لیکوال: عببدالله نیمروزي

د امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلورمه برخه)

لوی هجرت: له بغداد څخه وتل
له یوې مودې تفکر او الله تعالی ته له رجوع وروسته یې دعا وکړه، او پایله یې دا شوه چې د جاه او مال پرېښودل او له اهل‌وعیال څخه جلا کېدل پرې اسانه شول.
هغه د حج نیت وکړ، او په زړه کې یې دا هوډ هم درلود چې شام ته سفر وکړي. کله چې خلکو دده له دې پرېکړې خبر شول نو مختلف غبرګونونه یې وښودل:
  • ځینو فکر کاوه چې واکمنانو هغه کناره‌ګیرۍ ته مجبور کړی دی؛
  • ځینو، چې له حکومت سره دده له نږدې والي څخه خبر وو، دا نظر رد کړ او ویې ویل: دا لاره یې خپله غوره کړې ده؛
  • ځینو دا پېښه د امام غزالي رحمه الله له دیني او علمي مقام سره د نورو د حسد پایله وبلله.
خو، سره له دې ټولو، امام غزالي رحمه‌الله له بغداد څخه ووت، خپل مالونه یې په فقیرانو ووېشل، او روحاني سفر یې پیل کړ.
عزلت او مجاهدت: شام، بیت‌المقدس او مکې ته سفر
هغه شام کې دوه کاله په انزوا کې له عبادت او نفس سره په مجاهدې تېر کړل. د دمشق جامع جماعت کې معتکف شو، کله کله به د مسجد منارې ته پورته شو، دروازه به یې بنده کړه، او ټوله شپه به یې په ذکر او عبادت تېره کړه.
له شام وروسته بیت‌المقدس ته ولاړ، او هلته د “صخره مقدسه” (قبة الصخرة) کې معتکف شو، دې حالت هغه ته د حضرت ابراهیم علیه‌السلام زیارت ور ياد کړ او د حج, مکې او مدینې له زیارت سره یې نوره هم علاقه زیاته شوه.
له بیت المقدس وروسته حجاز ته ولاړ، د حج مناسک یې ترسره کړل؛ خو وروسته د اهل‌وعیال هڅو او خپلو ماشومانو ته دعاګانو هغه بېرته خپل وطن ته ستنیدو ته اړ کړ، سره له دې چې د وطن له نوم څخه په تېښته و.
لس کاله مجاهدت: هغه پایله چې امام غزالي رحمه‌الله ورته ورسېده
په وطن کې یې هم د زړه تزکیې، عزلت او خلوت ته دوام ورکړ؛ خو د کورني ژوند ستونزې، دنیوي افکار او معیشتي اړتیاوې یې د تمرکز په لار کې خنډ شول. سره له دې هغه مایوسه نه شو، بلکې دا ستونزې یې د خپل روحاني سلوک یوه برخه وګڼله او له دې حالت څخه یې روحاني لذت واخیست.
دې لس کلن خلوت او ریاضت داسې عجیب کشفيات په لاس ورکړل چې بیان یې ناشونی و، خو په پای کې یې دا یقین لاسته راوړ چې: یواځې صوفیان (اهل تزکیه) د الله تعالی د لارې سالکان دي، د هغوی سیرت تر ټولو غوره سیرت دی، لاره یې تر ټولو مستقیمه، او اخلاق یې تر ټولو سم او ښایسته دي. که د نړۍ ټول عقلاء، حکما او د شریعت عالمان راټول شي، نو له دې غوره اخلاق به پیدا نه کړي، ځکه چې د هغوی ټولې ظاهري او باطني کړنې د نبوت له سرچینې څخه اخېستل شوې دي. او د نبوت له نور پورته، په ټوله ځمکه کې داسې هیڅ نور نشته چې رڼا ترې ترلاسه شي.
له خلوت څخه جلوت ته: د اجتماع صحنې ته د امام غزالي رحمه‌الله بېرته راګرځېدل
۱. له عزلت څخه ټولنیز مسئولیت ته
امام غزالي رحمه‌الله چې کلونه یې په خلوت، عبادت او له نفس سره په جهاد کې تېر کړي وو، وشو کولای چې د خپل ژوند پاتې برخې هم په روحاني سکون کې تېري کړي؛ خو د الله تعالی اراده دا وه چې هغه بېرته ټولنې ته راشي، تدریس، تألیف، او ارشاد ته دوام ورکړي، او د خپل عصر فکري او اعتقادي انحرافات اصلاح کړي. په داسې شرایطو کې چې الحاد او فلسفه‌ځپنه، په ټولنه کې زیاته شوې وه او د  تصوف ډیری مدعیان له خپل اصلي مسیر څخه منحرف شوې وو. اړتیا وه چې دامام غزالي رحمه‌الله په څېر یو عالم، چې هم پوهه، هم اخلاص، او هم ژور لیدلوری ولري، میدان ته راشي.
