوي ژوند لپاره یوه جامع برنامه لري او د ژوند د ټولو چارو لپاره یې دقیقې او حکیمانه لارښوونې وړاندې کړي دي.
د بېلګې په توګه، له الله تعالی سره د اړیکې ټینګولو لپاره یې پر فرد لمونځ او روژه فرض کړې ده. د نورو انسانانو په وړاندې د فرد د وظیفې په توګه یې امر بالمعروف او نيی عن المنکر یو مهم فرض ګرځولی دی. د اسلامي امت د یووالي او اجتماع د ساتنې لپاره یې د عبادي او سیاسي فریضې په توګه حج فرض کړی دی او د جمعې او جماعت لمونځونه یې د مؤمنانو ترمنځ اړیکو ته د ودې د ورکولو او له الله تعالی سره د ګډې اړیکې د ټینګولو په خاطر تشریع کړې دي. د کسب او کار د څرنګوالي په اړه یې احکام واضح کړي او حلال او حرام تجارتونه یې سره جلا کړي دي. پر هغو عایداتو یې چې انسانان یې لاسته راوړي، زکات فرض کړی دی.
په همدې اساس، که د اسلامي شریعت احکامو او دیني پلانونو ته ځیر شو، نو پوه به شو چې اسلام یوازې د انسان د ژوند یوه اړخ یا یوې اړتیا ته پام نه دی کړی، بلکې د انسان د مختلفو اړتیاوو په پام کې نیولو سره یې د هغه لپاره پراخ احکام وضع کړي دي.
دا ټولو ته ښکاره ده چې د دې احکامو او برنامو تطبیق نه یوازې د بنده له لوري د الله تعالی له دستوراتو د اطاعت اهمیت څرګندوي، بلکه په دنیا او آخرت کې مختلفې ګټې او بدلې هم لري. زکات هم چې د اسلام له اجزاوو څخه یو جز دی، ګڼ شمېر احکام او مسایل لري او هر مسلمان ته په کار ده چې د هغې د احیا او نافذولو لپاره ډېرې هڅې وکړي. هغه کسان چې د زکات د وجوب حکم ورته متوجه دی، باید د هغې احکام په دقیق ډول زده کړي؛ ځکه که چېرې موږ د اسلام اقتصادي احکامو (خصوصاً د زکات په اړه) احکامو ته پام وکړو او عمل پرې وکړو، نو مثبتې اغیزې به یې ډېر ژر زموږ په ژوند کې راڅرګندې شي او د دې اسلامي فرایضو په وړاندې د بې پروايی منفي پایلې او عواقب به زموږ له دیني ټولنې څخه لرې شي.
د رب او بنده ترمنځ د اړیکو لپاره د محبت، اخلاص، بخشش او ایثار په څېر اړتیاوې:
کله چې انسان د خپل پروردگار او بنده ترمنځ دې عجیبې او بېسارې اړیکې ته ځیر شي، نو پوهیږي چې دا اړیکه له اصالت، ژوروالي، پراخوالي او هر اړخیزوالي څخه برخمنه ده، چې له نورو اړیکو سره هیڅ د مقایسې وړ نه ده.
د دې اړیکې لپاره تر ټولو کوچنی تعبیر دا دی، چې دا د خالق او مخلوق، د رب او بنده، د رازق او مرزوق، د مالک او مملوک، او د حاکم او محکوم ترمنځ اړیکه ده. همداراز، دا د ستر څښتن او مهربان رب او د هغه د محتاج او خاکسار بنده ترمنځ اړیکه ده. د پروردگار د کمال صفات، بېساري افعال، حکیمانه او مهربانه ربوبیت، او د هغه د ذات لطیفه او دقیقه پاملرنه دا ایجابوي چې یوازې هغه د خالصې مینې وړ دی او زړه باید د هغه مینې ته تسلیم کړي. په همدې لاره کې بنده نه یوازې خپل مال او شتمني، بلکې خپل ځان او روح هم قرباني کړي.
د الله تعالی د ربوبیت مظاهر او انسان ته یې پاملرنه
که انسان د الله تعالی پراخه ربوبیت، هر اړخیز هدایت او د انسان پر وړاندې د هغه ځانګړې پاملرنې ته ځیر شي، نو پوه به شي چې الله تعالی هغه ذات دی چې انسان ته یې هستي او وجود وربښلی دی. هغه د انسان لپاره له سرچینو، مالونو، خزانو، وسایلو او انرژیو څخه د ګټه اخیستنې لپاره ځمکه په ډېر حکمت او دقت سره برابره کړې ده. الله تعالی انسان ته دا استعداد ورکړی چې دا سرچینې ومومي، د هغوی د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړي، او د دوی د استعمال، تنظیم او تبادلې لارې چارې زده کړي، او له خپلو همنوعانو سره همکاري وکړي.
د الله تعالی د ربوبیت او هدایت صفت د ټولو مخلوقاتو، ډلو، انواعو او اجناسو تر منځ ښکاره دی: «الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى» «زموږ رب هغه ذات دى چې هر شي ته يې د ده (موافق) شكل وركړى دى، بیا يې لار ښودلې ده».
په دې لړ کې، د انسان مقام تر ټولو لوړ دی، ځکه چې هغه پر ځمکه د الله تعالی خلیفه ټاکل شوی دی: «وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً» «او یقینًا یقینًا موږ د ادم اولادې ته ډېر عزت وركړى دى، او موږ دوى ته په وچه او سمندر كې سورلۍ وركړي دي او موږ دوى ته خوندور پاكیزه شیان وركړي دي او موږ دوى په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره كړي دي، غوره کول».
همداراز، الله تعالی د انسان لپاره پراخه ځمکه برابره کړې، ترڅو د هغې له پټو خزانو او سرچینو څخه ګټه واخلي: «هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِزْقِهِ» «دى همغه ذات دى چې تاسو لپاره يې ځمكه تابع ګرځولې ده، نو تاسو د دې په اوږو (اطرافو، لارو) كې ګرځئ او د دغه (الله) له رزق نه خورئ».
او د انسان لپاره یې د روزی، خوړو او د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د حیواناتو، اوبو، اور او داسې نورې سرچینې مسخر او برابرې کړي دي، چې نه یوازې د انسان د ابتدایي ژوند، فطري، اساسي او بنسټیزې اړتیاوې پوره کوي بلکې د پرمختللي تمدن د رامنځته کولو اړتیاوې هم پوره کوي.