انسان په اوسط ډول د ملایکو او حیواناتو ترمنځ پیدا شوی دی او د دې دوو متضادو جنسونو طبیعت پکې په حکمت، مهربانۍ او بېسارې توګه ترکیب شوی دی. انسان د فرښتو او الهي اخلاقو او د حیواني ځانګړنو او عادتونو عجیبه ګډوله ده، ترڅو د هغه منصب چمتووالی او مینه پکې ځای پر ځای شي، چې د هغه لپاره غوره شوی دی.
دا هغه منصب دی چې ملایکې ورته نه دي انتخاب شوې او حیوانات هم ورته نه دي پیدا شوي. دا منصب د خلافت مقام، د امانت ځای او د عبادت هدف دی: وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلائِكَةِ إِنِّي جَاعِلُ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لا تَعْلَمُون[] «نو چې څوک له تاسي څخه ناروغه او یا په سفر کې وي (او روژه وخوري) نو په نورو ورځو كې دې همدغه شمېر پوره كړي او په هغو کسانو باندې چې د روژې نیولو توان لري (او روژه نه نیسي) فدیه ورکول دي (چې) د یوه مسکین خواړه (د یوې روژې برابر دي) او څوك چې په خپله خوښه زياته نيكي وكړي؛ نو دا د هغه لپاره غوره ده؛ خو كه تاسي (د روژې په فضیلت) پوهېږئ، نو ستاسي لپاره غوره همدا ده چې روژه ونيسئ».
او وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ مَا أُرِيدُ مِنْهُم مِّن رِزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَن يُطْعِمُونِ[] «او ما پيری او انسان بل څه ته نه دي پيدا كړي پرته له دې چې زما عبادت وکړي. له هغوى څخه نه روزي غواړم او نه دا غواړم چې خواړه راكړي».
د خلافت تقاضا او لوازم:
د خلافت د منصب تقاضا دا ده، چې د خلافت او هغه چا ترمنځ، چې د خلیفه او ځایناستي په توګه انتخاب شوی دی او هغه ځای چې د خلافت مسؤلیت یې پهکې په غاړه اخیستی دی او هغه ذات چې دی د هغه خلیفه ټاکل شوی دی او پر ده برلاسي لري او حکم یې پرې نافذېږي، باید ډېر مناسبت او اړیکې موجودې وي.
همدا وجه ده چې له لومړنیو اړخونو (روحاني او ملکوتي اړخ) څخه یې د غورهوالی، پاکي، بېنیازي، رحمت، مهرباني، کرم، نېکي، صبر، زغم، ځواک، غلبه، روښانتیا، تجرد، خوندیتوب او روغتیا په څېر اخلاقي ځلاوې او د الهي صفتونو سیوري اخیستي دي او په ټولو انساني پړاوونو او د تاریخي دورو کې یې د دې اخلاقو او ځلاوو له شتون څخه خوند اخیستی دی، هغه ته یې د احترام، درناوي او عزت په سترګه کتلي دي او که پخپله له هغو څخه بېبرخې وي یا پر هغو له سینګارېدو څخه ناتوانه وي یا یې په دې اړه همت کم او اراده سسته وي، د داسې اخلاقو څښتنانو او لرونکو ته تسلیم شوي دي او د هغوی په اړه یې مینه او درناوی څرګند کړی دی.
له دویم اړخ (د حیوانیت اړخ) څخه یې هم ځانګړنې او طبیعت اخیستی او د ضعف په ټکو کې ورسره شریک شوی دی، ترڅو په غمجنو حالاتو او د لویو غوښتنو پر مهال ورسره ملګري وي او په ښه توګه یې رهبري کړي، د ځمکې له خزانو او سرچینو ګټه واخلي، د هغې له نعمتونو او پیدایښتونو برخمن شي او په هغې کې شته موجودات په خپل مناسب ځای کې ځای پر ځای کړي؛ له همدې امله، په انسان کې د خوراک او څښاک اشتها پیدا شوه او طبیعت یې داسې جوړ شو، چې له هغو څخه خوند واخلي، مینه ورسره وکړي او د ډېرولو هڅه یې وکړي او د صنعت، تمدن، ښاریتوب او په خوراک او څښاک کې د ظرافت الهام ورته وشو.
خپل اصلي مرکز ته د روح او جسم کشش او د دوی ځانګړنې:
په همدې خاطر انسان له روح او جسم څخه جوړ شوی دی، روح یې خپل اصل او مرکز ته ورکاږي او د ده د منصب، مقام، هدف او وظیفې یادونه ورته کوي او له پوره پراختیا، ښکلا، خوند او روښانتیا سره ورته د هغه جهان په لور دریڅه پرانیځي، چې دی ترې راغلی دی، د هغه د هیلو او لېوالتیا حس راپاروي، او د محدودې او کلکې مادې پر وړاندې یې لمڅوي او له تنګ او تنګوونکي قفس څخه خلاصون ورته سینګاروي، ولو که دا قفس د سرو زرو وي. هغه ته په پراخه او بېپایه فضا کې الوتل، د زنځیرونو او عادتونو، دودونو، خوندونو او اړتیاوو د بندونو ماتول له پامه ښه ورولي، که څه هم په کلونو او میاشتو کې ترسره شي او د خوراک او څښاک په پرماني سربېره ورته لوږه او تنده ښایسته کوي. تر دې چې له لوږې او تندې داسې خوند اخلي چې په خوندورو خوراکونو او څښاکونو کې داسې خوند نه مومي. همغه لنډه موده چې د ذهن په آرامۍ، د نفس په روښانتیا، د معدې په سپکوالي، د روح په ځلا، له شهوتونو جلا او له ورځني سیستم څخه په خلاصون یې وچه او جامده تېره کړې ده، هماغه د ژوند ارزښت او خوند، د روح خوښي او خوشالي ګڼي. د هغه مرغه په څېر چې خپلې ځالې ته د تلو لېوالتیا لري او د هغه کب په څېر چې اوبو ته له اوبو څخه بهر کوم احساس لري او د هغو شېبو هیله کوي، دا ټول د هغه روح پایله ده چې په هغه کې امانت ایښودل شوی دی او له غیبي جهان څخه ورته لېږدول شوی دی: وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِي[] «او دوى له تا نه د روح په باره كې پوښتنه كوي ته (ورته) ووایه: روح زما د رب له امره ځنې دى».