هغه په دې پړاو کې درک کړه چې د یقین او روحاني مشاهدې تر سیوري لاندې  یو ستر ماموریت پر غاړه لري. دی په دې اړه لیکي: «ومې لیدل چې د ډېرو خلکو ایمان متزلزل شوی دی؛ ځینو فلسفه‌ځپلو خلکو که څه هم په ظاهره دیني احکامو ته ژمن دي، خو په حقیقت کې یې نه نبوت مانه او نه د دین حقیقت. ځینو یوازې د بدني تمرین په خاطر لمونځ کاوه، او ځینې نورو د مالي ګټو لپاره شرعي احکام عملي کول، او کله به یې چې مادي ګټه نه لیده نو شرعي احکام به یې پرېښودل. ما یقین درلود چې د دغو شبهاتو د ردولو توان لرم، او ددې ډلې د افکارو افشا کول راته د اوبو تر څښلو هم اسانه دي.»
۲. د خلوت او جلوت ترمنځ کشمکش
که څه هم امام غزالي رحمه‌الله د مسئولیت احساس کاوه خو لا هم د خلوت او ټولنې ته د ورګرځیدو ترمنځ کشمکش کې ګېر و. هغه پوهېده چې له فکري فساد سره مبارزه کول سختۍ لري، د دښمنانو له مخالفت سره مل وي، او له بله پلوه د وخت سیاسي شرایط هم چندان مناسب نه وو، او د وخت حاکمانو هم له اصلاحي جریانونو د ملاتړ لپاره کافي قدرت نه درلود. هغه ددې ستونزې په اړه داسې لیکي: «ما له ځانه وپوښتل: دا ستر کار څنګه شونی دی؟ له هرې خوا باطل غالب ښکاري، که خلک له خپلو محبوبو شیانو منع کړم، ټول به راسره دښمني وکړي. زه به څنګه په یوازې ځان د دې لوی جریان مقابله وکړم؟» خو بالاخره، د الهي حکمت له مخې، د وخت سلطان د یوه رسمي حکم له مخې امام غزالي رحمه‌الله ته بلنه ورکړه چې نیشاپور ته بېرته ستون شي او د ټولنې اصلاح ته دوام ورکړي. امام غزالي رحمه‌الله دا د الله تعالی له لوري یو تقدیر وګاڼه او خپل خلوت یې پرېښود.
د اهل معرفت تأیید او غیبي زېري
د امام غزالي رحمه‌الله بېرته راګرځېدل او د تدریس او ارشاد لاره نیول، یوازې تر عقلي تحلیل نه وو محدود؛ بلکې د اهل معرفت او بابصیرته اشخاصو هم هغه دې کار ته  تشویق کړ.سربېره پر دې، هغو ګڼو خوبونو هم چې لیدلې یې وو اشاره ورکوله چې ټولنې ته ستنېدل به یې ډېر خیر او برکت له ځانه سره ولري. هغه په دې اړه لیکي: «د پنځمې پیړۍ پای ته یوازې یوه میاشت پاتې وه. نبوي حدیث زېری ورکړی چې د هرې پیړۍ په پیل کې الله تعالی د دین د احیا لپاره یو شخص مبعوث کوي. دې شواهدو زه هیله من کړم، او د علم او ارشاد میدان ته د بېرته راتګ پرېکړه مې قطعي کړه.»
۴. په نیشاپور کې د نوې ماموریت پیل
د ۴۹۹ هجري کال په ذوالقعده میاشت کې امام غزالي رحمه‌الله یو ځل بیا نیشاپور ته سفر وکړ او د “نظامیه” مدرسې د تدریسي پر څوکۍ کښېناست. خو دا ځل یې تدریس او ارشاد له خلوت نه د مخکې دورې په پرتله څرګند توپیر درلود. دی پخپله د دې بدلون په اړه لیکي: «که څه هم یو ځل بیا د علم خپرولو ته را وګرځیدم  خو دا چاره خپل پخواني حالت ته د ورګرځیدو په مانا نه ده. د هغه حالت ترمنځ توپیر چې له خلوت څخه د مخه وم او اوس یم، د ځمکې او اسمان ترمنځ توپیر ته ورته دی؛ پخوا مې هغه علم زده کاوه او تدریساوه چې د ځای او مقام د ترلاسه کولو وسیله وه، خو اوس هغه علم خپروم چې د ځای او مقام پرېښودل اړین بولي.»
 هغه دا ځل د شهرت لپاره نه، بلکې د خالص نیت له مخې تدریس ته دوام ورکړ او یواځینۍ موخه یې د خپل ځان او ټولنې اصلاح وه. دی زیاتوي: «زه نه پوهېږم چې خپل وروستي هدف ته به رسېږم او که له هغې مخکې به مې عمر پای ته ورسیږي؛ خو زه ایمان لرم چې هدایت او طاعت یوازې د الله تعالی په قدرت سره ممکن دی، دعا کوم چې الله تعالی لومړۍ ما اصلاح کړي، او بیا نور خلک زما په مرسته هدایت ته ورسوي.»
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version