لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (پنځمه برخه)

پایله
د امام غزالي  رحمه‌الله په ژوند او فکر کې جامع بدلون:
د اسلامي نړۍ د یوه ستر فکري او علمي شخصیت په توګه، د امام غزالي رحمه الله ژوند، د شخصي، علمي او معنوي تکامل بېلګه ده، چې کېدای شي، هر مسلمان  او حقیقت لټوونکي ته ارزښتناکه منبع شي. د فکري، علمي، ټولنیزو او معنوي بدلونونو بهیر یې د ژوند په بېلابېلو دورو کې لوړې ژورې لري چې دی یې له یوه سطحي­نظره عالم څخه په یوه بې بدیله دیني او عرفاني عالم او متفکر بدل کړی دی.
کورنۍ او زده کړې؛ د علمي او دیني لارې بنسټ ایښودنه:
امام غزالي په یوې داسې متدینه او علمي کورنۍ کې زېږېدلی دی، چې له فرهنګي او دیني فضا څخه یې دی ډېر اغېزمن و، تر دې چې د علم او حقیقت لټونې لار یې وروښوده. د دې مزل له پیلولو څخه معلومیږي چې کورنی چاپېریال او سمه روزنه د لویو شخصیتونو په رامنځته کولو کې مهم رول لري. د امام غزالي د ژوند په لومړیو کلونو کې هغه د فقهې، حدیث او فلسفې په څېر په بېلابېلو علمي برخو کې زده کړې پیل کړې او همدې متنوع پوهې مرسته ورسره وکړه، چې د ژوند په راتلونکو پړاوونو کې د مختلفو افکارو، په تېره د فلسفې او علم کلام په نقد او تحلیل کې اغېزناک واوسي.
علمي او سیاسي نفوذ؛ د نظام الملک دربار ته ورتګ او د بغداد په نظامیه کې تدریس:
د نظام الملک دربار ته د امام غزالي ورتلل او د بغداد د نظامیې په مدرسه کې یې تدریس د لوړو علمي او دیني مرکزونو په کچه د هغه علمي وړتیا او د اغېز ښیندنې ځواک څرګندوي. د ژوند په دې پړاو کې امام غزالي نه یوازې د فقهې عالم او پیاوړي ویناوال په توګه وپېژندل شو، بلکې په سیاسي او ټولنیزه برخه کې یې هم مهم رول ترسره کړ. هغه مهال، د بغداد نظامیه د اسلامي نړۍ د علمي او فکري مرکز په توګه پېژندل کېده او هلته د امام غزالي ورتلل او په علمي برخو کې یې فعاله ونډه اخیستل، موږ ته د علمي او فکري بدلونونو په رامنځته کولو کې د ده اهمیت او مقام په ډاګه کوي.
د امام غزالي فکري بدلون او باطني بحران
په ورته وخت کې، د بغداد په نظامیه کې د امام غزالي رحمه الله د حضور دوره، هغه دوره ده، چې په ده کې ژور فکري بدلون راغی. امام غزالي له هغو فکري بحرانونو او شکونو څخه په خبرېدو، پخپله په شکونو او شبهو اخته شو، چې د فلسفي افکارو او عقلاني ردونو له امله په هغه وخت کې مطرح کېدل او دې فکري بحران ورته دا زمینه برابره کړه، چې د دین، فلسفې او علم کلام د حقیقت په برخه کې ژور لټون وکړي.
 دا شکونه چې په پیل کې په کړکېچ بدل شول، په پای کې یې نوموړی د ژورې څېړنې او غور په لور سم کړ.
د فلسفې، علم کلام او تصوف نقد؛ له دین څخه دفاع او د بشري علم نقدول:
امام غزالي د فلسفې او علم کلام د نقد برخې ته په داخلېدو وتوانېد چې د هغه وخت زیاتره فکري شبهې وننګوي، ده د «تهافت الفلاسفه» په څېر په خپلو مشهورو کتابونو کې نه یوازې د زمانې پر فلسفو اساسي او بنسټیز نقدونه وکړل، بلکې له عقل او نقل څخه په ګټې اخیستنې یې، په دیني حقیقت د پوهېدو لپاره نوې حللاره وړاندې کړې. د هغه په آثارو کې د علم کلام نقد هم د خلکو پام ځان ته اړوي؛ ځکه هغه علم کلام ته د دیني حقیقت د بیان په موخه د وسیلې په توګه نه کتل، بلکې پر هغه یې د جنجالي او بې‌ګټې بحثونو د تمرکز له امله نیوکه کوله.