جسم هم انسان خپل اصل او مرکز ته ورکاږي، یعنې ځمکې ته او له خپل ټول محدودیت، سریښوالي، دروندوالي، سپکوالي او پستۍ سره: وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ[] «او یقیناً موږ انسان پیدا کړی دی له کړنګېدونکې وچې خټې څخه، چې له تورې خوسا کړی شوې خټې ځنې وه».
فَاسْتَفْتِهِمْ أَهُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَم مَّنْ خَلَقْنَا إِنَّا خَلَقْنَاهُم مِّن طِينٍ لَّازِبٍ[] «نو ته له دوی نه پوښتنه وکړه چط آیا دوی د تخلیق په لحائ ډېر سخت دي، که هغه چې موږ پیدا کړي دي؟ بېشکه موږ دوی له سرېښناکې خټې نه پیدا کړي دي».
خَلَقَ الْإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ[] «انسان یې د کودرې په شان له وچې کړنګېدونکې خټې څخه پیدا کړی دی».
کله چې روح کمزوری یا لمنځه لاړ شي او سیوری یې تت شي او بدن د واکمنۍ واګې په لاس کې واخلي، انسان بې مهاره په خوندونو او شهوتونو کې ډوبېږي، د حیواناتو او څارویو په څېر پکې څرېږي او په مینه کې یې د لېونتوب حد ته رسېږي، په هغو کې د رنګونو او هنرونو په نوښت لاس پورې کوي، د عقل، عادت، روغتیا، طبي سپارښتنو، منځلاریتوب او شریعت حدود تر پښو لاندې کوي او خپل ټول هم او غم، ځیرکي، نوښت او نبوغ د اسراف او د هغو خوراکونو په چمتو کولو کې مصرفوي چې اشتها یې زیاته کړي، د لوږې حس یې راویښ کړي، د خوړو په هضم کې ورسره مرسته وکړي او د یو بل وخت خوراک ته یې چمتو کړي. «هغه انسان چې د تمدن او ښاريتوب په اوج او د پوهې او فرهنګ په څوکه کې دی، د هغه خره په څېر کېږي چې ژرنده تاووي یا هغه غویي چې ځمکه قلبه کوي او په دې توګه د خوړو، شفاخانو او د تشنابو په ځایونو کې تاویږي راتاويږي».[]
له دې څرخېدو او څرېدو پرته هیڅ پیل و پای، بوختیا او هڅه نه پېژني او په پایله کې یې له خوراک او څښاک پرته ټول تمایلات او سترې غوښتنې لمنځه ځي، له خوند او ګټې اخیستو پرته یې ټول حسونه منجمد او له کاره لوېږي او د خوراک لپاره له عاید او د عاید لپاره له خوړو پرته ورته هیڅ بوختیا او کار نه پاتې کېږي.
قرآن کریم دا حقیقت داسې انځور کړی، چې تر هغه کره او له صدقه ډک انځور نشته: وَالَّذِينَ كَفَرُوا يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ[] «او هغه کسان چې کافران شوي دي، دوی فایده اخلي او خوراک کوي لکه څنګه چې څاروي خوراک کوي او اور د دوی استوګنه ده».
دا د هغه جسم طبیعي غلبه ده چې د روح له تسلطه بهر شوی، له نبوي لارښود او لارښوونو بېبرخې شوي او د خپل نفس او خواهشاتو په وړاندې تسلیم شوی دی او همدا خپل اصل او مرکز ته د جسم د کشش پایله ده.
وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَثْ ذَلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ. «ااو ته دوى ته د هغه كس خبر ولوله چې موږ هغه ته خپل ایتونه وركړي وو، نو دى له هغو نه ووتلو، نو شیطان په هغه پسې شو، نو هغه له ګمراهانو څخه شو او كه موږ غوښتلى (، نو) خامخا به مو هغه په دغو (آیتونو) سره پورته كړى و او لېكن هغه ځمكې ته پوخ مايله شو (هغه ځمكې ته مینه وكړه) او د خپل خواهش پیروي يې شروع كړه، نو د هغه مثال د سپي په شان دى، كه ته په هغه حمله وكړې، (نو هغه) ژبه راوباسي او تیګاه وهي او كه ته يې پرېږدې (بیا هم) ژبه راوباسي او تیګاه وهي، دا د هغو خلکو مثال دى چې زموږ د آیتونو تكذیب يې كړى دى، نو ته (دا) قصې بیان كړه، د دې لپاره چې دوى ښه فكر وكړي ».