شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: عبیدالله نورزهي اسلام په اروپا کې (دولسمه برخه) بلغارستان بلغارستان جمهوریت، چې ۱۱۰،۹۹۴ کیلومتره مربع پراخوالی لري، د تور سمندر پر غاړه، د بلقان ټاپووزمې په ختیځ کې موقعیت لري. یاد هېواد د ترکیې له لارې له آسیا سره وصل دی او ۹ میلیونه نفوس لري، چې له دې جملې ۸۵ سلنه یې د بلغار نژاد دي، پاتې نور یې ترک، یوناني او ارمني نژاده دي. بلغارستان د یوولسمې پېړۍ له پیل راهیسې د بیزانس امپراتورۍ تر تسلط لاندې و، خو په ۱۳۹۳ میلادي کال کې د سلطان بایزید عثماني د حکومت پر مهال د عثماني دولت برخه وګرځېد. له هغې وروسته بلغارستان پنځه پېړۍ د عثماني دولت برخه پاتې شو. په ۱۸۷۸ میلادي کال کې بلغاریانو وغوښتل چې له عثمانیانو بېل او خپلواک هېواد شي، چې بالاخره د ۱۹۰۸ میلادي کال د ډسمبر په ۳۱مه د یاد هېواد خپلواکي په رسمیت وپېژندل شوه. د نولسمې پېړۍ په نیمایي کې د بلغارستان ۳۰ سلنه وګړي مسلمانان وو، خو د یاد هېواد له خپلواکۍ وروسته پر مسلمانانو تاوتریخوالی پیل شو او هغوی تر سخت فشار لاندې راوستل شول. په ځانګړې توګه د مارکسیستي حکومت پر مهال پر مسلمانانو ظلم اوج ته ورسېد، او د هغوی د اسلامي هویت د له منځه وړلو لپاره توطئې جوړې شوې. په ۱۹۶۱ میلادي کال کې د بلغارستان دولت مسلمانان اړ کړل چې خپل اسلامي نومونه بدل کړي او پر ځای یې بلغاري پسوندونه غوره کړي. مسلمانان د خپلو اولادونو لپاره د اسلامي نومونو له اېښودو منع شول، او ترڅنګ یې په ډلهییز ډول د مذهبي فرایضو ادا کول ناممکن شول. اسلامي هویت تر دې کچې له فشار سره مخ شو، چې مسلمانان اړ شول په پټه توګه خپل عبادتونه ترسره کړي. نن ورځ هم د بلغارستان حاکم رژیم مسلمانان له بېلابېلو لارو تر فشار لاندې راولي. تر دې دمه په بلغارستان کې تر ۲ میلیونه ډېر مسلمانان ژوند کوي، چې ډېری یې د شمال ختیځ، جنوب ختیځ او د یونان پولو ته څېرمه مېشت دي. د بلغارستان مسلمانان عموماً تُرکنژاده دي، چې څلور پېړۍ کېږي، هلته مېشت دي. رومانیه رومانیه، چې ۲۳۷،۵۰۰ کیلومتره مربع پراخوالی لري، د اروپا په جنوب ختیځ کې، د تور سمندرګي پر لویدیځه غاړه پروت هېواد دی. یاد هېواد ۲۳ میلیونه نفوس لري، چې له دې جملې ۸۵ سلنه رومانیایان، او پاتې نور یې د مجار او رومن قومونو څخه دي. ۸۰ سلنه وګړي یې ارتودوکس، پاتې نور یې کاتولیکان او مسلمانان دي. رومانیه په دیارلسمه میلادي پېړۍ کې د مغولو تر ولکې لاندې راغله، او په پنځلسمه میلادي پېړۍ کې یې ځینې سیمې د عثماني دولت برخه شوې. په ۱۸۲۸-۱۸۲۹ میلادي کلونو کې، د مولداویا او والاکیا سیمې، چې د عثماني دولت برخه وې، د روسیې او عثماني دولت ترمنځ د جګړې په پایله کې د روسانو لاس ته ولوېدلې. له دویمې نړیوالې جګړې څخه دمخه، د رومانیې د مسلمانانو شمېر ۲۶۰،۰۰۰ کسانو ته رسېده، خو د پولو د بدلېدو او د نازي آلمان د فشارونو له امله، دا شمېر په شدت سره راکم شو. نن ورځ، رومانیه کې د مسلمانانو شمېر ۷۰،۰۰۰ ته رسېږي، چې ډېری یې ترک او تاتار دي. د رومانیې سوسیالیستي دولت پر مسلمانانو ګڼشمېر محدودیتونه ولګول؛ اسلامي نشریات یې بند کړل، جماعتونه یې وتړل، او د اسلام تبلیغ یې منع کړ. سره له دې فشارونو، مسلمانانو په ځینو ښارونو لکه «کونستانزا» او «بوخارست» کې د خپل اسلامي هویت د ساتلو لپاره مذهبي او فرهنګي ناستې ترسره کولې. مجارستان د مجارستان جمهوریت ۹۳،۰۳۲ کیلومتره مربع مساحت لري، د اروپا په ختیځ کې پروت او وچې کې راګیر هېواد دی. مجارستان ۱۹ ولایتونه او څلور ښاري ناحیې لري، چې مرکز یې د بوداپست ښار دی. دانوب سیند د بوداپست ښار په دوو برخو، بودا او پست، ویشي. مجارستان ۱۰.