همداراز، امام غزالي تصوف له بېلابېلو اړخونو وارزاوه. د باطنیه او د حقیقت له مسیر څخه د بېلارو شویو صوفیانو د ځینو افکارو د نقد ترڅنګ یې اصیل او عرفاني تصوف، حقیقت ته د رسېدو او د الهي حقیقت د کشفولو لپاره معرفي کړ. امام غزالي په حقیقت کې د علم او تصوف ترمنځ پُل رامنځته کړ، چې په وسیله یې حقیقي معرفت ته رسېدلی شو.
باطني بدلون او له بغداده هجرت؛ له خلوته تر جلوته
له بغداد څخه د امام غزالي هجرت د نوموړي په ژوند کې یو لوی بدلون راوست او د هغه په فکر او سلوکو کې یې ژورې اغېزې لرلې. لس کاله له دنیا او دنیوي چارو څخه د دې لپاره ګوښه او لرې شو، چې د باطن حقیقت او الهي معرفت ولټوي. په دې موده کې امام غزالي په ځان جوړونه او روحي روزنه بوخت شو او په پایله کې د باور او مشاهدې مقام ته ورسېد. دې خلوت هغه ته یو ډول فرصت په لاس ورکړ، چې د شکونو او شبهو له ګردونو راووځي او په یوه پاک او سوچه روح، علمي او دیني موضوعاتو ته وګوري.
خو الله تعالی امام غزالي ته په تقدیر کې بل څه لیکلي وو. هغه یې له خلوته، جلوت ته راستون کړ، ترڅو اسلامي ټولنه له شکونو او فکري بېلاریو وژغوري. د ټولنې صحنې ته د امام غزالي د ستنېدو هوډ او په نیشاپور کې د نوي ماموریت پیل، لوی مسؤلیت ته د هغه ژمنتیا څرګندوله، چې باید د خپل وخت فکري او دیني ننګونو ته ځواب ورکړي. دا ستنېدنه نه یوازې فزیکي راګرځېدنه وه، بلکې د هغه وخت د فکري بحرانونو پر وړاندې د علم او دین د احیا په معنا وه.
ټولنې ته ورستنېدل او پر هغې یې اغېز
په نیشاپور او د نظامیه مدرسو کې تدریس ته د امام غزالي ورستنېدل، د اسلامي نړۍ د دیني علم په تاریخ کې د بدلون ټکی و. دی د خلوت پر مهال د ترلاسه کړو حقیقتونو په بیانولو سره وتوانېد، چې  زیاتره شبهې لرې کړي او د ټولنې پر روح اغېز وښندي. هغه بدلونونه چې امام غزالي په خپل علمي لیدلوري کې رامنځته کړل، له سطحي لید څخه د تېرېدو او د دیني او عقلي معرفت ژورو ته د رسېدو په معنا وو. هغه په دې آند و چې حقیقي علم هغه علم دی چې انسان الله تعالی ته ور نږدې کړي او له ځان غوښتنې او ناپوهۍ څخه یې لرې کړي.
وروستۍ پایله:
 په ننني وخت او ځای کې د امام غزالي ښوونې
د امام غزالي رحمه الله سیرت په تېره د علم، دین، فلسفې، تصوف او د علم او ایمان ترمنځ د اړیکو په برخه کې د هغو کسانو لپاره د یوه جامع لارښود په توګه وړاندې کېږي چې پر حقیقت د غوره پوهاوي په لټه کې دي. د هغه آثار په معاصره نړۍ کې د مسلمانانو لپاره باوري سرچینې بلل کېږي. امام غزالي نه یوازې په خپل وخت، بلکې په هر هغه وخت کې یوه بشپړه بېلګه کېدای شي، چې انسان د حقیقت د موندنې او فکري ننګونو ته د ځواب ویلو په لټه کې وي.
د امام غزالي ژوند او افکار راښيي چې د حقیقت د لټون په لار کې باید انسان تل فعال واوسي او د ژوند په هر پړاو کې له علم څخه تصوف او له عمل څخه الهي معرفت ته لاړ شي. انسان یوازې له همدې لارې د خپل وجود او شاوخوا نړۍ په اړه ژور درک ترلاسه کولی شي او نېغې لارې ته هدایت کېدای شي.
دوام لري
Leave A Reply

Exit mobile version