لیکوال: عببدالله نیمروزي
د امام غزالي رحمهالله ژوندلیک (څلورمه برخه)
لوی هجرت: له بغداد څخه وتل
له یوې مودې تفکر او الله تعالی ته له رجوع وروسته یې دعا وکړه، او پایله یې دا شوه چې د جاه او مال پرېښودل او له اهلوعیال څخه جلا کېدل پرې اسانه شول.
هغه د حج نیت وکړ، او په زړه کې یې دا هوډ هم درلود چې شام ته سفر وکړي. کله چې خلکو دده له دې پرېکړې خبر شول نو مختلف غبرګونونه یې وښودل:
-
ځینو فکر کاوه چې واکمنانو هغه کنارهګیرۍ ته مجبور کړی دی؛
-
ځینو، چې له حکومت سره دده له نږدې والي څخه خبر وو، دا نظر رد کړ او ویې ویل: دا لاره یې خپله غوره کړې ده؛
-
ځینو دا پېښه د امام غزالي رحمه الله له دیني او علمي مقام سره د نورو د حسد پایله وبلله.