۵ میلیونه نفوس لري، چې له دې جملې ۹۷ سلنه یې د هون او مجار نژاد څخه دي. ۵۵ سلنه خلک یې کاتولیکان دي، او پاتې نور وګړي یې، د اسلام په ګډون، د یو شمېر نورو مذهبونو پیروان دي. په ۱۳۷۷ میلادي کال کې عثماني دولت پر مجارستان برید وکړ، او د مجاریانو له څو ماتو وروسته، په ۱۵۲۶ میلادي کال کې یاد هېواد د عثماني دولت برخه وګرځېد. مجارستان دوه پېړۍ د عثماني دولت برخه پاتې شو. په دې موده کې، ځینې مجاریان مسلمانان شول، او ترڅنګ یې ترکان او عربان هم مجارستان ته مهاجر شول، چې له دې امله د مجارستان د مسلمانانو شمېر زیات شو. کله چې د عثمانیانو جګړې پای ته ورسېدې، نو مجارستان ورو ورو د اتریش د امپراتورۍ تر نفوذ لاندې راغی. په دې دوره کې، ډېری مسلمانان تر سخت فشار لاندې راوستل شول، چې په پایله کې یې د مجارستان د مسلمانانو شمېر بېرته کم شو. نن ورځ، په مجارستان کې یواځې شاوخوا ۱۳،۰۰۰ مسلمانان ژوند کوي، چې ډېری یې د افریقا، ترکیې، عربو، پاکستان، او بنګلهدېش مهاجرین دي. خو د کمونیستي نظام له سقوط وروسته، مسلمانان له ډېرو آزادیو برخمن شول. د مجارستان د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ، چې د مجار ملت غواړي له روحانیت او مذهب څخه په استفادې خپله ټولنه له مارکسیستي تاوتریخوالي او سختدریځۍ څخه پاکه کړي. چکسلواکيه چکسلواکيه د روسیې او آلمان ترمنځ موقعیت لري. یاد هېواد ۱۲۷،۸۶۹ کیلومتره مربع پراخوالی لري، چې مرکز یې پراګ ښار دی. پراګ د هېواد په شمال لویدیځ کې پروت دی. د چکسلواکيې ۶۵ سلنه وګړي د چک نژاد څخه دي، او پاتې ۳۵ سلنه یې اسلواک دي. یاد هېواد ۱۵.۵ میلیونه نفوس لري، چې اکثره یې د کاتولیک مذهب پیروان دي. مسلمانان او پروتستانیان پکې اقلیت دي، او د مسلمانانو شمېر یې له یو سلنې څخه هم کم دی. لهستان لهستان د اروپا په ختیځ، او د بالتیک سمندر په سویل کې موقعیت لري. یاد هېواد ۴۹ ولایتونه لري، او مرکز یې د ورشو (وارساوا) ښار دی. لهستان ۳۱۲،۶۸۳ کیلومتره مربع پراخوالی لري، او نفوس یې ۳۸ میلیونه تنه دی. ۹۸ سلنه وګړي یې لهستاني نژاده دي. ډېری وګړي یې کاتولیک مذهب لري، او کم شمېر یې ارتودوکس او مسلمانان دي. په ۱۴۴۰ میلادي کال کې، د لهستان دریم پاچا لادیسلاوس د عثماني ځواکونو پر ضد جګړې وکړې، چې په پایله کې، مسلمانانو د لهستاني ځواکونو ته درنې ماتې ورکړې. خپله د لهستان دریم پاچا لادیسلاوس هم په دې جګړو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. په شپاړسمه میلادي پېړۍ کې، د لهستاني او عثماني ځواکونو ترمنځ شخړې ادامه پیدا کړه. په ۱۶۷۳ میلادي کال کې، د لهستان مشر جان سوبیسکي وتوانېد عثماني ځواکونو ته ماتې ورکړي. د دې سربېره، په ۱۶۸۳ میلادي کال کې هم لهستاني ځواکونو عثمانیان ماته کړل. د لهستان اوسني مسلمانان هغه ډله خلک دي، چې د عثماني دولت د اقتدار پر مهال هلته مېشت شول. له دویمې نړیوالې جګړې څخه دمخه، د لهستاني مسلمانانو وضعیت نسبتاً ښه و، او شمېر یې ۱۰۰،۰۰۰ کسانو ته رسېده. خو د دویمې نړیوالې جګړې له پیل وروسته، د پولو د بدلېدو له امله، د مسلمانانو شمېر په پام وړ ډول کم شو. نن ورځ، په لهستان کې یواځې شاوخوا ۲۵،۰۰۰ مسلمانان ژوند کوي، چې ډېری یې تاتار دي. تاتاریان له شاوخوا دریو پېړیو راهیسې د لهستان په سویل ختیځ کې ژوند کوي. په ۱۹۹۰ میلادي کال کې، کله چې د لهستان اسلامي ګوند رامنځته شو، نو په ګدانسک ښار کې یې د یو جومات بنسټ کېښود، چې دې کار په یاد هېواد کې د مسلمانانو ترمنځ همغږي نوره هم پیاوړې کړه. ادامه لري…